32

زموږ یادښت

از کتاب: پښتو او پښتنواله

بېنوا فرهنگي ټولني د خپل تاسیس له مهاله دا پلان او آرمان درلود چي نوموړې ټولنه به یو مرکزي خپرونی ارگان لري، د ځوانانو، ښځو او نورو اړینو مسایلو په اړه به نوي خپروني،لري بوختوونکي او ارزوونکي پروگرامونه او غونډي به جوړوي، کتابونه به خپروي او….

له دې جملې څخه يې گڼ شمېر غونډي جوړي کړې چي محسوسي او گټوري پایلي یې لرلي دي، مرکزي خپرنی ارگان (ښکلا مجله) يې تر دې مهاله پنځمي گڼي ته رسولې ده او دا دی خپلو سترو آرمانونو ته د رسېدو پر لار یو بل د خیر گام پورته کوي او د لومړي ځل لپاره د هیواد او نړۍ د نامتو او نابغه ليکوال، پوهاند علامه ارواښاد عبدالحي حبيبي يو ډېر په زړه پوري او گټور اثر (پښتو او پښتنواله) خپروي.

دا اثر هغه نسبتاً اوږده مقاله ده چي په پرله پسې توگه د( کابل مجلې) د ۱۳۵۴ل کال په ټولگڼه(کلکسیون) کي خپره شوې ده چي د پښتنو قانون (پښتونواله) يې په خورا عالمانه ژوره او بېساري توگه څېړلی او پښتنو و نړۍ ته يې ورپیژندلی دی.

دا چي نوموړې لیکنه له یوې خوا په خپل ډول کي ډېره نوې بڼه درلوده، چي باید په يو ځایي ډول د هر چا لاس ته رسېدلې وای او له بل پلوه بېنوا فرهنگي ټولني وغوښتل چي د ارواښاد د نولسم تلین په اړه او همدارنگه د تبرك لپاره د خپلو خپرونو د لړ د لومړۍ گڼي په توگه دغه ډېر گټور اثر خپور کړي، ځکه نو د ټولني کارنده او ځيرك مرستيال ښاغلي عبدالجبار ترنگ د سترگو په رپ کي په ډېره لېوالتیا سره دغه بېساري ارزښتمنه مقاله سره یوځای، ترتیب، کمپوز، ډیزاین او سمه کړه او دا دی د یوه کوچني خو په منځپانگه ډېر بډای کتاب په توگه ستاسو درنو لوستونکو لاسونو ته در رسوي، هیله ده چي وړ گټه به ځني تر لاسه کړئ.

همدارنگه دا یادونه هم کوو چي بېنوا فرهنگي ټولنه غواړي چي دغه د کتاب خپرولو لړۍ د مهربان اللهج په مرسته وغځوي، چي په دې کار کي موږ د درنو فرهنگپالو او پښتومینو يارانو لاسنيوي ته سخته اړتيا لرو، ځکه وايي چي له يوه لاسه ټك نه خېژي، نو كتاب، مجله او ليکنه برابرول یې پر موږ د چاپ ځواني تاسو وکړئ؛ که داسي وشي، نو ان شاالله د گوډ فرهنگ پښې به مو بیا روغي او د نړۍ سترگي به يې نندارې ته را واوړي.