126

د ژوند بهیر

دیوان ، ترکیب‌بند
27 January 2016

ددریاب په دود بهیږي

د انسان د ژوند بهیر

مونږ د چا د خوب تعبیر یو

چې ټول عمر یو زهیر



خلک لاړل تر کیهانه

لاره باسي تر اسمانه

مونږ په خپلو کې جنګیږو

بیا شاکي یو د تقدیر


مونږ د چا د خوب تعبیر یو

چې ټول عمر یو زهیر



ډیر وختونه په موږ تیر شول

فرصتونه لاړل هیر شول

لا تر څو په اور کې سوزو

هر ې ګړۍ ناست یو په ویر



مونږ د چا د خوب تعبیر یو

چې ټول عمر یو زهیر


دلته جوړ مرګی مرګی دی

څوک مو خپل څوک اجنبی دی

هیڅ خوښي دلته کې نشته

یو دردمند په زړه دلګیر



مونږ د چا د خوب تعبیر یو

چې ټول عمر یو زهیر

نه خواخوږی نه دلدار شته

نه زموږ څوک مدد ګار شته

هرې خوا ته ناچاري ده

پناه غواړو له قدیر


مونږ د چا د خوب تعبیر یو

چې ټول عمر یو زهیر



لا تر څو به محتاج ژوند وي

د پردو دا بد چلند وي

لږ همت مونږ ته پکار دی

و قوت شو په تدبیر



مونږ د چا د خوب تعبیر یو

چې ټول عمر یو زهیر


ربه ته مو مددګار شې

ته مو مل د ژوندپه لار شې

مونږ له تانه امان غواړو

ته کریم یې ته بصیر


مونږ د چا د خوب تعبیر یو

چې ټول عمر یو زهیر