د گريكو بوديك مدنيت
صنایع د هر مدنیت او هر ثقافت نمایندگي په ښه ډول کوي، حتى ډېر ځله پوهان په صنايعو څخه د مللو افکار او روحیات هم معلوموي پر صنعت باندي، محيطي عوامل او سياسي او تاریخي حوادث هم اغېزه کوي.
یو صنعت چي له یوه محيطه بل ته نقل سي په دې نوي محيط کي نوی رنگ مومي او د دې محيط پر تقاضا ځان سم کي، لکه د مخه چي مو وویل د سکندر د فتوحاتو پر وخت په پښتونخوا کي ډېر یونانیان پاته سوه او چي سکندر ولاړ نو دوی په باختر کي یو سلطنت جوړ کی، دوی خپل یونانی ثقافت او مدنیت ورسره راوړی و، وروسته ۶۰۰ کاله تر میلاد دمخه د هندوستان د بودا دین هم دې خوا ته راغی، دا دوه مدنیته سره گډ سوه، د پښتنو روحي دلته تجليات وو، چي دلته يې يو تاريخي مدنيت چي نه د هند و، نه د یونان ایجاد کئ، دا مدنيت او صنعت چي د پښتونخوا د خلقو قریحې او د دوی محيطي او اجتماعي او روحي عواملو منځ ته راوړی و، د اسلام تر راتلو پوري دلې و، په بامیان، باختر قندوز او د کابل شمالي خواوي، هډه پېښور،تكسيلا او د اټك ها خواته يې ډېر ښه_ښه آثار اوس هم موندل کیږي. د دې صنعت نفوذ اوسنيو مؤرخینو لکه: هاکن فرانسوی، فوشه، جون مارشل انگلیس، گوډار او نورو په ښه ډول پلټلی دی او دا را ښکاره کوي،چي د پښتنو تاريخي عظمت د صنعت او فکر او فلسفې او سياست له خوا هم خورا ټینگ و. او اغېزې يې په هند کي تر کشمیره پوري تللي وې، لكه د كشمير د ډورك او تكسيلا د اولي اونك ستونونه چي دا اغېزې ښه ښکاره کوي.