32

د پښتنو عقلیت او اخلاق

پښتو او پښتنواله

دوکتور گوستاولوبون پسیکولوژي پر دوه برخو وېشي:

.۱ عقليت.

.۲ اخلاق.

لاندي پر بېلو_بېلو خواوو باندي بېل_بیل بحث کوم، مگر لومړی دا څرگندوم، چي کوم عوامل پر عقلیت او اخلاقو باندي اغېزه کولای سي؟

د ملتو پر عقلیت او اخلاقو دوه شیه اغېزه کوي:

.۱ فطرت.

.۲ محيط.

دا دوه شیه په گډه یوه گډه اغېزه لري او که يو د بله سره بېل سي، نو هغسي اغېزه به يې نه وي، هيگل د المان مشهور فیلسوف او اجتماعي عالم (۱۷۷۰ -۱۸۳۱ع) وايي، وچي پر یونانی ثقافت او عقلیت؛ طبیعت اثر نه درلود،ولي نور ملل د دوی په طبيعي محيط کي ولوېده،نو يې د يونان په راز عقلیت او ثقافت مینده نه کړ، مگر نور اجتماعي علما دې خبري ته ټينگ دي،چي اجتماعي او طبيعي محيطونه دواړه د ملتونو عقلیت او اخلاق تر اغېزي لاندي راولي، لومړی به د پښتنو پر عقلیت او اخلاقو د دې دوو اثر ښکاره کو:


طبيعي محيط

طبيعي محيط د مځکي او د هستوگي د ځای جغرافی وضعیت دی. اوبه،هوا،غرونه،داگونه، رغونه ټوله بېل  بېل اثرونه لري، پښتانه خو د خپلو مځکو (پښتونخوا )په شنو غرونو او سرسبزو ډاگونو کي هستېدل د هلمند، ارغنداو، ترنك، گومل،كابل او كونړ آباسین پر شنو او زرغونو غاړو مېشت وه،يا په داسي غرونو کي يې هستوگه وه، چي په ژمي په واوره اوپه دوبي په وښو او ځنگلونو پټ وه، دغه خلك به د ژمي له سړو څخه تښتېدل ناچاره وه، چي تودو خواوو ته ولاړسي،پښتنو داسي اقوام "پوونده" بلله او پوونده د سړو غرونو او واورينو مځکو وگړي وه،چي په ژمي به تودو خواوو ته په ټولنه تلل، دې عامل پښتانه سره گډ کړل او د دوی روحیات او عقلیت او اخلاق هم سره نژدې سوه، د ژبي بنيه يې هم ټينگه سوه.

دې د حرکت روح په پښتنو کي د ډېر یون توان او د سفر د زحمتونو گلول مینده کړل، پر غرونو، پر دښتونو، پر ځنگلو په زیار او ډېر مشقت تېرېدل او هر څه موانع به چي،وه، له مخه يې لیري کول.

دغه د حرکت روح و، چي د پښتنو اخلاقي بنيه يې داسي قوي کړه، چي وروسته د غزنوي او غوري او هوتكو فاتحينو او اعلیحضرت احمدشاه بابا په فتوحاتو کي دوی په وارو_وارو شاوخوا ممالك د مېړو په څير فتح کړل او هیڅ راز موانع يي حايل نسول.

د پښتنو طبيعي چاپېر د لمر په رڼو وړانگو ښکلی او په صافه هوا ډك و، دوی په داسي پاكو مځکو او غرونو او رغونو کي مېشت وه چي هلته بېله طبيعي دلچسپو مناظر و بل څه نه وه، روغتيا طبيعي نشاط د قدرت د سپېڅلي ښايست ننداره دوی ته هر کله میسره وه، نو د دوی عقل او اخلاق هم سپېڅلي وروزل سوه.


اجتماعي محيط

د پښتنو اجتماعي محيط، لکه د مخه چي مو هم وويل ډېر ټینگ مبادي او ځانته مخصوصي ښېگړي درلودې، د دې اجتماعي او طبيعي محيط آثارو، چي په دوی کي ځيني ملي دودونه پيدا سوه، پښتانه په ژوندون کي د متقابل احترام ډېر پر خوا دي، د یوه کام یا کھول یو سړی به د بل کلي یا بل کام خواته ولاړ، ژمی، واروه اوره، په کلي يا قبيله کي د مدنيت په ډول دکان او د غذا او خوړو یا د هستوگي ځای هم نه و، نو دې کیفیت پښتانه ناچاره کړه، چی د مېلمنو دپاره دېرې جوړي کي او په هر کلي کي د نورو قبيلو یا کهولو د مېلمنو د راحت دپاره دېرې او کوټې دي، ولي که سبا د دې کلي سړی ها بل کلي یا کهول ته ولاړ، نو بې هوري احترام هم کيږي، دې روح په اوږدو زمانو کي د مېلمانه احترام او روزنه داسي د پښتنو په عقلیت او اخلاقو کي دننه کړه چي په پای کي به په کلي کي تر هغو چا د ماښام ډوډۍ نه خوړه، څو مېلمه نه وي ورغلی،دغسي هم لکه چي د مخه وويل سوه، کورني روابط خورا ټینگ وه، نو د یوې کورنۍ يا د يوه کلي يا قبيلې چي به يو سړی لېږدېدی، یا به بې وزلي کېدی، دې کيفيت خو د هغې کورنۍ يا کلي اجتماعي عزت او درناوی ور وراناوه، نو د پښتنو "بسپنه"يوه اجتماعي مؤسسه چي په نوې ژبه يې "اعانه " بولي، ملي دود سو. دغسي هم د پښتنو مځکي "پښتونخوا " په داسي ځای کي وې، چي د دنیا فاتحين ټوله پر دې خوا راتله،سکندر،مسلمانان،چنگیز، تیمور، بابر، نادرافشار ټوله په دغو مگځکو کي تېر سوه، نو پښتانه خو هم مجبور وه، چي له ځانه دفاع وکړي او خپله آزادي خوندي کي د دې لپاره جنگي اخلاق په دوی کي قوي او "شجاعت" د دوی د روحياتو او اخلاقو ټینگ ټوك سو، د ميرڅمنو په مقابل کي تل يو د بله وعده او وفا يې لازمه ده، دې خوی په پښتنو کي داسي اهميت وموند، چي پر وعده او وفا ځانونه بايلي. اوس چي موږ لږ څه د محيطو اثر پر عملیاتو او اخلاقو ښکاره کی نو به لږ څه د دې شيانو اهمیت هم څرگند کو، گوستاولوبون وايي: "عقلي مزاج او فكري ساختمان هم په اولس کي متفاوت دي، عقلي خصایص او فکري ساختمان د هر ملت د تمدن او حیات عناصر گانه سي، په عقلي خصايصو ملتونه يو له بله سره بېليږي او لکه بدني خصايص عقلي خصايص هم په سوالي نه اړول کیږي، هم دغسي دي. اخلاق چي د مليت ساتنه د او د ملتو عظمت او لوړتیا ټوله په دغو اړه لري، په ژوندون کي اخلاق دي، چي د انگلیس کوچنی ملت یې پر ډېرو انسانانو حاکم کړی دی. " رښتیا هم دا ده، چي د پښتنو خپل پښتنوالي روحیات او اخلاق وه، چي دوی یې لوړ کړي او د دوی ثقافت او بري يې خپور کړی و، زه به په لاندي ابحاثو کي په تاریخي او علمي دلایلو د لوړو ویناوو براهين وړاندي کم او د تیرو بحثو توضیح به وکم.

د پښتنو د عقليت او اخلاقو مظاهر ( ژبه، شعر، متلونه، قصې، عنعنات )

دا پنځه شیان په ښه ډول د ملتو د عقليت او اخلاقو يعني روحياتو نمايندگي کولای سی، ځکه چي  دا شیان په ورو ورو او په اوږدو  اوږدو زمانو کي د ملت له روحياتو څخه تراوش كوي، نو كه څوك وغواړي چي د يوه ملت روحيات وپلټي، ښايي چي د دغو شيانو له پلوه هم ورته وگوري، ولي چي په دغو شيانو کي د پسیکولوژي، مهم مواد پټ پراته دي، زه به د پښتنو د روحياتو د پلټني دپاره پر دې ټولو بېله_بېله څېړنه وکړم.