32

د بودا دین او په افغانستان کښې د هغه خپریدل

د افغانستان لنډ تاریخ لومړۍ برخه

سره له دې چې د افغانستان خلکو ته د ويدي او برهمني پخوانيو او زړو عقيد و بايڅوړ چې د هېواد په ختيزو سيمو کښې يې رواج درلود ورپاتی و، د هېواد په شمال اولویدیز و سیمو کښې د زردشت آیین او

اویستایی مزد یسنا هم رواج درلود، خو هغه وخت چې پر ٢٦٠ ق م اشو کادبودا د دین تبلیغ او خپرولو ته ملا وتړله دغو عقیدو او ائين آن زر کاله وروسته هم د هېواد په ختيزو او شمالي سيمو کښې پوره دود وموند او هېواد د دغه ديانت دودی زانګو شوه چې د فکر هنر او فرهنګ له پلوه يې  ددې خاورې د خلکو په ژوندانه کښې ژورې اغېزې وکړې. بوده د دغه دين موسس دساکیا ټبر د کشتر يه او جګړنې طبقې يو شهزاده و، چې د ساکيا مونی دسا) کیاد د ټبر پوه) په نامه معروف شو او ۵٦٣ ق م کال د نیپال د کپی لاو استو په ښار کښې زیږېدلی و او پر ۲۹ پر کلنۍ يې خپله کورنۍ او د شهزاد توب ژوند پرېښو و. تر ۵ - ۶ کالو ګوښه کښېنستلو (انزوا) وروسته یوه شپه چې ډېره روڼه وه (بدهـ) يعنې روڼ او ويښ وبلل شو د خپل دین په تبلیغ کښې يې زيار ويوست؛ د هند پاچهان يې خپل دین ته راوبلل او وروسته تر هغه چې د هند زيات خلك يې بودايي کړي وو پر ۴۸۳ ق م د اتیا کالو په عمر په کوچي نگره کښې مړ شو. وګوری ۱۵ مه نومره عکس). څنګه چې د بودا دین یوه تیاره فلسفه نه درلودله، نو د ده د مړينې پر کال په باجا ګره کښې د بودا د پيروانو یوه مذهبي غونډه وشوه، د ده دریوتنو نامتو ملګریو انانده یو ،پالی او کاسیاپه دده خبرې او وينا وې راټولې کړې او له هغو څخه یې د تری پیتکه Tripitaka (دری ټوکرۍ ګلان) په نامه د بودايي قوانينو مجوعه جوړه کړه. بودايي ديانت داشوكا د سلطې د نفوذ له امله د هندوکوش له جنوبه تر کندهاره خپور شو او د بودايي دين دريمه لويه جرګه د اشوکا په قيادت او د لوی عالم موګالی پوتا تیسا په مشر تابه جوړه شوه، چې په هغې کښې د مذهبي احکامو پر ترتیب او تدوین سر بیره داسې پریکړه وشوه چې يوهبودايي ډله مبلغان لرې هېوادوته ولېږل شي د دغو هېوادو اولېږل شویو مبلغانو نومونه اشوکا د خپل جلوس پر ۱۴ کال ( ۲۵۶ ق، م) په ۱۳ لمبر ډبرين فرمان کښې كيندلي دي، له هغه څخه څرګندېږي، چې څو تنه بودايي مبلغان چې مجهان تیکه مدهیان تیکه دهه مراکهیه ته، او مهار کهیته نومېدل، کندهاره او د آریانه ختيزو سیمو ته را استول شوی دي، دا مبلغان چې د دوتا Douta په نامه بلل کيده، د ( ۲۵۸ ق، م) په شاوخوا کښې د بودايي دين په تبلیغ بوخت وو او په همدغو وختو کښې انتيا کوس د سيليو کوس زوی د باختر پاچا و، چې د ده نوم يې د اشوکا په ډبرينو فرمانو کښې "انتیا که لیکلی دی. د موريا وروستی حکمران چې په دغه وخت کښې يې پر کابل حکومت کاوه، سوفا کازنس دی چې د باختر د پاچا ايوتيديموس د واکمنۍ تر پيله يې هم په ګندهاره او د کابل په لویدیزه سیمه کښې نفوذ درلود، ايوتيديموس چې په باختر كښې خپلواك پاچا شو ده د هندوکوش جنوبي خوا ته لښکرویوست او په کابل کښې يې د موریا نفوذ ته خاتمه ورکړه او تر هغه سیمې هم د باختري يونانيانو د خپلواك سلطنت وروسته د هندوکوش جنوب برخې شوې. د افغانستان په خاوره کښې د موريا سياسي نفوذ ډېر لنډو، اشوکاپر (۲۳۲) ق، م) کال تر څلوېښتو کالو پاچهۍ وروسته په ټکسیلا کښې مړ شو د ده په کهاله كښې يو مقتدر پاچا نه و چې د ده پر ځای کښيني او د ده ارت سلطنت وساتي، نو ځکه د افغانستان په خاوره کښې د دوی د نفوذ ځنځير هم وشلېد ، خو هغه دین چې اشوکاله ځان سره رواړی و، د هغه له فكري، هنري او فرهنګي آثارو سره تر زرو کالو پورې پاتې شو. و موویل چې بودا ځان په فلسفي مسايلو کښې نه و پېچلی، خوپيروانو يې د ده ويناوته د الهیاتو بڼه ورکړه چې د زمانې په تېرېدو سره دا دوه لوی مذهبونه ځنې جوړ شول: لومړی مهایانه یعنې لوی مذهبیون = يانه = په پښتو کښې د تک رفتار او مذهب مانا لري چې د هند په شمال، تبت او چین کښې تر ژاپون - جاپانه خپور شو او د ځای د پراخوالي او د قومو د ډېروالي په سبب ډیر تاویل پکښې پيښ شو، د دغه مذهب پیروانو تبلیغ مهم باله او ویل به یې هر فرد د كل جزو دی چې هغه انسان نومېږي او بيا دغه انسان د هغه لوی کل جزو دی چې د دهرمه کېش او عمل تر قانون لاندې راغلی دی، نو څوك چې غواړي د شر له لومي وژغورل شي، له نورو دې نه بېلېږي زيار ایستل بايد مجموعي وي نه انفرادي او دا ډول زيار انسان بودی ستوه Bodhisattva ته رسوي او د دې کلمې مانا د ژوندانه هغه دانشمندانه حالت دی، چې د نورو په خدمت کښې تېر شي نو انسان دوه مقصده لري، يو د پوهې زده کړه او بل بې له خپل ځانه پر بل مهرباني او د بل خدمت. دویم، هینه یا نه Hina- Yana (کوچنی مذهب ) نوميږي، چې تابعان يې په جنوبي هند کښې دي. دوی پر فردي زيار تکيه کوي او کتابونه يې زياتره په پالي ژبه دي حال دا چې د لوی مذهب کتابونه په سنسکريټ ژبه ليکل شوي او لکه چې چيني زايرانو د مسيحي عصر تر پیل وروسته په افغانستان کښې ليدلي دي، د دغه ځای په بودايي معبدو او ښارو کښې د بودايي بودا خپل دین پراوو اصولو سپېڅلې عقيده، سپېڅلې اراده، دواړو مذهبو تابعان وو. سپېڅلې وينا ، سپېڅلي ، رفتار، سپېڅلې ،روزي، سپېڅلي زيار او سپېڅلې پاملرنه بنا کړی و او ويل يې: هر چا چې پردغو اوو اصلو عمل وکړ له قيود و پاکېږي او خپل فکرپه یوه مخصوص ټکي کښې چې د خواهشو له ځنځيره بشپړه آزادي ده متمركز وي هغه وخت نو تر څلورو نورو مقامو تيرېږي

: ۱ - درشتیا پیژندنې په لار کښې څېړنه.

 ۲ - د حقایقو په پوهېدلو کښې تفکر

.۳ - ژور تفکر او سکون.

 ۴ - بشپر سکون او توازن چې "نروانه" (فنا) نومیږي. د فرانس نامتو محقق فوشه د بودا دین د خپریدو د سببونو په اړه وايي: د آريانا د ختيزو سيمو خلکو چې تل د بېرحمو ير غلګروتر پښو لاندې ژوبليدل د هخامنشي اسكندر او چندرا کوپتا د يرغلو تر لیدو وروسته دا دين چې له وینو تویولو بیزار و او د خود گذرۍ او ښه نیت توصيه يې کوله له خپلې سليقې سره سم وموند او کروند ګرويا کسبګرو خلکو هغه په آسانی ومانه. د بودا د دیانت پراختیا د اشوکا په توجه دې درجې ته رسېدلې وه چې دغه پاچا (۸۴۰۰۰) مذهبي ودانۍ يعني سټوبې توپ افغاني مقامي کلمه جوړې کړې وې، چې د دغو سټوپو شکل په کابل او کاپیسا کښې توپیر پیدا کړی او لوړې شوې دي، يعنې د سټوپې تنګاچه (سکو) څلور کنجه شکل موندلی او لوي والى يې زیات شوی؛ د کنبد او تنګاچې تر منځ یوه استوانه یې برخه اضافه شوې ده او د ګنبدې لوړه څوکه د شیروانی په شكل ليدل کېږي. خو د اشوکا د عصر سټوپو چې هندي خصوصيات يې درلودل، د آریانه خاورو ته لږ سرایت کړی دی. د اشوکا د وختو پاتې ليکنې چې د بودايي نصيحتو له مجموعې څخه دي د ټکسيلا تر ډبرلیکونو وروسته پر دوو ډبرو ليکلې پاتې دې، چې يوه له مانسهرې څخه لس میله لرې دایبټ اباد شمال ته د پکهلی د ناوې په مدخل كښې او بله يې د سوابۍ پر لويه لار د هوتی مردان ختيز خواته اته ميله لرې په شهباز ګړهۍ کښې پرته ده چې دواړې ليکنې په پراګریت ژبه او خروشتهی لیکدود دی، حال داچې د اشوکانورې ټولې ليکنې په هند کښې په براهمو ليکدود دي چې د لرغوني هند د نورو سیمه ییزو لیکدود و پیل دی. د اشوکا د همدغو اخلاقي فرمانو يوه بله ليکنه د لغمان او ننګرهار ترمنځ د درونټې په تنګي کښې وه چې پر درې کونجه غوندې ډبره په ارامي ژبه ليکل شوې او اوس په کابل موزیم کښې ده خو ډېر تاوان ورپېښ شوی چې څوليکې يې چې د څارویو د نه وژلو په اړه دي اوس هم ښکاري. د همدغه پاچا یوه بله مهمه لیکنه پر ۱۳۳۷ ل کال له خاورې څخه. راووتله، دا ليکنه د کندهار په زاړه ښار کښې چهل زينې ته نژدې د غره پر يوه کاڼي په يوناني او آرامي دوو ژبو او دوو ليکدودونو موندل شوې ده، چې پورتنۍ برخه يې په يوناني ژبه ۱۳ نیمې کرښې او کښته برخه يې په آرامي ژبه ۷ نيمې کرښې دي، چې د ټولې کتیبې اوږدوالی ۵۵ سانتی او له ۴۵ څخه تر ۵۰ سانتیو پورې دی پر هغې هم د ځينو نورو کتيبو په څير د اشو کانوم پیوداسس لیکلی شوی دی وګوری ١٦ مه نومره (عکس). د دغه ډبرليك له كتنې څخه پوهېږو چې د اشو کا د بودايي کېدلو سور يې پر لسم کال يعنې پر ۲۵۰ ق م لیکل شوی دی او په دغه وخت کښې د موريا نفوذ او بودايي ديانت تر کندهاره خپورو او د ده زياتره اخلاقي بنسټونه تطبيق شوي وو - حال دا چې په نورو ډبرلیکونو کښې د همدغو بنسټونو د عملي کولو توصيه کوي. د کندهار ډبرليك د يوناني ليكنې ژباړه داده پیوداسس پاچا د لسو کالو زیار ایستلو په پای کښې انسان ته اخلاقي اصول ورزده کړل او له هغه وخته یې د ټولې ځمكې خلك لاښه ديندار او لاښه نېکمرغه کړل پاچا د څارویو له وژلو څخه ځان وژغوره نورو ښکاريانو او كب نيوونكيو خلكو له ښکار او كب نيولو څخه لاس واخیست او د مور او پلار په نمانځنه یې لاس پورې کړ نو تر دې وروسته به په دغه ډول ډېر ښه ژوند ولري. له دې ډبرليك څخه څرګندېږي چې تر میلاد دمخه د دریمې پېړۍ په منځ کښې په افغانستان کښې يوناني او آرامي دواړه ژبې او ليکدودونه وو، د يوناني ثقافت اغيزه دومره غښتلې وه چې په کتیبو کښې يې لومړی ځای يوناني ژبې او ليکدود ته ورکړی و، دا هغه عصر ته نژدی و چې په باختر کښی یونان باختري خپلواك دولت جوړېده حال داچې د بودا د دين اغېزه اويوناني فرهنګ د اراکوزی تر سکندر يې زاړه کندهار) پورې رسېدلې وه خو کټ مټ په همدغو وختو کښې د هخامنشیانو له بقايا و څخه آرامي ليکدود هم په دغه سیمه کښې و.