32

د اتلسم قرن په اوایلو کي د افغانستان د بیا آزادولو لپاره د میرویس مؤثرحرکت

پښتو مقالات

زمانه کله کله د ملتو په منځ کی نوابغ او وتلی خلک پی کوی چی د دوی په همت کښته لوېدلی او نفاق وهلی خلک پر یوه ملی موقف ســـره راتلیږی او په یوه اتفاق د لوبو کارو لپاره ملاوی تړی. مگر داسي نوابغ ډېر لږ پيدا کيږي، او د زمانې مور ډېر اوږده کلونه شنډه وي، څو چي کله کله نوابغ وزېږوي.

 که څه هم دغسی نوابغو په پیدایښت کی ځنی تاريخي او اقتصادي او اجتماعي عوامل او را عوامل مهم مرکزي وي که د نابغه خلق او ذات او شخصیت هم ډېر اثر لري، هر نابغه بايد ځني داسي صفات ولري چي د خلکو قيادت وکړاي سي.

 د افغانستان په تاريخ کي سياسي ـ جنگي ـ علمي ـ ادبــي او روحاني نوابغ تېر سوي دي او يو له دغو څخه حاجي ميروبس خان نابغه گڼو مگر دي نه لوي پادشاه او جهانکشاي دپر - هوتك دي، چي دي و، او نه لوي عالم او. دانشمند و نه لوی لیکوال او ادیب و، خو د لوبــو پادشاهانو سیاست مداری، د غښتلو جهانگیرانو دلاوری، د پیاوړو عالمانو دانشمندی، او د و ژبو ادیبانو او خطیبانو غوندی اغېزه ناكه وبنا او د لوړو روحانیانو په توگه یې روحی اغیزی درلودې. نو باید داسی ووایـــو چی میرویس خان مشر او د خلکو له منځه راوتلی قاید وو . ملي قائد همشه د اخلاقو او روحي اغيزو په مرسته د خلكو پر روح او زړونو باندي مسلط وي.

خلك دى خپل غمخور همدرد گڼي او د ده په وينا كي د اخلاص او رښتيا دوني اثر وي چي خالي خلك د ده په لار. صفات ټول په ميرويس خان كي جمع وو. د ميروبس په نيکونو او کورنه کی خو لا دمخه د مشرتبه صفات او لوازم موجود وو، د بابا هوتک کورنۍ په زابل کی د پښتنو مشره او درنه کورنه وه، د ده مور هم د تو خو د مشرانو له کورنی څ ده وه، دِه ده، پرورښت په داسی محیط کی سوی و، چی دی باید یو جامع الصفات قاید راوزي.

 یې په یوه ستر . ميروبس تر خانوادهوي عصبيت لوړ مزاج درلود، او ټول افغانان گه ليدل د ده روحاني اثر دوني و، چي نه يوازي پښتانه د ده سره ملگري و، بلكي ټول افغانان هم ورسره ولاړ وو، دراني ـ غلچي – بلوڅ- هزاره د ده  ملي حركت مؤید وو.

 د میرویس لوړ نظر خپل ټول خلک په یوه راز لیدل او د خپل ملت د آزادۍ لپاره یې هڅه کوله او ده د ارغنداو پر څنډو د هغه ملی غورځنگ بیناد کښېښو چی دھرش کاله پشه تر ده ورو افغانستان دنیا په نقشه کی بیا یو آزاد او غښتلی سلطنت وایی چی نازو د میرویس مور به تل ده ته د لوبو کارو انجام توصیه کوله او دا هغه لوی کار و چی د میروبس په لاس انجام سو یعنی د افغانانو اتحاد او د پردیو حکمرانانو له غلامی. څخه نجات .


ميروبس یو تکړه سیاسی دماغ درلود ده خپل موقعیت د هند او ایران د دوو قوي بادشاهيو تر منځ په خورا دقت او غور سنجولي و. هواد ایشیا د دوو لوبو امپراتوریو تر منځ دو صفویانو او د هند د تیموربانو هگه کورنۍ چی پر ټول هند او ایران یې حکمرانی کوله.

 ميروس د اصفهان دربار په غور مطالعه کړي و د حسين صفوي پاچا عقلي او روحاني ضعف ورته معلوم، و دربار رجال او د مشران ښه پژندلي و او دا هم ورمعلومه و چي د هلمند او ارغنداو ناو له يي قديمه، څنگه. پهلوانانو زانگو،وی وې، او دغو خلکو د هغه وخت په سیاسی وضع کی د جغرافیا او اقتصاد پر بنیاد څنگه مهم موقعیت درلود. روابط ميرويس تر وخته پوري له دواړو شرقي اوي يعني د ډهلي او اصفهان له دربارو سره سم ساتل خو دي د خپل قوم په تنظيم او اتحاد موفق كېدئا مگر هغه وخت چي ده دغه بيلي بيلي گوتي د يوه قوي سوك په ډهول راته . وخت دی د میدان د لارو سپاهی او د جنگی لښکرو سالار سو. او د ده شخصیت دلته په درو توکو کی ښکاره سو : د قوم په منځ كي رهنما او مشفق پلار چي خبره يې خلکو منله. د جنگ پر میدان دلاور او بریالی سپه سالار چی د صفویانو امپراتورۍ ته یې شکستونه ورکول. 

د سیاست پر ډگر یو پوخ او هوښیار دیپلومات چی خپل موقعیت یې د افغانستان تاریخ پر اساس د یوه مرکزی سلطنت سلطنتی د بیا جوړولو لپاره ښه سنجولای سوای میرویس لیدل چی په افغانستان کښی تر پخوا ډېری قوه اوه و جوتلی غزنویانو - غوریانو - تیموریانو غټ غټ دربارونه تشکیل سوئ وو، له تاریخچه څخه د ده سیاسی استنتاج هم سیاسى استنتاج هم دا و چی دا مځکه د سیاسى تشکیلاتو لپاره تاریخ او اقتصادى استعداد لری او هغه شرایط دلته موجود دي چى د هند او ايران تر منځ یو د سلطنت او ادارې او ثقافت مركز محمود وي او د سلطان. او يعقوب ليث او محمد غوري غوندي لوړ حکمرانان دلته وروزل سي، او د ميرويس دغه سياسي استنتاج و چي ده خپل حرکت په جرات او متانت،وکئ او د ده خوب د احمدشاهي لوړ سلطنت په تشکيل کښي تعبير سو.

  د ميرويس دلاوري سياست،مداري جنگي كارنامي او نور صفات هر يو د تقدير او منلو اوستايلو و دي، مگر زه تر ټولو د ده قدرت او نفوذ مهم گنم ځكه چي ده يو متفرق او استعمار خپلي قوم سره راټول كه او د دوي. په منځ کی یې اعتماد پیدا کی، دوی یې داسی غښتلی او قوی کړه چی د ایشیا له یوې خورا غتی امپراتورۍ سره و جنگیږی.

 د میرویس دغه کارنامه ځکه د ستایلو و ده چی تر ده دمخه په خلکو کی اعتماد او اتحاد نه و پردو د خپلو ګټو لپاره په دوی کی قبیلوی نفاقونه اچولی وه چی دو یوه قبیله به مخی زور سوه هغه بله. به يو خان ​​يا ملك قوي سو د هغه پښي به يې د ها بل خان په چاړه ور پرې كولې د ميرويس كمال او لوي ولي هم دا و چي د داسي پاشلي او نتلي قوم په منځ كي يې اعتماد، یو والی، خپلوی او دوستی پیدا کړه کله چی میرویس خپل حرکت په قندهار کی شروع کاوه، نو ده څو واره د قوم نوبی رگې راوغوښتې په دغو جرگو کی بـه غلجی - درانی _ بلوڅ - هزاره او ټول د خلکو نمایندگان او مشران حاضرېدل ، او فیصله به یې هم دا وه ، چی دصفویاڼه غلامی څخه څنگه ځانونه خلاص کی او څنگه به ​​د دوی ساخلو په قندهار کښی تباه کوي. چی جرگو به دغه خبره سنجوله څنگه به ​​جنگ کوی؟ په چا به یې کوی؟ څه به خوري؟ او آیا دغه حرکت ديناً جواز لري که يه؟

 په خلکو کی دونی اعتماد او اخلاقی متانت موجود و، چی د څو کالو د جرگو احوال هیچا د صفویانو د حکمران تر غوږه ونه رساوه. د میرویس د پیروانو ایمان او عقیده دونی کلکه وه چی یو نفر جاسوس هـم چی نسو پکښی پیدا چی گرگین صفوی حکمران له خطرناکو عواقبو څخه خبر کړی. یقیناً په یوه نتلی او ځپلی قوم کی دونی روحانیت پیدا کول د میرویس غټه کارنامه ده او دا هغه وخت موږ اندازه کولای سو د ده معقول حرکت د پیر روښان تر غورځنگ وروسته په مقایس چی. توگه تحلیل کو :

 د پير روښان حركت خو اساساً د يو اجنبي ظالم قوت په مقابل كي د پښتنو روحي رد علم و مگر په دغه حركت سياست مداري او عقلي سنجش زيات د تصوف او روحيات عناصر ډېر وو، نو ځكه د ډهلي دربار د هولو. په دینی او روحانی وسایلو لاس واه او د آخوند دروزه دینی ډله یې پخپله د پښتنو په منځ کی پر پښو ورته ودروله او د تکفیر په ابزار د دوی حرکات خویډ کړل جنگ نو پیر ده روښان خو آزادی او. په صوفیانه تبلیغ او جنگی کرانامو کی ښکاره کېدئ. مگر میرویس خپل حرکت پر عقلی او سیاسى سنجش او دی ملیت پر تبلیغ باندی بنا کړى و، نو ځکه کامیاب و او هر ملی حرکت چی پر سياسي پوهنه او ميچونه باندي ولاړ وي هغه حتماً بريالى كيږي.


د ميرويس سياسي مطالعه هغه وخت پراخه سوه چي ده د هند اوضاع او د تيموريانو د آخرينو پادشاهانو ضعف د افغانستان په شرقي ولاياتو كي وكوت او بيا نو ولاړ ايران او د اصفهان دربار يې په غور مطالعه كئ او بيا د حج لپاره ور تير سو د. عثماني امپراتورۍ اوضاع يې په عراق او عربو كي وكتل. د ده مطالعات دا وو که دی د اصفهان له درباره سره ونښلی نو آیا دغه دربار له داخل خارج از څخه څونی قوت لری؟ ده وليدل چي د دربار حال د داخلي رجالو د اختلاف په باعث دوني ناوړه دي، چي پر ميرويس باندي له اصفهانه تر قندهاره لوبه لښکر کشي نسي کولاي او هم دغه دربار له خارج کومه قوه نسي را جذب چي هغي دي پر ميرويس باندي است. دا وې د ميرويس د نبوغ او بري سياسي او اجتماعي خواوي.

 میرویس سلو کالو اسارت وروسته بیا د افغانستان د آزادۍ اساس په کندهار کی کښېښود چی په سلطنتی نتایج کی د هرات د تېموریانو تــر امپراتورۍ وروسته، یو آزاد حکومت په کندهار کی بیا تاسیس سو، او ترمیرویس وروسته دغی افغان. امپراتوری تر اصفهانه پوری ورسودی او بیا د احمدشاه ابدالی په همت تر ډهلی پوری خپور شو. نو میرویس په تاریخ کی د افغانستان د استقلال یو پخوانی حامي او  مؤسس دئ (۱)

 عرفان ،مجله ۱۳۴۷ ل ،کال ۵ مه گڼه، ۸ – ۱۰ مخونه.