32

محمود حسيني د (تاریخ احمدشاهي) ليکوال

د افغانستان د پښتنو د تاریخ نومورکي مؤرخین

دغه منشي چي محمود د ابراهیم جامي زوی نومیږي، او د نادر افشار د منشي ميرزا مهدي خان شاگرد و په ۱۱۶۷ ق کال په مشهد کي د محمد تقي خان شيرازي له خوا د احمدشاه بابا حضور ته معرفي سو، چي د "مجلس نویس" په کار مقرر سي، دی حسینی سید او د جام له اوسېدونکو څخه و چي د د احمدشاه د خپل دربار په منشي گري او وقايع ليکلو وټاکه، او ده تاریخ احمدشاهي د دې پاچا له جلوسه ۱۱۶۰ ق بیا تر مرگه ۱۱۸۶ ق وکيښ چي د هر کال وقايع بېل بېل لري، او يوه خطي خوشخطه نسخه اوس د لیننگراد د شرقي څېړنو په مؤسسه کي سته (ډ ۹۳) چي په ۱۹۷۴ کال په دوه ټوکه ۱۳۹۵ مخه کي د اتحاد شوروي د علومو اکاډیمی عکسي چاپ کړه.

دا کتاب غالباً دوه تحريره لري ځکه یوه خطي نسخه يې د تهران د دانشگاه په کتابخانه کي هم سته، چي د دواړو نسخو محتویات لږ سره بېل دي، او داسي ښکاري چي د لینن گراد نسخه د مؤلف وروستنی مکمل تحرير وي، ځکه چي دغه نسخه په پای کي د مؤلف د زوی محمد اسماعیل یوه مرثيه هم لري چي د احمدشاه بابا پر مرگ يې ويلې ده.

یوه بله نسخه هم د برتانيا په موزيم کي وه (او _ آر ۱۹۶) چي د ۱۱۷۱ ق پر واقعو باندي ختمېده او تر ۱۰۲ پاني وروسته ناقصه وه.         (وگورئ د ریو فهرست۱/۲۱۳ د لندن چاپ ۱۸۷۹ م)