32

ملا عبدالباقي افغان

د پښتو ادب لنډ تاريخ

د پښتو د اخيرنۍ دورې په ادبياتو کي چي کوم فكري تحول راغلى دئ د هغه يوه برجسته نمونه د دغه سړي په کلام کي لیدله کېږي. دی تر( ۱۲۷۰هـ ق) وروسته د کندهار په ښار کي پيدا سوی او په (١٣٠۶ هـ ش) کال وفات سوى دئ. په شعر کي يې تخلص افغان و او د خپل عصر يو باعمله عالم او صوفي شمېرل کېدی، په وارو وارو يې له وطنه څخه تر مصر او حجازه پوري پياده سفرونه کړي دي او تر کلکتې پوري هم تللی دئ.

د هند مشهور عالم مفسر او سياسي رهنما مولانا ابوالکلام آزاد خپل ترجمان القرآن تفسیر د دغه سړي په مجهول نامه اهداء کړى دئ، ځکه چي دغه عالم د قرآن د تفسير د ځينو پښتنو له پاره تر کلکتې پوري پياده سفرونه کړي وه، دې فکور عالم د پښتنو د بدو عاداتو د اصلاح او انتقاد له پاره د (۱۳۲۰ هـ ق) کال په شاوخواکي يو منظوم پښتو کتاب ليکلى دئ، چي وزن ئې اوږد مثنوی او نوم يي تبيين الواجبات في التخريب

العادات دئ، داكتاب تقريباً (۶٠٠٠) بيته لري او دکتاب په سر کي داسي وايي :

را اخیستی مي شهباز دئ د خپل عشق رباب وهمه

 نغاره د اسلام كوك سوه دواړه برېته تاوومه 

سو شراب ساقي له عشقه عالم ټوله سوګل رنګه 

خوشحالي د هغو چي يې زړه پاك سو له زنګه 

څه نغمې څه ترانې دي قسم قسم آوازونه 

قمریان پر ښواخ ناست دي مطرب نوي کړه سازونه

خم په جوش پیاله په دور قلقلي سو د صراحي

مستانه په رقص راغله درب دروب د پاکوبي 

خورا پسته پښتو وایه بلنده مه درومه افغانه! 

که قلم بافضولي کا ټينګ ئې نيسه له بيانه 

التماس د سعادت کړه پښتانه لره د خدايه 

د نېکۍ خښته ئې کښېږده ښه محکمه له تهدايه

افغان د پښتو په اجتماعي عيبونو انتقاد کوي او د دوی د اجتماع په منځ ورننوزي او د يوه اجتماعي نقاد جوله پيدا کوي، 

مثلاً پښتانه سوداګران په مالو كي ناوړه شیان ګډوي او خالص مال بازار ته نه راوړي، دا کار لکه چي شرعاً ناروا دئ په اجتماعي او اقتصادي لحاظ هم غندلی دئ او د تاجر اعتبار وركموي، افغان وايي :

خيانت له مسلمانه سره منع دئ په دين كي

فریبنده او حیله ګر سو په انګار آتشين کي 

 چا چي غش په مال کي وکی هغه نه دئ زموږ له ډلي

 دا حديث له مصطفی سو چا له نسته چي دا ولي

  که موچڼه که څپلۍ سوه چي په منځ کي وي خرڅوړي 

 دكومك لحاظ يې نه وي په قیامت به کښته ګوري

 د لندن کافران ګوره غوټي خلاصي کړي دلته

 پرهغه قرار ښکاره سي چي ليکلي وي هلته

 د عراق وړې غوزې دي د ورېښم په شان پېچلي 

 په دوه چند قیمت خرڅيږي سپيني پاکي صافي ولي

 ستا دونیم په يوه شمار پاکېده يې خرڅي غواړي

           د دنيا فهم چي دا سو حق تعالی دې وله نغاړي

 يو د بله کړي نسبت چي د پټان پټان دروهلې

 دين دي سپك په نظر ورکی داسي مه کوه نتلې

 ته باید چي  مقدا او رهنما ئې و ملت ته

 لمر خاته لوېده رابولي صفوت او شریعت ته

ستا د غش په چپلاخه د لويانو مخ خوږېږي

ځکه  موږ ته رسول وايي چي له ډلي دي بېليږي

سترګي روني کړه ناكسه ځان وګوره بيدار سه

         خس؟ دزدي د مېړه عيب سو له خپل ځانه خبردار سه       

پښتانه په کلو او کوڅو کي ناپاکي پاشي او د نورو د صحت مراعات نه کوي افغان دغه اجتماعي او صحي عیب ته هم متوجه دئ او دا داسي انتقاد پرکوي :

که د څا اوبه راتلې و داسي ځای ته چي ضرر و

 د بوده او د سړیو پر خټ بېل د ده ممر و

د حساب تخمین يې وکړه هر حيوان چي پرې تېريږي

 په لحد کي يې عذاب دئ څو ابرو یې کوره کيږي

انبارونه د بامو چي دکوڅو و میان ته پاشو

 د دوزخ د اور ازغي دي د لحد دپارې تراشو

افغان کله کله د خپل قوم د عظمت په ياد کي مستي کوي او ځوانانو ته د مېړاني او سلاحشورۍ درس وايي:

توپك ښه اسباب د دین دئ

خوار سړي له تبرزين دئ

 پڅه توره دي تېره کړه 

که دي رب ته تندی سپین دئ 

بدن آس دئ پر سیاره سئ

په یوه ګراتۍ پوره سئ

توپك واچوئ اوږو ته 

يو بل په ننداره سئ

 زما نوبت په کله راسي 

ربه غم مي زړګی تراشي

چي د توپ ګولۍ مي درومي

د مکاب کنګري تراشي