مانده Mandeh
دا کلمه په پښتو کي اوس عامه ده، مانده لوئې شيلې ته وايي چه د سيل اوبه پکښي بهيږي. په قندهار کي ډير ځايونه په دې نامه اوس هم سته لکه میل مانده، مړوندۍ مانده، شاشک مانده او نور.
دا نوم له پخوانو زمانو څخه د هیواد د رودو او غرو په نومو کي داخل دي په اوستا کي ډير داسي نومونه سته چه آخره کلمه ئي مانده وي.
لومړي پلا موږ د اوستا د شپاړسو آريائي هیوادو په بيان کي يوولسم هيواد هيتومنت وينو په دې ډول:: له هغو ښو مځکو څخه چه اهوره مزدا پيدا کړي یوولسمه رڼه او مشرفه مځکه هیتومنت Haetument ده.
دا نوم لکه ډارمستتر چه ليکي په يوناني کي ارى منتس Erymanthus او اوس هيرمند او هلمند بلل کيږي. لکه چه ښکاره ده، د دې نامه اخر جزو منت دي، چه وروسته دا کلمه مند هم ضبط شوې ده، او هتومند Hetumand شوې ده. په وندیداد کي دوه غرونه چه سيامکه او فراييو دي هم ذکر شويدي د ډارمستتر په قول دغه غرونه په بندهیش کي د سیاک اومند Siyak-omond (تور غر) او وفار اومند Vafar-omand يعني اورين غره په نومو راغلي دي د دغو غرو په نومو کي اورمند هم دغه مانده دي چه له هغه اوستائي منته سره نژديوالي لري، ځکه چه غر او مانده سره لازم او ملزوم دي، نو کله مانده د غره اطلاق شويدي. علاوه پر دغه په دوهم نوم کي وفار په ښکاره دغه پښتو واوره ده، چه یو (و) په خپل هم مخرجه حرف (ف) اوښتي دي، او ډارمستتر ئې هم معنا واوره، برف بولي.
نو له دغو تاريخي څيړنو څخه داسي نتيجه اخستلاي شو، جه د اوستا منت mant او د بنداهش مند mand او بيا اومند omand او د يوناني منتس manthus او د دغه اوسني هلمند آخرني مند او د پښتو اوسني مانده
ټول سره يو دي.
علاوه پر دغو نومو ډير داسي نومونه هم لرو ، چه په پاي کي اوس هم مند راځي، لکه د هلمند په مقابل مالمند او نور. نو له دغه جهته وايو چه د پښتو مانده د رود او غره په معناو له قديمه پاته دي، او د ډيرو تاريخي نومو ریښه هم له دغه څخه اوږده شوې ده.