قصيده د روښانيانو په مکتب کي
تر غوري دورې وروسته د پښتو ادب په تسلسل کي يوه ناوړه تشه سته، ځکه چي له (۶٠٠هـ څخه تر ۹۰۰هـ) پوري موږ ډېر لږ آثار اوس په لاس کي لرو او په خاصه توګه بيا په دغو درو سوو کالو کي د قصيدې نمونه تر هغه وخته نه لرو، چي د پير روښان پياوړي شاګردان لکه دولت او انصاري او ارزاني او مخلص او نور تر( ٩۵٠هـ) وروسته په قصيده خوانۍ پيل کوي.
دا رکود او انفصال طبيعي هم دئ، چي تر (۶١٨ هـ) وروسته د چنګېز وحشي يرغلونه پر پښتونخوا راغله، دوی د غزنويانو او د غوريانو د عظمت ماڼۍ په غزني او باميان او فېروز کوه او هرات او بلخ کي ونړولې او بيا هم ګوډ تېمور دا هیواد پسې سپېره کی، په دغو تاړاکو او يرغلو کي چي غټ غټ ښارونه په سپېرو ډاګو بدلېدل او يو متنفس هم نه پاتېدی نو هلته علم او ادب او پوهنه هم پوپناه کېدل او پښتانه هم د لويو غرو سرو ته ختل چي له دې وحشيانه تاړاکه ځانونه وژغوري. دلته نو د دوی سلسله له غوره سره وشلېدله او کوم وخت چي ابن بطوطه عربي سياح تر پښتونخوا د هند خوا ته تېرېږي د ده په قول افغانان د سليمان د غرو په سلسلو کي خپاره او مېشته وو او هم له دغه سببه د قصيدې تسلسل دغه درې پېړۍ له خپله لرغوني كانون سره پرې کړی ښکاري.
مګر کله چي د لسمي هجري پېړۍ په نيمايي کي بيا د پير روښان په فکري او ادبي مکتب کي قصيده نه په هغه قوت او انجام ښکاره کيږي نو موږ ته دا خبره زباتيږي، چي په دغه تشه دوره کي به هم قصيده په ادب کي وه خو که تر اوسه د دې دورې د قصيدې نمونې زموږ لاس ته نه وي راغلي له سابق او لاحقه دا معلومولای سو، چي دا طلايي مزي بالکل نه وو شلېدلي او د غورې دربار د قصیده سرایانو لرغوني روايات د لسمي او يوولسمي پېړۍ د شاعرانو په مخ کي پراته او موجود وه .
په دغو وختو کي پښتو قصیده د پير روښان او بيا د خوشحال خان په مکتب کي وروزله سوه، مګر پس له غوري درباره درې پېړۍ د قصيدې نمونې اوس موږ نه لرو، خو بيا چي د پير روښان په روحاني بزم کي وځلېدله نو رنګ او جوله يې بالکل بېله وه، يعني هغه قصيده چي په غوري دربار کي په فني او ادبي ګېڼو ښکلې د مدح او رثا له پاره ویله کېده د پير روښان په بزم کي خاص د تصوف او الهي تفکر په رنګ رنګېدلې راووته. د روښانيانو قصيدې خو د وحدت او تصوف په افکارو ډکي او غني دي، مګر د صنعت او ادب او بيان له پلوه وچي کلکي او بې خونده او تشي توري دي او د دوی د شاعرۍ او فني کمال او صنعتي جمال خوا سپېره ښکاري.
د ارزاني او ميرزا قصايد :
د دولت او ارزاني او انصاري کوم قصايد چي اوس موږ ته پاته دي د مضمون او انسجام له پلوه بالکل نوي کړه وړه لري او داسي ښکاري چي د سنايي تر فکري تحول وروسته د تصوف او حکمت او موعظت قصايد او بيا فخرالدين عراقي د جذبې او حاله ډکي ويناوي په دغو اوقاتو کي دوني مقبولي سوي وې، چي د رندانو او زړو د خاوندانو بزمونه هم په دغو خبرو تاوده وه او د پير روښان د مکتب شاګردان هم ټوله په دغو مردافګنو ميو مست وه.
د سنايي وجد او حال، د عراقي درد او سوز، د مولانا جلال الدين بلخي مستي او نشاط او د وحدت په متلاطم دریاب کي د دوی لاهو کېدل، د روښانيانو د قصيدو اصله شمزۍ ده، مګر فرق دوني دئ چي د روښان په مکتب کي ادبي قدرت او د شاعريت حقيقي جلوې ډېري کمي دي. نه هغه شاعرانه اقتدار او طمطراق سته، کوم چي د غزنوي او غوري دورو په قصايدو ليدل کيږي، او نه هغه مترنم او د انګازو او خوند او ښكلا ډك كيف سته چي موږ دمخه د اسعد او ښکارندوی په قصیدو كي وليد.
كه څوك د روښانيانو دواوين په انتقادي نظر وګوري او د صنعتي ښكلا تجليات هلته نه مومي او د دوی په بیان او کلام کي د خوند او ذوق کمی حس کوي نو بايد چي د روښانیانو ادب او خاص بیا قصیده وچه او له صنعتي او ادبي ښکلاوو څخه تشه وبولي او دا د پښتو ادب یوه خاصه دوره ده، چي موږ يې په ادبي انحطاط قایل یو او ښايي چي دا هم د هغه خاص كيف اثر وي، چي دغه پښتانه روښانيان په هندکي له محیط څخه لیري پاته سوي او له پخوانو ادبي رواياتو او ښکلاوو څخه بيرته سوي وه. نو ځکه د دوی په کلام کي هغه خوږوالی او هغه پیاوړتوب نه و، چي موږ يې د اسلافو په آثارو کي په ښکاره ډول وينو.
ښايي چي ځيني پوهان به د دغه ادبي رکود او تيارې علت دا وګڼي، چي روښانيانو په پښتو ادب او قصيده کي د تصوف او عرفان او الهيت روح پو کړى دئ او دغه مضامين د دوى غايي مقصد او هدف و، نو ځکه د شعر په ښکلا او د ادب په ذهني تخليقاتو نه ګرځېدل.
مګر دا خبره هم د دوی عذر نه پر ځای کوي، ځکه چي تصوف او عرفاني مضامين خو د شرقي ادب او فارسي قصيدې چاشني وه او د خوند او خوږوالي او مستۍ او نشاط سبب يې سول او په دغه رنګ کي ځيني ادبي شهکارونه لكه حديقه او مثنوي لرو، چي تصوف په هیڅ ډول د هغو آثارو ادبي مقام او صنعتي او هنري قيمت نه دئ ورکښته کړی. نو ځکه د روښانيانو د دورې ادبي انحطاط پخپله د دوی د هنري لياقت لږوالي ته منسوبوو او دا وايو، چي تر دوی وروسته د خوشحال خان له ادبي نهضته سره بيرته قصيده په هغه پخواني آب و تاب ژوندۍ سوېده. ميرزا انصاري چي په ( ١٠۴٠ هـ) د دکن په يوه جګړه کي وژل سوی او د روښان پیر لمسي دئ په يوه قصيده کي عرفاني معروفي خبري په داسي ډول کوي، چي هيڅ ادبي خوند يا صنعتي ښکلا نه لري، دى وايي :
معشوقه چي حجاب واخلي
آواز ښه واړه د يو دئ
چي په زمکه په آسمان دي
هر صورت سامع پوهېږي
عارفان به پرې خوښيږي
هر واصل چي يګانه شي
په يوه کي دويم نشته
ترو عاشق به نزدیکت کا
ګهي قهر ګه رحمت کا
د یوه مولا صفت کا
او سرود يې زيات لذت کا
کم دليل ځني وحشت کا
ننداره به د وحدت کا
نه زیاتی نه کمامت کا
اوس نزدې دغه مضمون ته د حضرت سنايي له ملكوتي ارغنونه دا نغمه واورئ، چي په څه قوت او سلاست او پوخوالي په فضاكي انګازې اچوي :
ممقدسی که قدیمست از صفات کمال
هر آنکه شربت سبحانی و اناالحق خورد
زآهوان طریقت هر آنکه شیر آمد
زما زم ملكوتش کند دلم چون خون
بنغمه های مز امیر عشق او مستم
نزهی که جلیلست بر نعوت جلال
به تیغ غیرت او کشته در هزار قتال
نهاده است به پایش هزار گونه شکال
مراست جام وصالش همیشه مالامال
شراب وصلش دایم مرا شدست حلال
(دیوان سنایی ۱۹۲ مخ)
اوس دغه مطالب د روښان پیر د بل شاګرد يعني ارزاني خويشکي څخه هم واورئ، چي د زرم هجري کال په شاوخواکي ژوندی دئ، دی وايي:
د اثبات په کور دننه
ستا زړه جام جهان نما دئ
يو څراغ دئ چي بليږي
د دغه څراغ رڼا ده
چي منصور په سر د دار دئ
با يزيد سبحاني ولوست
د ملا پرکتاب نشته
د کامل تخته ده پاکه
د احد ډېوه کړه بله
او وې کاږه له بغله
پوشیده دئ له احوله
تر اعلی هم تر اسفله
د انا لول يې ښیله
د خپل زړه له هیکله؟
د رندانو له عمله
د دې غير له امله
همدغه مضمون ته ورته مضمون دمخه عراقي په داسي ښکلو اوخوږو الفاظو په شاعرانه مهارت بیان کړی و :
روشنان آئینه دل چون مصفا بینند
از پس آئینه دزدیده برویش نگرند
عارفان چونکه زانوار یقین سرمه کشد
در حقیقت دو جهان آئینه ایشانست
روی دلدار در آن آئینه پیدا بینند
جان فشانند برو کانرخ زیبا بینن
دوست را هر نفس اندر همه اشیا بینند
که بدو دررخ زیباش هویدا بینند
(دیوان عراقی ص ۷۵)
دلته نو اوس پخپله ښاغلي لوستونکي اټکل کولای سي، چي په غزنوي او غوري دورو کي خو پښتو قصیده اوږه پر اوږه له پارسي قصيدې سره تله او په ځینو خصايصو كي لا ځني دمخه کېده هم، مګر د روښانيانو په مکتب کي خو قصيده ژوندۍ وه، اما جوله او بڼه يې کورټ اوښتې وه او هغه لرغوني ښېګڼي او خوږتياوي او د جړاو او سينګار ګېڼې يې درلودې. مګر دغه وچه کلکه او توره تیاره دوره اوږده نه سوه او خوشحال خان بيا د قصيدې دلربا ناوې په هغه سينګار او ښایست را وایسته په لفظي او معنوي خصايصو او فني معيار کي هغه لرغوني قصيدې ته ورته ده.