32

میر خان روښاني

د پښتو ادب لنډ تاريخ

د دولت لواڼي په دېوان کي (ص ٢۵٢ د کابل طبع) یوه اوږده قصیده د میر خان په نامه سته، چي تر (١٠٠) بيتو زیاته ده. دا سړی هم د روښاني مكتب شاګرد ښكاري، مګر کله چي دولت ژوندی و (١٠۶٨ ق) ښايي دا روښاني ناظم به مړ و. دولت د ګنج عارفين تر بیان وروسته چي د رسول  معجزات دي دا قصيده د دغي اصطلاح په شرحه کي راوړې ده، چي داسي شروع کيږي :

نن مي زړه له خفي ګنج که څو وينا

يو عجيب ښايسته نور و بې مثاله

نه يې رنګ نه یې مثال شته نه يې لوری

هم کامل هم مکمل او هم غني و

د غفلت او د نيسان اثر پرې نه و

لوی علیم چي و خپل ذات و ته نظر که

چي دغه رڼا څرګنده شوه صبا شو 

لوح، قلم، بهشت دوزخ له ده څرګند شو


مخفي ګنج دئ بې شریکه بي همتا

منزه له سبز و سرخه هم بيضا

پاك ساده او منزه و تعالى

پاك له فقره له نقصانه له فنا

دی علیم او خبیر و توانا

یکباره شو پر خپل ذات باندي شيدا 

هر چي و له ده رڼا شوه هويدا 

عرش، کرسی، آفتاب و ماه ارض و سما


دا د ځينو صوفيانو هغه عقيده ده چي د( الله نور السموات والارض) پر اساس يې دغه نور د کایناتو منبع ګڼي او بيا په دغه رڼا کي د رسالت او امامت مقام ښيي، او د رسول او اصحابو ستايني کوي. خو په پای کي وايي :

اطاعت د حقي لاري پر تا فرض و

که عاقل یی اعتراض کړه له جهلا

وروسته څو بيته لري، ګمان کوم چي غلط به چاپ سوي وي، خو په دې بيتو كي خلك د روښان پير لاري منلو ته راغواړي :

هر چي لار یې وي له خدای څخه موندلې

رسالت د عارفانو که و حق ته

ګماني سحاب يې درست له دلدار واخيست


که نېکبخت يې ورپسې کړه اقتدا

مشتاقان له خپله یاره که اشنا

له شها سره تل راز د عرفا


اي ميرخانه! قسمت شوی په ازل دئ

انتها راجع همېش د ابتدا

( ص ۱۵۲ د دولت دېوان)

نو په دغه ډول میر خان هم د روښاني ډلي په ناظمانو کي د قصيدې خاوند ګڼل کېږي. مګر څنګه قصيده؟ چي شعر خو نه دئ مگر نظم به وي.

د دولت لوڼ قصیده سرايي :

د پښتو ادب د روښاني ډلي په شاعرانو کي دولت لوڼ د داداو زوی هم نه سو هېرولای، دی پخپله ځان داسي ښيي :

اې دولته روښاني

حسن خېله نوحاني

بل ځای هم وايي :

د كمكوټي ثنا مکړه

د داداو نوحاني زويه

نوحاني خو د پښتو لوڼ يا لواڼي يو هندی سوی شکل ښکاري، او په دې بيت کي خپل ځان ښه راښيي :

شيخ دولت مي نوم دئ هاتف ايښى

پر زبان د خلکو یاد "فقیر دولت" یم

دولت خو په پښتو د غونډ دېوان خاوند دئ، او د پښتو نور شاعران يې هم په شاعري مني. خوشحال خان غوندي لوى شخصیت هم د ده وزن په پښتو شاعري کي داسي اټكلوي :

بل دولت فقیر درې پاوه

زه ترې څو شېرشاهي تېر

(دېوان، ص ٣٨۶)

نور شاعران يي هم داسي ستايي :

د فقير پښتو خبري

لکه سپيني مرغلري

              (ارزاني)

دولت ځان د ميا روښان لاس په لاس مرید او شاګرد ګڼي :

زه فقیر دولت مريد د ميا روښان یم

له فتراکه به يې نه کاږم آسان لاس

له دې څخه ښکاري چي دی د روښان معاصر، ارادتمن او د (۹۸۰ هـ) کال د شاوخوا سړى دئ چي بايد د (٩۶٠ هـ) په حدودو کي زوکړی وي، او ژوندون يې تر (١٠۶٨ هـ ق) پوري يقيني دئ، ځكه چي په همدغه کال يې د الهداد انصاري ویرنه (مرثيه) ويلې ده.

د دولت ژوند هم اکثر په هند کي تېر سوی او د رشید آباد او دکن په سيمو کي روږد دئ، او پخپل دېوان کي هغه افکار او عقايد ځايوي، چي د پير روښان د مکتب شاګردان يې لري. دی د قرآن او سنت او شریعت او سني مذهب تابع دئ او د خپلي شاعرۍ باغ د عرفان او ديني افکارو په ګلونو سمسوروي.

دېوان يې په (١٣۵٣ ش) کال د پښتو ټولني په همت په (۲۷۹) مخه کي له کابله خپور سوی دئ.

د دولت شعرونه خو د عرفاني او ديني قالب په محدودو لرګيو کي راګير سوي او ډېري اوږدې قصيدې لري، او هغه چي د غزل په قالب کي اچول سوي دي هغه هم د غزل  تر محدود قالب کله کله وزي او د تغزل شکل مومي. ښاغلي پوهاند رشاد هڅه کړې ده، چي د ده ځيني شعرونه د خلیل بن احمد په عروضي قالب کي کښېباسي، او د عروضي تقطيع په کړاو یې اخته كي، (وګورئ د ده د مطبوع دېوان مقدمه، تر ۱۹ مخ وروسته).

دغه هڅه خو د علمي پلوه ښه او په زړه پوري ده، مګر د پښتو ‌ژبي له طبيعته او جوړښته سره سمه نه ښکاري مثلاً دا بيت :

ای چي دايم یې جاجا څرکند

 نه وينم غير بې له تا څرکند

دا خو سپك بحر (فاعلاتن - مفاعلن – فع لان) دئ، مگر زه داسي ګمان کوم چي د پښتو عروضي طبيعت د آريايي ژبو له وزمونو سره نښلي، او د دولت ګرده شعرونه به په عربي قالبونوکي اچول مشكل وي.

که موږ په روښاني ډله کي دولت ته کومه درجه ټاکو نو بايد چي د شاعرۍ پر ډګر دی تر کریمداد وروسته د ارزاني او مخلص تر څنګ ودروو. خو په فکري لحاظ محقق ښکاري، او توحيد له اتحاد او حلوله بيانوي:

د توحيد وينا یې شوه پر زړه نزوله

 مبرا له اتحاده هم حلوله

بل ځاى وايي :

د يقین په نظر يو راته ښکاره شو

له اوله چي مي څوك په نظر سل كوت

قرآن وايي :

 (چيري چي مخ کئ، هلته د خدای ننداره ده "اینما تولوا فثم وجه الله").

د روښان د مكتب مفكران له كثرته بيرته وحدت ته ځي او د اسلامي عارفانو په هغه ډله ننوزي چي د دويي له ډګره يکۍ ته ور تېر سوي وي :

چون یکی باشد همین نبود دویی

هم منی بر خیزد این جا هم تویی

خواجه عبدالله انصاري ويلي و :

"از خود فروتر آی ورسیدی" (طبقات الصوفيه، ص ٩١).

دا مرتبه چي سړی له خودۍ څخه وزي، او سل يو ويني د اسلامي عارفانو په کلام کي داسي شرح كيږي، چي نېستي سوي خلك د هستۍ پر ور درېږي.

نیستانی که بر در هستند

کز ازل پیش عشق و همت و زور

جهد کن، تا چومر برگ بشتابد 

برگذر! زین جهان پر او باش



نه کمر بر درش کنون بستند

خود کمر بسته زاده اند چو مور

بوی جانت پکوی او یابد

گر بدي يانه، بر در او باش

(د سنایِي حدیقه)


دغه نیستان چي ځانونه يې د هستۍ له ډګره وړي وي او د وحدت په څپان سیندکي فاني سوي وي، د دولت په ژبه داسي وايي :

په قوت دریاب چي ګډ شي يو ياديږي

په جهان کي هر څو ډېر دي دريابونه


د دولت لوڼ په قصايدو كي عرفاني مضامين:

د دولت په تغزلاتو او قصیدوکي عرفان، اخلاق او شرعیات سره ګډ دي، او سړی يې په پښتو کي د سنايي د قصايدو پيرو ګنلای سي. مګر د سنايي د شعريت قوت نه لري.

د ده د فکر او ادبي قوت د ښکاره کولو له پاره دغه تغزل ولولئ، چي ټول يو ګڼي 

په ظاهر باطن چي ګورې سبحان يو دئ

 صورتونه ډېر ليده شي جانان يو دئ

د کثرت په حسابونه غلط مه شه 

مومنان هر خوا نیوه دي ايمان يو دئ 

به صدف کی در خالص په مارکی زهر 

بارنده پر هر ځای ابر نیسان یو دئ 

پر اغزي پر ګل يې نور يو شان وېشلی 

تابنده پر جهان لمر درخشان يو دئ 

رنګ رنګ ګل ځني پيدا شي په پټي کي 

چي ګیاه پرې زرغونيږي باران يو دئ 

که لښکر حشم يې ډېر ليده شي څه شو 

چي په حکم يې عمل شي سلطان يو دئ 

د دنیا بازار يې جوړکا په څو شاني

د معنی په سترګو ګوري هر شان یو دئ

د احول سترګي کږې دي يو دوه ويني

جلوه ګر، په عرش، كرسي كان مكان يو دئ

د شاهد لباس اغوستی دلبري کا 

ذات واحد، بصير، عليم، څو الوان يو دئ 

چي د عاشقانو زړه په زلفو خال وړي

دلربای د زړونو ژر په جهان یو دئ

د معشوق عاشق جامه واغوندي راشي 

عشق باقي، شاهد، مشهود بې ګومان يو دئ 

پرې مومن، کافر، ماهی، چونګښه زیست کا 

پاك درياب بېحده لوى، بې پایان یو دئ


د مجاز په څو څادر کي يې مخ پټ کا

د "دولت" د زړه انیس پټ عيان يو دئ

(د دولت دېوان، ص ١٧۶)


په دې ډول تاسي د دولت د بيان هغه اصلي جوهر او پر کلماتو او الفاظو د ده راڅرمه توب اټکولای سئ چي يوازي د عرفان فکري پانګه نه لري بلکي د بياني هنر لږ څه ذوق او ذخیره هم ورسره ده.

ځان جهان په لا اله نېست کړه "دولته"!

د جانان په سترګو ګوره خپل جانان ته

د دولت قصيدې چي عرفاني او اخلاقي مضامين لري لکه د سنايي عرفاني قصيدې، اوږدې دي، او د ده کلام په پښتو ادب کي د عرفاني پانګي یوه غوره ذخیره ګڼلای سو. د ده شعر د شعر له پاره نه و، هدف يې د روښاني عرفان څرګندول و. د دې کار له پاره چي ده کوم هنري استعداد او د کلماتو ذخیره درلوده، هغه یې ټوله په دې لارکي کښېښووه. که څه هم ده لکه سنايي يو لطيف ادب جوړ نه کئ، مګر بیا هم په پښتو ادب کي د ده وينا تر ډېرو ناظمانو غوره ده، او کله کله د لطیف ادب پر پولو هم پل ږدي، او کله د تغزل میدان ته رادانګي لکه یو تکړه غزل سرا داسي مضمون آفريني کولای سي :

شېرين يار چي ما د زړه په سترګو تل كوت 

هر ساعت به مي د میني د ده ګل كوت 

د دیدن شراب يې راکړه هسي مست شوم 

چي هر جز مي د معنی په قوت کُل كوت 

ځان جهان راڅخه هېر شو په مستۍ کي 

لور په لور به مي دلبر جلوه ګرکوت 

چي په لا اله مي غير وجود نفي كا

روحاني پادشاه مي ناست پر تخت د دل کوت

که نظر مي د صفات پر عالم وکا

بې آشنا مي نه جهان، نه ځان، نه بل كوت

د یقین په نظر یو راته ښکاره شو 

چي اول مي د ګومان په سترګو سل کوت 

د وحدت په باغ څړه بې سره ګډ شوم 

ګل او خار مي يو ليده، زاغ مي بلبل كوت 

که د زړه ارسۍ صفا کړې و به وينې 

هغه مخ چي پاك ولي، نبي مرسل كوت 

زه "فقیر دولت" هرګز په ميان کي نه وم 

دلبر خپل جمال پخپلو سترګو تلکوت

(دیوان، ص ۸۲)

اوس د دولت يوه قصيده را اخلو، چي دا هم د مضمون تسلسل لري او هم د تخیل سره نښتون پکښي ښکاري، مګر موضوع يې هغه عرفان او هغه د روښاني مكتب د افکارو څرګندونه ده :

هر چي نوش د توحید می کا 

یو دیدن به د دوست ويني 

دا هغه زه، ته پرده یم 

وايي نه يم، نوازه شي

چي د شك ګومان مچ وخوري 

کامل ځکه غلط نه ځي 

هغه نه مري تل باقي شي

د خیر ساج په شان به 

درست بدن د ذاکر ذکر 

پر بیابان مجنون جاروزي 

يو صفت په خپله ژبه 

په قدرت له يوې خاوري 

دیګ، طباخ، سرپوښ، ججری

بېل د غوښي له صورته 

بادشاهان يې خدمت هسي 

اولیا په يوه دم کي


د خودۍ مرکب به پی کا

هر نظر چي پر څه شی کا 

په پرده کي بازي دی کا 

څه عجب اشارت نی کا

د توحید نعمت په قی کا

تک د پیغمبر په پی کا

چي مړ زړه په ذکر حی کا

په رضا د ده مرګی کا

ګوشت پوست، هد مغز رګ و پی کا

لیلی سیل د خپل حی کا

چین، ختن په هند، روم ری کا 

سوار، پیاده، شتر، مزری کا 

خم، پیاله، بدنه، ګړی کا 

پی، شودې، شړومبې، غوړی کا 

لکه ښه عاجز مریی کا

تر مشرق مغرب لار طی کا

د دې قصيدې د تخلص په برخه کي داسي نتيجه اخلي او خپل مطلب ته ګرېز کوي :

غیر مه ګوره دولته!

په ساعت کي نېست نفي شي

مراد هاله مومي مريد چي

عاشقان د ده له شوقه

په بهشت کي گفت کم دئ


خير، شر سبب کل دی کا

د هستۍ لافي لوګی کا

سر د پښې تلی کا 

تنن، تن، تنا له لی کا

 بي سلامه عليكا 

(دېوان، ص ٢٢ - ٢۵)



د دولت د قصيدو موضوعونه د عرفان په ارت چاپېرکي متنوع دي، او ډېر داسي څه پکښې سته چي سړی يې د اسلامي عرفان او د شرقي صوفيانه ادب نڅوړ بللای سي. كه يو څوك دغه افکار او ښکلي مضامين سره بېل او تر خپل عنوان لاندي کښېږدي، د عرفان او تصوف يوه ښکلې او ګلالۍ باغچه به وي، لکه:

د دلبر دیدن په هر لوري عيان وينم

هر نظر یې په هر څه کي په څو شان وینم

چي مي سترګي د باطن کړې پير کامل رڼي

په هر څه کي يو ديدن د پاك سبحان وينم

(دیوان، ص ۲۱۲)

د سالك څه زده؟

نن هغه سالك د دې لاري ادب زده 

چي له دم سره يې ذكر د پاك رب زده 

مرده دل د دل له سره خبر نه دئ 

په تقليد یې په زبان د خدای لقب زده 

غير دېوال به يې حجاب په ميان کي نه وي 

چي يې سهل پر فلك لكه كوكب زده

زه "فقیر دولت" به روغ په نور څه نه شم

کل زما درد و دارو د دلبر لب زده

 (د دېوان ۹۹ مخ)


بې الحاده او حلوله خالص توحید:

د توحيد وينا مي شوه په زړه نزوله

مبرا ده له الحاد هم له حلوله

يو الله دئ بې جهته تجلی کا

پوشیده دئ له دوبین، ظالم، جهوله

(دیوان ص ۴٣)


يو حق دئ!

په ظاهر، باطن، اول، آخر یو حق دئ

نصیحت په زړه کي ونغوږه زما دا

د احد په ملك كي بې احده نشته

 تل دا حال په ژبه وايي كل اشيا دا

(ديوان، ص ١٨۶)

د وحدت د باغ مرغه دکثرت په ننداره کي

د وحدت د باغ مرغه بلند پروازه

نندارې لره راغلى د كثرت يم

روحاني وطن مي نه هېرېږي هيڅ وخت 

د صورت په ملك كي بند په ضرورت يم

(دېوان، ص ١۴٩)

د خوشال خان خټک

په ادبي مکتب کي قصيده

اوس نو بيا د قصيدې سمسور موسم راغی او د پښتو پلار خوشحال خان خټك په خپل ادبي زيار او مښود کي قصيده هم تر لاس ونیوله، او د روښانيانو له خانقاه يې بيرته بزم او د رندانو ټولۍ ته راوسته.

پخپله خوشحال خان او تر ده وروسته د ده د کورنۍ ډېرو شاعرانو پښتو قصيده په صنعتي او فني لحاظ هم وپالله ه، او د مضمون د تنوع له پلوه يې داسي غني کړه چي اوس هغه د غوريانو او روښانيانو قصيده چي پرته له ستايني او تصوفه يې نور رنګونه، نه لرل په دوه ډوله مضامينو وپسولله سوه، او هر راز ادبي ښكلا يې بیا مونده.

اخلاق ،حماست ،افتخار، شکوه، غندنه، ستاینه، ښېګڼه او تلقین خو کله کله تصوف او توحید او نور ډېر مضامين هم د قصيدې په ښکلولو کي داخل سوه.

په حقيقت کي خوشحال خان د نوي قصيدې ژوندی کوونکی دئ، پخپله دی د روښانیانو ادبي ضعف او کمزورۍ ته متلفت دئ او په يوه خوږه او ښکلې قصيده کي خپلي ادبي کارنامې او د سابقينو احوال داسي بيانوي :

په پښتو شعر چي ما علم بلند کړ

مدعي د توري شپې اور اورکی و

يو په حال او په ماضی کي هسي نه و

د ميرزا دېوان مي ومانډه په ګوډي 

که دولت و که واصل و که دا نور وه 

كتلمې مي ورته سازي کړې د قندو

لعل و دُر مي ورته وپېيل د نظم

هر كلام مي واردات دي يا الهام دئ

په تشبيه او په تمثيل او نزاکت کي

په تازه تازه مضمون د پښتو شعر 

د بوستان وني مي واړه پيوندي دي


د خبرو ملك مي فتح په سمند کړ

د سهيل غوندي مي ځان باندي څرګند کړ

چي ښکاره يې د خبرو راته خوند کړ 

مسخره مي ارزاني خويشکی زمند کړ

په خبرو مي د هر یوه ريشخند کړ 

د اوربشو په ډوډيو چي چا شخوند کړ 

د مشکڼو بنجاره مي مستمند کړ 

چي موزون مي په تقطيع د بحر بند کړ 

عذوبت مي د خبري چند در چند کړ 

په معنی مي د شېراز او د خجند کړ 

حقيقت مي د مجاز سره پيوند کړ


رشيتا هم دا ده چي تر خوشحال خان دمخه د پښتو قصیده د روښانيانو په دور کي داسي وه لکه چي سړى اوربشینه ډوډۍ خوري، خو اوس په خوږتيا او خوند او کيف کي په الهامي ډول او تازګي د خواجه حافظ او کمال خجندي د کلامه سره سیاله سوه.

 د خوشحال خان په قصيده کي د چا غندنه يا ستاينه يا کومه صله او ګټه مقصد نه وه، د ده کلام د زړه الهام او د محبت کمند و.

نه مي سود نه مي مقصود شته په دا کارکي

محبت زما په غاره دا کمند کړ

عشقه ته تر اورنګزیب پاچا بهتر يې

چي خوشحال دي په عالم كي سربلند کړ

د خوشحال خان د قصايدو دېوان ټول تر دوه زره بيته پوري رسيږي، چي ما په ۱۳۱۷ ش کال له کندهار په بشپړ ډول خپور کړی و. په دې قصيدو کي د پند او موعظت ګټوره ذخیره، د پښتني اخلاقو او محسناتو ښېګڼه، د تعليم او روزني نکات او د وطني سندرو خوندوره برخه، حمد او نعت، د جنګ او حماست خبري، د خپلي کورنۍ او قوم څخه ګيلې ماڼې، د معیشت او طب او حفظ صحت لارښووني، پسرلني ښکلي تشبيبونه، منظر نګارۍ او غندنه او کله کله هزل او ملنډي هم سته. 

نو په لنډو الفاظو بايد داسي ووايو، چي:

د خوشحال خان قصيده د ده د شعر يوه جامعه برخه ده، چي د شاعر پياوړتوب او فني اقتدار او ادبي مهارت ښه ښکاره کوي. هم د فرخي او منوچهري د قصايدو صنعتي ښېګڼي لري او هم د سنايي د حکمت او موعظت معنوي مزايا پکښې پراته دي او هم د پښتو او پښتونوالي يوه رڼه هینداره ده.

د خپل زوی نظام په وېرني بولله کي وايي :

څه داغونه ږدې پر زړه باندي فلکه 

خدايه ته خو ستمګر نه يې دا څه کړې

په لحد كي هغه مخ خورې په چنجيو 

کشکي ځوان د پښتانه په ننګ کي مړ وای 

چي د قام په ننګ کي ومړ هغه زویه


چي نظام دي له ما بېل کړ خوا يې ډکه 

خلقه دي په دا کار کړه هکه پکه

چي د هیچا پرې پېرزو نه وه ځوانکه

نه چي ګور لره روان شو له تلتکه

په عالم کي د خپل پلار غاړه کا لکه

په شرقي شاعري کي خو تل شاعر تش ستایونکی وي، دی د دلاورانو او جنګياليو مېړو جنګي کارنامې او بهادرۍ ستايي اما پخپله د جنګ ډګر ته نه ورځي. خوشحال خان د شاعرۍ سره سره يو جنګي سردار او د جګړې د میدان توریالی سپاهي هم دئ. نو ځکه د ده وينا په جنګي مناظرو او د تورياليو په ستاينه کي پر يوه واقعي او حقيقي كيف بنا ده او تل له ځانه حكايت کوي نه له نورو، او که کوم وخت دکوم توريالي ستاينه کوي هغه هم هغه څوك وي چي د ده تر مشرتابه لاندي توري وهي، په يوه قصيده کي خپل زوی بهرام ته وايي :

څو دي توان توفيق رسيږي بېرون مه شه

ته د چا و جام ته هيله امید مه کړه

 یا تکيه د يوه خدای ده یا د توري

که دي نفش د توري کښېني راته غوږ کړه

ښه ځوانان به خپل هوډ پرېنږدي له لاسه 

که تل توري غشي خوري ماتي د جنګ وړي


په هر دم د پښتانه له ننګ و نامه

حريفان دي باده نوش وي ستا له جامه

په جرګو مرکو نه شي کار تمامه

کامروا به شې هاله له هره کامه

که یې سر شي د خوني مزري تر ژامه

مرد به سوړ نه شي په زړه له انتقامه


په يوه بله قصيده کي خپل وروستنی ارمان او د فلك د ناوړو سره ډغري وهل داسي ښکاره کوي، چي د شاعر لوړ همت او  پرځان ويسا ځني څرګنديږي :

مرګه! هومره مهلت راکړه په جهان کی 

چي جمدر د مدعي په وينو سوركړم 

يې درست د مټو زور راته ښکاره کړ

بيا فلك سره كشتي په خپل دستور کړم

د خوشحال خان د قصیدو د منظر نګارۍ او د بهاري تشبيبونو د ګرېز او تخلص ځای بيرته هم هغه د پښتونوالي ښکلې دنیا او د ننګ او ناموس تود کانون دئ. په یوه غرا قصيده کي په تشبيب داسي پيل کوي :

د نوروز منت پر باغ دئ پر صحرا هم

نوراني يې شي له فيضه هغه دا هم

دا بهاري تشبيب خو ډېر ښکلى دئ، اما داسي ښکاري چي شاعر د بند او له وطنه د ليري تابه په حال کي ويلى دئ نو ځکه د قصيدې په تخلص لهجه داسي وراړوي :

د قفس بلبلي ژاړي ګرياني کا 

په هغو زما سلام ما دي هم يادكا 

څو بهاره مي بې ميو معشوقو ځي


چي به چيري په ګلګشت والوزو بيا هم 

په ګلزار کي چي نګار لري صهبا هم

دا خودراى فلك څه چاري كا په ما هم


دلته د شاعر لوړ همت او د پښتونوالي غرور بیا ښکاره کیږي، پخپل ارت زړه کي د جهان غمونه ځايوي او له دنيا او مافيها څخه استغنا مومي، وايي : 

چي و خپلي کامرانۍ ته مي شا کړه 

د منت دارو که مرم په کار مي نه دي

د پرښتو امین منت دئ په دعاكي 

د جهان غمونه واړه پکښې ځای شول


غم اندوه د فلك نه لرم پروا هم

که علاج لره مي راشي مسيحا هم

 لاجرم ورځني پټه کړم دعا هم

شکر دا چي زړه يې لوی راکړ و ما هم


په دې دوني جنګي او حماسي تاو او د پښتونوالي په شورماشور کي خوشحال خان د سنايي په دود د حکمت او موعظت ويناوي هم لري، چي سړی له دې مادي دنيا څخه د يوې بلي معنوي نړۍ په ياد کي هم اچوي، لکه چي په يوه اوږده قصيده کي وايي :

مخ د هغو تور شه چي يې ميني نفساني دي 

يوه مينه باقي ده نوري كل ميني فاني دي 

مه کړه د نس نغوته د هوا په لوري  مه ځه 

واړه د نس چاري شيطاني نه رحماني دي

د قصيدې په پای کي شاعر خاصه روحاني جوله ښکاره کوي، او د خپل زړه د مقاصدو د پوهولو له پاره کوم ترجمان ته هم اړتيا مومي، وايي :

چا و ته ويل کړم ترجمان نشته په منځ کي

زه سمرقندي يم ياران واړه ملتاني دي

خوشحال خان او د ده زامن او لمسي لکه د پښتو ادب په نورو څانګو کي چي د استادۍ لاس لري او زموږ ژبه د دوی د ادبي تخليقاتو مرهونه ده، قصیده هم د دوی په ادبي مکتب کي په ښه ډول روزل سوېده، او د ادب دې څانګي ته هیچا دوني پرورښت نه دئ ورکړی لکه د خټکو درنې کورنۍ چي په دې ښکلي بڼ کي رنګي او مسوونکي ګلونه زرغونه کړيدي. اشرف خان هجري او عبدالقادر خان او ګوهرخان زامن او شیدا  د ده لمسی د قصيدې پياوړي روزونکي دي، چي له دوى څخه د پلار په شان ډېر غرا و بلیغ قصايد په پښتو ادب کي پاته دي او که د دوی دغه زېبا او خوندور آثار نه وای نو به د پښتو ځولۍ د قصيدې له ښکلو ګلونو څخه هم تشه وای. د دوی په زمانه کي د هند د بابري کورنۍ تاړاکونه پر پښتنو جاري وه .

د مغولو دا تېری او ناتار خو د دوی له پاره تریخ و مګر د پښتو په ادب کې يو خاص باب پرانیتی دئ، ځکه دا سرداران شاعران چي به له وطنه ليري سول دوی به د احساساتو رقت او د قریحې حساسیت او د زړه نرمي بيا مونده او دغه صفات د ښه او مؤثر شعر په تخليق کي ډېر اغېزه ور دي.