32

هم مجاهد او هم مؤلف

د خوشحال خان سواتنامه د مقدمې او تعليقاتو سره

د يوسفزو د سمې او غړونو په تاريخ کې د اخوند پنجو یو مشهور شاگرد اخوند څالاک او د ده وروو اخوند سباک ( عمر ) سمته برخه لري، دوی په اصل توغه د ترین له قومه وو، چې پلار يې له افغانستانه راغلی او د خټکو په نړي کې د خیر آباد شمال مغرب ته میشته و. زامن یې يوسفزو ته ولاړل او په چغرزو، ابا سین، کابل گرام، هزاره او بونیر کې يې د جهاد ډنډ وره ووهله، چې پکھلی، الابی، نندهار او چيلاس د کوهستان خلک اسلام ته را واړوي. ځکه چې دغه خلک د دوما نومي حکمران تر بیرغ لاندې د مسلمانانو سره جنگیدل. د اخوند څالاک سره د خوشحال خان ورور جمیل بیگ د خټکو له خوا او عمرخان د شيوې او باکوخان د پنچتا راو اخوند شاه دند د هوتي مردان او یارخان د غرغښت هم ملگري وو. شیخ رحمکار کا کا صاحب خټک یي هم مل و.

 د اخوند څالاک په خوله گرده د سمې او غړو يوسفزي او نور پښتانه د شمالي لوړو  سيمو له کفارو سره په غزا بوخت وو او د سمې پر خوا د ډهلي حکمرانانو تش د کابل لویه لاره ساتله د پښتنو په داخلي چارو یې اړه نه درلوده خو د اورنگزیب په زمانه کې چې د دوی په چارو کې لاس وهنه شروع شوه، د باکو او څالاک له پښتنو سره په ۱۰۷۷-۷۸ ق هغه جنگونه وشول، چې د مخه موخبرې پر کړي دي. 

څالاک د علم او تدريس او تاليف خاوند هم و. په حنفي فقه کې يې فتاواې غربيه کښلې ده او دوهم کتاب يې بحرالا نصاب نومیږي چې د افغانانو او ترکانو او سيدانو او د طریقت د شيخانو نسبونه پکې بيان شوي دي. دریم کتاب يې غزویه پر هغو غزاوو کښلی دی، چې د ده په قیادت د بونیر او هزاره او چیلاس په کوهستا نو نو کې شوي دي څلورم کتاب يې د مناقب اخوند پنجو په نامه د خپل مرشد سید عبدالوهاب په ستاينه کې کښلی و. چې څلور سره په فارسي ژبه دي، او داسې ښکاري چې څالاک د اسلامي علومو او فارسي ژبې تکړه عالم و. چې په کشف او کرامت یې شهرت لاره، او خوشحال خان غوندي نقاد او مقتدر عالم اوخان به هم د ده په فتوا عمل کاوه او اخوند ملا جمال غوندې تکړه عالم د ده شاگرد و.

 افضل خان خټک خپل تاريخ مرصع کې د پښتنو اولیا وو څخه د اخوند څالاک منا قب: «قدوهٔ محققين او زيده علمای دین» په نامه په پنځو مخو کي او د پيرسباک کرامات په دوو مخو کې کښلي دي.

د اخوند څالاک په مریدانو کې چې هم مجاهد و، او هم شاعر او ليکوال د اسلامي علو مو پوهاند، دا سړی ملامست زمند نومیده چې هدیره یې تر اوسه د شنوارو په غرو کې مشهوره ده او په پښتو يې یوکتاب د «سلوک الغزات» په نامه کښلی دی، چې فقط یوه نسخه یې د کابل په خطي کتابتون کې شته.

د ملامست زمند دمړینې تاریخ د ۱۱۰۰ ق ۱۶۸۸م کال په شاوخوا کې اټکل کولای شو. دی په پښتو نثر ليکلو کې د پير روښان د سبک پيښې کوي، پخپلو آثارو کې د خپل عصر ډيرې پیښې او واقعې او جهادونه بيانوي او ځينې په نظم هم سره پيېو دي. د نوميالو او مړ نو يادونه کوي. د پښتنو مشران او جنگيالي ښيي. کله کله غزل یا قصيده يا څلوریځه هم وايي. ويرنې، ستاينې، غندنې لري، او د منظومو په پای کي خپل نوم مست راوړي په يوه قصيده کې وايي: 

اوس غازيان دي ډيرخښي، صافي، شينواري

چې غزا همیش پر نیت د عندالله کا

او سر دار د دوی اخون غازي څالاک دى 

که يې خدای عمر دراز، غزت نگا کا 

له غزا به يې انشا کړم خو بيانه 

که مدد راسره حق په هره ساه کا

«مست» شاگرد د اخون جیو غازي څالاک دى

همیش پر کفر غږ سبا بیگاہ کا 

د اخوند څالاک په ملگرو کې د شيوې عمر خان رځړ، بډوخان، اخوند يونس د تور ډهيري خاو صاحب، او د هوتي مردان اخون صاحب ډنډور هم شامل دی.