32

ائمة الافاغنه

د افغانستان د پښتنو د تاریخ نومورکي مؤرخین

امیر افضل جدون د لاهور په هفته وارسیف ۷ سپتمبر ۱۹۹۵ م کال ليکي : ملا خانمیر یوه چار مقاله لري، چي په ۱۱۵۵ ق تالیف سوې ده، او دى له بله عربي كتابه ډېر مطالب را نقل کوي. چي هغه کتاب ائمه الافاغنه دی او مولف یې ابو الخطيب شيرازي نوميږي چي په ۵۳۵ ق کال مړ دی.

 دا کتاب هم په فارسي او هم په پښتو ترجمه سوی دی چي سيد عبد الجبار شاه د سوات معزول امير يې دواړي نسخې درلودې. فارسي مترجم يې محمد جواهر خان سواتی و. چي دغه نسخه يې امیر افضلجدون ليدلي وه، او مستر الترا امریکایي په پښتو گاید کي ليکي : چي ما هم د ائمه الافاغنه فارسي ترجمه په باجوړ کي د یوه خانه سره لېدلې ده. د ملا محمد خانمیر د چار مقالې په یوه حاشيه کي داسي کښلي وه چي : "بدانيد که اکثراً اخبار حواشی از کتاب ائمه الافاغنه است و ائمه الافاغنه از... ابوالخطیب شیرازی یوشع بن ابراهيم بن معصوم بن عبد الجبار بن سليمان شیرازی بن لیث کاکری است... ابوالخطیب برای تحصیل علم از شیراز به بغداد رسیده در تلامذهٔ ابوبکر داخل شد." (سیف طبع لاهور ۱۹۵۵ م) 

داسي ښکاري چي په دغه سنه ۵۳۵ ق کي به تحریف او سهوه راغلې وي. ځکه چي ابوبکر احمد بن علي مشهور په خطيب بغدادي په ۳۹۲ زوکړی او په ۴۶۳ ق کي مړ دی، نو که موږ د دغه ابوالخطیب شیرازی عمر ۸۰ کاله هم وگڼو، د بغدادي خطيب د مرگ پر وخت به دی بیخي کوچنی هلک وي. چي د بغدادي خطيب د شاگردۍ سن ته به نه وي رسېدلی. 

ځکه چي د ائمه الافاغنه نسخې ثقه خلكو ليدلي دي، نو د منلو وړ خبره ده. (وگورئ په وروسته بیان کې د ملا خانمیر چار مقاله)