32

اوستا ژبه، یا زند Avesta, Zend

د پښتو ادبیاتو تاریخ ، څلورمه برخه

دا ژبه په باختر کي له زړې اصلي آريائي ژبي څخه د ويدي ژبي سره يو ځاي او غبرگولۍ وزیږیده، نو ئې باختري ژبه هم بولي، اوستا ئي له دې جهته بولي، چه د اوستا د کتاب پخواني او خورا زوړ ټوک "گانه" په دغه ژبه ليكل شوي دي، دغه ژبه زند Zend هم بلله كيږي.

مدققين وايي: چه د اوستا د ژبي چه گاته په لیکل شوی دي، او د ويدا د ژبي لږ فرق هم نسته، او په جزوي اړولو او تبدیل سره چه معین اصول لري، د يوې ژبي يوه خبره په ها بله ژبه اړولاي سو.

د اوستا ژبي په روحاني ډله او مقدسو کتابو اړه درلوده، او بیله پخپله اوستا بل کتاب او ليک په دغه ژبه ندي پاته که څه هم د اوستا کتاب او د زرتشت دین په ايران کي خپاره سول مگر تر ايراني هخامنشي دورې (۷۳۰ تر ۳۳۰ ق، م) وروسته چه اسکندر پر ایشیا مسلط سو نو د اوستا نسخي هم ورکي شوې، مگر وروسته بيا د اردشير ساساني ٢١٢-٢٢٦ ع په امر اوستا را غونډه سوه نو له دغه جهته اوس د اوستا زوړ متن ندي پاته، فقط د گاته برخه ئې زړه او د زرتشت قول بلله كيږي.

دا ژبه اوستا بلله کیږي، چه شرح ئې وروسته راځي، په حقيقت کي زند Zend د اوستا کتاب پهلوي شرح وه چه وروسته دا دوه نومونه په گډه ”زند اوستا“ د متن پر اصلي ژبه اطلاق شوه، که نه وي پڅپله زند د اوستا د تفسیر ژبه يعني پهلوي ده.

د پهلوي تفسير يو بل تفسير هم درلود چه هغه (پيتي زينتي) يعني مکرر تشریح یا پازند بولي، د دی تفسیر التفسير ابهام تر پلهوي لږ دي، او هم ئې رسم الخط نسبتاً واضح دي يا زند له پهلوي څخه لږ څه بيلتون لري او ټول کتب چه پکښي موجود دي د پهلوي نسخو تفاسير او شروح دي.

له دې ملاحظاتو څخه داسي ښکاري، چه لومړني اوستا چه د زرتشت د عصر ژبه وه، او د اوستا کتاب په کښل شوي وو ورو ورو له باختره شا و خوا خپره شوه، په ايران کي زړه پاړسو (فرس قدیم) رواج شوه، وروسته پهلوي ژبه او پازند ځيني را ووتې، نو په حقيقت کي اوس د زړې باختري اوستايي ژبي آثار ندي پاته. گاته چه د اوستا یو ټوک دي د محقيقينو په قول هغي زړې باختري اوستا ته نژدې دي.