32

من Man

د پښتو ادبیاتو تاریخ ، دریمه برخه

دا کلمه په سنسکریت کي زړه، ارادې، روح ته وايي او علامه ابو ريحان البيروني د عقلي او حسي موجوداتو په شرح کي هسي بيان کوي: چه تر پنځو حواسو وروسته من (اراده)ده، چه له حواسو څخه ډول ډول کارونه اخلي، په حيوان کي د ارادې محل زړه دي، او په دغه مناسبت خلق اراده من بولي، چه اصلاً من زړه ته وائي دا کلمه په پخوانۍ پښتو کي کټ مټ په دغه معنا موجوده وه، او داسي معلوميږي چه زموږ له هيواده هند ته تللې ده،


يا به د زړه په معنا حقيقت وي مجاز به ئې اراده وي یا به اراده مجازاً مشهوره شوې وي.

 د بښتو يو خورا پخواني شعر چه امير کړوړ جهان پهلوان د غور پاچا د ١٣٩هـ په شا او خواكي ويلي دي، دا کلمه لري دا پاچا وائی:

عشي د من می ځي بريښنا پر میرڅمنو باندي دلته هم ښکاري چه ((من) د ارادې په معنا دي يعني د ارادې غشي لکه بریښنا پر دښمنانو باندي ځي.