32

سیستان تاریخونه او احیاء الملوک

پښتو مقالات

 څخه دي او بيا سيستان زموږ د وطن مهمه او خورا آباده او مشهوره سيمه وه دا ځاي په اوستا کښي له دې جهته هيتومنت نوميدي چي دهلمند د رود پخواني نوم دغه ؤ د داريوش په زړو زيتو نوشت. نومونه هم له دې قديمي رېښي . چی ددوهم مَلادی قرن په پای کښی د "سکا پوونده قوم دلته راغی او زرنگ ئې ونیوی نو ددوی په نامه سکستان وبل سو، چی سجیستان او سیستان ئې وروستنی شکلونه دي.

دسيستان خوار پخواني وقایع د اوستا او نورو پهلوي کتابو څخه داسي ښکاري چي دا مځکه د پخوانو اریای پهلوانانو او شاهانو د پرورښت ځای و او د وندیداد په قول زردشت همدلته دکشتاسپ دربار ته پناه راوړه او خپل دین ئې له دې ځایه خپور کی او که پسله دېغ اوڐه نوځی پہله دېڐ اوځه نوځی پہله دہغان پھنده شد. چی درستم او زال کیسې تر اوسه لاهم مشهوری دي. 

د اسلامي دورې دلومړۍ پیړۍ په اوله برخه کښی چی سیستان . فتح سو نو هلته لکه قدیم کلتور چی موجود و دغسی نوی اسلامی فرهنگ هم ورته راغی او د چنګېزیانو تر حملو پوری پوره شپږ قرنه.


زرنج دې سیمي خورا لوی او مدنی او ښکلی ښار و او دخراسان دوهم آزاد دولت دلته د یعقوب لیث صفاری په همت تشکیل سو اوډیر اسلامی سياسي او حربي او دپوهي رجال دلته پيداسول.

 د سيستان نوم عربو په سجيستان معرب كي او دده سيمي معروف ښارونه: زرنج،بست،فراه،نه،طاق،دزق،اوق، خاش، داور او نور وو، په دغه سيمه كښي د اسلامي. دور خراسانی فرهنگ وروزل او دیعقوب لیث له درباره ومړی پلا دری" ادب" هم نشو و نما و کره ای دزابل د رتبېلانو پخوانی پادشاهی هم په دغه وخت کښی ورانه سوه، او یعقوب ټول زابلستان اولی کابل تر اومیشه، و نیول. ئې تر بلخه پوری له خپل پایتخت زرنج سره ونښلولې. د سیستان د تاریخ او رجالو په په پژندنه کښی به ډیر کتابونه لیکل سوئی وی خو هغه کتابونه چی موږ ته معلوم دی دادی : 

۱ ابو عبدالله چی د احادیثو یو ثقه راوی ،و، د سیستان تاریخ ئې په لیکلی وحی غالباً د سیستان د محدثینو نومونه او احوال پکښی وه، دا کتاب اوس ورک .دی. مگر تر ۱۰۲۷ هـ کاله پوري ئې  لا خطی نسخه موجوده وه.

 ۲. ابو محمد سيستاني د شاه قطب الدين علي په وختو كښي هغه ذكر سوي عربي تاريخ سيستان په دري ژبه ترجمه کړي و دا كتاب هم اوس ورک دي.

۳ تاریخ سیستان چی مولف ئې امیر محمد مبارز د صفاری کورنۍ له پاچهانو څخه و او خپل کتاب شی د ۸۸۰ هـ تــر حــدودو پوری د سیستان په تاریخ کښی په خورا تفصیل لیکلی دی. داکتاب هم اوس نسته مگر تر ۱۰۲۷ هـ پوری لی لا نسخه وه

۴ تاریخ سیستان دی محمودیوسف اصفهانی تالیف چی اوس نسته مگر تر ۱۰۲۷ هـ پوری لا هم و، او دلیکلو وخت ئې د ۸۰۰ هـ کــال. په شا و خوا کښي تخمين كيږي.

۵ د مولانا شمس الدين محمد موالي تاريخ سيستان چي اوس ورك دی.

 ۶. نسخه مرحوم ملك الشعراء بهار چاپ كړی سیستان چی مولف ئی نامعلوم سړی دی داکتاب په ۱۳۱۴ ش کال په تهران کښی دیوې خطی نسخې څخه د هغه مرحوم په خورا عالمانه او انتقادی حاشیه چاپ سو چی د دری ژبی بهترین کتاب. اوسه چاته نه ده معلومه 

د سیستان ملکان د یعقوب لیث صفاری او 250 هـ کال را پدېخوا نژدې آه سوه کاله په سیستان کښی پر خپلی موروثی ملکۍ باندی پاته وو، مگر د دوره استقلال هغه وخت ختمه سوه چی سلطان محمود عالم په ( او 393 ) دانشمند پاچا د طاق په حصار کښي کلابند او جوزجان نه ئي فرار کي دا هغه لوي او پوه پادشاه و، چي ډيرو شاعرانو دده استاينه کړې او په سل ټوکه کښي ئې تفسير قرآن شريف باندي ليكلي هر و او. عربي مشهور ليکوال او شاعر و ددې پادشاه په ستاینه کښي وايي :

 قصدت السيد الملك المويد

 وخد المکرمات به مورد

 بارض تنبت الامال فیها

 لان سحابها خلف بن احمد


یعنی "زه دهغه لوی بادار دربار ته ولاړم چی دده په لاس د بخښنو مخ گلرنگه سویدی هغه مځکه د خلکو هیلی سمسوروی، ځکه چی دخلف بن احمد د کرم اوریځ تل پر اوري."

 تر خلف وروسته د سیستان پاچهي  په همدغه کورني  کښی پاته وه مگر دوی تل د غزنی او غور او هرات دشاهانو تر ادارې لندی د افغانستان په لوی وحدت کښی ژوند کاوه که هم د سیستان ودان ښارونه تاھونه د و چنگیز او. ، مگر دې کورنۍ موروثی ثقافت او حکمرانی درلوده څو چی په۹۷۸هـ کال ملك شاه حسين د ملك غياث الدين زوي هم په دغه خاندان كي پيدا سو دا سړی عالم ، مورخ د ذوق خاوند گرزندي، سياست مدار او جنګي مللک چي په خپل عمر کښي ئي پنځلس سفره کړي اوټول خراسان ئې له کندهاره تر بلخه او مروه او نشاپور او هراته پوري ليدلي دی.

 شاه حسین د تاریخ دغه لوړ یاد سوي كتابونه درلودل او نور ډیر د تاريخ كتابونه ئي لوستلي وو، نو ده په ۱۰۲۸ هـ كال يو كتاب د احياء الملوك په نامه په فراه كښي وكيښ چي يوه مقدمه او درې فصله او، يوه خات. دې کتاب کښي ئې د سیستان تاريخي اوضاع پــه تفصير سره تر خپله وخته ليکلي دى او دکتاب خاتمه هم دده مشاهدات او سترگو ليدلى واقعې دي.

 شاه حسین د خپل عمر پنځلس کاله او نه میاشتی په سفر کښی تيري کړې، او ۷۷۵۰ فرسنگه سفر ئې کړي و، له سنده تر عربستانـه پــوري و، گرزدلی او حج ته هم دشیراز او بصری او نجد له لاری تلی و، په هغو. وختو کښي سيستان له کندهاره سره ادارات ارتباط درلود. نو ځکه دی

[په ۱۰۰۴، ۱۰۰۶، ۱۰۰۷، ۱۰۰۸ او بیا هم دیرلس میاشتی په کندهار کښي اوسېدلى ؤ.



 ملك شاه حسين سيستاني نور تاليفونه هم لري يو كتاب ئې دمهرو وفا په نامه په ۱۰۱۳ هـ د شيخ فيضي دنل و دمن په ډول نظم كړي دي. بل کتاب ئی تحفه الحرمین دی چی په ۱۰۱۷ هـ ئې دخپل حج د مسافرت واقعې لیکلی دی. دی یو تذکره شعراء هم دخیرالبیان په نامه لری، چی تالیف ئې په ۱۰۳۶ هـ دی. 

د شاه حسین تر ټولو مغتنم کتاب دغه احیاء الملوک دی چی د سیستان تاریخ بیان او له دې کتابه څخه فقط یوه نسخه دلندن په موزیم کښیسته چی متن ئې له حاشیو پایڅوړو او فهرسـتـو ســـره پــه ۱۳۴۴ ش کال د دکتر منوچهر ستوده په همت په ۶۱۸ مخه کښي چاپ سویدی داکتاب له دې پلوه دافغانستان په تاریخ کښی مهم ښکاری چی شاه حسین خو اول له هغو کتابو څخه ځنی مطالب را نقل کړیدی چی اصلي کتابونه اوس ورک دى اوسته نو ځکه دغسي مطلب ارزونه . لری، او دده کتاب قیمت ورزباتوي.

 دوهم دمولف خپل مشاهدات هم دوني ډير اومفيد دي چـي مــوږ تـه دخلكو اجتماعي او روحي او فكري اوضاع هم راښئي دډيرو ملكانو ميرانو، ميرزايانو، نقيبانو يارانو، بادارانو منشيانو كتابدارانو تير گرانو، سرخوشانو منشيانو كتابدارانو تير گرانو، سرخوشانو خيالوانو. شبگردانو طاس ،بازانو قصه خوانانو کلانترانو، کشتی گیرانو لولیانو، معرکه آرایانو مستخدمینو خدمت گذرانو نومونه اخلی او لوستونکی پوهیږی چی په هغو وختو کښی کوم اجتماعي طبقات زموږ :زرم هجری کاله لا هم بعضاً مسکون او ودان و او ددغی کورنه حکومت هلته و. د احياء الملوك د مؤلف ملك شاه حسين شاعرانه هم د يادولو و دى په تحفه الحرمين كښي خپل دريابي سفر بيانوي او د بحر تصوير داسي كاږي :

 دریانه که عالمی پر از موج

گاهي به خضیض گاه براوج

 ژرفي که کرانه اش نباشد

 راهي که نشانه اش نباشد

 كشتي نه که دوزخي فسرده

 يك تابوت و هزار مرده


 د کوتل هوشنگ تصویر داسی کوي :

 كوهي ديدم به عرش همدوش 

با طبع سخامنش هم آغوش

 چون راي حکیم در بلندي

 چون طبع سقيم د رنژندي

 با ماه و ستاره را زگفته  

نشنوده حدیث و باز ګفته

 د خير البيان له تذكرې څخه داسي ښكاري چي ملك شاه حسين تر ۱۰۳۶ هـ پوري لا ژوندي و، وروسته ئې نو دژوند يا. مرگ تاریخ نه دی معلوم. (۱)