كاتا كات ياس
يو له هغو لرغونو کتابونو څخه چې د حکیم او پوه (زراتشـتـرا) لــه خــوا په بلخ کې منځ ته راغلی (اویستا) ده، چـې لـه ويــد ) نــه وروســـتـه يـې دويـــم اريايي کتاب گڼلی شو، اویستا پر پینځو برخو وېشل شوی دی: ١ لینا ، ۲ ویسپرد ، ۳ وندیداد ، ۴ پشت او خورده آویستا د اوستا لومړي اوولس (۱۷) فصلونه (لینا)، چې له (کاتا) څخه عبارت دی، دا د اویستا پخوانی او اصیله برخه تشکيلوي او هغه د زراتشترا - خپلو خبرو عبارت بولي. په دې کې شک نه شته، چې اوستا په دغه موجوده بڼه کې تازه او نوی د ساسانیانو پر وخت منځ ته راغلی او لومړی منشور کتاب دی پوهان په دي عقيده دي چې اوستا لومړی لکه د (ويدي) مجموعې په خبر منظوم لیکل شوی او ټول په نظم ویل شوی و. د اویستا له نورو برخو سره د کاتا اساسي توپیر دا دی چی کاتا) منظوم دی او د اوستا نورو برخو خپل شعري رنگ د لاسه ورکړی او د نثر په ډول راپاتې دی. باید په یاد ولرو هغه آثار او کتابونه چې د اريايانو د ژوند د لومړۍ دورې او تاريخ ته یې نسبت کیږي ټول په منظوم شکل وو، خو د وخت په تېرېدو سره يې وزن او قافیه زیانمنه شوي منظوم کلام د منشور بڼه خپله کړې او خپل ارزښت يې له لاسه ورکړی، لکه چې له او پستا نه پرته د یو بل کتاب درك هم لرو، چې په مسيحي درېمه پېړۍ او یا تر هغې دمخه يې منظومـــه بـــنه درلوده او وروسته د ساسانیانو پر وخت یې منشوره بڼه خپله کړې دا اثر عبارت دی له يا تکار زریران) یا یادگار زریر، چې په (برشوي يا پهلوي پارتي اشکانی ژبه منځ ته راغلی و، چې بیا وروسته د ساسیانو په دوره او حتی په شپږمه هجري پېړۍ کې په پهلوي ساساني ژبه منځ ته راغلی، چې بیا تقریباً په عين بنه بلخي شاعر دقيقي د څلورمې هجري پېړۍ په اوږدو کې په دري ژبه و کيښ نو ویلی شو چې د (کاتا) او د اوستا د نورو برخو توپیر په دې کې دی چې (کاتا) منظوم او نوره برخه منشوره ده. پوهان باوري دي چې يشت يعنې د اوېستا څلورم جز، چې د دي کتاب یوه بله برخه ده د هغې د اوسنۍ بڼې د شعري تركيب روح هم احساسولی شي لکه څرنګه چې د وخت په تېرېدو سره د دې ډول اثارو ډول، ډول ترجمي تفسير او تعبیرونه منځ ته راغلي، لږ لږ د کلماتو په
کمېدو او ډېرېدو سره او د يو شمېر نورو کلماتو د ګډون په وجه يي شعري بني بدلون موندلى دى. په هر حال (کاتا) په وېستا کې یوازینۍ منظومه مجموعه ده او دا د گاتا کلمه د لغوي مانا له نظره (سندره) ترجمه شوې ده، د دې کلمې اصلي تلفظ (کات) دی، چې د دې ترڅنگ (کاس) شوی او بیا په دري ژبه (گا) شوی دی، چې د ظرف زمان ظرف مکان او د موسیقۍ د اهنگ په مانا هم راغلی دی. د اکثر و پوهانو په عقیده (کاتا) د اوستا ډېره پخوانۍ برخه ده او د هغي لرغونتوب د کلام ترکیب شکل ماهیت او د کلماتو قیافه ثابتوي. يو تن له فرانسوی ختیځ پېژندونکی ډارمسټټر په دې عقيده لري، چې د (کاتا) اکثره لغات د (زند) په عامیانه ژبه کې له منځه تللي، ځکه چې بايد هېر نه کړو، چې د اوېستا او ورسره د (کاتا) ژبه د (زند) او یا د راویستا ژبه ګني. د ډار مستتر) په عقيده د ګاتا) اکثره لغات د زند په عامیانه ژبه کې له منځه تللي، مګر د اريايي سندرو په مجموعه کې د ويدي) ژبې ورته كلمات او کورنی يې پاتې دی چې دا نه یوازې د (کاتا) د لرغونتوب پراونه او مراتب ثابتوي، بلکي بله مسئله هم تائيدوي چې د (ويدي) سندرو ويوونکي او هغـــه ، چې په (کاتا) ژبه يې خبرې کولې، سره خوا پر خوا اوسېدل او حتی په یوه سیمه کې یې ګد نژادي، فرهنګي او ادبي پيل درلود. گاتا) د تاریخ ادب، اخلاقي او فلسفي افکارو له نظره یوه حلقه ده، کسان چې د ويدي عصر د ادبي اثارو ډېرې برخې او بستا ته مربوطوي. داسې څرګندېږي، لکه چې د ژبې او ادب له نظره دواره ارتباط لري همدغه شان يې د ویوونکیو ترمنځ هم ډېر نژدې اړيکي موجود وو. (کاتا) له پنځو منظومو څخه جوړه ده، چې هره يوه يې فصلونه لري، چې هغې ته (ها) وايي او بيا هره (ها) په قطعاتو او مصرو وېشل شوې، چې هرې قطعې ته وجس تشتي او هرې يوې مصرعې ته فسمن) وايي، چې کولای شو وجس تشتي د خبرو پارچه ترجمه کړو او قطعه د دې مفهوم د افادې لپاره بهرتینه کلمه ده. همدارنګه (فسمن) د اندازې او مقیاس په مانا ده او په ادبي مفهوم يې هم ديوټاكلي مقياس څو کلمې په بر کې نيولې او د دې ادبي مفهوم مصرع) افاده کولای شي. له دې سره سره (کاتا) د ۲۳۸ قطعو او ۸۹۴ مصرعو لرونکې ده.