32

د ابن سینا د ژوند لیک ژباړه

د بو علی سینا بلخی ژوندلیک

زما پلار د بلخ له خلکو څخه ؤ، د نوح بن منصور په زمانه کی له هغه ځايه بخارا ته راغیء او همدغه مهال د خرمیشن په کلیوا له سيمه کی چی - د بخارا له سترو کليوالو سيمو څخه ده په دیوانی چارو بوخت سو. د دی کلی تر څنگه د« افشنه » په نامه بل کلی ؤ، پلار می له دې کلى ښځه و کړه، زه هلته و زيږيدم او ورورمی هم هوری و زیږید وروسته بخارا ته لاړو، او له ښوونکی څخه می قرآن او ادبیات زده کړل، تر لس کلنۍ پوری می قر آن او دادب زیاته برخه زده کړه، چی د خلکو د تعجب وړ وه زما پلار له هغو کسانو څخه ؤ چی د مصر له داعيانو څخه یی د یوه تن دعوت ومانه او له اسماعيليانو څخه گڼل کیدیء اوله هغو داعیانو څخه یې د نفس او عقل په باب خبری د هغوی له تعبیر او تعریف سره سمی ارویدلی وې.

ورور می هم له دې ډلی ؤ، کله چی په دوی دواړو سره مذاکره کوله ما هم ارويده، څه چی دوی ويل په هغو پوهېدم او ماته یی هم د دې مذهب د منلو دعوت را کاوه کله کله به د دوی له خولې د فلسفې، هندسې او او هندی حساب نوم هم ارويدل کيده تر هغی چی پلار می زه یوه سابه پلورونکی ته - چی په هندی حساب پوهیدیء - و استولم چی دغه علم له هغه زده کړم.

تر دې وروسته ابو عبدالله ناتلی چی د فلسفې د پوهیدنی مدعی ؤ، بخارا ته راغىء او زما پلار په دی هیله چی ما ته به فلسفه و ښيي هغه زموږ په کور کی میشت کیء،  خو زه مخکی تر دې چی ده ته و رسم، د فقهی د زده کړې له پاره اسماعیل زاهد ته چی د سلو ک له لويانو څخه و ورغلم - زه د ښو پوښتونکو شاگردانو څخه وم  د سوالونو له طريقو او پر ځواب ورکوونکو د اعتراض پر وجوهو لکه چی په هغه قوم کی دو دؤ ښه بلد سوم.

و روسته می له ناتلی څخه د ایسا غوجی 

د کتاب لوستو ته مخه و کړه، او کله چی یی د جنس حدم اته وایه، نو یی وویل: جنس هغه ته وايي، چی د «دا څه شی دی » په ځواب کی پر هغو ډیرو اشیا وو و دلالت کوي، چی په خپله نوع کی مختلف وی ما د دې حد په باب دومره څېړ نه و کړه، چی ناتلی هیڅکله داسی څه نه و وارویدلی، زیاته هیښتیا ورته پید اسوه، نویی زما پلار ته سپارښتنه و کړه، چی ماله علمه پرته بل کارته و نه گو ماري.

هره مسأله چی به ناتلی له ما سره مطرح کوله له ده به په هغه خبره زه ښه پوهېدم، تر هغی چی می د منطق ظواهر له هغه څخه وويل خوله دقایقو یی هغه هم نه ؤ خبر.

تر دې وروسته می له خپله ځانه سره د کتابو مطالعه پيل کړه، ډير شروح می ولوستل، تر هغه چی پر منطق مسلط سوم همدارنگه می د اقلیدس د کتاب له پیله پنځه یا شپږ شکله له ناتلی څخه و لوستل، اونور کتاب می له ځانه سره حل کیء و روسته می د مجسطی  په لوستلو پیل و کیء خوکله چی یی له مقدماتو وزگار سوم او هندسی اشکا لوته و رسیدم، ناتلی ماته وویل: « په خپله يې ولوله او مشکلات یې حل که، څه چی دی لوستی وي، ماته یې وښيه، چی سم یې له ناسم در ته بیل کم. 

څرنگه چی دې سړی ټول کتاب نه ؤ زده کړیء، مابه ټول حلاوه، او د کتاب ډیر سخت اشکال به می - چی هغه تر دی وخته نه وو حل کړی - هغه ته وويل، او حل به می يې هم ور زده کیء. 

تر دې وروسته ناتلی له ما جلا سو، او گرگانج ته ولاړیء، او زه د فصوصو طبيعياتو او الهياتو د کتابو د شروحو په لوستو مشغول سوم، د پوهی دروازې می پر مخ پرانیستل سوې، د علم طب له زده کړی سره می هم سینه پیدا سوه په دې علم کې چی له تصنيف سوو کتابو څخه څه په لاس راغلل، هغه می ولوستل ځکه چی علم طب له سختو او مشکلو علومو څخه نه دىء، نومی په ډیره لږ موده کی دغه علم داسی زده کیء، چی د علم طب فاضلانو به دغه علم له ماڅخه زده کاوه. 

د ناروغيو او ناروغانو په علاج می هم لاس پوری کیء، د تجربی په رڼا کی می د معالجې دروازی داسی پر مخ خلاصی سوې چی صفت یې نه کیږي؟ له دغو ټولو مشاغلو سره سره په فقه کی می هم منا ظرې ته مخه و کړه او په دې وخت کې زه شپاړس کلن وم. 

وروسته بيايو يونيم کال د منطق او فلسفی د ټولو اجزاوو په مطالعه بوخت سوم، او په دې موده کی می په شپو، شپو خوب ونه کیء او د روځی هم په بل کارمشغول نه سوم تل به می دیا دښتو نو پاڼی په لاس کې وې، او او پر هر حجت چی به می نظر وکیء نو مقدمات به می ئی ثبت او په پاڼو کې ترتیب کړل و روسته به می یې لوازم وليدل، او د نتیجی د د شروطو په پام کی نیولوسره به می یې د مقد ماتو رعایت کا وه، تر هغی چی به د مسألی حقیقت را ته روښانه سو او که چیری به یی له حله عاجز سوم، او دقیاس اوسط حد به می یی نه کیء پیدا، نو به ژر مسجد ته ولاړم، لمونځ به میا ادا کیء او د دې مشکل حل به می له «مبدع كل» څخه وغو ښتی، تر هغه چی به لوی خدای (ج) هغه مشکل راته اسان کیء.

 کله چی به کور ته راغلم، نو به می څراغ و لگاوه او لیکل، لوستل به می پیل کړل، که به خوب  راباندی زورسو او یا به می ناتوانی حس کړه نو به می د بادې د جام په چښلو خپلی قواوې تجدید کړې، بیا به می په لوستو شرو وکړه او کله چی به بیده سوم، نو به می ډیر ځله هماغه مسایل په خوب لیدل، او ډیر مشکل مسايل به د هغو د حل له وجوهو سره په خوب کی راڅرگنديدل، تل به می داسی کول، تر څو چی په ټو لو علومو بری من سوم، او پر هغه څه چی د انسان امکان موجودؤ، پوه سوم، څه چی می له هغه زده کړي وو، اوس هم په هماغه ډول پری پوهیږم ،او تر اوسه پری څه نه دي زيات سوي.

 په منطق، طبیعیاتو او ریاضی کی چی څه وو هغه می زده کړل، او وروسته می الهیا تو ته مخه وکړه او د ما بعد الطبیعه کتاب می ولوست خو له هغه کتابه می څه زده نه کړل، او د هغه د کښونکی یا واضع غرض را ته بل ډول څرگند سو، څلویښت ځله کی هغه ولوستىء خو بیا هم پری پوه نه سوم  او د مقصود په لورلار را پیدانه سوه، له ځانه نا امید سوم، نومی وویل: دا هغه کتاب دیء، چی د پوهېدو لاریی بنده ده.

يوه روح مازیگر د کتابونو د خرڅولو بازار ته ولاړم، د یوه کتاب پلورونکي په لاس کی می يو كتاب ولیدیء چی په لوړ آواز یی د کتاب د خرڅولو له پاره چیغی وهلې، کتاب يې د خرڅلاو له پاره ما ته وړاندی کیء، او ما په دې باور چی پکی د علمی گتی څه نسته، هغه ور رد کیء، خو کتاب پلورونکی وویل:

کتاب واخله، ډیر وړیا دیء، او زه هغه تاته په دری درهمه درکوم ځکه چی څښتن یې پیسوته اړ دىء. ما هم هغه کتاب و اخیست ، و می لیدل چی د ابو نصر فارابی کتاب دی، چی د ما بعد الطبيعه  دکتاب پر اغراضو مشتمل دىء. کله چی کورته ولاړم نو می ژر ژر د کتاب

په لوستو پیل و کیء، د کتاب مطالب چی می د مخه لوستی و ، نو د اغراضو د پوهیدنی دروازې یی هم زما پر مخ خلاصی سوې، او له دې حاله ډیر خوښ سوم او بله روځ می د دې کار په شكرانه کی ډیر مالونه بيوزلو او خوارانو ته وبخښل.

دغه مهال نوح بن منصور د بخارا سلطان ؤ، او په یوې داسی ناروغۍ اخته سو چی نور طبيبان يې له علاجه عاجز سول، څرنگه چی زما نوم د اطباوو په منځ کی په ډیرې مطالعی او زیاتو لوستو مشهورؤ، نو يې د پاچا په مخ کی زما یادونه وکړه، او زما حاضرول يې ځنی وغوښتل، هغه زه و غوښتلم، د ده په معالجه کی می له نورو طبیبانو سره گډون و کیء، د ده د معالجی کار می په ښه توگه سرته ورساوه، يوه روځ می له هغه څخه وغوښتل چی شاهی کتب خانې ته د تلو اجازه راکي چی زه هوری د طبی کتابومطالعه وکړم، دغه اجازه یی ماته راکړه خو کله چی د کتابخانې سراى ته ورغلم نو می ډیرې کوټې ولیدی، چی په هره کوټه کی د کتابونو صندوخونه یو پر بل سر په سر ایښي دي. 

په یوه خوله کی عربی او د شعر کتابونه وو، په بله خونه کی دفقهی کتابونه وو، همدارنگه په هره خونه کی یی د يوه علم کتابونه راټول کړي وو، کله چی می د لومړنيو کتابونو فهرست ولوست، نوهغه څه ته چی اړوم ، دخپلی مطالعی له پاره می وغوښتل.

په دې کتابخانه کی می داسی کتابونه ولیدل چی حتی نوم می یې له چا څخه نه وارويدلىء، او ما هم تر دی وخته نه وولیدلی، او وروسته می هم ونه لیدل، دغه کتابونه می ولوستل، گټه می ځنی واخیسته، او په پوهه کی می د هر چا مقام درک کیء، کله چی اتلس کلنۍ ته ورسیدم د هغو علوموله زده کړی فارغ سوم.

هغه مهال می علمی مسایل حفظ کړل، خو نن يې پخوالی ته رسوم، اوپوهیږم چی علم یودیء او وروسته کوم نوی شی نه دی پرزیات سوی. 

هغه وخت زما په گاونډ کی د ابوالحسن عروضی په نامه یوه سړی ژوك كاوه، له ما وغوښته چی په دې علم  کی د ده له پاره يو جامع کتاب ولیکم، نو ما د ده په نامه يوه مجموعه ترتيب او تألیف کړه، او په هغی کی می له ریاضی پرته په نورو علومو بحث و کیء، حال دا چی دا مهال زه یوویشت کلن وم. همدا رنگه می په گاونډ کی د دابوبکر برقی په نامه یو بل سړى او سېدىء دی په خوارزم کی زو کړی ؤ ، او فقيه ا لنفس ؤ په فقه، تفسیر او زهدکی یوازینی سړی ؤ او له دې علومو سره یی شوق هم درلود، له مایی وغوښتل چی دغه ډول کتابونه شرح کم. ما هم د «الحاصل و المحصول» کتاب په ۱۰ ټوکونو کی د ده له پاره ولیکیء ؛ همدا ډول می په اخلاقو کی بل کتاب د «البر والاثم» په نامه ورته تأليف کیء دغه دوه كتابه له ده پرته بل چېری  نه پیدا کيږي، ده هم چاته ورنه کړل چی له هغو څخه نورې نسخې وليکي.

وروسته می پلارمرسو، زما د ژوند احوال بل ډ ول سو، ناچاره می ځینو دولتی چارو ته مخه وکړه اوله ضرورت سره سم می بخارا پریښووه، او گرگانج ته ولاړم. دلته ابوالحسن سهلی چی علم دوست سړى ؤ، په هغه ځای کی د وزارت مقام درلود د ده په میړانه ما د هغه ځای د امیر علی بن مامون دربار ته لار پیدا کړه، هغه مهال ما دفقها وو کالی اغوستل طیلسان می اغوست او، تحت الحنك می تاړه دوی میاشتنۍ تنخواه چی زما له مقام او کفایت سره وړوه، زما له پاره مقرره کړه.

وروسته د ضرورت سره سم نسا ته ولاړم اوله هغه ځايه باورد او طوس  ته ورسېدم او دشقان  له لاری سنمقان ته ولیږدیدم، اوله هغه ځایه د خراسان سرحد جاجرم ته راغلم، بياله هغه ځايه جرجان ته ورسیدم، چی د امیر قابوس خدمت ته د رسیدو قصد می هم درلودیء، اتفاقاً یی دغه وخت دی ونيوی، اوپه ځينو کلاوو کى يې بندي کيء ترهغه چی هوری و مړ، او بیا زه د هستان تا ولاړم او هلته په سخته ناروغی اخته سوم، جرجان ته بیرته وگرځیدم، دلې ابوعبید جوزجانی هم راسره یوځای سو، په خپل حال کی می یوه قصیده وویله، چی یوبیت یی دادی:

لما عظمت فليس مصر واسعی

لما غلا ثمنی عدمت المشتري 

د شیخ الرئيس مصاحب ابوعبید جوزجانی وایی: هغه څه چی شیخ په خپلو احوالو کی راته وویل هغه دلې پای ته ورسیدل، تردې وروسته یی په احوالو کی هغه څه راوړم، چی می له شيخ الرئيس څخه د صحبت له مهاله د مرگ تر دمه ليدلي دي، و الله الموفق.

« په جرجان کی د ابو محمد شیرازی په نامه یوسړی ؤ چی له علومو سره یی مینه درلوده، په خپل گاوند کی یی د شیخ له پاره کور رانیویء او دی یی هوری مسکون کیء زه به هم هره روځ ورتلم، او د المجسطی کتاب به می ځنی لوست، او منطق به می یی له وينا وو څخه ليکه په دې ترتیب یی په منطق کی « المختصر الاوسط » ز ما له پاره املاکیء. د ابو محمد شیرازی له پاره یی د المبداء والمعاد او د ارلاصاد الکلیه کتابونه وليكل په دی ځای کی ده خپل ډیر رسایل، د قانون اول کتاب او د المجسطى لنډيز وکيښ، وروسته یی د جبال په سیمه کی خپل نور کتابونه تصنیف کړل او دادیء د ده د ټولوليکلو کتابو فهرست 

١- كتاب المجوع په یوه ټوک کی 

٢ - كتاب الحاصل والمحصول په شلو ټوکونو کی 

۳- کتاب البر والاثم په دوو ټوکونو کی 

۴- کتاب الشفا په اتلسو ټوکونو کی 

۵- کتاب القانون په څلور ټوکونو کی

٦- كتاب الارصاد الكليه يو ټوک 

۷- کتاب الانصاف په شلوټو کونو کی 

۸- کتاب النجات په دريو ټوکونو کی 

۹ - كتاب الهدايه يو ټوک 

١۰- كتاب الاشارات يو ټوک 

۱۱- مختصر الاوسط (کتاب) یو ټوک 

١۲ - كتاب العلایی یو ټوک 

۱۳ کتاب القولنج يو ټوک

۱۴ - لسان العرب (کتاب) په لسوټو کونو کی 

١۵ - كتاب الادوية القلبية يو ټوک 

١٦ - كتاب الموجز يو ټوک 

۱۷ - بعض الحكمة لمشرقيه يو ټوک 

۱۸ - بيان ذوات الجهت يو ټوک

١٩ - كتاب المعاد يو ټوک 

۲۰- كتاب المبداء والمعاد يو ټوک 

۲۱- کتاب المباحثات يو ټوک 

او رسايل یی دا دي:

۲۲- رسالة القضأو القدر 

۲۳- آلالة الرصدية 

۲۴۔ غرض قاطیغو رياس

٢۵- المنطق په شعر 

٢٦- القصايد، په عظمت او حکمت کی 

۲۷- رسالة الحروف 

۲۸- تعقيب المواضع الجدليه 

۲۹- مختصر اقلیدس 

۳۰- مختصر النبض په پارسی ژ به 

۳۱- الحدود 

۳۲- الاجرام السما ويه 

۳۳- الاشاره الى علم المنطق 

۳۴- اقسام الحكمه 

٣۵- النهايه و اللانهايه 

٣٦- هغه عهد چی یی د خان له پاره ولیکه 

۳۷- حي بن يقظان 

۳۸- رساله فى ان ابعاد الجسم غير ذاتيه 

٣٩- الكلام في الهندبا 

۴۰- خطبه، په دی باب چې جایز نه دي یو شی دی هم هم جوهروي هم عرض 

۴۱- د زید علم د عمرو له علم بېل دیء. (رساله) 

۴۲- رسایل اخوانيه وسلطانیه 

۴۳- د هغو موضوعاتو او مسايلو په باب رسايل چی د ده اونور و پوهانو ترمنځ بحث پر سویء دیء

۴۴- كتاب الحواشى على القانون 

۴۵- عيون الحكمه

۴۶- كتاب الشبكه و الطير 

وروسته بیا شیخ ری ته ولیږدید، د « سيدې او د دې د زوی. جد الدوله خدمت ته ورسید. دوی د شیخ د هغو ليکنو له مخی چی وررسیدلی وو، او د شیخ د مقام د پیژندنی څرگندوی وو، دی پیژانده.

په دې وخت کی مجدالدوله د سودا د غلبی په ناروغۍ اخته سوی ؤ، شیخ د ده په درملو بوخت سو او همدلته یې د المعاد كتاب ولیکه دې لادلې او سېدیء، چی هلال بن بدر بن حسنو یه وواژه سو او د بغداد د لښکر يانو له ماتی ورسته يې، شمس الدوله ته د تگ اراده وکړه  خرتردی وروسته ځینی سببونه پیدا سول، چی شیخ له ناچاری قزوین اوله هغه ځایه همدان ته ولاړ سی، اود کدبانو خدمت ته - د دې د اسبابو د معاينې له پاره – ورسيد بیایی له شمس الدوله سره اشنایی پیدا کړه، او د ده د قولنجو د علاج له پاره یی – چی تل به ترې په زحمت ؤ - حضو ر ته ولاړ اوپه درمل يې مشغول سو، تر هغی چی لوی. خدای امیر ته شفا ورکړه او د دې خدمت په وجه یې د امير له مجالسو ډير خلعتونه ترلاسه کړل، څلویښت شپی روځی د امیر په خدمت کی ؤ بیا بیرته کورته راغیء او د ده له ملگرو څخه سو.

دغه مهال شمس الدوله قرمیسین ته له عنا ز سره د جنگ په منظور لښکر کښی وکړه، او شیخ هم ورسره ؤ، خوماتی یې وموندله او همدان ته راغیء، هغه له شيخه و غوښتل چی د وزارت منصب یی قبول کي. شيخ دغه کار ومانه خو لښکريانو د شيخ له سخت گیری څخه په ویری کی بغاوت وکیء، اود ده پر کور را توی سول شیخ یی بندي کيء، مالونه یی لوټ سوه اوله امیره یی وغوښتل چی دی مړکی مگر امیر د ده له مړیني ځان وژغوره، خو د خپلولښکريانو د رضا په خاطر یی دی د وزارت له شغله معزول کیء.

تر دې وروسته شیخ څلويښت روځی د ابو سيعد د خد وک  په کور کی پټ سو، تر هغی چی د شمس الدوله د قولنجو ناروغی بیا راپیدا سوه اوشیخ یی بیا را وغوښتیء کله چی امیر ته ورغی له تېرو سوو واقعاتو یی عذورنه وغوښتل او شیخ د ده په علاج بوخت سو او د ده تر څنگه یی په عزت او نمانځنه ژوند کاوه، د خپل

وزارت چارې یی بیا شیخ ته وسپارلې. 

ابو عبید جوز جانی وایی: ما له ده غوښتنه وکړه چی د ارسطو طاليس پرکتابو شرح وکاږی، ده وویل: اوس د دغه کار له پاره وزگار نه یم، خو که چیری ته یی غواړی نو کولای سوای چی داسی کتاب و کاږم، چـی هغه پر ټولو هغو علومو- چی زما له نظره صحیح ښکاری - مشتمل وی، خو له خپلو مخالفا نوسره په مناظره، او یا د هغوی د ویناوو په رد به مشغول نه سم.

 کله چی زه پر دی خبره قانع سوم نوده د شفاد کتاب د طبيعياتو د برخی په کښنی پیل و کیء او همدا رنگه یی د قانون اوله برخه هم ولیکله څرنگه چی د پوهی زده کوونکی به د شپی د ده کورته راتلل، نو ما به د شفا ځینی برخی هلته ولوستی، او بل به می د قانون یوه برخه قرائت کړه.

کله به چی له دی کاره فارغ سوو د مختلفو طبقاتو خوانندگان به هوری راغله او د دوی له نوازندگی سره به د باده پیمایی مجلس هم تود سو او موږ به په مشغول سوو. د شپي له خوا د شيخ د تدريس علت داو چی دی به د روځی د امیر په خدمت کی و او فراغت یی نه درلودى او په دی ډول به روزگار پر موږ تيريدىء تردی وروسته شمس الدوله د طارم د امیر جنگ ته ولاړ او دی ښار ته نز دی بيا د قو لنجو په ناروغۍ اخته سو، او شدت یې پیدا کیء نوری ناروغی چی یی له بده تدبیر پیدا سوی وې او د شیخ خبری یی هم په دی باب نه ارويدې هغه هم پر زیاتی سوې.

 لښکر يانو د امیر د مړینی له ويرى دى په تخت روان کی همدان ته بیرته را روان کیء خو په لار کی مړ سو. خلکو یی له زوی سره بیعت و کیء او زوی یې وغو ښتل چی شیخ په خپل وزارت وټاکی، خو شیخ دغه غوښتنه ونه منله او په پټه یی علاءالدوله ته خط وليکيء او له هغه یی وغوښتل چی د ده خد مت ته ورسيږي.

شيخ چي دغه مهال د ابو غالب عطار په کورکی پټ سوی و، له هغه څخه می د شفاد کتاب د بشپړ تا به غو ښتنه وکړه.

ده ابو غالب راوغوښتیء کاغذ او مشواڼۍ یی ځنی وغوښتل او ابوغالب هم هر څه چی غو ښتل سوی وو حاضر کړه، شيخ په اتو شپو روځو کی شل جزوی مهم مطالب له خپلی حافظی و کښل او دوې روځی یی د دې کار په لیکلو تیری کړې، تر هغی چی ټول کاربشپړ سو. ده دا کار په داسی شرایطو کی تکمیل کیء چی نه یي هېڅ کتاب ولید اونه ئی کوم اصل ته رجوع وکړه، بلکی ټول مطالب یی له خپلی حافظې وکښل.

تر دې وروسته یی چی څه کښلی وو، هغه يې خپلی مخی کی ته واچول هره مسأله چی به یی په هغو کی لیدله نو به یی شرح کوله، او هره روځ به یی پنځوس مخونه کښل ترڅو چی تول طبیعیات او الهیات یی د الحيوان والنبات له دوو کتابو پرته وکښل، تر دې وروسته یی منطق ته شرو وکړه، یوه برخه یی لیکلې وه، چی تاج الملک دی له علاءالدوله سره په مکاتبه متهم کیء، او ځینی کسان یی په دې وگومارل چی دی پيدا کي، ځينو دښمنانو د ده پټیدن ځای وروښوو، او په دې توگه یی دی ونیویء، او د فرد جان په کلا کی یی بندي کیء ده هورې يوه قصيده وويله، چی یی یو بیت دادی: 


د خولی با لیقین کما تراه

وكل الشك في امر الخروج 


دی څلور میاشتی په دی کلا کی بندی پاته سو، تر هغی چی علاءالدوله د همدان نیت وکیء او هغه ځای یی ونیویء. تاج الملک ماتی و خوړه، او د فرد جان په همدی کلا کی بندی سو، وروسته علاءالدوله له همدانه بيرته وگر ځيدىء تاج الملك او د شمس الدوله زوی هم همدان ته راغلل، او شیخ یی هم له ځانه سره دلې را ووست. دی د «علوی » په کور کی کښته سو، او د شفاد کتاب د منطق په کښلویی پیل وکیء، هغه مهال چی په هغه کلا کی مقیم ؤ، نو یی کتاب الهدايه د حی بن يقظان رساله او كتاب القولنج هم هورې وکښل، حال دا چی کتاب الادوية القلبیه یی پخوا همدان ته له رسیدو سره سم کښلی وو. څه موده تیره سره، او تاج الملک پر له پسی په خپلو ډيرو ښوو عدودی پاله تر هغی چی دی یی د اصفهان تللو ته وهڅاوه، دی هم په ناپیژندلې څیره ووتیء. زه او رور یی له دوو غلا مانو سره د صوفیانو په جامو کی له ده سره وو، ترهغی چی تر ډیرو ستونزو اوتكاليفو گاللو وروسته د اصفهان په دروازه کی طیران ته ورسيدو دلې د شيخ يارانو او د امیر علاءالدوله ملگرو او خواصو مو ومنلو، او د امير له لوري شیخ ته جامی او خاص آسونه راوستل سوه، اودی یی د عبدالله ابن بابی په کور کی چی د کون گنبد په سیمه کی ؤ کښته کیء، اودغه کور یی په ضرورت وړشيانو اوفرشونو مجهز کیء.

کله چی شیخ د علاءالدوله مجلس ته ورغىء نو هغه اکرام او اعزاز چی د ده له مقامه سره وړ ؤ وليد. پاچا امر وکیء چی د جمعې په شپو دې د مناظر و مجالس د د په دربار کی جوړیږي، د بيلابيلو طبقاتو علمأ دی ورته راځي، او شيخ دې هم پکې گډوڼ کوي.

دي په هیڅ علم کی بیرته پاته نه سو، او په اصفهان کی یی د شفاد کتاب په اتمام پیل وکیء کله چی له منطق او المجسطى فارغ سو، اقليدس ارثما طیقی، او موسیقی بی اختصار کړه، او پر هر کتاب یی د ریاضیاتو برخه - څه چی په نظر لازم ورتلل - زیاته کړه. خو په المجسطی کی یی لس شکله د منظر پر اختلاف اضافه کړه، او د علم هئیت داسی مسایل یی پکی راوړل چی تر اوسه چانه وو راوړي. په اقلیدس کی یی شكونه وارد کړل، او په ارثما طیقی کی یی هم ځينی ښه خواص راوړل، او پر موسیقی یی ځینی داسی مسایل زیات کړل چی تر ده د مخه ټول ځینی غافل وو. د الشفا کتاب یی د حیوان او نبات له دوو جزوو پرته پای ته ورساوه ځکه دغه کتاب یې هغه وخت په لاره کی بشپړ کړیء ؤ، چی له علاءالدوله سر مشاپورخواست ته تیء، او په دې لاره کی یی د نجات کتاب هم پای ته ورساوه. شیخ به تل د علاءالدوله په خدمت کی ؤ او د ده له نديمانو څخه سو، تر هغی چی علاءالدوله د د همدان نیت و کیء او شیخ یی هم په صحبت کی حاضر ؤ. یوه شپه یی له نجومه خبری وکړې، او هغه نیمگړتیاوی چی په معمو لو تقويمونو کی د پخوانیو ارصادو په بنا موجودی وې بیان کړې، امیر ده ته امر وکیء چی د ستورو په رصد دې مشغول سی، او د دې چاری لازم لگښتو نه يې هم ورکړل.

شیخ خپل کار پیل کی، او زه یی د آلا تو په ترتيب او د جوړوونکو په استخدام وگومارلم، تر هغی چی ډیر مسایل روښانه سول، خو د رصد په چارو کی د ځینو بندیزونو او زياتو سفرونو له امله نیمگړتیاوی پېښی سوی، او شیخ د دانش نامه علایی کتاب په اصفهان کی تصنیف کیء.

ابو عبيدوايي: د پنځه ویشتو کالو په موده کی چی د شیخ په خدمت او صحبت کی وم، د ده له عجیبو کاروڅخه یو داؤ چی ما هيڅکله ونه لیدل چی ده دې یو نوی کتاب له سره تر پا یه لوستی وي بلکه په هر کتاب کی یی ډیرگران او مشگل موارد پلټل، او د لیکوال ویناوی یی په هغه باب لوستی او په دې ترتیب یی ستره علمی مرتبه او د مشکلاتو په پوهېدنه کی درجه څرگندیده.

يوه ورځ شیخ د امیر په حضور کی ناست ؤ، او ابو منصور جبان هم هوری ؤ، دلغت خبرې منځ ته سوی شیخ چی په دی باب څه پوهیده، هغه یی وویل، خو ابومنصور ده ته وویل: ته فیلسوف او حکیم یی له علم

لغته دی څه نه دي ویلی، او څه چی په دې باب وایی هغه د مننی وړ نه دي.

شيخ د دې خبرى په اروید و ډیر ورنځید، او د لغاتو د کتابو لوستنی ته یې مخه کړه، او درې کاله یی په دې کار تېر کړل د ابو منصور ازهری  د تهذیب اللغه کتاب یی د خراسان له ښارو څخه وغوښتیء، او د لغت په علم کی داسی تکړه سو، چی مخی یی نه لیدل کیدیء. دعربو د لغت غریب او نادر الفاظ یی په دریو قصیدو کی سره راټول کړه، او درې ولیکل کتابه یی، چی یویی د «ابن عمید»  په توگه بل یی د صاحب  په څېر او دریم یی د «صابی»  په ډول وو. دریواړه کتابونه یی په زړو جلدونو کی مجلد کړل او علاءالدوله ته یی وسپارل چی دغه مجلات دی ابو منصور ته وړاندی کړي، چی هغه په دې باب څه وايي؟ بله روځ امير هغه مجلدات ابو منصور ته وښوول، اووې ویل، چی دغه کتابونه می د ښکار پر وخت په بیابان کی پیدا کړل، دا کتابونه وگوره، او وې پلټه چی څه ډول کتابونه دي؟

ابو منصور دغه کتابونه وليدل، په ډيرو خبرو ئې نه پوهېدیء، خوشیخ وويل، هغه څه چی په دې کتاب کی راغلی دی او ته په هغو پوه نه سوې. د لغت د پلانی کتاب په پلانی ځای کی راغلی دي دلته یی د لغتو د څو معرو فو کتابو نومونه و اخیستل، چی شیخ له هغو کتابو مطالب را اخيستی وو، حال دا چی ابو منصور د دغو الفاظو د ځينو برخو په ثقه توب کی ناوړی خبری کولې۔

وروسته بیا ابو منصور ته په خپل فراست داخبره  ښکاره سوه چی دغه رسایل د شيخ له تصانیفو څخه دي، او د هغه ورځنۍ گستاخی او سپین سترگی په تلافی کی کښل سوي دي، په همدې ډول دی سر ټیټی سو، اوعذر ئې وغوښت.

وروسته تردی شیخ د لسان العرب په نامه کتاب و کيښ، چی تر هغه وخته چا داسی کتاب نه ؤ کښلی دغه کتاب له سواده بياض ته ونه رسید، او د شیخ تر مړینی د مسودې په حال پاته سو، او حتی چاتر تیب هم نه کیء څرنگه چی شیخ د ناروغانو  د معالجي په مهال کی ډیری تجربې ترلاسه کړی وې، نویې وغوښتل چی دغه تجربې د القانون په حاشیو کی تدوين اوو نښلوي، خو دغه ټوټې د قانون تر بشپړيدو دمخه محو سوې. 

له دې تجربو څخه يوه داده، چی یوه روځ شیخ د سرپه در داخته سو، او دا یی حس کړه چی یوه ماده غواړي د سر پردې ته کښته سي، او په کوزیدو سره به یی هلته یو پړسوب پیداسی  د علاج له پاره یی ډیر یخی وغوښتیء، هغه یی میده کیء او په یوه ټو کړه کی یی ونغښت، او پرخپل سریی کښیښوو او دا عمل یی دومره تکرار کیء، چی هغه ځای متره پیدا کړه ، او د هغې مادی له منلو یی ځان وژغوره او شفا حاصله سوه.

همدارنگه په خوارزم کی یوه ښځه په نري رنځ اخته وه، شیخ ورته امروکیء، چی له «گل انگبین شکری» (گ لقند) پرته دې نوری دوا وې نه خورې، سل منه گل قندیی وخواړه څو چی جوړه سوه. 

شيخ د منطق كتاب المختصرالاصغر په گرگان کی و کیبن، او دا هماغه کتاب دیء، چی وروسته یی بیا د نجات په شر و کی ځای کیء د دې كتاب يوه نسخه تیته سوه، او د ځينو علماوو لاسوته ورغله، چی د شیراز قاضی هم په دې ډله کی شامل ؤ.

څرنگه چی د کتاب پر ځينو برخو شبهې واردی سوی وې، نویی هغه شبهی په یوه جزوه کسی وکښلې، او د ابراهیم بن باباد یلمی ملگری ابوالقاسم کرمانی ته یی واستولې، او هم یې یو لیک د یوه استازی په وسیله شیخ ابوالقاسیم ته چی په علم باطن  پوهیدیء واستاوه او ځینی وغوښتل سول، چی دغه شبهې دی د شيخ تر نظر تیری کړه سي او جواب دې یی څنى وغوښتل سي.

ددو بی درو څو یو ماښام دغه ابوالقاسم شیخ ته راغیء. او هماغه جزوه او لیک یې وړاندی کیء  ده لیک ولوست او بیرته یې ورکیء او جزوه یی له ځانه سره وساتله په داسی حال کی چی په مجلس کی حاضرو کسانو یو له بله سوال جواب کاوه ده هغی جزوې ته کتل کله چی شیخ ابو القاسم دباندی ووتیء، نو شیخ ماته امرو کیء چی سپین کاغذ راوړم، جزوی جزوی یی یوله بله پریکم، هره جزوه می لس مخیزه دربع فرعونی  په اندازه ترتیب کړه.

کله چی د ماخوستن لمونځ وسو، او شمع روښانه سوه، شیخ شراب و غوښتل، زه اوخپل وروریې خپلی مخی ته کښینولو، او د باده پیمایی امریی راکیء اوپه خپله يې د جوابونو په کښنه پيل وکیء، تر نيمی شپې پوری یی باده چښله او پر له پسی یی لیکل کول؛ پرما او ورویی خوب زورسو نویی موږ ته د تلو او راحت کولو اجازت راکیء  سهار د وخته د شیخ استازی راغیء ، دروازه یی وټکوله، او وې ویل: شیخ تا غواړي! کله چی شیخ ته ورغلم د لمانځه پر ځای ناست ؤ، او هماغه پنځه جزوي یی په لاس کی وې، راته یی وویل: دا واخله او شیخ ابوالقاسم کرمانی ته ورسه او ورته ووايه: د دې له پاره چی قافله معطله نه سي، جواب می خورا ژر ژر دروکیښ.

 کله چی می دغه جوابیه جزوې شيخ ابوالقاسم ته ور کړې، ډیر هیښ سو، د شیرازيانو استازی چی بیرته ورغی، او دوی په دغه داستان پوه سول نو خورا حیران سول، او دې خبرې په خلکو کی شهرت پیدا کیء اوتار يخي سوه.

شیخ د نوموړی رصد له پاره آلات وضع کړل او رساله یی پرو کښله  او زه هم اته کاله درصد په چارو مشغول وم، زما غرض د بطليموس د خبرو څرگندول وو، تر هغی چې ځینی خبری یې ماته ښکاره سوې.

کله چی سلطان مسعود پر اصفهان اصفهان يرغل وکیء، شیخ خپل کتاب الانصاف ختم کیء خو  یرغلگرو عسکرو د شيخ باروبونه ټوله چور کړه، او دغه کتاب هم په دې چور سوو مالونو کی و، وروسته می بیا د دې کتاب هیڅ بولگه و نه میندله شیخ قوی سړى ؤ ټولی قواوې یی پرځای وې، نه له شهوانی قواوو څخه یې د مجامعت قوه خورا ډیره قوى وه، او تل به يې دا کار کاوه، د خپل مزاج پر قوت یی ویسا درلوده، خو همدې د مباشرت زیاتوالی تر دې حده ورساوه چی له تاش فراش  سره د علاءالدوله د جنگ پر کال په کرخ کی  شيخ ته قولنج پیدا سول، اوله دې ویری چی ښایی جنگ د علاء الدوله په ماتی تمام سی، اودی به په دې ناروغه حال له دې ځايه نسوای تښتیدای نویې ځکه په یوه روځ که اته ځله اماله وکړه، او او له همدې کبله د ده په ځینو کولمو کی ټپ پیدا سو، د ټپ له اغېزه خراش  منځ ته راغی.

څرنگه چی دی مجبور ؤ چی له علاءالدوله سره ایذ‌‌‌‌چ  ته ولاړسی، نویې د صرع ناروغی هم پر قولنجو اضافه سوه، خوشیخ د ناروغۍ له تدبیره غافل نه ؤ، د کولمو د خراش د درمان او د پا تو قولنجو د دفع له پاره به يې تل ځان اماله کاوه. یوه ورځ یی امر وکیء ، چی د کر فس دوې دانې تخمه دی دامالې په مایع کی د قولنجی بادو د ماتولوله پاره واچول سی، خویوه طبیب چی د معالجی له پاره یې له شیخ سره تگ او را تگ درلودىء د کرفس پنځه تخمه په اماله کی و اچول خودا چی زه هلته نه وم نونه پوهیږم چی دا کار یې قصداً وكيء او كه سهواً په هر صورت د کرفس د تخم تیزی وه، چی د کولمو خراش یی ډیر کیء له بله پلوه شیخ د صرع د ناروغی د لیری کولو لپاره مثروذيطوس هم خوړ ځينو غلامانو دافيونو زیاته برخه پکی گډوله، اوپه شیخ یی خوړله. 

ځکه چی د غلامانو دې ډلی د شيخ له خزانې څخه ډیر مالونه په خیانت وړی وو نویی غوښتل چی شیخ په دې توگه ووژنی او د خپلو اعمالو له عاقبته په امان کی پاته سی. 

دی یی په همدې حال اصفهان ته بوت، د خپلی ناروغۍ په تدابیر واخته ؤ، اوله دې ناروغي تردې حده ضعیف سو، چی له ځایه ولاړیدای نه سوای، خو پر له پسی یی خپل علاج کاوه، څویی د علاءالدوله مجلس ته د ورتگ توان وموندیء.

په داسی حال کی یی هم د ځان ساتنه نه کوله، پرهیز یی نه کاوه، په مجامعت کی یی افراط کاوه نو یی له ناروغی څخه بشیر صحت پیدا نه کیء. کله به روغ او کله ناروغ ؤ. خو چی علاءالدوله د همدان نیت وکیء او شیخ هغم ورسره ولاړ. په لار کی ناروغی بابیړی پروکسیء ، کله چی همدان ته ورسید، پوه سو چی د بدن قواوو یی سقوط کړیء دیء. اوتردې وروسته نه سی کولای چی د خپلی ناروغی په دفع مشغول سي، نویی له خپلی معالجی څخه لاس واخیست او داسی یی وویل:

«هغه مدبر چی به یی زما د بدن تدبیر کاوه، له تد بيره لويدلی دیء، او اوس معالجه کومه گټه نه لري»، په همدې حالت څو روځی پاته سو، خو څو روځی وروسته بيا په حق ورسید او په همدان کی ښخ کړه سو. عمر یی اته پنځوسو کالو ته رسیدیء  او د وفات د کال تاریخ یی ۴۲۸ دیء.