32

روزنامه غزوات هندوستان

د افغانستان د پښتنو د تاریخ نومورکي مؤرخین

دا کتاب د امیر تیمور کورگان د فتوحاتو بیان دی، تر هغه وخته چي دی په ۸۰۱ ق کال هندوستان نيسي. مؤلف یې غياث الدين على بن جمال الاسلام دی چي په فارسي ژبه يې دا لنډ کتابگوټی کښلی و.

د افغانستان او پښتنو په تاريخ کي دا کتاب له دې جهته گټه ور دی چي د امير تېمور سفر او جنگونه له هراته تر کابله او اباسینه راښيي، او په اوسنۍ پختيا ولايت کي د پښتنو مشرانو نومونه او قبيلې او جغرافي ځايونه هم ذکر کوي.

د دې کتاب یوه خطي نسخه چي په ۱۰۱۵ ق کال کښلې سوې وه په پتروگراد کي وه او يوه روسي محقق ليوز یين تصحیح کړه چي بيا نو ۲۱۲ مخه متن او ۲۰ مخه فهرستونه له يوې روسي مقدمې سره واسيلي بارتولد د پتروگراد د دار العلوم به مطبعه کی چاپ کره ۱۹۱۵م.