په تخارستان باندی د توکیویانو (ترکا نو) تسلط
د ترکو د کلمی معنی او د هغوی اصلیت: ترکان یا د هغه نوم له مخی چه چینیانو ورباندی ایښی دی «توکیو» یا «تیوکیوه» داسنایانو اخلاف د هیوانگ نویانو یوه څانگه وه چه په التایی او «ایر قلیج» نومی منطقه کښی ئی استوگنه درلوده - په ۴٣٣ مسیحی سنه کښې د (توبا Toba ) د دریمی امپراطورۍ د چپاوو په اثر داسنا پنځه سوه کورنۍ د يو بل قوم د قلمرو د ځمکو خواته چه دغه قوم (ژوان ژوان) نومید او په منگولیا کښى وـ لاړې او د هغه قوم تابع شوی او د هغه غره له مخی چه د خود په شکل و او د هغه په شاوخوا کښی اوسیدلی د (ترکو) په نامه مشهورې شوی لکه چه اوس هم د ترکی ژبی په زیاترو لهجو کښی (خود) ته (دیورکو Durko) وائی د فرانسوی پلیو په نظریه د توکیو چینی کلمه د (تيورکيوت Turkut) د اوسنۍ کلمی د جمع صورت دی چه په هغی کښی د (تيورک) کلمه قوى معنى لری. دغه اسنایان چه د ترکو په نامه مسمی شول د (سرپرسیسایکس) د فارس د تاریخ د مولف د لیکنی سره سم یو څه موده د ژوان ژوانیانو مطیع او تابع پاتی شول او په تيره بيا د فلزاتو کارونه لکه آهنگری، مسگری او داسی نور کارونه ئی په هغوی کښی اجرا کول تردی چه د دوی د نورو همنژادانو د راتگ او د دوی د ټولو د جمع کيدو په اثر قوی شول او ځان ئی هم د ژوان ژوانیانو د قوی سره برابر وگانه او د دوی رئیس د وروسته ذکر شوی ستری او لویی قبیلی (ژوان ژوان) له خوانینو څخه نجلۍ وغوښتله خو دغه غوښتنه ئی ونه منل شوه په نتیجه کښی خبره جنگ ته ورسیدله او ژوان ژوانیان مضمحل او وځپل شول.
پرسیسایکس لیکی چه د دغی مقابلی په اثر ژوان ژوانیان داسی مغلوب او مضمحل شول چه نور ئی نوم وانه وریدل شو، (رونه گروسه) لیکی چه د ترکو خاقان (تومن Tou-men) په ۵۵۲ کال کښی د ژوان ژوانیانو په ضد پورته شول او هغوی ئی مغلوب او مجبور کړل چه لمر لویدیزی خواته وتښتی لکه چه د اسیا له طبیعی سرحد د اورال له غرو څخه واوښتل او د لمر ختیزی اروپا په ځمکو کښی میشت شول او د (اوار یانو Avares ) په نامه ئی له هنگری څخه په بیزانس باندی په چیاوو لاس پوری کړ تر دی چه په ٦٩٦ کښی د فرانسی د امپراطور (شارل مانی) له خوا شاته ووهل شول دغه مورخ د خپل شرق اقصی د تاریخ د کتاب د لومری جلد په ٢۵٣ مخ کښی لیکی (امکان لری چه د اروپا داوار قبایل «اصلی اواریان» نه وی او مسئله تر اوسه پوری حل شوی نه ده...) په هر حال هر کله چه ژوان ژوانیان له دی کبله چه له موضوع نه خارج دی د دوی سره څه کار نه لرو چه د ترکانر په مقابل کی د دوی د ماتی نه وروسته څه شول، او همدومره چه (پارکر) لیکی چه (ژوان ژوانیان) د ترکانو سره د مقابلی په اثر داسی وځپل شول چه نور ئی نوم وا نه وریدلی شو کفایت کوی ليرى لمر لویدیزی (غرب اقصی) خوانه د ژوان ژوانیانو تیښتی د ترکانو دپاره میدان خالی پريښود او دوی کرار کرار لمر لویدیزی خواته راغلل او د تارم له سیمی نه د سر دریا او آمو سیند سیمی ته ورسیدل او داسی ځمکی نه راغلل چه د تاریخ د شروع کيدو له ابتدا څخه حتى له هغه نه پخوا د آریائی قبائلو د استوگنی ځای ؤ، د آریانا د یفتلی دولت په شمالی ولایت سغدیان کښی ترکان د یفتليانو د سرحدی مقاومت سره مخامخ شول او د دغو مقاومتو د کمولو نه وروسته لومړی ځل په ۵١٠ مسیحی کښی تقریبا د شپږمی پیړس په منځ کښی د اکسوس د سیند(آموسیند) په شاوخوا کښی د (ترکو) نوم واوریدل شو (بومن) د ترکانو لومړی خاقان چه په چینی لهجه د (تومن) په نامه ډیر شهرت لری یوه ډیره لویه امپراطورۍ له منگولیا نه د اورال تر غرونو پوری ئی پراختیا درلوده اداره کوله، او د ده زمانه د (توکیو یانو) لومړی روښانه زمانه ده. دی په ۵۵٢ مسیحی کال کښی مړ شوی دی، او د ده مرگ د دوو جلا جلا سلطنتو د تشکیلیده دپاره لاره برابره کړه.
د توکیو د امپراطورۍ ټوټه ټوټه (تجزیه) کیدل: د خاقان د بومن وفات قهراً او جبراً د توکیو امپراطوری ټوټه ټوټه کړه د ده نه وروسته د توکیویانو امپراطوری یو په دې علت چه لمن ئی په فوق العاده صورت پراخه شوی وه، او بل په دغه سبب چه (تا لوپین-Talopniau) یا ) دالوبيان Da-lo-bian) چه د دوی له نجباوو څخه يو تن دى په خانۍ ونه ټاکل شو او په قهر شو د دوی په منځ کښی جدائی او نفاق زیات شو او پراخه امپراطوری ئی په دوو برخو وویشل شوه: يوه د لمر ختیزو توکیویانو امپراطوری چه (موهان Mouhan) یا ( موگان) د (تومن) زوی په ۵۵٣ کال د خپل پلار له مرگ نه وروسته په منگولیا کښی د هغی بنسټ کیښود. او بله د لمر لویدیزو توکیویانو امپراطوری چه د (تومن) کشر ورور (ایستامی) په ۵۵٢ مسیحی کال کښی تاسیس کړی وه او د (ایرتیچ Irtych) (ايميل Imil) علاقی او د (یلدوز Youldouz) او (ایلی Illi) او د (تچو Tchou) او د (تالاس Talas) سیمی پکښی شاملی وې د لمرختيزو توکيویانو خانانو ځانونه د (خاقان) په لقب، او د لمر لویدیزو توکیویانو خانانو ځان د (يبغو) په عنوان باله.
د توکيويانو د دغو دوو امپراطور يو په منځ کښی هغه څه چه په دغه فصل کښی مو بیان کړل او سرؤکار مو ور سره ولاره لمر لویدیز توکیویان دی چه د دوی د سرحداتو غربی لمن ختن؛ کاشغر او سر دریا رانیول او په آریانا کښی د یفتلی دولت سره نژدې او سرحد شريک شول.
غربی یا جنوبی توکیویان: ایستامی چه ده ته (سن یبغو Sinyabou ) وائی د توکیو د امپراطورۍ د موسس ورور هغه لومړی سړی دی چه د (تومن) او د ده د اطورۍ د تجزیه کیدونه وروسته د (ماناس Manas) ایلی Illi) (تچوTchou) ( تارم Tarim) منطقی یعنی د (بلکاش Balkach) له سیندند د پامیر تر علاقی پوری سیمی ئی تر خپل نفوذ او آمریت لاندی وساتلی او د غربی ترکانو سلطنت ئی تشکیل کړ، دغه پراخ سلطنت لکه چه د هغه له نوم څخه معلومیږی په هغو ټولو قبائلی مشتمل ؤ چه د المائی د جنوب غرب خواته پراته وو او د (ایلی) کاشغر، بلکاش، او د (ارال Aral) د منطقى خلک وو، او د دوى د نفوذ د سرحد د شمال شرق له خوانه ئی د آریانا د یفتلی دولت له قلمرو سره تماس پیدا کړ.
په دغه ترتیب د غربی ترکانو سلطنت له یوی خوا د چين د ولایت د ایلی حوزه او له بلی خوا (سمیر تچی Semiretchi) او نننۍ سر دریا رانیولی وه. دغه ستر سلطنت د هغه موقعیت په لحاظ چه په دغه وخت کښی ئی نیولی ؤ سره د دی چه له یوی خوائی د چین سره او له بلی خوائی د ساسانیانو او د شرقی روم له دولت سره سیاسی عادی روابط درلودل، هر کله چه یو ډیر لوی او پراخ قلمرو ئی درلود او اداری تشکیلاتی هم اساسی او ټینگ نه وو او سره له دی هر کله چه ترک ثازی د دغه وخت او د دغو منطقو د ترکانو له مهمو خویونو او عاداتو څخه ؤ. نو هرې خواته د بی امنیتی او لوټ او چپاوونو مظاهر لیدل کیدل.
د جنوب غرب خواته د لمر لويديزو ترکانو نور زیات تیری او تجاوزونه: او د آریانا د یفتلی دولت د تجزیه کیدو نقشه: «ایستامی» د دغی پراخی پادشاهۍ موسس په دمخه ذکر شوو ځمکو باندی چه د خپل ورور د ترکانو د لومړی خاقان(تومن) له خوا ورته په میراث رسیدلی وی قناعت ونه کړ او په دی فکر کښی شو چه دننه په آریانا باندی ډیر تیری او تجاوزونه و کړی او سغدیان او باختر هم د يفتليانو د لاسه واخلی او پخپلو نيولو ځایو باندی ئی زیات کړی.
که څه هم لکه چه په یوولسم فصل کښی ولیدل شول د آریانا یفتلی دولت د ۵۵٠ م کال نه وروسته مخ په سقوط روان شو او هندی نیولی ځمکی او د هندوکش جنوبی برخی د دوی د لاسه وتلې وی او خاص باختر او سغدیان ورته پاتی وو، بیا هم ایستامی یا لکه چه رومنیانودی د (سن یا بگو) یا (سنجيبول Sindjibu) يا(ساز بول) د لقبونو له مخی باله په یواځی ځان د يفتليانو سره مقابله ونه کړه بلکه غوښتل ئی چه له پهلوی ریاست نه کار واخلی او د آریانا د یفتلی دولت ځمکی د خپل او ساسانيانو په منځ کښې تقسیم او وویښی.
هر کله چه د آریانا د یفتلی دولت او د فارس د ساسانیانو تر منځ د ډیرو کلونو دښمنی موجوده وه او ساسانی فارسی د پرله پسی ماتی خوړلو په اثر ډیر کلونه یفتلی دولت ته باج ورکاوه او خسرو انوشیروان د ترکو د خاقان بلنه په خوښۍ سره ومنله او په ٦٦۵ مسیحی کال کښی د ساسانی پاچا او د ترکو د یبغو (ایستامی) تر منځ د یفتلیانو په ضد تړون او معاهده وشوه او د دواړو د حملی له کبله یفتلی دولت وڅبل شو او په نتیجه کښی ترکانو او ساسانیانو د آریانا یوه برخه داسی پخپل منځ کښی وویشله چه لومړی ډلی د سر دریا او آمو دریا تر منځ منطقی یعنی ماور النهراء (سغدیان) د تاشکند او سمرقند او د نورو ښارونو سره ونیول او دهری او باختر ولايت ئی ساسانيانو ته پریښود او خسرو انوشیروان زمونږ د مملکت په لمر لويديزو برخو د هندوکش د شمال په منقطو کښی تر باختره پوری او د دغه غره له جنوبی برخونه درو ئی او موئی تر شاوخواوو پوری نفوذ پیدا کړ. نده دا چه د ترکانو او ساسانیانو د اتحاد په اثر د هندوکش په شمال کښی د یفتليانو قدرت هم خراب او تیت و پرک شو او د بدخشان، غرجستان، وجیرستان، بادغیس باميانو او د نورو ځایو په کوهستانی سختو او مشکلو نقاطو کښی ټولگی خپاره او تیت و پرک شول سغدیان او ځینی شمال شرقی منطقی د شپږمی پیړۍ په دوهمه نیمائی کښی د ترکانو په لاس ورغلی او ساسانیانو بلخ ته له نژدی شا و خوا څخه د پارتیا تر سرحداتو پوری زمونږ د مملکت شمال غربی منطقی ونیولی. هغه نوی وضعیت چه د هندوکش په شمال کښی پیدا شو یعنی د ترکو او ساسانی اتحاد او د آریانا د یفتلی دولت تجزیه کیدل ډیره موده پاتی نه شول او ترکان د یو قوی او دمه لودی تازه نفس دښمن په شان د ساسانیانو په مقابل کښی پورته شول او د دوی د اتحاد دوستی او گدون نقشه ورانه شوه او په رقابت، دښمنۍ او مخالفت بدله شوه.
هر کله چه د غربی ترکانو د امپراطورۍ سرحداتو د یفتلی دولت د ځبل کيدو او مضمحل کیدو او د ساسانیانو له تجاوز نه وروسته له یوی خوا د فارس د دولت د مفتو حه ځمکو سره او له بلی خوا د چین سره تماس درلود نو د تجارت له نقطې نظر څخه ئی فوق العاده مساعد او ښه موقعیت پیدا کړی و او ترکانو غوښتل چه په مرکزی آسیا کښې له خپل وضعیت او موقعیت څخه استفاده وکړی او د لیری شرق او لمر لویدیزی دنیا ټول تجارت په لاس کښی ونیسی.
هر کله چه د قافلو د تگ او راتگ لاره یعنی د وریښمو لاره د مدیترانی له سواحلو څخه تر چین پوری د دوی د قلمرو په یوه لویه برخه کښې تيریدله او د چین له سرحدو څخه تر قسطنطنیی پوری د (توئن هوانگ) کوتچه، کاشغر او د بلخ د لاری د چین ټول وريښمين ټوکران او خالص وریښم په بیزانس یا د شرقی روم په دولت خرڅیدل په دغه ترتیب د هغه ویش له مخی چه ترکانو او ساسانیانو کړی ؤ دغه لویه لاره د بلخ نه وروسته د آریانا د ځمکو هغې برخی ته داخلیدله چه په دغه وخت کښی د ساسانیانو په لاس ورغلی وه نوله دغی لاری د تجارتی ترانزیت نیمی گټی او منافع ساسانیانو ته په لاس ورتلل د غربی ترکانو یبغو (استامی) هر کله چه دغی مسئلی ته ملتفت شو نو د ساسانیانو سره ئی د نوو خبرو اترو دروازه پرانستله و (مانياک Maniak) نومی سړی ئی چه په اصل کښی د سغدیان له خلکو څخه و د نماینده په ډول خسرو انوشیروان ته ولږه او د هغه نه ئې وغوښتل چه په ساسانی نیولی او متصرفه قلمرو او په خپله خاوره ئی ترکانو ته د ترانزیت آزاد حق ورکړی شی او د دوی له تجارتی مالونو څخه گمرکی محصولات وانه خلی چه ترکی سوداگر مستقيما قسطنطنيې او د بحر الروم د سواحلو نورو ښارونو ته ورسیدلی شی او اولی تجارتی گټی او منافع د دوی په لاس ور شی مگر هر کله چه ساسانیانو دغو مسائلو ته توجه کړی وه او ډیر کلونه ئی د لیری شرق او د بحرالروم د سواحلو د تجارت له انحصار څخه گټې او استفادی کړی وی نو د ترکانو د يبغو په پیشنهاد ئی څه پروا ونه کړه او هغه ئې ونه مانه او ردئی کړ.
مانياک سغدی استاذی چه د ساسانیانو نظریه ئی یبغو ته ورسوله د ایستامی وضعیت بدل شو او د بلی نقشی په فکر کښی شو او د بیزانس یعنی د شرقی روم د دولت سره ئی د دوستۍ او مراو دی لاره پرانستله د ترکو خاقان څرنگه چه د ساسانیانو سره متحد شوی و او د آریانا یفتلی دولت ئی مضمحل کړ د یوی لویی نقشی په فکر کښی شو او غوښتل بی چه دغه ځل د بیزانس له دولت سره اتحاد پیدا کړی او ساسانی امپراطوری پخپل منځ کښی سره تقسیم کړی (رونه گروسه) د اسیا د تاریخ مولف د يو (کاهن Cahun) نومی له خولی نه لیکی چه خاقان د بیزانس له دولت سره د روابطو د قائمولو په فکر کی شوـ دغه التائی بربرغوښتل چه د هغه وخت دوه متمدنی امپراطورۍ یعنی چین او روم سره متحد او متفق کړې او پخپله د خپلو ترکانو سره د هغوی تر منځ واسطه شی او هر کله چه د چین او قسطنطنیې تر منځ امنیت قايم او ټینگ شو پخپله د دریم گړی سړی په شان منصفانه وضعیت ونیسی او له خواوو څخه د موباز نی په ساتلو استفاده وکړی دغه هغه لویه نقشه وه چه ایستامې جوره کړه او اولادې يې هيڅکله هغه هیره نه کړه.
د لوېديزو ترکانو خاقان ايستامې د دغې نظریې د عملي کولو دپاره خپل سیاسی نماینده
(مانيلک) چه ځو موده پخوا ئی ساسانی انوشیروان ته لیږلی و د ولگا قفقاز د کښتنۍ سیمی د لاری د دوهم جوستن دربار ته واستاوه سربیره د تجارتی تړون په کولو باندې په اروپا کښی د (اواریانو) په ضد او په آسيا کښی د ساسانیانو په خلاف نی د (ترکو او بیزانس) د حربی اتحاد پیشنهاد وکړ هرکله چه اواریان او ساسانیان دواړه د شرقی روم د دولت پخوانی دښمنان وو دوهم جوستن زمرخس Zemarchos نومی سړی په ۵٦٨ م کښی د سفیر په حيث د ترکو خاقان ته ولیږه چه د پیشنهاد شوو مسئلو په باب کښی مذاکره او خبری اتری وکړې دغه سفير د کريمه Crime او د اورال د لارې مرکزی آسیا ته ورسید او د (آق تاغ) د غره په لمن کښی چه د تیان شان د سلسلی څخه وه څانگه او ښاخ دی او دغه سلسله د (ایلی) په منطقه کښی د کوتچی شمال ته واقع ده او د ایستامی د دوبی او اوړی د استوگنی ځای و د ترکی یبغو دربار ته ورغی ځینی وائی هر کله چه د قسطنطنیی دربار هغه ته پوره اقتدار نه و ورکړی نو د تړوند کولو صلاحيت او واک ئی نه درلود او ځینی نور داسې لیکی چه: هر کله د ترکی یبغو مقصد د ساسانیانو په ضد سمدستی جنگ و او بیزانس پدغه وخت کښی په افریقا کښی د دوهم جوستن د جنگونو په واسطه ستړی او ستو مانه شوی و نو د بل جنگ دپاره ئی وخت او موقع مساعده نه گټله او نه ئی غوښتل چه ځان په نوی جنجالی اخته کړی نو د ترکو او بیزانس د تړون مسئله وځنديد له خو د دوستۍ رابطه ئی ورځ په ورځ پسی ټینگیدله (رونه گروسه) په چمنی امپراطوری نومی کتاب کښی وایی چه د ترکی یبغو (ایستامی) او د شرقی روم د نماینده (زمرخس) تر منځ په (۵٦٨) کښی تړون وشو، په هر حال که چیری فرضا په دغه وخت کښی د توکیویانو او شرقی روم تر منځ تړون او معاهده نه وی شوی خو بیائی هم دوستانه روابط ټینگیدل تر دی چه دواړه خواوې د ساسانيانو سره جگړی ته برابری او تیاری شوې. بیزانس د ساسانیانو
سره په جنگ پیل وکړ چه له (۵۷۲ نه ئی تر۵۹۱) پوری نژدی شل کاله دوام وکړ. او (ایستامی) یو بل استاذی (نماینده) چه (انان خاست (Anan Kast نومید قسطنطنیې ته واستاوه، او له هغې خوانه هم پر له پسې لويديزو توکيويانو ته سفيران راغلل چه د (ایرتی خيوس - Eutychios) (والنتې نوس Valentinos) (هرودین Herodien) او د سیلسی (پولpaul) په نومو مشهور دی. په ۵٧۶ کال کښی د شرقی روم امپراطور (دوهم تیبرTibere.II) بیا (والنتی نوس) غربی توکیانو ته واستاوه. په دغه وخت کښی تر کی یبغو (ایسنامی) مړ شوی ؤ او زوى ئي (تاردو Tardou) (۵۷۶-۶۰۳) په تخت باندی ناست ؤ تاردو خان د هغه تړون د کیدو په واسطه چه د (بی زانس) او (آواریانو Avars) تر منځ شوی ؤ د شرقی روم د دولت د نماینده ښه هر کلی و نه کړ او په آخره کښی د (ترکو او بی زانس) د اتحاد نقشه او د ساسانې امپراطوري په تجزیه کولو او برخی برخی کولو کښی د دوی موافقه عملې نه شوه تاردو خان په یواځی شان بی د کوم بل هواد له مرستی یعنی بی د (بی زانس) له کومک نه د ساسانیانو سره په جنگ لاس پوری کړ او باختر ئې هم د هغوی له قبضې نه خلاص کړ او په دغه ترتیب توکیو یا ئی (ترکی) عناصر او د دوی نفوذ او حاکمیت د اکسوس (آمو دریا) له ښی غاړو څخه د هغه پکیڼو غاړو، باختر او تخارستان کښی خپور شو، او ساسانیان لویدیزی خواته په شا لاړل او یواځی د آریانا د غربی ولایاتو ځینی سرحدی غاړی د هغوی په لاس کی پاتی شوی.
د آریانا عمومی حالات: لکه چه د مخه وویل شول د لویدیزو ترکانو امپراطوری چه د خپل مؤسس (ایستامی) د سلطنت په زمانه کښی د کوتچې له شاؤخوا څخه تر اکسوس پوری رسیدلی وه، د ده د زوی (تاردو خان) په وخت کښی د دغه سیند د جنوب خواته هم خپره شوه او باختر ئی د ساسانيانو د لاسه وایست او په ټول تخارستان کښی ئی نفوذ خپور شو، باید دا هم وویل شی چه په تخارستان کښی د ترکی امیرانو د تسلط په لومړیو کلونو کښی (۵٨٠ م په شاؤخوا کښی) د آریانا وضعیت د سیاسی ویش او تقسیماتو په لحاظ ډیر تیت ؤ پرک او خراب ؤ، په داسې حال کښی چه د لويديزو ترکانو د خانانو نفوذ او حاکمیت په تخارستان کښی خپور شو د هندوکش په جنوب کښی (کوشانی یفتلی) گډو او مخلوطو عناصرو واړه واړه سلطنتونه درلودل چه یو ئی پکښی مرکزی دولت شمیرل کیده او هغه د کاپیسا سلطنت ؤ چه ژرئی اقتدار او قوت وموند او لوی شو، او لکه چه په دیارلسم فصل کښی به وگورو د هغه د نفوذ لمن کرار کرار د کاپیسا له سیمی څخه نورو ځايو ته خپره او پراخه شوه، او د هندوکش ټوله جنوبی برخه ئی ونیوله. د اوومی مسیحی پیړۍ په دوهمه ربع کښی د چینی زائر (هیوان - تسنگ) د تیریدلو په وخت کښی همدغه د کاپیسا سلطنت د لمر ختیزې خواته تر تاکزیلا پوری رسیده، او د جنوب خواته د سليمان د غرونو ټول ښاخونه او د نننی وزیرستان علاقی د هغه جزوی. او لکه چه وروسته بیا د عربو د حملو سره د مقابلې له مخې معلومیږی د اوومې مسيحې پيړۍ په منځنيو وختو کښی لویدیزی خواته د دغه سلطنت لمن د هير مند تر دلتا او د سیستان د هامون تر شاوخوا پوری خپره وه، او دغه مطالب به په راتلونکی فصل کښی بيان شی.
د ترکانو د ادارې ډول او نوعیت: که څه هم د تخارستان په بیلو بیلو برخو کښی د توکيويانو (ترکانو) د اوسيد لو او ميشت کيدلو د لومړیو وختو د پیښو په باب کښی زمونږ معلومات فتی الحال کافی او د رضائیت وړ نه دی، او په پر له پسی صورت مربوطی پیښی تحلیل کولی نه شو، خو سره د دې هم هغه شی چه چینی زائر (هيوان تسنگ) په ۶٣٠ مسیحی کال کښی د خپل مسافرت او راتک په وخت کښی لیدلی کتلی او لیکلی ئی دی په دغه باب کښی نسبتا ښه روښنائی اچوی.
توکیویانو د آریانا په شمال شرقی برخو کښې یعنی په تخارستان او د باختر د خاوری په یوه برخه کښی اداری نفوذ درلود، او د دوی د خانانو د استوگنې مرکز د قندوز ښار ؤ، چه په اصلی او محلی لهجه ورته (کهن دژ) ویل کیدل او د هغه تر ادارې (تیول) لاندی یوی سلسلی نورو کوچنیو خانانو د تخارستان په درو کښی حکومتونه کول (تاردو شاد) نومی خان چه په قندوز کښی ئې امارت درلود د ترکو د یبغو (تونگ) زوی او د طورفان خان زوم ؤ او تخارستان ئې د تيول په ډول ده ته ورکړی ؤ، په بل عبارت د امو سیند جنوبی ځمکی په مستقیم صورت د لمر لويدیزو ترکانو د امپراطورۍ د یلدوز د خان نشینو جز نه وې ځکه چه د دوی ډیر جنوبی سر حدوته د (اوسپنې دروازی) یعنی د اکسوس د سیند د ښی غاړو خط ته رسیدل ځکه که چیری د لندن د چاپ د (چین اطلس) د ٣۵ مخ نقشی ته نظر وشی د غه وضعیت په ښه شان معلومیږی او د چينې زائر (هیوان – تسنگ) لیکنی بیخی همدغه حالت تائیدوی.
تخارستان: لکه چه په اووم فصل په دوهمه برخه په ۱۳۹ مخ کښې مو د(تخاری) تر عنوان لاندی بیان وکړ د (تخار) کلمه د (سیتی) قومونو څخه د يو قوم له نوم څخه منځ ته راغلی ده اساساً دغه نوم د څلورمی ق م پیړۍ څخه تر اتمی مسیحی پیړۍ پوری خارجی وجود درلود او د آریانا په شمال غربی څنډه کښې د سیتی قومو څخه د يو ښاخ (تخاروا) له اوسيدلو او ځای په ځای کیدلو ته وروسته دغه برخه په مخصوص ډول د هغوی په نوم مسمی شوه او د تخارستان کلمه په منځنيو پيړيو کښې په زياته اندازه استعمال شوې ده لکه چه په د مخنیو پاڼو کښی ولیدل شول لمرلويديز توکيويان پخپلو فتوحاتو سره د غرب او جنوب غرب خواته مخکښی راغلل او د آریانا د یفتلی دولت د مضمحل کيدو او د چپاوړ او ړونکو ساسانيانو د شاته و هلو نه وروسته د شپږمی مسیحی پیړۍ په دوهمه نیمائی کښی تخارستان ته ورسیدل د هغه وخت د تخارستان جغرافيائې مفهوم د باختر له کلمی څخه ډیر جامع ؤ او د هندوکش په شمال کښی د پامير له لمنو څخه ئى ټول قطغن او بدخشان او مزار شريف ولایت او حتی د میمنی علاقه هم رانیوله او د اکسوس (امو سیند) په شمال کښی سغدیان پکښی شامل ؤ چینی (هیوان تسنگ) چه د توکيویانو (ترکانو) د سلطی په زمانه کښی زمونږ مملکت ته راغلی دی د آریانا دغه برخه ئی د (تو - هو - لو) (To - ho – Lo) په نامه بللی ده او پراختیایی له شمال نه جنوب ته یو زر «لی» (۱) او د لمر ختیزې خواته لمر لویدیز طرف ته دری زره (لى) لیکلی ده، دی لیکی چه: هر کله د دغه ځای شاهی کورنۍ له منځه وتلی او مختلف رئیسان د هغه په هره څنډه کښی حکومت کوی او عموماً هغه ټول د توکیویانو (ترکانو) تابع او مطیع دی په بل عبارت په تخارستان کښی په هغه پراخ جغرافیائی مفهوم چه وویل شو یو ډول ملوک الطوائفی پيدا شوی وی چه هر خان پخپله کوچنۍ علاقه کښی حاکم ؤ او دوی ټول د قندوز د مرکز خان تابع وو، او دغه خان به پخپل وار د توکیو (ترکا نو) د يبغو له خوا مقرريده.
د تخارستان مرکز قندوز- ترکانو د خپلی موقتی سلطی په دوره کښی تخارستان د ملوک الطوائفۍ او د هغو خان نشینو په ډول اداره کاوه چه شمیرئی د (هیوان - تسنگ) د لیکنو له مخی ۲۷ خان نشينيو ته رسیده او د دغه ټولو مرکز د قندوز ښار ؤ که څه هم بلخ د (ېو - هو) په نامه او د (راجا گریه) یعنی (د شاهی کوچنی ښار) په صفت یاد شوی دی مگر د معبدو د شهرت او دعلماوو او روحانیونو د ډیروالی په لحاظ ئی ډیر اهمیت درلود مگر د تخارستان اداری مرکز په دغه وخت کښی د قندوز ښار ؤ هغه شی چه قندوز ته ئی په تخارستان کښی مرکزیت ورکړی ؤ د هغه جغرافیائی مهم موقعیت ؤ چه تقريبا د دغی علاقی په منځ کښی واقع شوی و. په دى کښى شک نشته چه قندوز د دینی موسسو ا و د علم او فضل د خاوندانو د شته والی او د نورو حیاتی مسئلو په لحاظ بلخ ته رسیدلی نه شو، مگر جغرافیائی او اداری موقعیت ئی د ترکی خانانو په نزد چه په تخارستان باندی حاکمان وو ډیر اهمیت درلود، قندوز د باختر له ښارونو او د قطغن او بدخشان له آوارو ځایو څخه تقریباً په يوه فاصله کی پروت و یوه لاره ئی د پامیر د لارو خولې ته او بله لاره ئی د لویدیز باختر آبادو علاقو ته رسیدله لکه چه اوس هم د حضرت امام د لارې نه یوه لاره برابره د قندوز نه آموسیند ته تللې ده او زمونږ د ډيرو مهمهو پخوانيو ښارونو څخه د يو ښار (قلعه زال) ډیری مهمې خرابی د هغې په غاړه پرتې دی.)
او بلې لارې د قندوز او، رودخانی د مجری په اوږدو کښی د تخارستان مرکز د پل خمری او د دوشی د خولی په حدودو کښی د هندوکش د شمالی لمنو د کږ لیچونو سره نښلاوه، او دغه هغه نقطه ده چه څه نا څه د هندوکش د جنوب دوه لويې لاری د شمالی لارې سره پیوسته کیدلی. هغه تجارتی او کاروانی لویه لاره چه د تاکزیلا له ښار څخه راغلی او د پشکلاواتی (چارصده) او پارو شاپورا «پیښور» او د گندهارا د علاقی او لمپاکا «لغمان» څخه کاپیسا ته راتله، او یوه لاره چه د اراکوزی له سیمی څخه د ارغنداو د پاسنۍ مجری په اوږدو کښی په وجیرستان یعنی د جاغوری او د «خوادا» یعنی د ورد گوخوات، ارغندۍ او د پغمان د لمنې د لارې اوسنی کوهدامن او کوهستان ته رسیدله؛ د غوربند د درې او چهار دری او کوشان او اندرابو د درې د لارې دوشی ته تلله، همدغه رنگه د اوسنۍ ښکاری درې د لاری د شبر د غاښی نه د تیریدلو نه وروسته بیا د هندوکش د جنوب د یوی مشهوری لاری یو ښاخ د دوشی او کیله گی په شاوخوا کښی د قندوز له مجری سره پیوسته کیدله، او د قندوز د رودخانی مجری یو طبیعی خط و چه کاروانو به د هغه په اوږدو کښې جنوبی لاری نه تر قندوز پوری دوام ورکاوه لکه چه اوس هم که څه هم له هغه ځای نه وروسته چه (علی آباد) نوميږى سرک بيرته د خان آباد خواته راگرځی یو بل ښاخ برابر د قندوز طرف ته هم ځی. (هیوان تسنگ) پخپلو يادداشتونو کښې قندوز د (هوه Hwoh) په نامه یاد کړی دی او دغه (هو) ښار نه بلکه هغه قلمرو دی چه خپل مرکز ئی درلود او دغه دی مونږ په دغه باب کښی د ده د عین یادداشتو په ترجمه لاندی پیل کوو دغه قلمرو هم د(تو - هو - لو) د ځمکو یعنی (تخارستان) جز دی د قلمرو د احاطی اږزدوالی ئی دری سوه لی او د مرکز احاطه ئې لس لی ده حکمفر ما پکښی نشته او مملکت د ترکانو تابع دی ځمکه ئې او اره جلگه ده او د کښت و کر دپاره وړ ده او ډیری غلې او حاصل ورکوی ډیړی ونی او بوتی پکښی شنه کیږی گلان او قسم قسم میوی پکښې په فرق العاده اندازه زیاتی دی آب وهوائې نرمه، ملائمه او په زړه پورى ده، خلک ئې امانت کار او ساده دی نارینه ئې طبعا چست و چالاک دى، وړينې جامی اغوندی، د دین او دیانت په لحاظ زياتره خلک ئې د بودائې مذهب پیروان دی، او ځینی ئې هم برهمنی دی په دغه ځای کښی لس (سانگارامه) یعنی (بودائی معبدونه) او څو سوه روحانیون موجود دی چه د نجات د (کوچنۍ لاری) او (ستری او لوبې لارې) په قوانینو کی چه دغه دواړه د بودائی دین لارې دی معلومات لری او په دواړو مسلکونو عمل او تگ کوی پاچا د ترکیو (ترکانو) د قبیلی څخه دی او د (اوسپنی دروازی) د جنوب په ټولو کوچنيو امارتونو او دروباندی حکومت کوی او د مرغانو په شان ځای بدلوی او تل په یو ښار کښی نه اوسیږی.
تارد و شاد اوزوئی: په ۶٣٠ م کښی د چینی زائر (هیوانک – تسنگ) د راتگ په وخت په قندوز کښی د یبغو (تونگ) مشر زوی چه (تارد و شاد Tarduchad) نومید اسنوگه او حکومت کاوه او ټول تخارستان د ده تر امر لاندی ؤ. «تاردوشاد» په عین زمان کښی چه د یلدوز او تاشکند د خان مشر زوی ؤ د (کاوشانگ Kao-Chang) د خان یعنی (طورفان) سره ئی هم خپلوی درلوده او د هغه زوم ؤ. د دغه چینی زائر د یاد داشتو له مخی معلومیږی چه (تاردوشاد) یو منور او با دیانت او میلمه پالونکی سری ؤ، او که چیری په دغه وخت کښی د ده د وژل کیدو دردناکه پیښه نه وای شوی نو امکان ئی درلود چه د زائر سره ئی ډیره مهربانی کړی وای. د ده د راتگ په وخت کښی د (قندوز ملکه) یا لکه چه ترکانو به ویل (طورفانی خاتون) نوې مړه شوې وه او (تاردوشاد) بله نوې ښځه کړې وه - نوې ښځې د لومړۍ ښځی د یو شهزاده سره دوستی ونښلوله او د قندوز د خان په ضد ئی په توطئو لاس پوری کړ.
او هغه ته ئی زهر ورکړل او خپل عاشق ئی په تخت باندی کښیناوه. نوی خان د خپل پلار (تاردوشاد) په شان یو دیندار او میلمه پالونکی سړی ؤ، او د چینی زائر سره ئی مینه او محبت او مهربانی وکړه، او هغه ئی په ډیر عزت او احترام سره وساته، او هغه ئی وباله چه د شاهی کوچنی ښار «پو - هو » (بلخ) د کتلو دپاره لاړ شی او هغه ځای وگوری. او د هغه ځای د پوهانو او علماوو سره مرکه او خبری اتری وکړی، چینی زائر د قندوز د ترکی خان له هر کلی او ښه نیت څخه خوښ شو او د هغه بلنه ئی ومنله او د بلخ د شاهی کوچنی ښار د لیدلو دپاره لاړ، او د دغه ښار د علماوو سره په کتلو په تیره بیا د (نارا ويهارا) (نوبهار) د معبدو د پوهانو د سر حلقی او مشر په لیدلو سره چه نوم ئی (پراجنا کارا - prajnakara ) ؤ دیر خوشحاله شو.
د تخارستان خان نشینۍ: د مخه مو وویل چه توکیویانو (ترکانو) د خپلی سلطی په دوره کښی تخارستان د متمرکزی ملوک الطوائفۍ په ډول اداره کاوه، او د اطرافو خانانو ټولو د قندوز د مرکزی خان اطاعت کاوه. د (هیوان – تسنگ) د یادداشتو د بیان له مخی ویلی شو چه تخارستان عموماً په (۲۷) خان نشينيو ويشل شوی ؤ چه مشهوری ئې په دغه ډول دی:
(۱) کيو – می – تو - Kui-mi-to- یا (کومیدا Kumida) چه د (درواز او روشان) له منطقی نه مقصد دی، او بطليموس له دغه تاریخ نه پخوا پخپله جغرافیا کښی هغه (کومیدی Komedai ) بللی ده. دغه خان نشینی د پامیر د غرونو په لمنو کښی واقع وه او د جنوب خوائی د (شی – کی – نی ) Shi-Ki-ni د قلمرو یعنی (شغنان) سره تماس درلود.
(۲) پو – تو – شنگ – نا (p-to-chang-na) چه له دی څخه ئی په بدخشان سره تعبیر کړی دی. چینی زائر د دغه ځای د قلمرو احاطه دوه زره لی لیکلی ده او د ده د تیریدلو په زره وخت کښی د دغه ځاى خلک بودائى وو.
(۳) شی – کی – نی) Shi-Ki..ni د شغنان غرنۍ او کوهستانی سختی او مشکلی ځمکی وی، د دغه ځای د ځمکی پراخوالی دوه زره لی او د مرکز احاطه ئی پنځه یا شپږ لی وه.
(۴) آن – تا – لو – پو) An-ta-lo-po [آنتالوپو] یا اندراب، د هغه وخت د تخارستان په خان نشینيو کښې ئی ډیره پراختیا درلوده ځکه چه د دغه ځای احاطه ئې درې زره لی، او د مرکز احاطه ئی ١۴ يا ۱۵ لی لیکلی ده د چینی زائر د راتگ په وخت کښی دغه ځای دری بودائی معبدونه او ۴٠-۵٠ تنه علماء درلودل او په دغه ځای کښی اوسیدل.
[۵] پو – هو [ho-po] پوهو د باختر له علاقی نه مقصد دی چه په هغه وخت کښی ئی مساحه ډیره محدوده شوي وه او د لمرختیز نه لویدیز ته [۸۰۰ لی او له شمال نه جنوب ته [۴٠٠] لی اوږدوالی ئی درلود] سره له دی مرکز ئی د بلخ ښار د [راجاگریهه Rajagriha په نامه یعنی [شاهی کوچنی ښار] بلل کیده او شل لی احاطه ئی درلوده سل بودائی معبدونه پکښی لا آباد وو، او دری زره راهبان پکښې اوسیدل او ټول د (هنايانا) د طریقی یا د نجات د کوچنۍ لاری پیروان وو. سره د دی چه پدغه وخت کښی د بلخ او باختر اهمیت د ساسانیانو او ترکانو د جنگونو او هغوی سره د یفتلی دولت د مقابلې په اثر ډیر کم شوی و او ترکانو د تخارستان د اداره کولو دپاره مرکز قندوز ته ولیږد وه خو سره له دی د بلخ شاهی کوچنی ښار د علم او فضل مرکز او مذهبی کانون شمیرل کیده لکه چه د قندوز ترکی خان له هیوان تسنگ نه وغوښتل چه د بلخ ښار وگوری او سره له دې چه د هغه د مسافرت د لاری څخه چپ دی خو د دغه ځای د معبدو او علماوو څخه دی ناکتلی تیر نشی نو په نتیجه کښی چینی زائر په بلخ کښی د آریانا د بودائی ستر عالم (پراجناکارا) سره وکتل او په جنوبی آریانا کښی خپل پاتی مسافرت ئی د هغه په ملگرتیا سره پای ته ورساوه.
سربیره پدغو خان نشینیو چه یادی شوی ځینی نوری هم لکه کوزی تو Kwohsi-to) (خوست) منگ کن Mung-Kin (منجان) (هی – مو – تا – لو Hi-mo-to-lo) (درایم) او داسې نوری هم د چینی زائر په یاد داشتو کښی یادی شوی دی او له ټولو نه ئی معلومیږی چه لوی او واړه خانان د تخارستان په بیلو بیلو درو او ناوو کښی تیت و پرک شوی وو.
د چین د سوی او تانگ د کورنۍ پیدا کیدل:
د توکيويانو (ترکانو) ضعف او تجزیه کیدل: هغه وخت چه د لمرختیزو او لويديزو توکيويانو دوو امپراطوریو چه د لومړی مرکز په (اورخون OrKhon او د دوهمی مرکز د (ایسیک قولIssiq-Koul ) او تالاس Talas) په شاوخوا کښې و، د خپل تسلط او قبضی لمن په آسیا کښی په منچوریانه تر آریانا پورې خپره کړی وه، په چین کښی ځینی اوضاع پیدا شول او یوه داسی قوه تشکیله شوه. چه کرار کرار په شرق او غرب کښی ئی د توکیویانو قدرت کم کړ دغه نوی وضعیت د چین د سوی او تانگ د کورنیو پیدا کیدل او د چین د یووالی او وحدت تقویه کیدل وو، په ۵٧٧ مسیحی کښی هغه دولت له منځه لاړ چه د مانچو بربريانو د توبا Tobas په نامه تشکیل کړی و او په شمالی چین کښی د سوی کورنۍ روی کار شوه او لوی عسکری دولت منځ ته راغی چه جنوبی چین ئی په ځان پوری وتاړه، د دی کورنۍ له پادشاهانو څخه دوه تنه مشهور دی چه یو ئی (یانگ – کین Yang-Kien) و چه په ۵۸۸ کښی پاچائی ته رسیدلی دی او بل ئی (یانگ – تی Yang-ti) ؤ چه د ( ۶١٧ - ۶٠۵ ) کلونو ترمنځ ئی حکومت کاوه په هغه زمانه کښی چه په چین کښی د سوی کورنۍ پيدا شوه شرقې او غربی توکیویان د رقابت په اثر تر یوی اندازی پوری یو د بله څخه لیری شوی وو، د مخه مو د دی فصل په لومړیو پای کښی وویل چه لمرختیزو توکیویانو د خاقان مجلل عنوان د ځان دپاره نیولی او ټاکلی و، او لویدیزو توکیویانو چه د دوی دلاسه ناستوار مقررو حکمرانانو او خپلوانو د تسلط او نفوذ لمن زمونږ تر مملکت پوری رسیدلی وه ځان ته (د يبغو) لقب غوره کړی و او کرار کرار رقابت د هغوی په کار کښی درز واچاوه او (تاردو) لویدیزو توکیویانو يبغو د (ایستامی) زوی د ۵٨٢ او ۵٨۴ کلونو په منځکښی د شرقی ترکانو سره له اتفاق څخه ځان وژغوره او ده هم د خاقان لوړ عنوان په ځان باندی کیښود.
په دغه فرصت کښی له یوی خوا په چین کښی د سوی دولت تشکیل شو او له بلی خوا تاردو مړ شو او لویدیز ترکان په خپل منځکښی په دوو برخو وويشل شول (شه کوی Che-Kcuei) د (تاردو) نمسی په غربی برخو کښی حکمران شو چه تاشکند ئی مرکز و، او تچولو Tchou-lo) بل خان د ځان دپاره د (ایلی Illi) په غاړه مرکز وټاکه او د لویدیزو ترکانو امپراطورۍ په نورو ځمکو کښی خپل نفوذ ټینگ کړ (بانگ تی) د چین د سوی د کورنۍ دوهم امپراطور چه په اصل کښی د توکیویانو د مضمحل کولو په فکر کښی و د هغوی له جدائی څخه کار واخست او د تاشکند د خان سره ئی د ایلی د خان په ضد مرسته وکړه او د وروسته ذکر شوی نقطی خان (چولو) د چین دربار ته پناه يووړه او د چين تيول ئی په ځان قبول کړ په دغه ترتیب سوی یانو د چین پخوانی د (هانیانو د عصر) سیاست ونیو او د مرکزی آسیا ترکی خانان ئی یو د بل په ذریعه د ځان تابع کړل لکه چه وروسته بیا په ۶٠٩ کښی د (حامی Hami ) او (تورفان Tourfan ) خان نشینۍ د هغه تابع شوې او د چین نفوذ د سوی د عصر په ختمیدو سره سنگیانگ ته ورسید او له بلی خوا ئی د لویدیزو ترکانو خاقانان د ځان تابع او مطيع کړل چه تفصیل ئی زمونږ له مرام نه خارج دی.
په کوریا کښی (۶١۴ - ۶١٢م) د چین د سوی د کورنۍ اوږده جنگونه او د خلکو نارضائی د انقلاب سبب شو او په نتیجه کښی هیه لی Hie-li د خپلو طرفدارانو سره د چین د چاروواگی په لاس کښې ونیولی او په ۶٢۶ کی د (تانگ) کورنۍ روی کار شوه.
هغه اله گوله (هرج ؤ مرج) چه په چین کښی د سلطنتی کورنۍ د بدلون او تغیر په وخت کښی پیښه شوه بل ځل بیا ترکانو ته موقع په لاس ورغله چه په تعرض پیل وکړی او لومړی د لمرختيزو ترکانو خاقان هيه لى Hie-li کار ته اقدام وکړ او د چین په پایتخت (سی – نگن فو ( Si-NgFou) باندی ئی حمله وکړه.
(لی شومن min-Li-Che (د تانگ د کورنۍ د میس زوی چه دتی تسانگ Tai-tsong) د امپراطور په نامه شهرت لری د ده تابع خانان يو په بل پسی د هغه په ضد ولمسول تر دی چه په ۶٣٠ کښی ئی چینی جنرال (لی تسنگ Li-tsung) د دریو زرو تنو عسکرو سره د هغه په ضد ولیږه او نیمه پیړۍ ئی د شرقی ترکانو نوم له منځه ورک کړ او شرقی او مرکزی مغلستان د چین ایالتونه شول او د تانگ امپراطور د ترکی دربار د آدابو په آهنگ د (تین خان) (Tien Khan) (اسمانی خان) لقب په ځان کيښود.
د چین امپراطور د شرقی ترکانو د کار د فیصله کیدو نه وروسته د لویدیزو ترکانو خواته متوجه شو دوی په دغه وخت کښی بیا قوت موندلی و او هغه ځایونه ئی بیرته له دوی نه واخستل چه د سوی کورنۍ په مرکزی اسیا او سنگیانگ کښی له هغوی نه نیولی وو او د تربگتی Tarpagatai مناس Manas) ایلی Illi) ولايتونه، ما وراء النهر د هغوى په لاس کښی وو او د هنوی دوه مرکزونه یو په اق تاغ د کوتجی په شمال کښی او بل په تاشکند کښی و (شه کوی) خان چه ژمی ئې په وروسته ذکر شوی ښار کښی او دوبی او اوړى ئې د برنی مرکزی یلدوز Youldouz په شاوخوا کښی تیراوه د۶١١ او ۶١٨ کلونو په منځکښې د خپل نفوذ او تسلط لمن له التائی څخه د خزر تر بحیری او د هندوکش تر غرونو پوری خپره کړې وه د ده ورور او د ده په ځای ناست يبغو (تونگ) د ۶١٨ او ۶٣٠ تر منځ خپل قدرت زیات کړ او سربیره د تارم پرسیمه تخارستان او باختر ئی زمونږ په مملکت کی د پخواپه شان پخپل لاس کښی درلودل او چینی زائر (هیوانگ سنگ) په ۶۳۰ کال کښی چه زمونږ د مملکت خواته راته هغه ئی د «ایسیک قول» یا د (گرم سیند) په غاړه کښی په کامل اقتدار سره لیدلی او د ده زوی (تاردو شاد) چه د مخه مو یاد کړ د آریانا په شمال تخارستان کښی حکومت درلود او قندوزئی د خپلی خان نشینۍ مرکز گرځولی ؤ.
لکه چه (رو نه گروسه) لیکی د هیوان تسنگ له تيريدلو نه څو میاشتی وروسته د لویدیزو ترکانو د مقتدری امپراطورۍ اساس او بنست خراب شو او د بخلـاش BalKch او د تر بغتی د خلکو د انقلاب په اثر دغه ترکی خان (تونگ) ووژل شو او د ده مربوط ترکان بیا په دوو قبیلو او ټولگيو وویشل شول چه په ځینی نومونو (نو.شه پی Nou-che-pi) او (تولو Tou-lou) زیات و شم شهرت لری، د وروسته ذکر شوی قبیلی (تولو) د خانانو څخه یو خان چه د خپلې قبیلی په نامه (تو – لو) سره مشهور دی د دوو ترکی قبيلو په یو کولو کښی کوشش وکړ او د ۶۴٢ په شاوخوا کښی ئی په (اورمچی) حمله وکړه خو د چین د تانگ امپراطور (تی تسانگ) چه د مخه مو د ده د جلوس او ځينو اقداماتو په باب کښی بیان وکړ هغه ته موقع ورنه کړه او د ( نوشه پی) قبیله ئی د هغه په ضد وپاروله او پورته ئی کړه او ترکی خان (تولو) باختر ته پناه راوړه او د ۶۵٠ کال نه وروسته د ده په باب کښی هیڅ معلومات په لاس کښی نشته.
د چین امپراطور (تی - تسانگ) د غرب خواته پخپله نقشه او پر مخ تگ سره گام په گام غربی ترکان ضعيف کړل او پر له پسی مخ په وړاندی تلل او په ۶۴٠ کښی ئی تورفان پخپلی امپراطوۍ پوری و تاړه په۶۴٨ کی کوتچه او قره جارئی تابع کړل او د ۶۴٩ په شاؤخوا کی چه د ده د وفاتیدو کال دی د چین د تانگیانو د دولت نفوذ د پامیر په شاؤخوا کښی کاشغر او حتى ماوراء النهر ته خپور شوی ؤ. په ۶۵٠ کال کښی د چین د تانگ د کورنۍ دوهم امپراطور (کاو تسونگ Kao-tsong) په تخت باندی کښیناست که څه هم دغه امپراطور د امپراطورۍ د اداری چارو په نسبت د حرم د خلکو د ژوندون په چارو زیات مصروف ؤ سره له دی د ده نه د پخوانی امپراطور سیاست د چین د دولت له خوا تعقیب شو، د ده په زمانه کښی د دی کورنۍ د بل امپراطور په عصر کښی چه (منگ هوانگ) نومید او د ده د سلطنت وروستی کال د ٧۵۶ کال سره تماس لری تر دغه وخته پوری لا د توکیو د خانانو څخه یو خان چه د بودائی دیانت پیرو ؤ په قندوز کښی حکمرانی کوله او چینی ماء خذ دغه خان د (شه، لی، مانگ، کیالو (Che-li-mang-Kia-lo ) په نامه بللی دی (رونه گروسه) د ده د نوم سانسکریتی شکل (سری منگلا Sri-mngala ) لیکلی دی او نوشته کوی چه ده د کوهستانی امراوو څخه د یو امیر د تبتیانو د حليف په مقابل کښی د چین له امپراطور (کااوسن چه Kao-sientcha) څخه مرسته وغوښته دغه هغه وخت دی چه سربیره په عربو باندی تبتیان هم د چین د تانگیانو سره مقابل شوی دی او ښائی چه د هندوکش د درو د محلی کوهستانی امراوو څحه يو تن د توکیو د خان د محو کولو دپاره د تبتيانو سره ملگری او متفق شوی وی. په هر حال دغه ترکی خان هغه وروستی خان دی چه نوم ئی په چینی تاریخ ماخذ کښی یاد شوی دی.
د قندوز همدغه وروستی ترکی امرا چه د عربو د جنرال قتيبه له خوا تخارستان د نیول کیدو تر زمانی پوری ئی په تخارستان کښی آمریت درلود ځينو مدققينو د مسکوکاتو له مخی د تگین شاهی یا تجن شاهی په لقب یاد کړی دی او د دوی له خانانو څخه یو خان په گندهارا کښی هم امارت جوړ کړی ؤ.