د پټي خزانې نثر ته يوه كتنه
په تیرو شمارو کښي مي د پښتو د ادب د نوي کشف سوي خورا مهم کتاب پر شاوخوا لږ څه څېړنه وکړه او ځني ادبي او لغوي او تاريخي مزايا مي در وښوول، ځکه چي دده مهم کتاب هره خوا د و او. دې گڼه کښی غواړم چی دنثر له پلوه ئې مهم څرگند کړم، ځکه چی دغه کتاب له دې لامله هم مهم دی، او ښایی چی دپښتو دنثر په تاريخ كسي دپښتو او غروړي ښه وسپړلي سي لږ څه به دپښتو دنثر تاریخ ته هڅه وکړم، بیا به نو دتاریخی څېړنی په سیوری کښی خپل. مطالب ښکاره او روڼه کړم.
د پښتو نثر تر ۱۰۰۰ ۵ دمخه:
د پښتو نثر خورا قدیم او پخوانی اثر چی تر اوسه زموږ لاس ته راغلی دی، هغه څو پاڼی دی چی دمرحوم سلیمان ماکو د ورک کتاب.
تذکره اولیاء څخه راپاته دي او دا پاڼي زموږ دژبي د نثر ليكلو زوړ او پخوانی ډول راښکاره کوي.
دمخه تردې چی د سلیمان ماکو دکتاب خو پاڼی زما لاس ته نه وې راغلی، ټولو دا گمان کاوه چی د آخوند درویزه نیم منشوری لیکنی د پښتو قدیم او زوړ د نثر سبک دي.
مگر وروسته چی د سلیمان ماکو د کتاب پانی ما وموندلې، او طبع او خپرې سوې دا خبره ورسره زباده سوه او څرگنده سوه، چی د آخوند درویزه دمخه پښتنو د ژبی دلیکنی دپاره یو خورا ښه سبک. درلود. دسلیمان ماکو نثر که څه هم داسی نثر نه دی، لکه اوس چی ئې موږ لیکو، مگر دژبی محاورې او اساس ته خو ډیر نژدې دي، او دا ښکاره کوي، چي زموږ پخوانو پھوشتنو د( ۶۱۲ ه) په شاوخوا. ،لیکه او مقفی او مسجع لیک نی نه درلود. مگر تاسي ته به ښه ښکاره وي چي دمغولو تر دور را وروسته په پارسي نثر کښي هم يو خورا کرغيړن تصنع گډسو، چي دپخوان ساده او سليسي انشاء ښېسيگڼي ئهسو، ٨ولي و، ٨٨. هغه ته نثر مسجع ویلی سی ، پښتو هم دې مضر اثر وکړ او دپاړسو دمسجعو اومقفی انشاوو پی در مقابل او تقلید کښی پیر روښان په خیرالبیان کښی تر ۹۰۰ خبر هـ وروسته یو دنثر لیکلو ډیر چیر کرغېړن سبک اوست. ې تر ده وروسته آخوند درویزه په مخزن اسلام کښی هغه سبک و پاله اوداسی ئې خپور کړ چی تر درو څلورو سوو کالو پوری ئې خلقو تقلید کاوه لکه چی ما دمخه هم په یووه څېړنه کښی کښلی وه لمړی سړی چی د ژبی دې نقص ته متوجه
سو او دخیرالبیان ناوړه سبک ئې پرېښو او دپخوانو په څېر تې ولیکل دپښتو پلار شاد خوشحال خان و چی زامنو او لمسیونی هم دده سبک و پاله او تاریخ مرصع او پښتو آثار گلستان غوندي آثار ئي په نثر وکښل.
څلوېښت کاله دخوشحال خان تر مرگ وروسته دکندهار په سیمه کښی یو بل زبردست لیکونکی او مؤرخ پیداسو چی دلیک یو رون او خوږ سبک ئی راویوست چی هغه نو محمد د داود خان هوتک زوی ؤ چی پته خزانه ئ استاد ددې غښتلی او گړندی لیکوال دسبک اثـر مــوږ په وروستیو لیکونکو کښی هم په ښه ډول وینو بلکه محمد هوتک تر ۱۰۰۰ داده هـ وروسته په دې درې نیم سوه کاله کښی دلسیک د اوسن. بیان ناوړه سبک د ورکولو دپاره خو خوشحال خان زیار و کېښ مگر ده ئې ټولی ناوړی نه سوای پرېښولای نو څه دهغه تر اغېزې لاندی هم سو مگر د پټی خزانې لیکونکی په دې جهد کښی بریالی ،سوے او خپل نثرئه ځلی کړ ، او له هغه جوغه آزاد کړ.
د محمد د نثر ښېگنی :
محمد هوتک نثر له مسجعو او مقفی عرفاتو څخه باراتو بساطت ته ښه راندې کړ او لکه چی ښایی محاوره ئې پر نثر غالبهکړه یعنی د خپلو مطالبو په بیان کښی د نورو ژبو تر اغېزې نه سولاندي، مثلاً : سليمان ماكو د جملو په تلقين كښي د عربو تر اثر لاندی ،ښکاریږی او بیا خوشحال خان او عبد القادر خان او افضل خان او نور نثر لیکونکی د پاړسو تر وړانگو لاندي دي، خو محمد
هوتک له دغو اغزو څخه ډېر ځان ژغورلی دی سری چی دده نثر لولی نو داسی خیال کوی چی یو پښتون په ژبه راسره ږغیږی او قلم ئی پر محاوره اغزه نه ده کړي.
زه دا نه وایم چی د محمد نثر له ټولو ناوړو څخه تش دی خونسبت نورو لیکوالو نه نه نه ته دده نثر سپېڅلی، غوره او تکړه ښکاری، دبیان قوت لری او دمعناو په تصویر اولیک کښزهی ځان. ه وخت غښتلی او گړندی بل کیږی چی دلیک تعابیر ئې د ژبی د عنصری اصولو سره سم و او دبیان او څرگندونی پر وخت ئې ځان داسی په واک وی، چی له نورو ژبو څاخه خانوما لعنتی اونک د. چی وايي
: محتاج د نورو نورو نغریو سي
سړی چی خپله کټوه ماته کا
د خپلو محاوروي ښېگڼو په پرېښوونه د نورو تعابیرو ته په لیک کی اړ نه سي او دخان ادبي اړتياوي له خپلي ژبي څخه بشپړی کړی. محمد هوتک تریوې اندازې په دې مهم کار کښی بریالی ښکاری او لکه نور دمخنی لیکوال هر ځای او هر گړی پردیو تعابیرو او افادو ته کچکول په لاس ولاړ نه دی کچکول په لاس ولاړ نه دی کچکول په لاس ولاړ نه دی کچکول په لاس ولاړ نه دی کچکول په لاس ولاړ نه دی کچکول په لاس ولاړ نه دی کچکول په لاس ولاړ نه دی کچکول په لاس ولاړ نه دی کچکول په لاس ولاړ نه دی کچکول په لاس ولاړ نه دی کچکول په لاس ولاړی. مطالب خواره ، روان ، جذاب او خونده ور لیکي.
د مثال په څېر دغه لاندي کرښی وگورئ:
مرحوم سلیمان ماکو چی نثر ئی د قدماء دلیک یوه نمونه ده، لکه دمخه مي وول، له اوسنۍ محاورې څخه ډېر ليري نه دي، خو بیا هم دمحمد هوتک درجې ته نه رسيږی او دسلاست او روانۍ له پلوه ئی نثر نسبت محمد هوتک ته ترنځ اوبې واکه ښکاری. خو بیاهم دخیرالبیان له ناوړه سبکه ډیر ښه دی، وگورئ سلیمان خپل کتاب داسي شروع كوي :
وایم حمد و سپاس دلوی ،خاوند او درود پر محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم چی دی بادار د کونینو او رحمت د ثقلینو ، لوی لوی رحمتونه دی وی دهغه استازی پر آل او یارانو چی دواړه جهانـه پـه. دوي دی روښان (۱)
دې لیک ته چی موږ ،گورو که څه هم مسجع او مقفی نه دی مگر کټ مټ د محاورې او خبرو اترو پر سیاقت هم تیک نه دی، لیکونکی څه نه څه د نورو ژبو تر اغېزې لندی دی او داکار لی،ئنى ټوله سرتر پايه د ژبي پر خپل اصلي ډول او سياق نه دي سم کړي خو بيا هم ډېر روښان او څرگند اولر څه خوږ په نظر راځي. وروسته چی خیرالبیان ولیکل سو که څه هم دا کتاب نثر دی. او نظم نه گڼل کیږی خو بیا هم سړی دا نه سی ویلای چی دا نثر دى ځکه ځنی جملې دنظم رنگ لری او دجملو په پای کښی دقافیې حروف او اصول هم ساتی، مثلاً : دا ټوټې ديله خير: ويلي دي سبحان كب چي په اوبو كښي گرځي مخي واوبو وته هسي هر لورو ته چي وجاروزي مخ ئې وماته سي د ادميانو" د كمي مياشت كه يو كس وويني روژه دي نه ماتوي گوښي كه علت وي په اسمان گواهي دي نه. مېړه، او یایو مېړه دوې اوتی وی که علت نه وی په آسمان، گواهی دي نه قبولوي ،اما بيرون دډيرو آدميانه(۲)
دخيرالبيان دسبك نمونه دغه وه چي له عمومي محاورې او دكلام له اوسني سياقه ډېره ليري ده او دغه سبك چي دخير البيان ليكونكي ئي غالبا مؤسس دي اوتر ده دمخه په دغه ډول دبلي چاليك تر اودل. و له خوا استقبال وسو ، او ترڅو پېړیو د پښتو ديني لیکونه په ټوله پښتونخوا کښي کښی په دغه ډول کېده.
مثلاً : آخوند دروزه چی تر(1000) (هـ) وروسته ژوندی وو، که څه هم د خیر البیان د خاوند سخت دښمن او مخالف و خو په لیک دهغه تابع او پیرو دی دا جملی وگورئ : امام عمر نسفی هسی ویلی میرهن دی، چی ص. د حق دوستان دي هم د زړه په پاک کردن دي (۳) " که د فوائد الشريعه او بابوجان او نورو نثرونه وگورو ټوله دغسي مسجع او مقفي او د تکلفه او تصنعه ډک دي، اوس به نود خوشحال خان د نثر يو خو جملي و گورو چي دا. ښکاره سي چي څو دي مرحوم خان څنگه ځان له هغه ناوړه تقليده ويوست او خپل نثر ئې بیرته د محاورې اساس ته رد کړ دا جملې د خوشحال خان د کلیلې او دمنې له پښتو ترجمې څخه دی : پادشاه ووی چی په دې حکم کی له ما خطا وسوه او خبره په حال د قهر کی ځما له خولې وختله ولی باید دی چی تاپه هغه چاری کی دغهه رنگ تامل ، د ناصحانو دی (۴) وگورئ : دا نثر هم د نورو ژبو له اغېزې کورټ او چرپاک نه دي خو د خير البيان او آخوند درويزه نثر ته هم لږ ورته نه ښكاري، اما د سلیمان ماکو خواته مایل معلومیږی.
تر خوشحال خان وروسته د عبد القادر خان خټک د پښتو گلستان نثر، او د افضل خان خټک د تاریخ مرصع او د کلی او دمنی نثر یوبل ته سره ورته دی، او ټول د خوشحال خان تعقیب او. پيروي كوي.
مگر زموږ دپټی خزانې لیکونکی محمد د خپل مقتدر او گړندی قلم په مرسته هسی نثر منځ ته راباسی چی تر نورو ټولو لیکوالو په صفوت او سلاست او پښتنی خصوصیاتو کښی اوست اوست، او غالباً دپه کرد. ی تر ده وروسته د احمدشاه بابا په عصر کښي پيرمحمد کاکړ او بيا د محمدزو په دوره کښي دوست محمد خټک چي د خوشحال خان له کورنه څخه و او د کندهار په پاشمول کښي اوسېدي او وروسته مولوي احمدجان په پوره پژور کړ . ساوه . اوس تاسو د تېرو مثال په څنگ کښی دپټی خزانې دغه جملې هم کښېږدی او وگورئ چی څه فرق او توپیر لری او د محمد نثر څه ښېگڼی او مزایا په خونین کړي دي؟
د کتاب ابتدا :
"حمد وثنا ده هغه خدای ته چی انسان ئې په ژبه او بیان لوړ کا، او تمیز ئی ورکا له نورو حیوانانو په نطق او وینا سره او خپل کلام پاک ئې نازل کا په افصح بیان سره چی هغه معجز، او. كلامه دټولو بلغاء او فصحا(۵)
دیوه شاعر دحال په بیان کښی هسي وایي :
عشقی ځوان دی او زړه ئې له لاسه ایستلی پخپل محبوب پسی ژاړی، زارۍ کا، گریانی کا دردمن زړه لری، او سترگی د اوښکو ډکی لري، میني هسي په اور سوی دي. چي له کوره کلي ورک وي
سوزناكي بدلي لولي او كله چي د دردمندانو په مجلس کښي کښيني مجلس ژړوي او غمجن زړونه پخپلو نارو غلبلو سوځي، زمانه دده پر خوانی افسوسونه کا، او عشق ئې جنون ته رسېدلی دی. (۶)
اوس نو تاسی وگورئ چی د محمد نثر څه څه ښېگڼی لری او له خپلو اسلافو څخه ئې په څه شی کښی سبقت کړی دی زما په عقیده. خود محمد په نثر کښي دا خواص او ښېگڼي سته :
۱ محمد لومړی سړی دی چی د ژبی نثر ئې د نورو ژبو له ډېره تقلیده وژغوره.
۲ نثر ئې د ژبی د ویلو او محاورې عمومي سياق ته تر پخوانو ښه نژده کړ.
۳ په کلو کښی لی راحت او روانۍ ته هڅه ده مغلق الفاظ او مشکل او سره بچلی تراکیب نه لري.
۴ تعابیر ئې خواږه او جملې ئې پرې او لنډی دی چی ویونکو ته وینه گرانه نه وي.
۵ کله کله چی محمد د مقصد په تعبیر کښی کلمات له خپلو ځایو څخه سره اړوی نو دغه اړونه او سره تېر وبیر کول هم ډېر مستکره او کرغ تشړن نه ښکاری مثلاً : "زه نوغه اوتم . "په دې ځاي کښي د محاورې سره سم بايد داسي ئې کښلي واي : نو ئې زه خپل دربار ته وغوښتم او تشويق ئې راته وکړ" مگر سره دده چي مؤلف خبري سره لومړۍ وروستۍ کړي دي خو بيا ئې هم د خپل نثر متانت او خوږوالي نه دي ورک کړي.
۶ د محمد په نثر کښی ډیر لږ د نورو ژبو اغزه ښکاری لکه د سلیمان ماکو په لیک کښی چی د عربی اغېزه ښه ښکارياو خورا باهره ده د محمد په لیک کښی دپاړسو نثر اثر ځای ځای څرگند دی.
دا وې د محمد هوتک د لیک او نثر ځنی ښکاره ښېگڼی چی د ژبو او کار او تطور له اصله سم ئې په نصیب سویدی، په نصیب سویدی که مورد ژبو د اوښتو اوبشپړتیا ناموس ته خیر سو دا به زمان است. د انسان د ژوندانه ټول عوايد چي اړوي او تغير پكښي پېښوي دغسي هم ژبي د هري زمانې سره د محيط او احتياج له پلوه اوښتـه مومي حتي ځيني ژبي مري او ځيني نوي ژبي زيږي. آثار ئي د مثال په ډول يو وار د پاړسو ژبي نثر ته وگورئ لومړني د اوثر د سامانيانو په دوره کښي زېږېدلي دي او د غزنويانو په عصر کښي ئې و ده کړې ديده دھمي دھمي دھمي دګرو دواړو شد. هقی لیکونه که وگوری دعربی رنگ څرگند پکښی ښکاری، لکه دپښتون سلیمان ماکو نثر چی هم کټ مټ په هغسی رنگ دی وروسته د غزنویانو په آخر او د غوریانو په دورو کښی دمغولــو تر یرغله 000، یعنی (نسبت 50) مستقل. ډول موندلی دی، چی د فخر مدبر اداب الحرب او د منهاج سراج طبقات ئې نمائندگی کوی دلته د عربی ژبی سیطره لږ سوده، لکه چی په پښتو کښی د خوشحال خان تر عصره ورو لیدل کیږی دغولو تر. وروسته یو خورا نامانوس او ډېر کرغېړن د لیک سبک په پاړسو کښی تاریخ وصاف او تاریخ معجم او دره نادره ای نمونی دی، او باب سو چی په پښتو کښی کټ مټ د خیر البیان او آخوند درویزه سبک هغه ته ورته دی، چی اوږدې اوږدې مسجعی جملې او د تصنع او تکلفه ډک عبارات ئې پکښي موندلي دي، او د مقصد تر افادې ئې انشاپر درازۍ ته زور ورکړیدی
په پاړسو کښي خو دغه غير طبيعي او متکلف سبک د صفويانو تر پايه موجود وو، وروسته بيا ځيني ليکونکي راغله، او له دغو متکلفو او متصنعو ليکونو څخه ئې تره وکړه بيرته نظير اصلاح است. په پښتو کښی هم لومړی خوشحال خان د اصلاح او سمون بیرغ لوړ کړ، او محمد هوتک هغه لا پسی هسک کړ، او دپښتو د اوسنی نثر ولی ای کښېښووی، چی تر ده ورو پیر محمد او بیاد. ۱۳۰۰ هـ حدودو کښی مولوی احمدجان ښه پسی اصلاح کړ، او دغه زموږ اوسنی لیک او انشاء هم د دوی د زیار نتیجه ده. نو زه د پښتو د یوه نثر لیکونکی په ډول د خپلو اسلافو او پیشقدمانو اروا تل له خاونده خوښ غواړم ځکه که دوی موږ ته د کار استی نه وای ایښی او زیار ئې نه وای کھثرلی اوس به. قلم گوډ وای او ددې عصر له اړتیاوو څخه به ډېر لیری پاته وای. خدای خودی خوشحال خان او دده کورنۍ او بیا محمد هوتک او بیا مولوی احمدجان وبخښی، چی پر دې لار تر موږ دمخه تللی دي، او دلاري لوړي ژوري ئې راښولي دي.