32

خوارزمشاهیان

د افغانستان لنډ تاریخ دریمه برخه

خوارزم یو زرغون ودان او مشهور ولایت و چې د آمو له سینده اوبېده، د اتيا فرسخو په شاوخوا کښې يې اوږدوالی درلود، ښارونه يې له بازارو ډك او كلي يې يو بل ته سره نژدې وو، د کرهنې ځمکې او ماڼۍ يې درلودې پایتخت یې ګرګانج (جرجانیه) نومېده او له ډېرو پخوانيو زمانو څخه يې د افغانستان د شمالي او مادون النهر له ښارو سره اقتصادي، سياسي او فرهنګي اړیکي درلودل. د مارکوارت په وینا ایریانم ویجو باختر ته تر هجرت دمخه د اريايانو اصلي ټاټوبي همدا ځای و دا نوم په اوستا کښې XVARIZEM او په پخواني فرس کښې هوارزميش" و، خوارزمي ژبه نورو آريايي ژبو ته يوه نژدې ژبه وه چې په وروستنيو کيندنو کښې يې آثار راوتلي دي. البيروني هم دا ژبه په آثار الباقیه کښې یوه مستقله ژبه ګڼلې ده، د هغې د مياشتو ليكلي دي او وايي چې د خوارزم ملکانو ته خ وايي. نومونه يې "خوارزم شاه" د ۳۲ هـ په شاوخوا كبي احنف د قيس زوى عربي فاتح د مادون النهر سيمي له تخارستانه تر تالقان فاریاب او جوزجان پورې ونيولې او د آمو له غاړو خوارزم ته واوښت خو ويې نه نیولای شوې د معاويه د زوی يزيد په وختو کښې هم سلم د زياد زوی د خوارزم له خلکو سره په څلور سوه 

زره در همه روغه وکړه، خو چې يزيد د مهلب زوی د حجاج له خوا خراسان ته راغی له خوارزمیانو سره وجنګېد د ۸۲ هـ شاوخوا)، او د (٨٦) هـ شاوخوا ) قتيبه د مسلم باهلي زوى هغه فتح كړ. د البيروني په وينا د خوارزمشاهیانو د کهاله لومړی مؤسس کیخسر وو او د اسلام له پیله خوارزم د حکومت له پلوه پر دوو برخو ووېشل شو: شمال برخه چې پایتخت یې ګر ګانج" و، د عربي اميرانو له خوا اداره کېده او جنوبي برخه چې مرکز يې "کات" و د خوارزمشاهانو سيمه وه، د خوارزمشاهانو مشهوره کورنۍ تر اسلام دمخه او وروسته مامونيان و، چې په اسلامي دوره کښې يې مؤسس ابو سعید احمد د محمد زوی و چې د (۳۴۰) هـ په شاوخوا کښې يې ژوند کاوه، د ده د (٣٦٦ هـ کال) سکې شته له دې کورنۍ څخه ارثموخ خوارزمشاه د هجری سنې د پيل په شاوخوا کښې اوسېد ، نسب يې د البيروني په وینا افريغ ته رسېد او چې قتیبه دویم وار پر خوارزم بری و موند خوارزمشاه اسكجموك د از كاجوار زوی د سبری لمسی د سخر كړوسی او د نوموړی ارثموخ کوسی یې په خوارزمشاهی وپېژاند د (٨٦هـ شاوخوا چې د احمد د نسب سلسله ده ته په لاندې توګه رسېده: احمد د محمد زوی د عراق لمسی د منصور کړوسی د عبدالله کوسی چې هغه بیا د تر کسباته زوی د شاوشفر لمسی او د اسكجموك كړوسی و. دویم ابو عبدالله محمد د احمد زوی چې د ابن اثير په وينا پر (۳۸۵) هـ) کال مړ دی. دربیم مامون د محمد زوی چې کورنۍ يې د ده په نامه "ماموني" يادېږي، د سامانیانو له خوا په ګر ګانج کښې د خوارزم والي و، دى له ابو عبدالله خوارزمشاه سره وجنګېد او بریالی شو د خوارزمشاهی لقب یې پر ۳۸۵هـ خپلې کورنۍ ته واړاوه، پر (۳۸۷) (هـ) وفات شوی؛ يوه لور يې دسلطان محمود ماندینه وه. څلورم ابو الحسن علي د مامون زوی پر (۳۸۷) هـ) پر تخت کښېناست، د سبکتګین لور حره يې وکړه په خوارزم کښې يې ابن سینا ته ښه راغلاست وویل او سکه یی شته پېنځم ابو العباس د مامون زوی پر ( ۳۹۰ هـ) کال. شپږم ابو الحارث محمد د علي زوى او د مامون لمسی چې پر (۴۰۷) هـ) کال يې سکه ووهله او پر (۴۰۸) (هـ) کال سلطان محمود له منځه يووړ، د غزنه له درباره يې لوى حاجب التونتاش د خوارزم په حکومت و گماره، د خوارزمشاه لقب یې ورکړ، د مامونيانو د کورنۍ کمبله ټوله شود، او تر التونتاش وروسته یې زوی هارون (۴۲۳) (هـ) او اسماعیل خندان د التونتاش زوی (۴۲۵ هـ) او شاه ملك ( ۴۲۹) (هـ) په خوارزم کښې حکومت کاوه چې پر (۴۳۴) (هـ) کال طغرل بیگ سلجوقي له منځه یووړل. د خوارزمشاهیانو د دویمې کورنۍ بنسټ د انوشتګین په لاس کښېښوو شو چې د بلکاتګین له مریانو څخه و، د (۴۷۰ هـ) په شاوخوا کښې يې د سلجوقي دولت په وختو کښې شهرت وموند او د "غرشا" لقب يې واخيست" همدا چې پر (۴۹۰) (هـ) اکنجی قچقار د بر کیاروق ګمارل شوی حکمران ووژل شو، نو د خراسان والي امير داد حبشي د بر كياروق په تصویب قطب الدین محمد د انوشتګین زوی په خوارزمشاهی و ټاکه، تر هغه وروسته دا لقب د چنګیز تر راتلو پورې دې کورنۍ ته پاتې شو، چې يو وخت يې د واکمنۍ سیمه تر زمینداوره هم رسیده او پر (٦١٧ هـ) وروستنی خوارزمشاه جلال الدین منکبرنی د افغانستان په خاوره کښې د چنګيز له لښکريانو سره ډېرې جګړې وکړې. د دغه کهاله نور کسان چې خوارزمشاهۍ ته رسېدلي دادي 

۳ - اتسز د محمد زوی چې پر (۵۲۱) (هـ) کال پاچا شو، اوسکه یې ووهله، پر (۵۳۳ هـ) يې له سلطان سنجره ماته وکړه خو پر (۵۳۵ هـ) يې د خوارزم تخت بیا ده ته ورکړ. د ده په وختو کښې علي چتري په هرات کښې پورته شو، خواتسز د سنجر ټول ملکونه ونیول او دربار يې د فاضلانو د راغونډېدو ځای شو، رشیدالدین وطواط خپل کتاب حدايق السحر د ده په نامه وليکه د (۵۵۱ه) کال پر در بیمه خور جمادی الاخرى مړ دی.

 ۴ - ایل ارسلان د اتسز زوی دی د پلار تر مړينې وروسته پر خوارزمشاهی تخت کښېناست او د قراخطا او قفچاق له قبيلو سره يې روغه وکړه، د سنجري ملکانو پايڅوړ يې له خراسانه وشاړه او يا يې روغه ورسره وکړه او پر (۶۵۸ هـ) مړ شو.

 ۵ - سلطان شاه ابوالقاسم محمود د ایل ارسلان زوی (۵۶۸ - ۵۸۹هـ) چې له ورور سره د دښمنۍ له امله يې د غور د سلطان غیاث الدین دربار ته پناه يو وړه، خو دا چې د غور دربار له سلطان تکش سره تړون درلود څه مرسته يې ورسره ونه کړه، محمود ماوراء النهر ته ولاړ، د "خطا له خانه" يې ملاتړ وموند او خراسان يې د غز د اميرانو له لاسه وژغوره، په مرو کښې يې دار الملك جوړ كړ، د هرات ملك بهاء الدين طغرل هم ورسره یو ځای شو، تل به يې د غور بريدونه ګواښل، خو سلطان غیاث الدین غوری په مرورود کښې د غور بامیان او سيستان لښکرې راغونډې کړې او تر شپږو مياشتو يې جګړه وکړه، په پای کښې د غور د سلطان لښکرې له مرغابه پورېوتلې او بهاءالدين يې وواژه او محمود د ماتې په حال کښې پر (۵۸۸ هـ) کال مروته وګرځېد ، زهر يې وخوړل او مړ شو (۵۸۹ هـ).

 ٦ - ابو المظفر سلطان تکش د ایل ارسلان زوی د ۵۸۹ هـ کال د لومړی خور (ربیع الاول پر ۱۲ پر تخت کښېناست دی لوی عالم او هنرور پاچا و، چې نیم خراسان یې په خپل مټ تر لاس لاندې کړ د هېواد وېش يې د هیلمند تر غاړو رسېده. ډېرې سكې يې په داور (زمینداور) کښې وهل شوي او له هغه ځايه لاس ته راځي تکش د قفچاق او خطا له قبيلو سره روغه کړې وه مازندران او د عراق یوه برخه یې ونیوله، د سنجر وراره سلطان طغرل يې بندي کړ؛ د بغداد خلافت دربار یی ګواښه، د بغداد وزير" ابن القصاب" يې مات کړ د خلافت دربار خپل دوه تنه سفیران ابن الربيع او ابن الخطيب د غور د فیروز کوه دربار ته واستول چې د سلطان غياث الدين غوري حضور ته د تكش له تېري ګيله وكړي خو سلطان تکش د ۵۹۶ هـ کال د روژې پر ۹ مړ شو. -   ۷-علاء الدین محمد د تکش زوی د پلار تر مړينې وروسته خوارزمشاهی ته ورسید او نشاپور يې خپل ورور عليشاه ته چې پر ٦٠٩هـ وژل شوی ورکړ د غور او غزنه دربارو ته یې سفیران واستول او روغه يې وغوښته د غور تر پاچهانو وروسته یې خراسان ونيو، ملك عز الدين خرميل غوري له ده سره یو ځای شو تر یوولسو میاشتو کلابندۍ وروسته یې هرات ونيو او بلخ یې هم لاسته راوست د ده د هېواد سرحدونه تر بلاساغون کاشغر او خطا پورې ورسېدل تاینکو" طراز" او " مورخان خانان په ترکستان کښې د ده اطاعت ته غاړه کښېښووه، د عراق او آذربایجان هېوادونه يې ونيول، سلطان جلال الدين علي سام غوري يې وواژه، پر ٦١٢ هـ يې غزني ته لښكر كښي وکړه؛ تاج الدین یلدوز یې د هند خوا ته وشاړه او د هېواد وېش يې د سند تر سينده ورسېد او خپل زوی جلال الدين منكبرني يې د افغانستان پر حکمرانی و ګماره، خو پر (٦١٧) (هـ) کال د چګيز لښکر له ختیځ خوا د ده پر هېواد یرغل وکړ، دی د ماتې په حال کښې د آبسکون جزيرې تهتښتېد او پر همهغه کال مړ شو. د علاء الدين له ورونو څخه یو یونس خان د تکش زوی د عراق حكمران، بل "ملك خان" د نشاپور او خراسان حکمدار او درېيم علي شاه د عراق او اصفهان حکمران و، څه موده هم د علاء الدين محمد له زامنو څخه ارزلوشاه پر ٦١٧ هـ کال د پلار تر تېښتې وروسته پر تخت کښېناست، خو د چنگیز لښکريانو خوارزم ونيو. همدارنګه رکن الدين غوريشانستي د علاءالدین محمد زوی څه موده د عراق حکمراني وکړه، خو پر ٦١٧ هـ کال د چنګیز لښکر دی همهلته وواژه همداراز آق سلطان د علاء الدین محمد بل زوی هم څه موده په کرمان کښې پاچا و، چې د خطايي براق حاجب په لاس ووژل شو.

۸- د سلطان محمد خوارزمشاه مشر زوی او وروستنی زړور پاچا بلال الدين منکبرنی دی چې پر ٦١٧ هـ کال د خپل تښتېدلي پلار پر ځای کښېناست او د چنګيز له لښکريانو سره يې په مېړانه جګړې وکړې. دی د پلار پر ژوند د خراسان غور او غزني نايب السلطنه و چې وزير يې شهاب الدین الپ سرخسی نومېده له خپلې خوا يې غزني ملك کربر، فیروز کوه یې مبارز الدين ،سبزاواري کرمان يې ملك الامراء او پرشور (پېښور) او بوبكر پور يې ملك اختيار الدین محمد علی خرپوست ته وسپارل هغه وخت چې پلار يې پر ٦١٧ هـ کال د چنګيز له يرغله وتښتېد، ده په نشاپور د خراسان او کرمان په بیابانو او د نیمروز بست او داور په ښارو کښې جګړې کولې تر هغې چې په غزني کښې ملك خان امين حاجب د هرات مات شوی حکمران هم له ده سره یو ځای شو؛ چنگیز خپل زوم قوتو قونوین په دوی پسې وګماره د پروان په شاوخوا کښې يې درې واره جګړه وکړه او قوتو يې مات کړ، څو چې چنګيز د خراسان له تالقانه د ده جګړې ته راغی او جلال الدین د پرشور (پېښور) خوا ته پر شا شو. چنګیز د سند د سيند تر غاړو پسې ولاړ په هغه جګړه کښې چې د سند د اوبو پر غاړه يې وکړه مات شو او ځان يې اوبو ته واچاوه دا و چې د ملتان او کرمان له لارې پارس ته ولاړ د ( ٦٢١) هـ) د ٦٢٨ هـ کال د شوال پر ۱۵ د کردانو له لاسه ووژل شو، د ده له مړينې سره د دغه کهاله لړۍ پای ته ورسېده. د دې پېښو تفصیل به د چنګیز خان د حالاتو په شرح کښې راشي د دغه مخ مخامخ ۵۹ نومره نسب ليك وګورئ.

 اخځلیکونه: طبقات ناصری، ابن اثير، معجم الانساب، د پاول هورن د ایران مختصر تاریخ تاریخ گزیده جهان گشای جوینی، سیره جلال الدین منكبرني - نفثة المصدور د بار تولد ،ترکستان تاریخ ایران در عهد مغل دعباس اقبال.