126

د پلار وصیت

دیوان ، قطعه
22 June 2016

کوم سړی وه ډير بډای او ښه مـالدار 

وه خیرخـــواه تل د بې وزلو  مدد ګار 


تل یې کړی د هر چــا سره احسان وه

ښه صادقه لــوی عالم دخپل زمان وه


چې زمـــان  شو پـــه عـالم د حده ډیر 

شو بې وسې هــــم زهیر لـــه حده تیر


بوډا پوه په خپل ورستۍ  دژوند شیبو شو

مشر زوی ته خپل وصیت په اوریدو شو


ویل : چې زویه  زما تا ته دا وصیت دی

د جامو سره مې خښ کړي دا مې نیت دی


زوی یې ویل : چې پلاره ستا خبر منمه

ستا وصیت بــه خـــاماخا  پـوره کومه


مده پس دغـــه مــالدار سړی وفات شو

مال هستي یې  اولادو ته په میرات شو


خپل خپلوان یې جنازې ته شول حاضر

  شیخ ، مـــلا  ښه  عالمان  دین کې ماهر  


مشر زوي چې یې د پلار وصیت بیان کړ

په ګفتار یې خپل پردی ځانله حیران کړ


ویل: چې پلارمې راته کړی دا وصیت دی

په جامو کې که شم خښ دا مې رغبت دی


ملایـان او عالمان ورتـــه حیران شول

مشر زوی داسې وینا ته پریشان شول


ویل :چې دا کار پـه اسلام کې ناروا ده

سپین کفن  کي خښول د دین فتوا ده 


د علماوو پـــه شریعت باندې  اسرار وه

خو د زوی یې په وصیت د پلار ټینګار وه


پدې وخت کې یې د پلار یو نژدې دوست

مشر زوی ته ور تسلیم کړ د پلار پست   


 پلار لیکلی زوی ته خپل د ژوند داستان وه

خو  اخر د لیک مطلب یې په دا شان وه


چې عزت چا ته نصیب کړي پاک سبحان

مال جـــایداد ورته پیرزو کړي هم ایمان


 د دونیا پـــه مال ، جایداد مه غره کیږه

په مشکل کـــې هر نیازمند ته ورسیږه


تل ،مدام  د اخـــرت  فکر او سودا  کړه

ته هم  سوچ پـه ختمیدو ددې دونیا کړه


 پس له مرګه بل څه نشته  صرف  کفن دی

خپل عمل سره د خدای   لور ته رفتن دی


مشر زوی چې  پلار دې  پند نه  شو اګاه

ویل : چې ښه  ده اسلامي ، شرعې  فتوا


په خپل لاس یې پس له غسله په کفن کړ

په اعزاز یې  پلار خپل  دفن په  مدفن کړ