سوما - يا - هوما
اريايي خوندور او قوي شربت چې بوټي يې د افغانستان په غرونو کې ډېر شنه کېږي.
یوه ډېره په زړه پورې موضوع چې د اريايانو د ژوندانه په لومړۍ دوره کې د هغوی د ژوند په ګڼو اړخونو لکه ټولنيزې چارې، دود ، عادات او حتى مذهب پوري اړه لري او که ووایو چې د افغانستان له غرونو سره يې اریکی هم بی ربطه نه دي. هغه يو ډول خوندور قوي شراب دي، چې د ويدي) او (اویستايي) عصر اریایانو په یو ډول پېژندل دي شرابو څو ترکیبونه درلودل چې تر ټولو مهم ترکیب یې په غره کې یو خودرویه بوتی و، چې عصاره نومېده او دوه نور ترکیبونه يې په ډېره پېمانه شيدې او کبینه و و پورته یاد شوی بوټي ته يې اصلا (سوما) ويلي، چې همدا کلمه په اوستا کې د (هوما) په بڼه راغلی، لکه چې موږ د لغت پوهنې د قانون له مخې پوهېږو، چې د (ويدي) ژبې د (س) توری په اوستا کې په (هـ) اوښتی نو ویلی شو چې د (هوما) حرف همغه (سوما) دى او سوما هغه غرنی بوټی دی، چې د لوړو غرونو په لوړو څوکو کې راټوکیږي په همدې وجه د سوما بوټی د ټوکېدلو د محل په خاطر چې اوستا کې يې بادونه شوې د افغانستان لپاره يو خاص ارزښت لري، ځکه چې د اوست په ـ ه برخه کې، چې هوم يشت) نومېږي او د (هوما ) د شرابو ستاينه پکې شوي.
وړاندې له نورو مطالبو څخه يې داسې څرګندېږي، چې د (سوما) يا (هوما) بوټی د افغانستان په ټولو غرونو کې او په ځانګړي ډول په هغو غرونو کې، چې د ګوربت له الوتنې څخه هم پورته وي چې مطلب ورڅخه د هندوکش لوړه څوکه ده، شين کېږي. له دې سره سره د ويدي سندرو له يادونو او په او پستا کې تر لیکلو وروسته دې نتيجه ته رسېږو. هغه وخت چي اريايان د هندوکش دواړو خواو ته اوسېدل او په هغه دوره کې، چې د افغانستان له لوړو غرونو څخه يې يو پلو او بل پلو ته هجرت کاوه د سوما بوټي يې د افغانستان په منځنيو غرونو کې موندل او د هغې له ځانګړي خاصيت نه يې خبر وو ، چې د شیدو او ګبینه تر ګډېدلو وروســـــــته يې ترې شراب جوړول. هغه پوهان، چې د اريايي ټولنې هند و ارياني) د ټاټوبي د څرګندولو لپاره يې هلې ځلې کړي د افغانستان په غرونو کې يې د اريايانو د اوسېدلو له دلايلو څخه یو همدغه د سوما يا هو ماد گیاه موجودیت دی. په دې کې شک نه شته لکه څنګه چې د سوما شراب اریایانو کارول او د هغې په خوړلو ورته خوښي حاصلېدله او په عين حال کې د مستۍ او نشې سبب هم ګرځیدل. اريايي شاعرانو يا ريشي) په سندرو کې د سوما د بوټي ټولول د ښکلو جينکو په ګوتو د هغه بوټي شکول او په لویو او هوارو کاڼو يې د هغې شيره ايستل ښودلي د شيري صافول يې د پسونو له وړيو جوړي ټوټې نه او بيا يې په پخو خټينو لوښو کې تر اچولو وروسته اوبه، شیدې او ګبینه ورسره ګډ کړي، چې دا بیان هغوی په ډېره ښکلا او شاعرانه ژبه کړی دی. معمولا به نجونو او ځوانو ښځو شپې د سپوږمۍ په رڼا کې د غرونو په لمنو کې د سندرو په ويلو د سوما بنوټي ټولول، د ويدي د دورې شاعرانو به د سوما قوت بخښونکی بوټي له ځوان غوايي سخوندر) سره ورته باله او بيا د هغې شيره يې له اوبو سره د ګډولو پر مهال د ځوان غوايي په چمن کې د ورګډېدلو سره تشبیه کوله، کله چې به يې سـ سوما له شيد و او كبينه سره ګډ کړ، نو يو ډول زېړه شيره يي يا سپوږمۍ ته ورته رنــگ بــه يـې پیدا کړ، خو تر خوړلو وروسته به يې چې په بدن کې ورته کومه خوشــالـي پیدا کړه، نو په شاعرانه تشبيهاتي انداز کې يې هغه اسماني شربت باله او د هغه شربت له څکلو نه به یې د خوږ او ارزښتمند ژوند انتظار کاوه او له همدې امله يې هغه د ارتيا) یا تل پاتې خوشالۍ په نوم ياداوه او داسې تصور یې کاوه چې د دې په څکلو به د خيال په حال کې د يامايا جمشید) ترخوا رسيږي، جام و جم چې څومره زموږ په ادبياتو کې شهرت لري هغومره يې تر تاریخ دمخه دوره کې زموږ په ذهنيت، زړو او افکارو فکر مندي او زموږ پرچاپېریال یې اغیز درلود . د همدې لرغونتيا له مخې څو زره کاله کېږي، چې (جام) و (جم) په خپلو کې پېوست او دواړو نومونو زموږ د زرګونو کلو تاریخ نیولی او خوندي کړی دی. په ځينو ويدي سندرو کې يې ((سوما)) د سپوږمۍ په مانا هم راوستی او داسي فکر یې کاوه، چې سپوږمۍ اصلا له شيد و نه ډك يو لوښى دى او په همدې خاطر ډیره سپينه رڼا لري اريايانو تصور کاوه، چې د ځمکې خلکو د خوښۍ د محفل په څېر په اسمانونو کې هم د نوراني زراتو او ستورو له خوا محفلونه جوړېږي او د هغوی په عقيده د سپوږمۍ په کراره، کراره د وړکتوب وجه دا وه چې له اسماني لويې کاسې نه د سوما مشروب څښل کېدل یا خوړل کېدل ترڅو د کاسې څنډه، چې د سپوږمۍ نرۍ دوره وي هم له سترګو پناه کېدله او بیا به لمر د ساقي نقش غوره کړ او بيا به يې لويه اسماني کاسه له سومانه ډکه کړه. په هر حال د ويدي سندرو په مجموعه کې د سوما په نوم سندره او د او ستا په یشتونوکې هم (هوما) په نامه يوه يشــــتـي موجوده ده او دا د اریایانو په پخوانیو افکارو کې د هغې ژوره اغېزه څرګندوي، چې د دواړو دورو او دواړو عصرونو اریایانو دا بوټی او دا خوشالونکی او خوندور مشروب پېژانده او د دې بوټي د پېدا کېدلو منبع او د شين کېدلو ځای د ټولو د ويناو له مخې د افغانستان غرونه وو او لکه څرنګه چې په دې غرنيو سيمو کې شیدې او ګبينه ډېر و او دي، نو ځکه د دې مشروب جوړول د افغانستان په غرونو کې د اوسېدونکيو اريايانو په منځ کې ډېر دود و او تل به يې جوړاوه.