داوسنی علم النفس ځینی مهم اکتشافونه
څومره پوهه او معلومات چه مونز په جهان لرو په خپل ځان يې نه لرو. حتى دخپل محان په باره کښې هغه اندازه اطلاعات چه مونز په خپل جسم باندې، په خپلو عضوی مسائلو باندی لرو، په همدغه اندازه مو نز د خپلو نفسی حوادثو څخه يا با لکل بې خبره يو ا و باز مونز معلومات د خپل ځان په باره کښې دومره ناقص او نارساوی چه اکثر آدو اقعیت څخه ډیراری وی اوډ پر کرت داسی هم کیدی شی چه ددی نفسی واقعیت پرضدوی. داځکه چه په نفسی حوادثو باندی زمونز معلومات هغه څه دی چه زمونز دهیلو او آرزوگانو سره مطابقت او سمون لری. مونز په خپل ځان کښې هغه څه وينو چه دلر او هيله یسی مو از سره وی مونز په ځان داسی صفتونه وينو چه اکثراً په مونز کښې هيڅ نه وی او یا په خپل ځان کښې داسی عیبونه کشف کو وچه اکثر آ ئی په خپل لاس په ځان کښی را پیداکو و خلاصه داسی یو شخص چه په خپل ځان باندی په خپلو نفسی مسا ثلو باندی په خپل شخصیت او کر کتری نواقص و باندی، صحیح، دقیق او بی غرضه علمی پوهه واری ډیر کم موندلی شو دځان پیژنده له یوی خوا دانسان تر تولو مهمه او اساسی وظیفه ده. مگر له بای خوا تر تولو گرانه او مشکله وظیفه همه داده. لا اوس هم تر ډیره حده انسانی افراد په داسی حالت کښی پاتی دی چه دځان رانده او د جهان بینایان دی. یوازی له پنځوس شبیتو کالو را په دی خوا په غربی هیوادو کښې دنورو علمی او تخنیکی مهمو پیشرفتو نو په خوا کښې دانسان په نفسی حوادثو کښې هم ځینی مهم کشفونه شوی دی . په روحی مسائلو نوی ربهاگانې اچول شوی دی . دروح لوړی اوژوری را سپر دل شوی دی، دروح پیچ او تاو نه غوتی او عقدی د دقیقی مطالعی لاندی نیول شوی دی. ددی علمی مطالعاتو له برکته نن د خان پیژندنی وظیفه هم تر ډیره حده روښانه شوی ده .. ددى مطالعاتو په اتکاء مونزنن له پخوانه ښه پوهیدی شوچه ځان پیژندنه څه ته وایی؟ کله چه مونز وایو: «زه داسی یم»، «ماداکار وکړ، دا زه څوک یم او ددی «زه» معنی څه ده؟ او هغه پوهه چه غواړم دځان په باره کښې ددی زه په باره کښې پیدا کړم باید څرنگ وی ؟له بلی خوا په خپل ځان په خپل شخصیت او کر کتری نواقصو باندی صحیحه پوهه یوه عجیبه مهمه عملی نتیجه لری او هغه دا ده کله چه يو فرد په خپلو نفسی حوا دثو په خپلو کر کتری عیبونو او دخپلو روحی رنځونو او در دو نو په علل او عواملو پوه شی صحیح او دقیق معلومات پری پیدا کړی دا عیبونه پخپله اصلاح کیزی او دار وحی رنځونه له منځه ځي، په انسان کښې یو نوی ارادی قوت را پیدا کیزی، فرد په خپل ځان کښې یو نوی فکری، ذهنی او هیجانی ژوند کشف کوی اوداسی بریښی لکه چه فردپه یوپریشانه خوب بیده و او ناڅاپه یو نوی ژوند ته را ویښ شیتولى نفسى مسألى حياتى سألى دى . ژوند داسی یوه دوره ده چه په نورمال ډول بی له کومی ناڅاپی پیښې تر پنځوس او شپیتو کالو پوری دوام کوی او په نتی دنیا کښی خلک داويا اواتيا كالو توقع هم در لودی شی، اوس باید و گور و چه ددی دوری څخه څرنگ استفاده کول په کار دی ژوند پخپله یوارزش دی، دبیشماره امکاناتو یوه مجموعه ده. وگړی دا ارزش په کومولار و کښې استخداموی اوددی بیشماره امکاناتو څخه څرنگ استفاده کیږی محکه چه دافراد و فرق او توپیر په همدی استفاده کښی دی . هر شخص په یوه خاصه تو گه دخان دپاره دژوندانه یوسبک غوره کوی او دژوند ارزش په یوه خاصه لارکښې استخداموی. ځینی خپل ژونديو ايدال ته وقف کوی او دیوی مفکوری دپاره یی قربانی کوی. ځینی له ځانه بیگانه، ځان تری هیرشپی او ورځی تیروی. ځینی داسی ژوری وسوسی ژور روحی اضطرابونه لری چه ژوند ورته له زهر ود که پیاله شی او تر اخری قطری پوری یې څنی ، ځيني اشخاص داسی دی چه له ځانه بیگانه وی او دژوند سهار او غرمه تری د غفلت په خوب کښې تیر شی او کله چه دژوند مازیگرر اور سبزی او دژوند لمرمخ په غروب شی او دمرگ ترز می ورو ورو را نژدی شی نو غیر له دی چه دژوند حقیقی ارزشونه یی درک کړی وی، غیر له دی چه یو نوی فکری او ذهنی ژوند ته را ويښ شوی وی، غیر له دی چه دخپلو نفسی او فکری امکاناتو څخه . اقلی استفاده هم کړی وی یوازی او یوازی یی په یوروحی ژور او دایمی اضطراب کښې څو ورځی ژوند کړی وی او بالاخره دمرګ په بی نهایته بیره او سودا کښې سترگی له دنيا څخه پټی کړی .هیڅوک نه غواړی داسی یوسرنوشت یې په نصیب شی. مگر په واقعيت کښې مونز ډول په دی سرنوشت مبتلا یو یوازی مونز هڅه کوو ځان تری بی خبره ووساټو د حال زمانی په کومه لحظه کښې چه ژوندکو و خپله ماضی هیر و و او تحت الشعور ته یی سپارو او مستقبل ته صحيحه توجه او التفات نه کوو او که لزه توجه وکړو را معلومه به شی چه دابد سرنوشت مونز هم تهدیدوی او که نور هم زيات دقیق شورا معلومه به شی چه دا شان سرنوشت مونز پخپله په خپل لاس ځانته برابر کړی دی . او هغه ځنځیرونه چه در وحی مرضونو په راز راز بهوز مونز لاس او پښې تړی او په مونږ کښېسالم طرز عمل او بالمره فکری او ذهنی فعالیتونه فلجرى ، اكثراً موتز په خپل لاسجوړ کړی دیرښتیا هم که مو نیز از دځان په باره کښې غور وکړو او خپل گیر چاپیر ماحول ته په دقت و گورواله وینو یو سلسله روحی رنگونه او دردونه د افرادو په منع کنی پرپیچه جنجالی، منفی روابط ، بدبینی، عداو ،تونه ، بغض، کینه، انتقام اخیستلو پسی هڅه وینو چه هغه پوپ پر نامعلومه اضطراب کنی شهی سیاکوی. هغه بل در اسی فکرونو په یوه سلسله کښې کښیو تای دی چه دلخنڅير په شان يې له ذهن څخه چاپیر شوی او هیڅ نه شی کولای جان تری خلاص کړی ، شاسی بي بي خراس توریزی او ورځی یې د بی خوبی په سودا . هغه یو په خپل ځان لعنتونه واپسي او ټول عمر د پښیمانی په اور کښې سوځی . هغه بل ته خپل ځان له هر څه نه له انسانه او له جهانه لور ښکاری او که ددی تفوق احساس ته یوه جزئی صدمه هم ورسیزی دی په پرژور غم او نا محدوده غصه کتې ډوب شی له هر څه نه متنفر شی ، له هر څه جدا ، یوازی دخپل ذهن په زورو دری خیالی او و همی برتری څخه رنگیزی او در دیزی . یو بل کوم وخت چه د ژوند له بری مهمی سالی سره مخامخ شیددی به جای چه د عوامو ذهنی او فکری قواوو څخه په سره مینه استفاده وکړی او د مسألی دخل روغه لار و ادوی، به رنگارنگ تشويشو نواخته شى واهمه في پرذهن غلبه وکړی او پخوا له دی چه مجادله شروع كنيشی دی مایوسه کیزی او شکست مومی داتول او نوری بی شماره عقدی په مونز کی شته، هیڅ داسی فرد نشته چه روحی غو ته ونه لری او هیڅ داسی کر کتر نه شو موندلای چه له عیبه خالی وی ، یوازی ونز داعيبونه په ځان کښې په سختی لیدی شو او دکر کتری امراضو اور وجی عقد و تشخیصسختی او مشکلات هم په دی ځای کښې دی. هغه ذهنی فاصله چه یو فرد دخیل جسم سره پیدا کولای شی دخپل شخصيه ره یی نه شی قایمولای هر څوك په آسانۍ خپل جسمی عيبونه لیدی شی خپل عضوی مرضونه درک کولای شی او هغه د مرض په حيث قبلوی او د علاج فکریسی کوی . مگر په نورمال ډول یوفرد نه شی کولای داسی یوه فاصله دخپلی روحی عقدی سره پیدا کړی. دیوفرد دپاره گران کار دی چه مان نه روحی مريض ووايي او يا خپل شخصیت معیوب وبولی ، کوم بخیل ، حسود ، کینه گر انتقام لټوونکی په خپل ځان کښې د شعور په رڼا کښې لیدی شی اودخپلور وحی عیبونو په حيث يې قبلولای شی او د علاج فکریې ورته پیدا کیدی شیددی مشکل علت محمدی علت یې دادی چه د کر کتری عیبونو او روحی انحرافونو متبع یوه مرکزی روحی عقده (غوته) ده چه دتحت الشعور په ترز می کښې يې ځای نیولی دی . او نه یوازی دفرد د شعوری فکری او ارادی قدرت نه بهر واقع ده بلکه دفرد شعور ، فکر او اراده هم دخپل تأثیر لاندی نیسی او تسلط پری قایموی. نو په دی شان بو فرد به عادی تو گم نشی کولای دا تحت الشعوری غوته دفکر او شعور رڼاته راولی دی یوازی په خپل ذهنی او فکری فعالیتونو کښې ددی عقدی غیر مستقیم تا ثیرونه حس کوی او دیوی روحی عقدی خصوصیت هم دادی چه دانفسی اکثر فعالیتونه لکه فكر ، ذهن اراده احساس ادراک او نور استخداموی او دخپلو خاصو هدفونو په لار کښې يې په کار اچوی. نو یو فرد هر فکرچه کوی هر معلومات چه دځان په باره کښې يا د نورو په باره کښې پیدا کوی هر احساس چه لری او هر ډول اراده چه کوی منبع یې تل دار وحی عقده وی او په مرکزی هسته باندی اتکاء کوی او دفردکرکتر هم ددی غوتی په بنا جوړیزی ، نو ځکه ددی عقدی چوکات نه بهر د فرد دپاره بل هیڅ کوم ارادی فکریاو احسانی قوت نه پاتی کیږی چه دهغه په وسیله دی وکړی شی دخیلی عقدی په باره کنیآزاد فکر وکړی، خپل عیبونه ولیدی شی او د اصلاح دپاره یې اقدام وکړی شی. د خپل خانپه باره کښی زمو نزد نابینایی منبع هسم داده.دخپل ځان د پیژندنې دپاره او بيا د خپل ځان د جوړولو د پاره په کار دی چه ددی روحی عقدو په میکانیزم او عملیو باندی پوه شو یعنی ځانته معلومه کړو چه دا عقدی خرنگ را پیدا کیزی ، په خشان کرکتر تری تشکیلیزی، پاڅه ډول نشو و نمو کوی او په شعور او تحت الشعور کښی تری خه را از رنگارنگی عملی را پید کیزی؟ د اوسنی علم النفس حينى مهم كشفيات ددی اساسی پوهی په لارکښی انسان ته ډیری مهدی او قیمت داری لار بودنی او کومکونه کوی.مگر کوم شی چه دکر کتری عیبونو او د شخصیت دنیمگړتیا و و اصلاح نشی کولای اود روحی در دو نو درمان کیدی نه شی هغه اخلاقی نصایح دی . داخلاقی نصایحودنی تأثیری دپاره دوه مهم عامله موجود دی :داخلاقی نصایحو د تأثیر او بی تأثیری لومړی عامل پخپله د ناصح شخص دی . دلته مهمه دانه ده چه څه نصیحت کیزی بلکه مهمه داده چه څوک نصیحت کوی. اکثراً داسی پیښیزی چه اخلاقی نصایحود ناصح په خپل ژوند کښی د تطبیق ساحه نه وی موندلی ناصح يو عمر د خپلو هیلو او خواهشاتو په سر ته رسولو تیر کړی وی د عمر په آخر کنی ، کله چه دهیلو او اميالو دپوره کو اونور روحی او جسمی توان نه وی پاتی، نو بیا د ځوانانواو بازماندگانو دپاره پند نامه لیکی . څرنگ چه ناصح پخپل ژوند کنی ددی نصیحتونو د تطبيق دپاره نه فرصت لری او نه توان مځکه چه د تطبیق ساحه خوبی دځوانی دوره وه نو ځکه د نه عملی کیدو له سببه د ا نصایح دناصح په خپل ژوند کنی اثیره پاتی کیږی. نو څرنگ چه دده په خپل ژوند کنی بی تأثیره وو، نو دنورو په ژوندکنی خوهر و مر و هیڅ کوم تأثیر نه شی کولای. یوازی هغه استثنايي شخصیتونه چه دژوند په او مړی مرحله کښې دا رادی په قوت، او دخینی عالی پرنسيپونو په بناخپل ژوند عملاً تنظیم کړی او پر مخ بوزی، دنورو په ژوند او فکرژ و ر تأثیر کوی داسی اشخاص نصیحت کولونه هم ضرورت نه لری محکه چه ددوی دژوند عملی سبک ، ددوی رفتار او اعمال، ماحول او محيط د تأثیر لاندی نیسی . څرنگه چهددوى الفاظ او کلمات په رښتینی عمل بناوی نود زرگونو پندنامو څخه زیات کار کوی محجری ،مفکوری جامدی او مړی مفکوری هغه دی چه در نتینی عمل سره یې با رابطه منفی وی یا هیڅ نه وی. د رښتینی مفکوری ژوند په رښتینی عمل کښی دی . د اخلاقی نصیحتونو دبی تأثیری دوهم عامل دادی چه په دی نصیحتونوکښی داخلاقی معایبو نفسی علتونو ته هیڅ توجه نه کیزی. دلته مهمه دانه ده چه څوک نصیحت کوی ، بلکه مهم تکی دادی چه څه نصیحت کیږی او په څه شان کیزی که هر څومره خلکوته نصیحت و کړو چه دنورو په مقابل کنی دبدبینی څخه د بغض اوکینی څخه، دکبر او غرور څخه، دخودخواهی او خود پرستی څخه ځان لری و ساتی هیڅ کومه فایده او کوم تأثیر به و نه کړی تر څو چه ددی منفی صفا تو نفسی علل او عامل کشف نه کړو، تر څوچه پوه شو چه يوه فرد په څه رنگش محیطی او نفسی شرایطو کښی دبدبینی حس پیدا کړی دی، څه نفسی عوامل سبب شوی دی چه په ده کښی بغض او کینی انکشاف کړی دی او څه ډول روحی عقدی داشخص دکبر غرور او خود خواهی خواته را کښلی دی . داسی یو جامد اووچ نصیحت چه خو د پرستی بده ده او نوع پرستی به ده هرو مرو بی تأثیره پاتی کیزی. او که له یو ډیر خود پرست شخص څخه پوښتنه وکړو مونز سره به موافقه وکړی چه خود پرستی به کار نه دی. مگر که مونز و غوار و چه دداسی شخص په زړه کښی عملا د نوع پرستی احساس را پیدا کر و او مړی باید دی پوه کړو چه نوع پرستی ولی ښه ده او ددی دپاره په کار دي چه دده دنفسی پیښو او حوادث و په ژورو کښی مطالعه و شی او دده روحی انکشاف او دکر کتر د تشکیل تاریخچه د تحقیق لاندی ونیول شی . کله چه شخص ته دا نفسی عوامل او ددی صفاتو د انکشاف منابع کشف شی ، نوغیر له دی چه کوم قصدا و اراده وشی، دامنفی از خونه پخپله ورو ورو له منځه ځی او مثبت صفات يې ځای نیسی . لهذا، ددى سألو دحل لار دانسان په نفس کشی و ندل کیدی شي. او د علم النفس تحقيقات مونز ته ددى مسألو بهتره علمی پوهه راکوی او د حل عملی او انسانی لاربیران ودیشی او د علم النفس به ساحه کنی چه تن کوم مهم تحقیقات او کشفونه شوی دی هغه د دریو و او يو متفکرینو او محققینو دنجر بو او پلټنو نتیجه ده او هغه دا دری که دی : سیگموند فروید (Freud الفرد ادلر Adler اوس . گ. یونگ ( CG.Jung) دوی هر بودجلا جلا مكتب مؤسسان دی او جلا جلا نوی مفکوری بی راوړی دی او نوی تحقیقات یی کړی دی. زه غواړه چه دا نوی مفکوری او نظریی دوز می مجلی اوستونکو ته په ساده الفاظو معرفی کړم او کوشش و کړم چه په ډیر اختصاصی او تخنیکی جزئیاتو کشی داخل نه شم ، سره له دی هم زه یقین ارم چه که داننده او ساده معرفی به دقت، تامل او حوصله مطالعه شی، فکری او عملی تأثیرات به یې ورو ورو پخپله لوستونکی ته څرگند شی.
یوه ورځ می هغه مسته شاه لیده
توری زلفی یی په مخ قوده قوده
تر اوربل لاندې یې ایښی شنه خالونه
په ملالو کتونه څرگند یده
چه شانه به یی را گده کړه په زلفو
دصورت په جوړول خو شحالیده
په یوه لاس آیینه په بل شانه و ه
تر پیزوان لاندي په رورو میده
سپکی خانی بی مرواری شوندی لعلونه
نری غاره یی بینه وه بر بښیده
(انور محمد)