32

د ځايو نومونه

د پښتو ادبیاتو تاریخ ، څلورمه برخه

په اوستا کي ډير د ځايو نومونه ذکر شوي دي چه اکثر زموږ په هواد اړه لري یعني د دې زاړه کتاب جغرافيائي معلومات ټول د هغو ځايو بحث کوي چه زموږ په وطن کي واقع دي، د دې نومو څيړنه هم موږ ته د پښتو لغات په اوستا کي په لاس راکوي او دا را ښئي چه پښتو لغات او کلمات په هغه عصر کي دوني خپاره وه چه د اکثرو ځايو نومونه پښتو وه. په دې کتاب کي د اوستا جغرافيائي معلومات زموږ مقصد ندي فقط د هغو ځايو نومونه تحليل کوو چه د پښتو لغاتو څرک پکښي معلوميږي.