32

محمد یوسف سدوزی د (کلیات ریاض) لیکوال

د افغانستان د پښتنو د تاریخ نومورکي مؤرخین

محمد یوسف د محمد حسن خان سدوزي زوی متخلص په ریاض د هرات د حکمرانو سدوزو له کورنۍ څخه دی کلیات يې بحر الفوايد هم نوميږي، په ۵۷۲ مخو کي په ۱۳۲۴ ق په مشهد کي چاپ سو او دوولس برخي دى :

 ۱. بيان الواقعه

 ٢. ضياء المعرفه

۳. عين الوقايع

۴. دفتر دانش 

۵. پاسخ و پرسش

۶. فیض روحانی

۷. منبع البكاء

۸. تخميسات

۹. رباعیات

 ۱۰. پریشان

۱۱. اوضاع البلاد

۱۲. خاتمه

په دې کتاب کي تاريخي وقایع او په هرات کي د سدوزو سوابق او اوضاع او د ذرانو د وختو ډيري واقعي ضبط سوي او مؤلف يې په تاريخ خبر دی د خپل عصر یو فعال او په اوسنۍ دنیا مطلع سړی و، چي د نونسمي سدۍ په پای کي يې په خراسان کي ډېر شهرت موندلی و، او کله چي په لومړي جنگ کي تزاري لښکر مشهد ته راغله دی په جنگ کي ووژل سو، کتاب يې د ادبیاتو او واقعه نویسۍ او تاریخ لیکلو یوه گډه وډه نمونه ده او ډېر اطلاعات یې سره راټول کړي او په عين الوقايع كي يي د افغانتسان د ۱۲ جنگو بیان کښلی دی.