32

دهند د بابری کورنۍ لمر لويده، او د افغانانو بیا لمرخاته

د خوشحال خان سواتنامه د مقدمې او تعليقاتو سره

د اتلسمې ميلادي پيړۍ لومړي کلونه وو، چې د اورنگزیب د مړينې سره د ډهلي د بابري کورنۍ د پرتم بیرغ پر کښته کيدوو. د کندهار پښتانه د ميرويس خان هوتک په مشری آزاد شوي وو او د کابل او اټک ترمنځ هم نش دغه لویه لار اوور څرمه کلي د کابل او پیښور د حکمرانانو په لاس کې و، چې د نادر شاه افشار د يغل هښمه پر پښتونخوا تیره شوه، د ۱۱۵۰-۱۱۵۲ق ترمنځ يې ناصر خان د کابل او پیښور حکمران چې ده ډهلي له درباره گومارلی شوی و، مات کړ، د خيبر پښتنو ته يې ججه ورکړه څو چې بيرته له هنده خراسان ته ولاړ، خو يوسفزي تر سواته پر خپل حال آزاد پاته وو، خپل ملکان او جرگې يې درلودې.

تاسې په تيرو مخو کې و لوستل: چې د گردو پښتنو ډ غرې د بابر د کورنۍ سره له بابر، تر اورنگ زیبه دوه سوه کاله پرله پسې په قومي او دیني او کله کله تش په سياسي توگه جاري وې (۹۱۰-۱۱۱۸ ق) په دغو هنگامو او تودو او سړو جگړو کې د بډایو عناصرو د پیدا کیدو او ودې سره یو ځای د دغو سيمو پوند، او پر کليو او بانډو  باندې میشته پښتنو برخه درلوده. او د غښتلو او پر ښارو ناستو خانانو او شاهزادگانو له خوا پر سر ټکول کيدل. دبډایۍ او باداری جنډې له هراته تر اټکه پر پښتونخوا رپیدې، او د قندهار د سدوزو ابداليو مشرانو په هرات فراه، قندهار، ملتان کې د خانۍ مرکز و نه جوړ کړي وو، چې له دوی څخه احمدشاه ابدالي د هرات د سدوزو مشر زمان خان زوی د قندهار د شیر سرخ په ملي جرگه کې په پاچهي ومنل شو (شوال ۱۱۶۰ ق ۱۷۴۷م) .

د ابدالي احمد شاه سیاست داو، چې ټول خراسان او افغانستان ( پښتونخوا ) له آمو او د امغانه تره وگلې او کشمیر سرد يو کاندي، او پر هندوستان هم هغه جنډه بیا ور پوي: کومه چې د بار په لاس را کوزه شوې وه، احمد شاه ږغ داو:

ټوله يو دي که غلجي که ود لي ي

ښه هغه چې يې د زړه ښيښه صفا ده

پښتانه دې ټوله لاس سره يو کاندي 

چې مو نن غزا هر لوري شا و خواده

  احمد شاه چې يو ېښتون پاچا و، د فرید ( شیر شاه سوري) اوحميد (شيخ حميد لودي د تللي برم په یاد، اته واره د هند پر خوا تر اباسین واوښت، دی پخپله وايي: 

د « فريد» او د «حمید» دور به بيا شي 

چې زه و کاندم پر هر لوري تاختو نه 

احمد شاه په دغه فکر او لوړ عزم د گردو افغانانو منل شوی او ټاکلی مشر شو او هر کله چې په د هند په سفر د پیښور پرلار تیرېده د گردو پښتنو څخه به يې لښکر د ځان مله کول او په دغو کې به د سمې او غره يوسفزي هم ووشير محمد گنډه پوری وايي: «اما درعهد بادشاهی احمد شاه در دران که پادشاه افغان بود، پس همه اقوام بخوشی دل اطاعت نمودند و سرداران ایشان ( یوسفزئی ) هم کتب پادشاه بغزو هندوستان رفتند و خدمات وغزوات شایان بعمل آوردند.....» یو انگريزي مؤرخ او سیاست مدارالفنسټون چې د (۱۸۰۹م ۱۲۲۵ق) په پسرلي د شاه شجاع دربار له پيښور نه راغی دغه واقعیت په دې الفاظو راڅرگندوي:

« د احمدشاه سلوک او مینه محبت د پښتنو له هرې قبيلې سره دومره زيات و چې يوې قبيلې به دهغه برخلاف څه بغاوت هم وکړنو هغه، به همیش هغوی سره د جنگ کولون ه گريز کولو چې هسې نه چې د پښتنوځان و مال ته نقصان و سي يوسفزو، ترکلاڼو گیگیاڼو، اتمان خیلو، برمهمندو، دهشتنگر محمد زو، خلیلو مهمند و، افريدو شينوارو، اور کزو، داؤدزو، خټکو، بنگښو ته به هغه (بردراني ) ويل او هم دومره مینه به يې هغوی سره کوله لکه چې به يې د خپلې قبيلې سره کوله.»

 يوسفزي پښتانه خو په اصل کې د سړه بن له څانگې څخه دي چې د پښتنو له څلورو برخو يوه غټه څانگه ده او د قندهار سړه بني يا اودالي ( - دراني ) اقوام هم له دغې څانگې څخه دي. کله چې په نهم هجري قرن کې ( لکه د مخه څرگنده شوه ) يوسفزي کابل ته راوختل، نو يې د کابل د سيمې د لوړ والي په سبب بر پښتانه يا « بردراني » وبلل. او بيا چې دوی له کابله ورشېوه شول او د پيښور او اټک او سوات ترمنځ په سمه او غره کې میشته شول، نو دوی په هغه نامه « بردراني» يا ديدل او احمد شاه هم په دغه نامه دوی خپل وروڼه او د پښتنو د لوی اولس يوه غښتلې اودرنه څانگه بلل، او د قندهار به ښا ر کې احمدشاه به( ۱۱۷۴ ق) ودان کړ، یو بازار او د ښار شرقي شمالي برخه د « بردراني » په نامه دی وسفزو او نورو مربوطو اقوامو د هستوګنې لپاره وټاکله شوه، چې تر اوسه هم په دغه نامه ياديږي.

لکه چې تاسې د مخه ولوستل، یوسفزو د هیڅ پاچا د مطلق اطاعت جوغ پرخپله غاړه نه وایښی. مگر کله احمدشاه تر خیبر را تیر شو، گردو پښتنو تر سواته او باجوړه دی و مانه، او ده هم د دې سیمې قومي غټان لکه فيض الله خان خليل او عبدالصمد خان محمدزی د اشنغر، او فتح خان یوسفزی او ارسلاخان مومند او نور یې د ځان مله کړل او له يوسفزو څخه یې یوه پیغله چې فاطمه نومیده خپل زوی تیمورشاه ته به ۱۱۸۴ ق را واده کړه، چې وروسته د شاه زمان مور او د افغانستان ملکه وه، او د فرمانو په سر کې به يې دا بيت ليکلی و:


سپهر رشک برد از بلندي جا هم 

کنیز فاطمه و مادر زما نشاهم 

 د تیمورشاه په دربار کې هم موږ د دغې سيمې د مشرانو نومونه اروو، چې په جنگواو سفرو کې د پاچا ملګري دي. لکه په ۱۱۸۷ ق کال چې د سکهانو په جنگ کې د زنگي خان دواني سره شاه ولیخان د فتح خان کمال زوی ا و بهادر خان د فيض طلب خان محمد زي اشنغري زوی او د يوسفزو نور مشران ملگري وو او دغه بها در خان هغه څوک دى، چې د ده نيکه عبدالصمد خان د احمد شاه بابا د دربار غټ سړی د سر هند حکمران و. او د مرهتو په جنگ کې شهید شوی و. او د حسیني په قول « امیر صاحب سخاوت بود که سخاوتش زبان زد خواص و عوام است و پانصد سوار همراه رکاب می ماند.

دیوسفزو لښکر خان کمال زوی هم د پنځوسو و سپرو نیزه والو مشر و او بل ظفرخان د فتح خان يوسفزي زوى له حسن ابداله تر کشمیره حکمران و.

حسيني د شاه زمان په اردو کې د دغو بر و پښتنو د لښکرو شمیر تر باجوړه اتلس زره تنه ښيي، چې گرده مالیه یې لکه روپۍ ورکوله او يوازې يوسفزي دوه زره دوه سوه سپاره د هند د سرحداتو پاسنې او څارنې ته ليږل چې د سوات او بونیر جنگي زلمي به هم پکې وو.

 په ۱۲۰۳ ق ۱۷۸۸ م چې آزاد خان د حاجي کريمداد باميزي عرض بيگي زوى د کشمیر افغاني حکمران و. د ده سره ځینې د سوات يوسفزي هم ملگري وو. مرحوم سيد جبار شاه د سوات آخرني سيد او معزول امیر به دا لنډی و بله، چي د سواتي پښتنو پيوستون له افغاني حکمرانانو سره ښیي: 

د سوات پر غاړه می یار بایلود اوس د آزاد ترڅنگ روان کشمیر له ځمه د احمد شاه لمسی شاه زمان یوعالي همته پادشاه و، ده غوښته چې گرد شمالي هندوستان بیا د احمد شاه په څېر له کابله سره ونښلوي او انگريزان چې د هند له شرقي خوا و څخه د ترخه دریاب پر غاړو د سوداگرو په جوله راختلي او د خپل اسعتمار او ناجایز اقتدار جال يې غوړاوه بيرته وشړي.

ده دغه مقصد لپاره د ډهلي د بابري شاهزادگانو سره مفاهمه و کړه، او د پنجاب سکهان يې وپوهول، په لاهور کې يې د دوی مشر رنجیت سنگه هم د ځان ملگری کړاو په ۱۲۱۳ ق (۲۵اکتوبر ۱۷۹۸م) د پیښور پرلور وخوځیده. 

لارډ لزلي د انگریز گورنر جنرال چې په کلکته کې ناست و د شاه زمان له دغه نورڅنگه وبریده او خپل ټول استعماري قوتونه يې دې خوا ته را و گومارل. په خاصه توگه بیا دغه غورځنگ هغه وخت ډیر تکړه او د بیرې ورشو، چې د ناپلیون استاري د شاه زمان دربار او په شرقي هند کې د ټیپو سلطان شهید دربار ته راورسیدل او دا نگریز د پیشرفت د مخ نيوي لپاره سياسي خبرې اترې روانې وې.

انگريزانو د خپلو جاسوسانو بهیر د پنجاب د سکهانو او د ډهلي د بابري شاهزادگانو او د کابل دربارته را خوځولي و، او د شاه زمان د غورځنگ اطلاعات یې پرله پسې انگریزانو ته ورکول.

شاه زمان خوپه دننه هیواد کې هم د خپلو ورونو او درباري مشرانو په اختلاف کې نښتی و. خو د هند افغاني متصرفه ولايتونه یې هم هیر نه وو، دی څو واره تر پنجابه ولار، خو د داخلي شخړو په سبب بیرته راستون شو. د انگریزانو گورنر جنرال ته په ۶ جون ۱۷۹۹ دا خبر ورسید: چې شاه زمان د خپل دربار دوه مشران وفا دارخان او شیر محمد خان سره پخلا کړل او خپل موروثي ملک يې له اتکه تر هراته وفادارخان ته وسپاره. او له اتکه تر دهلي پورې یې شیرمحمدخان وگوماره او ورته يې وویل: «دوبار از لاهور سبب نفاق شماها برگشته امدیم و این معنی برمزاج ما بدولت خیلی ناگوار میگذرد. تا وقتیکه در انجا نرسم، خوشی خاطر نمی شود.»  انگريزانو لیدل که شاه زمان د افغانستان له لښکر سره د پیښور پرلار اټک ته راواړوي، دلته گرده پښتانه او يوسفزي تر سواته ورسره درېږي او د احمدشاه بابا د پاني پت داستان بیاڼوی کېږي. نو يې په سیاسي چل ول لاس پورې کړ او خپل سفير جان ملکم یې ایران ته واستاوه، چې فتح علی شاه قاجار د خراسان او هرات پر خوا د افغانستان پر سیمو راوگوماري او شاه زمان له پيښوره د هرات د ساتنې لپاره بیرته پرشا ولارشي. د استعماري انگريزانو دا چل کامیاب شو او په افغانستان کې خانه جنگي ولويده. او غلام محمد هندوستاني درویش چې د کمپنی په لمسون قندهار ته راغلی او هلته يې ډير قبایلي سرداران د شاه زمان په مخالفت راپاڅولي وو، هم پخپله دسیسه کې بریالی شو او شاه زمان هغه سرداران مړه کړل. پخپله درویش خو بیرته هند ته و تښتید، مگر به افغانستان کې یې داسې اله گوله واچوله، څوچې شاه زمان ونيول شو او ړوند کړ هو (۱۲۱۵ ق ۱۸۰۰م)

تر دې حادثې وروسته افغانستان څلویښت کاله په خانه جنگۍ گرفتار و، او سکهانو دوني قوت او جرائت وموند، چي تراټک راتیر شول، دخيير ترخولې پورې راورسیدل (۱۸۱۸م) اوس نو د دې مخکې اقتدار د سکهانو اوبارکزو سردارانو په لاس کې و، خوعملا هم يوسفزي او هم د سوات د جگو سیمو پښتانه د سید احمد بریلوي د مجاهدینو سره ولاړ وو. دغه ډله هندي مجاهدین په ۱۲۴۱ق ۱۸۲۶م د قندهار او کابل له لارې پيښور ته راغلل او پښتانه له دې جهته ورسره ملگري شول، چې دوى د جهاد اعلان کړی و. دوی له سکهانو او د کابل د سردارانو سره ډ غرې ووهلې او د پښتنو د دود او رواج پر خلاف یې کارونه شروع کړل، 

څو پښتانه او د سمې او غرو يوسفزي ځنې بیل شول لومړی خو د دوی سره د پنجتار فتح خان د کوټې سید امیر پاچا او د زيدي اشرف خان او د هنډ ښادي خان او د باجور امیر محمدخان ولاړوو. او سید احمد بريلوي هم په جنګو کې پرسکهانو او کابلي سردارانو بریالی و. د بونیر او سوات په پښتنو کې هم وگرزید او هغو هم دی د اسلامي جهاد لپاره به خپل امارت ومانه او دوه کاله یې په پیښور او پنجتار او ښارکې تیر کړل، او څو جنگونه یې د پښتنو په مرسته له سکهانو او کابلي سردارانو سره وکړل، څو چې د ضلع هزاره په بالا کوټ کې د ١٢۶۴ق په ذيقعده  (می ۱۸۳۱م) کې دمجاهدينو مشران لکه سید احمد او مولوی اسماعیلی او نور د سکهانو په جنگ کې شهیدان شول. او هغه مجاهدان چې ژوندي پاتې شوي وو د باجوړ په سمڅ او چمرکنډ کې د پښتنو سره اوسیدل او د هند او افغانستان د آزادی غوښتونکو غورځنگونو اوملي مشرانو سره یې پيوستون درلود، او د المجاهد او شغله په نامه یې کله کله په فارسي، پښتو، اردو جريدې هم خپرولې.

پنځوس کاله بيا يوسفزو او نورو پښتنو په سمه او غرو کې ترسوات، بونیر او باجوړه د پښتنوالی پر دود دستور برابر آزاد ژوند کاوه، خو د مقامی ځانانو او بډايانو تر جوغ لاندې وو. کله به یې د سکهانو ظالمانو حاکمانو او کابلي سردارانو ته ماليات هم ور کول، څوچې په ۱۸۴۹م انگریزانو د سکهانو او سردارانو کمبله ورټوله کړه ، پيښوریې ونيو، او د يوسفزو سيمه يې هم لږو ډېر د انگريزي استعمار په سیمو کې راکښې يسته.