یادښت
د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځی ویاړي چي د هیواد د ستر نوميالي ادبي، علمي او روحاني شخصيت ميا فقير الله حصاركي ننگرهاري د دوه سوم تلین په نمانځنه کي د یو لړ ليکچو (رسالو) په خپرولو سره برخه اخلي او په دې لړ کي د پياوړي استاد پوهاند حبیبي دغه گرانبیه لیکچه د سیمینار برخه والو او نورو مینه والو ته وړاندي کوي.
په دې ليکچه کي د افغانستان (۱۳۸) تنه پېښليکونکي (مؤرخین) ښوول سوي چي زیاتره په دغه نامه چاته هډو څرگند نه وو.
د دغو تاریخ ليکونکو پېژندگلوي دا راڅرگندوي چي په پښتنو کي تاريخ ليکنه لږ تر لږه له اوومي اسلامي پېړۍ (۶۱۲) راهيسي پيل سوې او تر موږه رارسېدلې ده. په دغو نومورکو مؤرخينو کي زياتره داسي کسان راځي چي د پښتو ادب تاریخ او تذکرو په ترڅ کي نور راز راز تاريخي پيښي هم را اخلي.
په دې توگه دغه لیکچه په خپل تاریخي او ادبي ارزښت سره د پښتو ژبي او ادب پر پښتو څېړونکو او زده کوونکو سربېره له هغو ټولو هیوادوالو سره هم مرسته کولای سي چي غواړي په ټولیزه توگه د پښتنو له تېر انه سوه کلن سياسي، ادبي او فرهنگي تاريخ څخه خبر سي.
استاد حبيبي د دغه لرغوني فرهنگپالي هيواد د يوه پياوړي پوهاند، لیکوال، څېړونکي او مؤرخ په توگه خپل ټول ژوند همدا راز علمي څېړنو او پلټنو ته وربښلی او څنگه چي (راټولوونکی موندونکی دی) نو د داسي ډیرو پټو خزانو په رابرسېرونه بریالی سوی هم دی، د غوریانو، سوریانو، لوديانو، لویکانو، د سوات او کونړ د امیرانو او داسي نورو افغاني او بيا پښتنو واکمنانو او سوبمنانو برسېرونه او پېژندنه يې د دغو خبرو ځلاندي بېلگې او ساري بلل كيږي.
د ژبو او ادبیاتو پوهنځی په داسي ترڅ کي چي د خپل مؤسس او لومړي پياوړي استاد دغسي نوي څېړني ته په درنه سترگه گوري او په زړه کي ورته ځای ورکوي د لا زیاتو علمي برياليتوبونو په هیله ورته د یوه روغمن او پتمن ژوند اوږدوالی غواړی.
پوهنوال دوکتور مجاور احمد زیار
د ژبو او ادبیاتو پوهنځی رئیس