عنعنات
عنعنه يعني له نيکونو او تېرو پښتنو څخه، خوله پر خوله او پښت پر پښت رانقل سوي شيان او دودونه هم،لکه ژبه او شعر او قصص د ملي روح ښکاره کوونکي او څرگندونکي دي، پښتانه ډېري عنعنې لري،خورا ډېر دودونه او رسوم سته، چي له زړو پښتنو څخه معنعن تر موږ پوري راغلي دي، په پسیکولوژي تحقيقاتو کي دې خوا ته په غور کتل کيږي او دا عنعنات د فوکلور اساسي ټکي دي، زه دلته فقط څو عنعنو ته اشاره کوم:
پښتانه وايي، چي د مېړاني باد راوالوت، نو د ځینو پښتنو پر لمن ونښت، داسي پښتانه په اجتماعي ژوندون کي "لولمن" لري، دوی د ریاست او مشرتوب وړ دي، د ځینو پښتنو پر مټ ونښت، دا قومونه توريالي او ننگيالي دي، یعنی حربی استعداد یې تر ټولو غالب دی، دغه باد د ځینو قومو پر ژبه ونښت،نو د دې پښتنو مرکه او نطاقي او د علم او پوهني خواص نصيب سوه، له دې عنعنې څخه د پښتنو د عقلي مزاج او روحياتو دا درې اساسي تيږي ښکاري:
.۱ د ریاست او اداري مشرتوب قوه.
.۲ حربي استعداد او جنگي روح.
.۳ علم او پوهنه او وينا او علمي تلقينات.
پښتانه ښځو ته په مخصوص نظر گوري او په پښتنواله کي د احترام مقام لري، ډېر ځله نارینه د وریندارگانو د ناموس د ساتني دپاره سرونه بايلي، حتی د پردو ملتو ښځو ته هم کټ مټ په دغسي سترگه گوري.
د پښتنو په عنعناتو کي "د پلو روی "خورا اهمیت لري، پښتون د خورلني پلو محترم گڼي او تر ډېرو گټو یا انتقامي اقداماتو تيريږي، په جنگ کي چي د مېرمن پلو منځ ته راسي، کلی مقاطعه او متارکه وسي، پښتون چي هر څومره په قهر وي، خو د پښتنې خور پلو ته گوري او کورټ يې تش نه پرېږدي.