سکندر خان خټك
د خوشحال خان د درنې کورنۍ یو بل ستوری د ده زوی سکندرخان د دیوان خاوند ښه شاعر دی. د ده له خپله كلامه ښکاری چې په ۱۰۹۰هـ کال د ۲۲ کالو ځوان ؤ،نو ئی د زیږیدو کال ۱۰۶۸هـ کال په شاوخوا کی تاکلای سوای.
کله چی د ۱۰۷۴هـ کال په دریمه خورکی لوی خان د کورگانی پاچانو کرانو ونیو او ډهلی ته ئې واستاوه نو د ده کډی او زامن لکه جلال خان او سکندرخان او گوهرخان او عجب خان چی کوچنوټی وو، د خپلو مندوسره له اکوړې څخه د يوسفزو په سیمه کی با ئیزو ته ولاړل، دا مطلب خان په خپله فراقنا مه کی داسی وایی: هغه ملک واړه ثمر دی چی پکې زما سکندر دی تردې وروسته چی سکندر ځوانیږی، نو په اکثرو هغو واقعو کی چی د ده پلار او کورنۍ ته ورپیښیږی د ده نوم هم یادیږی، او په ۱۰۸۸ هـ د امیر خان صوبدار (حکمران) سره د خپل پلار په امر کا بل ته ولاړ او تر ۱۱۰۰ هـ او د خوشحال خان تر مر گه وروسته چی اشرف خان د ده مشر ورور د ډهلی پاچا اور نگزیب اته کاله بندی کیء د ختکو د خانۍ لپاره د خوشحال خان د ښیلی ښویدلی زوی بهرام خان |او د افضل خان د اشرف خان د زوی ترمنځ شخړې روانی وې سکندر خان د خپل وراره پر خوا ؤ. دی پخپله وایی:
د پيښې وار اوس په سکندر راوړه فلکه!
رقص دی وکړ د منحوس بهرام په کام
په شلمه د رمضان په جان کړ کی
افضل خان سره یکرنگ په اهتما
که تاریخ د سن و سال غواړې له مانه
د ابجد په حروف عين غين ، لام
جانه کړ له پيښوره شرقی پلوته د چراټ په جنوب کی
د آدم خیلو اپريدو ځاى دى اودغه واقعه د (ع ۷۰ + غ۱۰۰۰ × ل ۳۰ – ۱۱۰۰ هـ ق ) ده. د ده د مړینی کال موږ ته ندى معلوم، خو دونی پوهیږو، چی ترشعبان۱۱۱۶ هـ ق پوری ژوندی و، چی په همدغه تاریخ
ئې د خپلو زامنو و یرنه (مرثيه) ويلې ده، او د افضل خان په تا ریخ مرصع کی هم د ده احوال لږ و ډير راغلی دی. د سکندرخان د شعر ديوان د پیښور ادارۂ اشاعت چاپ کړی او دوهم ځل په ١۹۶٢ م کال خپور سوی دی، چې د ښاغلی دوست محمد کامل په اهتمام او مقدمه ښکلی دی، اوغزل، قطعه، رباعی او قصايد لری. د ده غزل لطافت او خوږوالی او پر مضمون آفرینۍ باندی قدرت ښیی، تعقيد او ابهام نه لری، په ساده
الفاظو او ترکيبونو کی مضامین ځا يوى دا غزل ئې د نمونې په ډول زه انتخابوم:
غوږ کاڼه کړه د غما زو و پيغور ته
مزری نه گوری د سپیو شر و شورته
د یار خیال راغی وسترگو ته شرمیږم
چی داڅه عزیز میلمه راغی و کورته
نرگس هسی ستا شهلاستر گو بیمار کړ
په قوت شو د همساله مزکی پورته
د هجران لمبې ئې لا ليدې سوزانی
ځکه ځان هندوی واچوه واورته
له هغو خاورو د اعذار لاله پیدا شه
چی ئې داغ د ښکلی مخ يووړو گورته
خط و خال چی ئې رقيب و ته څوك ستايى
د مصحف توری نقطې ښایی و کور ته
درست صورت می لکه کسی شو له شوقه
چی دیدن د هغه یار کړم و هر لورته
پر قوته لينده وشلوی ژر ژبه
زور ورڅه دی د چرخ و هومره زور ته
حال دی هیڅ راڅخه پټ ندی «سكندره»
په فراق کی نارې مه وهه په زور، ته
«سكندر» زړه غم ته ورکړ راشیء گوریء
په ساتنه ئې خس وسپاره واورته
دلته د چاپی نسخی په دریم بیت کی «ستا شهید سترگو» راغلی دی، چی معنا نلری، او بايد صحيح ئې شهلا سترگی وی. په آخر بیت کی« وغم ته » دبیت وزن ورانوی، با يد (و) حذف سی.
د سکندر د کلام په ټولو اقسامو کی د تصوف او عشق اومینی او اخلا قو ښه مضامین سته، او داسی ښکاری چی د ده له شاعرانه طبيعته سره ادبی مطالعات او گڼ معلومات هم مله وو، او وینا ئی هم پوخوالی اوصلابت لری، او هم خوږ والی او سلاست.
د ده په گرده شاعری با ندی تبصره د دې ځايه سره مناسبه نه ښکاری، ځکه چی زموږ څېړنه تش په قصیدو پوری اړه لری، اودا د ده د د يواند دوهم ټوك دیء چی له ۲۱۳ مخه شروع کیږی.
د سکندر ادبی او شاعرانه مړوچی او د هنر تجلاد ده په غزل کی تر قصيدې ښه ښکاری، نو دی په حقیقت کی غزل و یونکی شاعردیء، چی کله کله قصیده هم وایی خو قصیده ئی نه دغزلو ښکلالری، او نه د قصیده سرایی آداب اولوازم.
دی په خپلو قصیدو کی نېغ په مطلب شروع کوی تشبيب يا نسيب او تمهيد نلری - رډ بډ خپل مقصد وایی او د کاکړو په اصطلاح «یوگای» کوی، او هغه په څه پیرایه او تمهیدی خبرو کی نه نغاړی. مثلاً اخلاقی قصیده او د نصیحت وینا ئی داسی ده:
ته چی فخر په مردى کړې د بابا
راښکاره دی شوه مردی، درومه با با!
دور غژن، زانی، ممسک به سردار نشی
هم بخيل، قول بیعت چی کا ابا
مه بد گوی شه مه فحاش شه مه زود رنځ شه
په ښه خوی کی آراسته اوسه زیبا
لکه زمکه هسی پست همیشه اوسه
چی ښه بد درباندی شی سبا بیگا
په دې ډول دا قصيده شل بيته ده، خونېغ نصیحت دیء کوم شاعرانه هنر یا د مضمون ښکلا نلری، او لکه د يوه اخوند غوندی وایی: ښه کویء بد مه کویء!
سکندرخان خوحساسه طبعه لری، شاعردیء، د کلام قدرت ئې په غزل کی ښه ښکاری، نکته آ فرین دیء د دغی غزلی په هر بیت کی یوه ښکلی معنا لری. په دوهم بیت کی د یارخیال او عزیز میلمه او په څلرم بیت کی د نرگس ناروغی او په همسا پورته کېدل اود یارتوری سترگی او په پنځم بیت کی دستی کېدلو علت او په پنځم بیت کی له خاورو څخه د لاله گل راټو کېدل او په اووم بیت کی یوه صوفيانه نکته اود جهانی جمال ځلا داسی تخیلات دی، چی په پښتو کی ئی د تعبیر او تصویر ا وقوت بيان ښې نمونې گڼلای سو. د اووم بیت جمالی ارزښت د دری د دې بيته سره اوږه پر اوږه دریږی:
در هرچه بنگرم تو پدیدار بوده یی
ای نا نموده رخ توچه بسیار بوده یی!
نه پوهېږم چی سکندر خان د خپل طبیعت دغه استعداد او قوت او نازکی او لطافت ولی په قصیدہ کی ندی ښکاره کړیء؟ د ده د پلار او ورور هجری ځینی قصايد خو ادبی ښکلا په پېخرو پېخرو لری.
په دیوان کی تر اتیا بيته زیاته يوه اوږده قصیده لری. په دې مطلع:
ځنی څه کارونه شی په دا جهان اوس
خصوصاً فتنه فساد په دا ایوان اوس
و گوریء بیله کومه تمهیده یا نسیبه نېغ خپل مطلب ته ور ننوزی. دی حق لری، چی د خپل عصر له ناوړوڅخه شکوه و کی، ځکه چی د زمانې غالبو ظالمو حكمرانانو یعنی د ډهلی پاچهانو د ټول هند ثروت او د مظلومو و ینی زبېښلی، اود ډهلی او آگرې ماڼۍ ئی په جوړولې او د ملوك طوايف ډما مې پر گرده نیمه و چه باندی ډنگېدلې. دغه ټول فسادونه چی سکندر پخپله قصیده کی ځای کړی دی، تاریخی واقعیتونه دی،اود فیوډالی نظام طبیعت او خاصیت هم دغه دىء.
و گوریء: د شاه جهان زوی راولاړیږی، اوخپل پلار نیسی، په زندان کی ئې غورځوی، خپل ورور تر غاړه نیسی او خوله ئې ورپټوی. پر گرد هندوستان باندی د لمن الملكۍ نغارې وهی. دلته به د مظلومو بزگرانو او خواری کښانو او بې وزلو رعيتو حال څه وی؟ سکندر په دغه قصیده کی وایی:
مروت، وفا، رښتيا له دنيا لاړل
ځای (ئې) و نیوه دروغ، مکر، بهتان اوس
که پخوا د هر بهارو، اوس شو منی
چی هر لور آه و فریاد کار نځوران اوس
نه هغه لؤلؤ گوهر له دريا ووزی
نه هغه لعل و یاقوت له بدخشان اوس
نه هغه باران په وخت له اورو اوری
چی تمامه مزکه و کا گلستان اوس
د ماضی ایام شاهان به کوم کوم شمارم
په ښه نام واړه حیات دی په دوران اوس
یو د دوی غوندی ځما په عصر نشته
چی لایق د سلطنت وی په دوران اوس
په دې ډول سکندر د خپل عصر ټول معا يب او ناوړی په دی قصیدہ کی رابرسېره کوی، اود خپل چا پیر دخلکو اخلاقو اوسلوك ته د انتقاد گوته نیسی:
په راتلل د تنگسی څه په اوریدل
لور په لور در څخه لاړشی همرهان اوس
که د یار د بیلتا نه په تیر زخمی شې
په طلب ئې طالب مشه د درمان اوس
درې څلورچی سره ناست وی مه ور درومه
سراسر دی په ورتل کی وینم زیان اوس
د سکندرد عصر په ټولنيځ ژوندانه کی د ریاکارو او مغرضو شيخانو ډله هم د گوت نیوی وړوه، دی حقیقی شیخان او د صافو زړونو خاوندان او هغه رهنمایان چی په فساد او ناوړو ککړ نه وی ښه بولی، خو پر ریا یی او کرغېړنو مدعیانو باندی داسی انتقاد کوی:
که با زیدو، که ذوالنون واړه ښکاره وو
هسی نه وایم چی نشته بزرگان اوس
د عالم له بد خویۍ پوشیده اوسی
په جبال او په ځنگل، په بیابان اوس
پکښی اوردی د ټگۍ ویسا پر مکړه
چی لړلی په ایرو وینې جوگيان اوس
پندارونه ئې پراته په سجاده دی
په دا مکر، فن اكثر وينم شيخان اوس
شب و روز چی تسبیح اړوی په لاس کی
خپل حساب کاندی د زرو عالمان اوس
د دنیا په جمعیت په فکر و غم دی
په زانو مراقبه شی متقیان اوس
روايت د معتبر کتاب منسوخ کا
چی سکه د زرو ووینی قاضیان اوس
دا خو د ریاکارانو او زاهد نمایانواورشوت خورو قاضيانو غندنه وه، چی د سکندر خان د عصر د ټولنی په ورانۍ او اجتماعی فسادونو کی بې برخی نه وو، اوس د دغی اجتماع د فساد بل اړخ و گوریء:
بیگانه ورته قرین وینم تر خپلو
خوی خصلت د سردارا نو شودا شان اوس
جاهلان ورسره خوښ په مسند ناست وی
دعالم التماس نه ور وړی دربان اوس
سیه تور داغ ئې ښکاره د زړه په مر شی
چی له کوره د ده ووزی سوی نان اوس
و ینی سرې د مظلومانو نه دی څه دی؟
چی پرې سقف، ستنی رنگ کا د ایوان اوس
رحمدل، خدا ترسان به عامل نکا
دا ظلم به عملدار وی ظالمان اوس
په کښتونو ئې د ملک باران نه ووری
چی په ځای د ابر ژاړی یتیمان اوس
دا قصیده د سکندر د عصر د اجتماعی حال او د خلکو د ژوندانه او مسلط وطبقاتو د تېریو او ناخوالو هنداره
ده، او که ئې موږ په قدیم ادب کی نظیر وغواړ و، نو د ناصر خسرو یا سنا یی د ځینو قصیدو سره به شباهت و مومی. ځکه دغه دواړه شاعران دغسی د خپل عصر ناوړی غندی او سخته انتقادی ژبه لری.
د سنا یی ځینی اخلاقی او اجتماعی گټه ورى قصيدې هم کوم تشبيب او تمهيد نلری، نېغ په نصيب او انتقاد پیل کوی، اوسکندر هم په قصیده کی د سنایی غوندی نقاده او نېغه لهجه لری.
تاسی دلته د سکندر د قصيدې منتخب يوڅو بیتونه وکتل، چی د حضرت سنایی یوه دری قصیده هم دغه شانته مضامین لری، او گمان کیږی چی سکندر به دغه قصيده ضرور لوستلی او خپله پښتو قصیده به ئې هم د سنایی د انتقادی و اخلاقی وینا تر اثر لاندی ویلې وی، وارویء د سنایی څخه يو څو بيته:
ای مسلما نان خلایق حال دیگر کرده اند
از سر بی حرمتی معروف، منکر کرده اند
کار و جاه سروران شرع در پای او فتاد
زانکه اهل فسق از هر گوشه سربر کرده اند
پادشاهان قوی بر داد خواهان ضعيف
مرکز درگاه را سد سکندر کرده اند
ملك عمرو و زید را جمله بترکان داده اند
خون خشم بیوگان را نقش منظر کرده اند
عالمان بی عمل از غایت حرص وامل
خویشتن را سخرهٔ اصحاب لشکر کرده اند
خرقه پوشان مزور سیرت سالوس وزرق
خویشتن را سخرهٔ قیماز و قیصر کرده اند
گاه خلوت صوفیان وقت با موی چو شیر
ورد خود ذکر برنج و شیروشکر کرده اند
خون چشم بیوگا نست آنکه در وقت صبوح
مهتران دولت اندر جام و ساغر کرده اند
د سنائی دغه قصیده د خپل عصر هنداره ده، او دا د شاعر هنر او د مړوچ کلام اثر دی چی موږ د اخلاقی او انتقادی شاعرۍ په ښيگړو رود یږو، او تر ده وروسته ډیرو شاعرانو پخپلو ژبو کی د ده اغېزه منلی او د عصر د اجتماعی او واقعی مناظرو عکاسی ئې کړی ده.
سنایی په پای کی وایی:
ای مسلمانان دگر گشته است حال روز گار
زانکه اهل روزگار احوال د یگر کرده اند
ای سنایی پند کم ده کاندرین آخر زمان
در زمین مشتی خرو گاو سرو بر کرده اند
( د سنایی ديوان ۱۵۰)
سکندر هم خپله قصیده داسی ختموی، چی د سنایی له كلامه سره بی شباهته نده:
چی په دا مکر فساد زمانه وينم
لا عجب که سلامت یو سم ایمان اوس
ننداره د نيک و بدو کړه سكندره!
چی څه چاری کا عالم په دا آوان اوس
و هر بيت و ته ئې گوښی گوښی گوره
آیینه ده د سکندر گوره جهان اوس
اشرف خان هجری د سکندر ورور، پخپله يوه انتقاد یه قصیده کی د ده شعر داسی ستایی:
د سکندر شعر له څه سره مخی کړم
طبیعت ئی ډیر تر درو منور دیء
د اشعارو ملک ئې هغه په ژپه خپل کړ
په سرير د نظم شاه بل سکندر دیء
( د هجری خطی دیوان ۴۴)
لنده یی دا چی سکندر خان د خوشحال خان دزامنو شاعرانو په لومړی صف کی درېږی، او په تېره ئې بيا غزل خورا خوږه او د مهلو وړ او خوندوره ده.