آریا ورشه
لکه په اوستا کي چه د آریائیانو زوړ ټاټوبي او مسكن (آرينه ويجه) بللي سوي او ريښې ئې هم په پښتو کي سته دغسي هم هندی آریائیانو هغه خپل پخواني ټاټوبي (آریا ورته) یا (آریا ورشه) بلله، چه معنا ئي هغه د آریا مځکه يا ټاټوبي او د اصيلو او ښاغلو هيواد ده. تا سي دمخه ولوستل چه لومړۍ پلا دا نوم به (منوسمهيتا) نومي کتاب کي راغلي دي. دي آريا ورته Arya Varta د هماليا او بحيره عرب تر منځ مځکي گڼي، سر وليم جونس وائي چه د منو قوانین تر مسیح اته سوه کاله دمخه کښل سوي، خو نوي پلټني دا ثابتوي، چه دوې يا درې پيړۍ ترمسیح دمخه دي، محققين وائي چه دا نوم هندي آريايانو له پخوا او هغه وخته ور سره راوړي وو، چه دوي له بخدي څخه نه وه سره خپاره شوي خو د دې کلمې ادبي عمر درې پيړۍ قبل المسيح ته (لکه دمخه چه وويل سوه) رسيږي.
آریا ورته، آریا ورشه هم بلله كيده، او لکه ولسون Wilson چه وائي معنا ئې (د ښاغليو او اصيلو ټاټوبي) ده مگر هغه وخت چه دا نوم د هند آریائیانو ورسره يووړ، نو ئې دوني خپورتيا پيدا کړه، چه په پاي کي پر ټول هند اطلاق شو او تر ويدي دورې ډیر را وروسته چه د برهمنانو مدنیت له څلورمي پيړۍ قبل المسيح څخه هند شروع شو، نو دوي بيا دغه (ورته = ورشه) واخيست، او د گنگا د رود غاړي ئې (برهمنا ورته) هم وبللې چه له دغه څخه هم د دغي كلمي زوړ استعمال او ادبي نفوذ ښکاره کیږي. او د آریائیانو يوه زړه او پخوانۍ کلمه گڼل کیږي. علاوه پر دغو دوو زړو نومو چه (آریا ورشه) او (برهمنا ورشه) دي په آريائي قبايلو کي چه هند ته ولاړل يوه قبيله Bharata (بهارته) نومیده، چه دوي تر اباسین تیر شول، او په هند کي مدنيت جوړ کړ، او وروسته د دوي د جنگي کارنامو لپاره (مهابهارته) مشهور رزمي كتاب سو. دې قبيلې د آریائیانو د پخواني نامه (آریا ورشه) پر وزن او ډول د هند مځکي پخپل نامه (بهارته ورته) یا (بهارته ورشه) وببلي، او وروسته دا نوم د هند ملي نوم شو او هغه زړه اصطلاح (آریا ورشه) ئې ورکه کړه، خو په دغو درو سره نومو کي (ورته او ورشه) راغلې ده، چه په دواړو ډولو تلفظ کېده او معنا ئې هم هغه (ټاټوبي او هيواد) و.
اوس به راسو او و به گورو، چه ورشه په پښتو کي سته که یه؟
په قندهار کي تر اوسه (ورشو ) wushu په آخرني مجهول واو چراگاه مرتع، او مناسب ځاي ته وائي، ښه ورشو ده يعني ښه د څر ځاي يا مناسب ځاي دي، ورشو ئې ځني ورکه کړه، په هغه وخت کي ويل کيږي، چه له ډيره اضطرابه له سړي څخه ځاي او خوا ورکه شي.
دا کلمه له پخوا څخه د پښتو په ادب کي هم ځاي لري، او ژوندۍ وه ژوندۍ ده مثلاً ماشوخيل حميد مهمند
وائي:
هغه سرکا زمانې د سپو د لوبو
چه ئې نه واهه مزري پل په ورشو
ورشو مرتع او د څړ ځاي ته هم وائي، او دا مفهوم د آريائي قبايلو له ژوندونه سره ښه اړخ لگوي، تاسي دمخه هم ولوستل، چه زراعت او مالداري په دوي کي څوني مهم کارگڼل کېدي، دوي هر شي ته د زراعت په سترگو کتل، نو ځکه "ورشو" دوي ته ديناً او مادتاً ډيره مقدسه وه، او دا کلمه له قديمه په دوي کي پر ښه مرتع او چراگاه اطلاق کېده، وروسته چه دوي هري خوا ته تلل نو دا نوم ورسره ملگري و او دوي پر خپل هیواد او وطن او ټاټوبي باندي ایښووئ.
دلته یوه خبره پاته شوه، هغه دا ده، چه (ورته او ورشه) څه اړه سره لري، او څنگه ورته او ورشه يو له بله سره اوښتي دي. لومړۍ باید دا ووایو: چه آريائي قبایل ټول له باختره او هم زموږ له وطنه تر اباسین اوښتي او هند ته تللي دي، ټول هغه کلمات چه اوس یا پخوا زموږ او د دوي تر منځ، مشترک دي، ځکه چه د آریا د پښت زانگو زموږ د وطن مځکي دي او هندي آریائیان هم له دې ځایه تللي دي نو دا په ټينگه ويلاي سو، چه د هغو زړو کلماتو اصلي اشکال هم بايد دلې پاته وي او هر څه تغير چه وروسته ور پيښ شوي وي، هغه به د نوي محيط اثر وي.
پر دې تاريخي اساس باندي نو دا ويلاي سو، چه ورته هم اصلاً ورشه او دغه د پښتو ورشو وه، وروسته چه آريائي قبايل په هند کي خپاره شول، نو دوي هغه په ورته سره تبدیل کړه خو دواړه ډولونه ئي هم را نقل شويدي.
دا د ورته د (ت) تبدیل، د ورشه په (ش) هم دفعي او يو په يوه ندي، (ت) ډیره په (س) اوړي، او دا تغير تاريخي هم دي، مثلاً پارت یوه تاریخي آریائی قبیله وه چه د دوي نوم د داریوش په ډبر ليک کي (پرثو) راغلي دي نو د (ت) او (س) او (ث) تر منځ پخوا يو صوت په آريائي ژبو کي مشترک و، چه هغه (ش ـ شه) ته هم ورته دي، په پښتو کي هم (ت) ځاي ځاي په (س) اوړي مثلاً (كتل = کسل) چه یوه معنا لري، وروسته د (س او ش) تبدیل هم عام، او په پښتو کي خورا ډیر وي، مثلاً ، راسه - راشه - سي - شي- سوي - شوي - ولاړ سه ـ ولاړ شه او نور په دې ډول ښائي چه دغه پښتو (ورشو) په اصلي آريائي ژبه کي ورشه یا ورشو وه وروسته چه نوي محيط او نوي چاپیر ته ولاړه او په نوو خولو کي ولويده، ورشه، بيا ورته شوه.
نتیجه
تر دې ځايه د پښتو رابطه د اصلي آريائي ژبي (آريك) سره ښكاره شوه، تاسي دلته دري پخواني آريائي کلمی په اوسنۍ پښتو کي ژوندۍ او مستعملي ولیدلې: (۱) آریا، آرین = پښتو (آره) (۲) ویجه پښتو (اويجه) (۳) ورته - ورشه ـ ورشو پښتو به دغه مبحث كي فقط دغه دري كلمي تحليل شوي، وروسته چه د پښتو تطبيق د نورو آريائي ژبو (سنسکریت، زند، زړې پاړسو) سره کیږي، داسي ډير مثالونه او کلمات به راوړم چه تر اوسه زموږ په ژبه کي سته او ژوندي دي.
او د دې برخي لنډه نتیجه دا ده
پښتو له هندو اروپائي يعني آريائي ژبو څخه ده ځکه چه د آريائي د پښت زانگو دغه زموږ د هیواد مځکي دي، نو اصلي آريائي ژبه هم دلې ویله کیده او دلې پخپله پاته ده يا ئې لور پښتو تر اوسه په دغه غروکي ژوندۍ ده.
د آريائي اقوامو نوري ژبي لکه د ویدا ژبه (سنسکریت) د اوستا ژبه (زند) د پښتو خوندي، او تر دغو دواړو ژبو پښتو اصلي آريائي مور ته نژدې ده، او تر اوسه هم په پښتو کي زاړه آريائي كلمات له اصلي آريائي ژبي څخه پاته او ژوند ي دي.