126

کوم چې روږدي په تراخه دي

دیوان ، مثنوی
08 November 2009

کوم چې روږدي په تراخه دي

که ځوانــــان دي که زاړه دي

کوم چې روږدي پــــه تراخه دي

دوئ دي خام کله پــــاخه دي

چې د ژونــــدځينې ماړه دي


د مـــــــاښام نــــه تر سهاره

د خـــــــزان نه تــــــر بــــهاره

دوئ د کال په هر موسم کې

دغفلت پــــه خوب ويده دي


د دنيا د کـــار او زيــــاره

د زحـــمت او د روزګاره

ځان ته نه ګوري ائینه کې

په اوږو د بــل پراته دي


د ژوندون ځان ته مفهوم شته

حرکت شته  دی  سکون شته

ددوئ ټــــول عمر سکون دی

د کنګل  پـــه شان ساړه دي


ژوندون کارژوندون زحمت دی

هر زحمت وروسته  راحــــت دی

چې ارمان لري په زړه  کې

بـــا وقــــاره دي درانـــه دي


ژوند کې درد شته هم خوندونه

هم خــــوښي شــــته کــــړاوونه

مرد هغه دی  چـــې روزګار کي

د بهـــر  هــــم د کـــالــــه دي


ګيــــله نشـــته د جــــاهله

د بــــې لارو د غـــافــــله

ښه د ښو خلکو نـــه غواړه

بدان ژوند نلـــري مړه دي