د لويكانو يو پښتو بيت
مرحوم باز محمد کندهاری قادری چي د کراچي په ملير کښي خانقاه و، ده د ډېره غازیخان په بلوڅو مریدانو کښي يو فارسی کتاب گوتی موندلی و، چي د سر او پای پاڼي يي لوېدلي وې، نو ځکه د کتاب د مولف نوم او د ليکلو تاريخ يې نه وو ښکاره، خود خط او کاغذ له لیدني څخه ما دا تخمین کاوه، چی باید د (۹۰۰ه) په شاوخوا کښي ليکلى سوى وي، خط يې اخرنی نسخ و، اکثرو حروفو يې ټکي نه درلودل، هره (چ) په (ج) او پ (ب) او گ (ک) ليکلي و، او داسي ښکارېده، چي لیکونکی به یې په ژبه نه پوهېدی، او ډېر کلمات یې مسخ کړي وو، یا دا چی منقول عنها نسخه به دغسی مغلوطه وه.
دا کتابگوټی یو خو حکایات وو، چي موضوع يې د شیخ سرور د کراماتو بیان و، چي اوس يې فقط ۳۳ پاڼي پاته وې.
د کتاب ژبه او د فارسي ليکلو ډول يې داسي و، لکه د غزني او غوري دوري فارسي نثر، چي ښايي د ۶۰۰ ه په حدود و کښی به تالیف سوي و.
د دې کتابگوټي نورو حکایاتو د تاریخ له نظره، کوم اهمیت او قیمت نه لاره، صرف د هغه شیخ د کراماتو حکایات او هغه هم له عقله ليري غرايب او خوارق وو، دا کتاب په ۱۹۵۷م ماته د کتلو لپاره هغه مرحوم راکی، چي تركتني وروسته مي بیرته ورکړ، نه پوهېږم چي بيا څه سو؟
د دې کتابگوټي پر (۱۵) پاني باندي يو حكايت ليكلي وو، چي د تاریخي لحاظه ډېر مهم و، نو هغه ما کټ مټ نقل کړ، او پس له دوو کالو اوږدې مطالعې او پلټني موفق سوم چي هغه په حقیقي ډول ولولم، او مبهم كلمات يې سم وليكم.
دلته هغه حکایت لومړی په هغه اصلي املا راوړم، او خپلي څېړني پر زياتوم، چي زما په فکر د پښتو ادب په تاریخ کښي ډېره بها لري، او يو قيمتي گران اثر دی.
حکایت (په اصلي املاء)
ابوحامد الراولي را در تاریخ غزنه از حسن صغاني روایت است: که در بلده غزنه بر داب بامبان مسجدیست عظیم، که آنرا مرلت افلخ لویک خواندندی، و این بیحانه عظیم بود، که وحومر لویک بر حدمت رسل و کابلساه کرده بود.
جون بسرش خانان به مسلمي آمد، صنم لویک را نیارست شکستن، وانرا دران مرکت بزمین اندر کرد وبتالو سیمینه در نهاد، کابلان ساه خجل این بیت فرستاد بلستان خلجیه که لویک کفت:
بزم کزن سحید لویک لوی انو بویلا لوما
کسه تر ببرا غلوم بلوم مملا تیزیو بملا
خانان باز بکیش هندوان ساه شد، و جون نیسه او افلخ بشانی بنست محانه لویک برکند و مزلت بکرد.
جنین روایت کنند: جون سلطان سخی سرور باین مزلت شد کفت: "بوی صنم شنوم نیک دید و کشف سدس، زمین بر کافت و صنم لویک برکشید، در مالوت سیمینه نهاده، انرا بشکست وسیم رابنای مسجد داد و بکرامت ان ولی الله، بوی کفر و هندوی از شهر غزنه برجاست" (ورق ۱۵ خطی)
ځکه چي د دې کتابگوټي نوم ماته نه دی معلوم، او نه يې مؤلف څرگند دی، نو زه د موضوع په لحاظ دا کتاب (کرامات سخي سرور) بولم، او هرځای چي (کرامات) ياد سي، مقصد به دغه کتاب او دغه حکايت وي:
سپړنه
اوس د دې حکایت یوه یوه کلمه سپړم، او تجزيه يې کوم:
۱. ابو حامد؟ دا کنیت ښکاره ویل کیږي، خو زه ابوحامد نه پېژنم چي څوک و؟ د رجالو او تاریخو په کتابو کښي ماته نه سو معلوم.
۲. دو همه کلمه په اصل کښي (الراولي) ده، چي زما په خیال صحيحه (الزاولي) ده، "زاول" يا زابل د غزني د سيمي قديم نوم و، د الزاولي په نسبت ډېر مولفان او مشاهير تېر سوي دي، مثلاً قاضي شهاب الدين دولت ابادي مشهور عالم او مفسر د عمر الزاولي لمسى و، او دا هغه قدیم زاول دی، چي د روزگان په ډبر لیک کښي هم راغلی دی، نو ابوحامد زاولی د زابلستان د سیمي سړی و.
۳. تاریخ غزنه؟ په دې نوم کوم کتاب ماته نه سو معلوم، د کتاب شناسۍ اکثره کتابونه ما وکتل، خو د تاریخ غزنه، په نامه کوم کتاب مولفانو نه دی ذکر کړی، او نه ابو حامد زاولی پېژني، ښايي چي دا يو نوم ورکی کتاب او مؤلف وي، چي د هند په مځکه کښي به ليکل سوی وي، ځکه چي حسن صغاني هم د هند یو مشهور عالم او ژبپوهاند و، چي شرح به يې وروسته وليکم.
یو کتاب د تاریخ ملا محمد غزنوي په نامه پیژنم، چي شیخ عبد الرحمان بن عبد الرسوم چشتی (متوفی ۱۰۹۲ه) دغه کتاب درلود، او ده (۱۰۳۲ه) پخپل کتاب "مرآة مسعودی" کښي له دغه کتابه اقتباسات وکړل، دی وايي چي ملا محمد غزنوي د سلطان محمود سره هند ته راغلی، او دغه تاریخ یې لیکلی دی.
دا شیخ عبد الرحمان چشتي د هند مشهور مؤلف او د "مرأة الاسرار او مرآة مسعودی" او نورو ډېرو کتابو خاوند او ثقه صوفي دی، چي دروغجن نه ښکاري، او د ده په وخت کښي لا هم تاریخ ملا محمد غزنوي موجود و، چي مرحوم محقق شيراني يې هم ذکر کړی دی.
مگر داسي ښکاري چي د ملا محمد غزنوي تاريخ به له دې تاريخ غزنه څخه بېل وي. ځکه شيخ عبد الرحمان چشتي تصريح كوي، چي ملامحمد د سلطان محمود معاصر و، يعني د (۴۰۰ه) په شاوخوا کښي به ژوندی و، مگر دغه ابوحامد خو له حسن صاغاني څخه دا حکایت اور ېدلی دی، او امام صاغاني د (۶۰۰ه) د شاوخوا سړی دی.
۴. حسن صاغاني يا صغاني؟ د لاهور يو خورا لوی عالم او د عربي ژبي امام تیر شوی دی، د کرامات په اصلی نسخه کښي (صنعاني) ليکل شوی، او دا نسبت غلط دی، صحیحه املا يې صاغاني يا صغاني ده، چي د چغاني معرب دی، او دغه چغان یا چغانیان د آمو دریاب شمالی خواته یوه لویه سیمه ده.
امام حسن صاغاني (صغاني) په (۵۷۷ه) په لاهور کښي زېږېدلی، او په غزني او بغداد کښي د علومو تحصیل کړی، او مخصوصاً په عربي ژبه کښي امام و، چي په عراق او مصر او حجاز کښي هم شهرت لاره، او ډېر مولفات لري، دی په (۶۵۰ه) په بغداد کښي وفات سو، او قبر يې په مکه کښي دی، مشهور تالیفونه يې دا دي: كتاب الشوارد في اللغات، شرح القلادة السمطيه، كتاب المفتعال، كتاب العروض، مشارق الانوار، مصباح الدجي، الشمس المنيره، شرح البخاري، درة السحابه، كتاب الفرائض، العباب الذاخر چي
يو عربي ناتمام قاموس دى.
د کرامات په دغه حکایت کښي چي د حسن صغاني څخه رانقل سوی دی دا ثابتیږي، چي دغه کتاب پس له (۶۰۰ه) تالیف شوی دی، ځکه چي دغه وخت د حسن صغاني د ژوند زمانه ده.
اما دا چی حسن صغاني د غزني په احوال خبر و، او د ده روایت به ثقه وي که يه؟ د ده خبره له دې سببه پخه ښکاري، چي امام حسن صغاني د خپل علمي تحصیل یوه دوره په غزني کښې تېره کړې، او د غزني په مدرسو کښي يې لوست کړی وو.
د امام صغاني يو ډېر مهم کتاب العباب دى، چي خطي نسخې يې په استانبول کښي دي، او یوه عکسي نسخه يې د کراچي د اسلامی تحقیقاتو په کتب خانه کښي هم سته، امام صاغاني په دې کتاب کښي د عربي لغاتو په مقابل کښي ځيني فارسي كلمات هم راوړي، او وايي چي په "لسان غزنويه" يې دا بولي يا دا او ما په غزني کښي له خلکو څخه اورېدلي دي.
له دغو خبرو څخه ښکاري: چي امام صاغاني پخپله په غزني کښي اوسېدلی، او د دغه ښار په احوال او ژبه ښه بلد و، نو ځکه د ده روایت ثقه گڼو.
۵. برداب بامبان؟: دا کلمات هم کاتبانو مسخه کړي دي، زما په خيال يې صحيح دا دي: "بر درب باميان " يعني د بامیان پر دروازه، چی د غزني ښار پخوا څلور دروازې درلودې، او يوه يې "باب الباميان" وه، داسي ښکاري چی د غزني شمالی دروازه "باب البامیان" یا "درب بامیان" بلله کیده، چي باميان ته به له دغي دروازې څخه لار تله:
۶. مرلت؟ دا کلمه په دغه حکایت کښي لومړۍ پلا (مرلت) او بیا (مرکت) لیکلې ده، گمان کوم چي دواړه ډولونه يې غلط دي، او د نسخې د کاتبانو د ناپوهۍ له لاسه مسخه شوې ده، او اصل يې (مزگت) دی د (مسجد یست عظیم) له تعبیره هم دا ښکاري، چی دا کلمه اصلاً (مزگت) وه، او دوه نور شکلونه يې ممسوخ دي.
مزگت په قديمه فارسي کښي د عربي (مسجد) په معنا راغلی دی، او ښايي چي مسجد هم د دغي کليمې معرب وي، او د دې کليمو ریښه هم د پښتو نمزدک او مزدک سره مشترکه ده، چي دا مزدک د پښتو په پخواني ادب کښي د مسجد په
معنا و، او اوس هم د مروتو قبایل مزدک مسجد ته وايي اسدي طوسي د فارسي پخوانی لغت لیکونکی وایي: "مزگت بپارسي مسجد باشد."
۷. افلخ لویک؟ د کرامات د دې حکایت په استناد یو لوی مسجد د غزني د باميان په دروازه کښي و، چي (مسجد افلخ لویک) یې باله، او دا مسجد لومړۍ پلا د افلخ نیکه (خانان) جوړ کړی وو، او د لویک له کورنۍ څخه لومړۍ پلا دغه(خانان)مسلمان شوي و، خودی بیرته مرتد سو، او تر ده وروسته بیا د ده لمسی(نبسه) افلخ دا مسجد د غزني د باميان په دروازه کښي جوړ کړ، او دا ځای دمخه بتخانه وه.
دا افلخ لویک، ظاهراً هغه افلح دی، چي د ده ذکر دمخه ما د زين الاخبار گردېزي په حواله وکړ، مگر د گردېزي په خطي نسخه کښي دا نوم افلح بن محمد بن خاقان راغلی دی، چي کنيت يې ابو منصور و.
له دې څخه ښکاري: چي د دغه افلح (افلخ) پلار محمد پوره مسلمان سوی، او اسلامي نوم يې و، مگر د محمد پلارخاقان (چي په دې حکايت کښي خانان راغلی دی) او لا بت پرست وو، چي بیا مسلمان، او وروسته بیرته مرتد سو.
که څه هم گردېزي دغه ابو منصور افلح د لویکانو له کورنۍ څخه نه دی بللی، خود کرامات روایت دا ښکاره کوي، چي دی هم لویک و.
اما د دې "لویک" نوم د گردېزي په نسخو کښي افلح، او د کرامات د ناقصي نسخې په املا (افلخ) دی، ښايي چي د گرديزي ضبط صحيح وي، ځکه چي افلخ نه په عربي نه په پښتو او نه په فارسي كومه معنا لري، او نه داسی نوم بل ځای لیدل سوی دی، ښايي چي د دې کورنۍ د لومړي پلا اسلام قبلولو په مناسبت د ده نوم افلح ایښوول سوی وي، چي د عربي له "فلاح" څخه ريښه لري، او هم گمان کیږي، چي دا مسجد د غزني د اسلامي زمانې لومړی مسجد و.
۸. بیحانه؟ دا کلمه دوه واره بیحانه او محانه ليکلې شوې چي غالباً بتخانه ده، قرينه يې هم وروسته د "صنم" کلمه ده، چی گویا دلته دمخه يوه لويه بتخانه وه، او هلته یو لوی بت هم و، چي هغه يې هم "لویک " باله "صنم لویک".
دا نکته مه هیروئ، چي په دغو زمانو کښي شاهانو د معبودانو رنگ موندلی و، او د دوی مجسمې او بتونه به په بتخانو او معبدو كښي پراته وه، د بغلان په اورتون کښي هم د شاهانو بتونه او مجسمې ولاړي وې، او د روزگان له کتيبې څخه هم ښکاري چي پاچا، الهی القاب لرله، او خلکو د تقدس په سترگه ورته کتل، نو ښایی چی دغه بت هم د لومړي "لویک" و، چي يو قسم معبود گڼل کېده، او چي مسلمانان غالب سوه، او خانان یا خاقان مجبوراً مسلمان سو، ده به د خپل سلف بت نه سو ماتولای، نو يې په سیمین تابوت کښي هلته ښخ کړ، چي هم د بت شکنو مسلمانانو له لاسه محفوظ پاته سي، او هم يې خاوري ونه خوري.
۹. وحوير لویک؟ د کرامات په خطي ناقصه نسخه کښي داسي ليکلي دي: خو زه گمان کوم چي دا کلمه به (وجوير) وي، چي ښايي دا لویک به هم د کابلشاهانو او رتبيلانو معاصر او د دوی له خپلوانو څخه و، د دغه "لویک" په نامه اوس هم یوه لويه سيمه د غزني جنوب غربي خواته پرته ده، چي اجرستان بولي او منهاج سراج جوزجاني "وجير" او "وجيرستان" ليكلې ده، چي په غوري دوره کښي د غوري سلطنت یو مشهور ولايت و، په غزنوي دوره کښي هم یوځای د غزني له سيمو څخه "هجویر" و، چي د کشف المحجوب ليکوال او مشهور صوفي علي بن عثمان هجويري غزنوي (متوفی حدود ۴۹۵ه) هم دغه ځای ته منسوب و، او په کتاب کښي ځان مكرراً هجويري غزنوي بولی او د شهزاده دا راشکوه په قول هجویر د غزني له محلاتو څخه و.
نو (وجوير، هجویر، وجير) د يوه اوسني اجرستان مختلفي املاوي دي چي دا ځای د وجویر لویک په نامه مشهور دی، او تراوسه هم سته، يا ښايي چي دغه نوم قديم وي، او دغه لویک ورته منسوب دی.
۱۰. بر حدمت رسل و کابلساه؟ دا کلمات هم مسخه سوي دي او صحيح ډول يې داسي و "بر خدمت رتبيل و کابلشاه" يعني وجوير لویک دغه بتخانه د کابلشاه او رتبيل لپاره جوړه کړې وه.
رتبیل د هغو شاهانو عمومي لقب و، چي د دوى سلطنت د عربو د فتوحاتو د وختو په لومړۍ هجري پېړۍ کښي له زابله تر سیستانه رسېدی، او د سبکتگین تر عصره يې دوه نیم قرنه مسلسل په دغو سيمو کښي د اسلامي لښکرو سره جنگونه کول.
داسي ښکاري چي د رتبيلانو او زاولي شاهانو او کابلشاهانو په منځ کښی خپلوي او دوستی وه، ځکه هغه وخت چي چيني سياح هیون تسنگ زابلستان ته راغی، نو کابلشاه له ده سره تر زابلستانه ولاړ، او بیا بیرته د خپل مملکت سرحداتو ته و گرزید.
لکه کننگهم چي حسابلی دی، هیون تسنگ له هنده بیرته د اټک او بنو او اپوکین (افغان) پر لار غزني ته په ۲۵ جون ۶۴۳ع کال راورسېد چي د هجري سنې (۲۴ه) کال دی، نو ښايي چي د غزني د لویکانو پاچهي هم د اسلامي هجري سنې په ابتدا کښي شروع سوي وه، چي د سبکتگین تر عصره (۳۶۵ھ) موجوده وه. مگر د رتبیل کلمه مؤرخانو په ډول ډول رانقل کړې او د هر کتاب کاتب بيا هم پسي مسخه کړې ده: رتيل، رتپيل، رتبال، زنبیل، زنیل و غیره، چی د تاریخ سیستان او مجمل التواريخ محشي مرحوم ملک الشعراء بهار خراساني دغه کلمه د فارسي (زنده پیل) څخه جوړه شوې (زنتبیل یا زنبیل) شمېرلي ده.
مگر روارتي وايي: دا نوم د هندي "رنتهبيل" يا "رتن" پال تصحیف دی خو عربی مورخانو لکه بلاذري او يعقوبي او طبري او مسعودي دغه کلمه (رتبيل) ضبط کړې ده، چي د كليمې اصلي شكل هم دغه دی، او جمع یی رتابله ده لکه، "قیاصره" نمارده، کیاسره،فراعنه،تراکمه، افاغنه او نور حتی دا نوم په عربو کښي هم مشهور و، د عربي شاعر فرزدق چي د رتبيلانو معاصر و، د سليمان بن عبد المالک په مدح کښي وايي:
وتراجع الطرداء اذوتقوا
بالامن من رتبيل والشحر
د دغه بیت په استناد ها نوم يقيناً (رتبيل) و، نه بل څه، چي وروسته عربو دانوم د علم په ډول پر خپلو زامنو هم ایښود، مثلاً رتبيل بن صالح یو مشهور محدث و، چي د ده نوم زبیدی د قاموس په شرح کښي د "الرتبل" تر مادې لاندي راوړی دی او علامه ذهبی له ده څخه ډېر احادیث را نقل کړی دي.
له دغو رواياتو څخه ښکاري، چي د کلمې اصلي شكل هم (رتبیل) و نه بل څه ځکه چي (زنتبيل) په لوړ بيت کښي نه ځائيږي، او د قصيدې وزن ورخرابوي، او که يې (زنبيل) فرض کړو، نو بيا د "الرتبل" په ماده کښي نه راځي، بلکې دغو لغويانو د زنبیل ماده جلا راوړې، او هلته يې زنبیل کوم علم يا لقب نه دی ښوولی.
گمان کوم: چي د دغي کلمې اخرنی جز (بيل) به لکه راورټي چي وايي،د هغه "پال "سره نژدې وي، او (رتپيل) به وي، ځکه د قدیمو نومو د آخر پال" له پالل څخه دی، خو پالل او پیلل دواړه د پښتو په لهجو کښی سته،او (رتو) هم په هندي نومو او هم په اوستا کښي ليدل کيږي.
په گاتها کښي د روحاني مشر او بزرگ مينوي په معنا و، او د زرتشت لپاره هم د صفت په ډول استعمال شوی، او پخپله زرتشت هم ردجهان بلل سوی دی په فارسي کښي هم(رد) د هوښیار او خردمند په معنا و، فردوسي وايي:
بپوشید درع سیاؤش رد
زره را گره پر کمر بند زد
او هم دغه کلمه ده، چي په سنسكريت کښې د ميني رب النوع او زهره ستوری او عشق او محبت ته وايي په پښتو کښي د دې کلیمې ريښه په راتو کښي سته، چي د ښځي نوم دى، يعني روحاني محبوبه،او مينوي معشوقه،او د نرو نوم راتگل همدغسي دی (رات = رت = روحاني مشر او محبوب) گل هغه تاريخي كولا او کهول دی،
معنا يې ده: د محبوب مشر له کهوله،خو ملایانو دا نومونه معرب کړي دي :راحتو؟ راحت گل؟
نو د دغه تاریخي لغوي تحليل په سيوري کښي (رتپيل) ډېر ښکلی پښتو نوم دی، یعني د عشق پالونکي، مينه ورمشر، يا د میني د رب النوع پالونکی،او عربانو حق درلود، چي دا ښکلی ادبي نوم واخلي او پر خپلو زامنو يي کښيږ دي. بسرش خانان؟ د کرامات حکایت د وجویر لویک زوی خانان بولی، او په ناقصه خطي نسخه کښي دا نوم خانان دی،خو دگردیزي د زين الاخبار په خطي دوو نسخو کښي چي اوس په لندن کښي دي، دا نوم لکه دمخه چي وويل سوه خاقان دی، په پښتو کښي د خاقان نوم نه دی رواج، مگر خانان ډېر دی، خاص بیا د رگون او راولسنان په ملاخیلو قبیلو کښی،ښایی چی کاتبانو خانان په گردېزي کښي خاقان کړی وي، چي يو مشهورنوم و.
په هر صورت خانان یا خاقان د" وجویر لویک" زوی و، چي لومړی پلا له دې کورنۍ څخه مسلمان سو، او د غزني د باميان د دروازې بتخانه یې مسجد کړ، او د لویک بت يې هلته ښخ کړ، خو دی بیرته مرتد سو، په دې جمله کښي (بسرش) د فارسي (پسرش) دی.
۱۲. كابلان ساه؟ چي صحيح يې كابلان شاه دی، او دا د هغه کابلشاه یو بل شکل دی، چي کله کله په ځيني تاریخی کتابو کښي هم دغه شکل راغلی دی، مثلاً ابنخرداد به د شاهانو په سلسله کښي" كابلان شاه" هم ياد
وي.
۱۳.خجل؟ د کرامات په ناقصه خطی نسخه کښي دغسي ليکلي دي،او داسي ښکاري،چي دا له کابلشاهانو څخه د یوه نوم و، دا نوم د تامل وړ دی، چي اصل يې څه و؟ زه داسي گمان کوم،چي دا نوم (خنچل) و، ځکه چي پخوانو مؤرخانو هم دا نوم راوړی دی :احمد بن واضح يعقوبي (متوفي ٢٩٢ه) ليکي،چي المهدي خلیفه په (۱۶۳ه) کال ځینو شاهانو ته سفیران واستول،او دوی يې خپل اطاعت ته راوغوښته،چي اکثرو يې د المهدي اطاعت ومانه، يو له دغو شاهانو څخه ملک کابلشاه و، چي دی يې "حنخل" باله.
دا کابلشاه چی د (۱۶۳ه) په حدود کښي ژوندی و، د يعقوبي په تاريخ کښي د ده نوم (حنحل) دی، چي د کرامات په نسخه کښی (خجل)لیکلی،او دواړه سره لیري نه دي،او داسي ښکاري،چي کاتبانو تصرف پکښي کړی دی.
لومړی توری په کرامات کښي (خ) او دوهم په يعقوبي کښي (ن) او دریم (ج) او اخرنی په دواړو کښي لام دی، نو له لا دې څخه (خجل) جوړېدای سي، چي زما په تخمین به دا کلمه اصلاً (خنچل) وي، ځکه چي په عربي او فارسي قديمو نسخو کښي د (ج او چ) فرق په رسم الخط کښي نه و.
که دا نوم تجزیه کو، داسي به سي: خن چل، خن د خان مخفف دی، لکه په پښتو کلمه خنتما کښي، دا نوم په کاکړو کښي تر اوسه سته، خان + تما يعني د خان له تومني او پښته څخه، تما پخوانۍ کلمه ده، چي په اوستا کښي هم وه، لکه گئوتما (د گئو له تومني = بودا) او مرتم = مردم (مي - تما) يعني د مړو له تومني، چي په اوستا کښي هم (مرته) يعني مردنی و يا سپين تما چي د زردشت د کورنۍ نوم و،
دغسي نور ډېر کلمات سته چي په اخر کښي تما (تومنه ختمه کورنۍ) راغلي ده، نو خنتما هم د خان تومني او د خان له خټی او متکبر او مغرور او اصیل په معنا دی، د پښتو خانگل (خان + کهول) هم کټ مټ دغسي نوم دی.
پر دغه اساس د خنچل لومړۍ ټوټه هم (خن) د خان مخفف دي لکه چي ځني پښتانه خانمړي هم خنمړي او خانگل هم خنگل بولي.
دوهمه ټوټه يې (چل) ده، چي په پښتو طرز، سلوک، رفتار ته وايي، ملا میران کندهاري شاعر ويلي و:
نه په "چل" دعشق پوهيږي نه يې زده دی
لغوړن مچ دى بونیږي رقيب
نو خنچل یعني د لوړو عالي او خانی سلوک خاوند، چي داسي سړی حتماً باید پښتون او پښتو ژبی وي.
۱۴. بلسان خلجیه که لویک :گفت دا لویک نه دی معلوم چي نوم يي څه و؟ خو داسي ښکاري چی خنچل کابلشاه، دا بیت د "لویک" له خولې رالېږلی دی، او ښايي چي دغه "لویک" له خنچل سره په کابل کښي و. ځکه چي د دې دوو کورنیو خپلوي په تاريخي روايانو کښي دمخه ثابته سوه، نو ممکنه ده،چی دا "لویک"
هم د خنچل خپل وي.
اما دلته د غور خبره دا ده: چی "لسان خلجیه" کومه ژبه وه؟ زما سره ډیر تاریخي او ژبني دلايل سته چي خلجي دغه اوسنۍ غلجي دی، چي له قديمه د غزني په غرو او رغو کښي اوسي، او د زاولستان پخواني خلک دي، دلته به زه په لنډه يوڅو دلیله راوړم چی دا خبره لږ څه ښکاره سي:
خلجي او غلجي يا غلزي په اصل کښي (غرزي = کوهزاد يعني د غرو خلک، چي دا کلمه په غرج، غرچه، اوغلچه او نورو ډیرو تاريخي کلماتو کښي سته، او کله (غ) په (خ) هم اوړي، او غلجي، خلجي سي.
د هند "خلجيان" چي په پېړيو يې هلته سلطنت کړئ دی، دغه پښتانه غلجیان وو، د دوی په نوم ډېر ځایونه هم سته، لکه: خلج (په روزگان کښي) خلج (د هلمند د ناوي) خلج (د غزني) چي یاقوت هم په معجم البلدان (۲ تا ۳۸۱) کښي خلج غزني ته نژدې د زابلستان له سیمو څخه ښودلی دی. د قبایلو او ځايو په نومو کښي کله (خ) په (غ) اوړي لکه خرخيز - قرغيز او دذغور اوسنۍ ساغر، چي منهاج سراج ساخر ضبط کړی دی، او اصلاً "سورغر" و.
دا خبره چی خلجیان د چنگیزخان د زوم خالج خان له نسله دي، او محمد قاسم فرشته د نظام الدین احمد بخشي هروي له طبقات اكبري رانقل کړې ده تاریخی صحت نه لري، ځکه دا نا ممکنه ده چي پس له ( ۶۲۰ه) د چنگیزخان له عصره بیا تر اوسه په (۶۰۰) کاله کښي د یوه سړي له نسله په میلیونونو خلک او قبایل پیدا سي. خلجیان یا غلجیان خو دري قرنه تر چنگیز دمخه په دغو ځايو کښي ساكن وو، او ډېر شهرت یې لاره، د حدود العالم مؤلف په (۳۷۲ه) کښي وايي: "د غزني په اطرافو کښي خلج، ترکان (دا کلمه غلطه چاپ شوې ده خلخ) پراته دي، او تر بست او گوزگان او بلخ او تخارستانه پونده دي، او ورشوي او د څړځایونه او ډېر پسونه لري".
ترده د مخه بل اسلامي جغرافياوال ابن خرداذ به (۲۳۴-۲۳۰) هم د خلجیه نوم اخلي، او وايي چي خرلخ تورکان طراز ته نژدې د ژمي هستوگني لري، او هم دوی ته نژدې د خلج (خلجيه) د ژمي ورشوي دي.
ابراهيم بن محمد اصطخري (۳۴۰ه) وايي:"خلج يوه ډله تورکان وو، چي خورا پخوا د هند او سیستان تر مینځ د غور شاته راغله، پسونه يې لرل، کالي او ژبه او کړه وړه يې لکه د تورکانو داسي وو"
ځيني مستشرقان په دي عقيده دي، چي دغه غلجي د هفتاليو بقايا دي، ماركوارټ وايي "خلج يا خولچ د هفتالیو قبائیلو پاتي برخي دي، چي په شامي کتابو کښي په (۵۵۴م) Khwlas راغلي" او بيا په (۵۶۹ع) کال سفیر ریمر چوس دغه کلمه خولیر راوړې ده. او دا نظریه موږ کټ مټ د محمد بن احمد خوارزمي په کتاب کښي (۳۷۰ه) هم وینو، دی وايي: خلج او كبجیه تورکان (دا کلمه غلطه کنجینه چاپ شوې ده) د هیاطله له پاتیشونکو څخه دی، چي په تخارستان کښي دشان او شوکت خاوندان وو.
دا خلجیان له افغانانو سره یوځای مورخانو ياد کړي دي، او داسي ښکاري چي دوی ډېر سره نژدې او يو قام وو، ابو نصر محمد بن عبد الجبار عتبي (۴۱۵ه) د سبکتگین په فتوحاتو كښي ليكي: "افغانيه او خلج ده ته ایل او په زور يې په خدمت کښي داخل کړه سوه". چی ابن اثیر هم کټ مټ دغه روایت راوړی دی.
مینار سکی په صراحت سره وایي: دغه خلج تورکان او د اوسنيو غلجو افغانانو اسلاف وو، او بارتولد او هیگ هم په اسلامی انسائیکلو پيډيا کښي دغسي ويلي دي.
دا خبره یقین ته نژدې ده: چي خلجي يا غلجي او ابدالي به له پخوانو هفتالیانو او زابلي پاچهانو سره نژدېوالی لري، ځکه چي دغه هفتالیان (هیاطله) هم په دغه زابلستان کښي چي اوس هم غلجي او ابدالي اوسي، پاچهان وو، او پر سکو، چي د دې پاچهانو شکلونه کښل سوي دي، هم کټ مټ د دغو اوسني پښتنو کړه وړه ته ورته دي، جگي پزي، غټي سترگي، گڼ وېښتان، قوي بدنونه يې عيناً د پښتنو دي، او لکه میسن چي لیکي: د نورستان پخوانو کافرانو مطلق پښتانه پخپله ژبه او دل Odal بلل، چي دا کلمه هغه هفتل (ابدالي) ده (د میسن سفرنامه، صفحه ۸ جلد ۱ طبع لندن ۱۸۴۲ع) احمد شاه ابدالي وايي:
ټوله يو دي که غلجي دي که اودلي
ښه هغه چي آئينه د زړه صفا ده
نو خلج یا غلجي د هغو تورکانو او غزانو له نسله نه دي، کوم چي په غزنوي دوره کښي او بيا د سلجوقيانو په زمانو کښي خراسان ته راغلي وو، بلکي تر اسلام دمخه چي کوم هفتالي اريائي اقوام په تخارستان او زابلستان کښي وو، زموږ غلجیان به د هغو سره خپلوي لري، او د دې غلجو حملې پر هند د هفتالیو سره شروع سوي، او تر ( ۸۰۰ه) پوري دوام لري، چي د دوى غټي شاهنشاهۍ هم په هند کښي وې، او اسلام یې تر بنگاله خپور کړی و، او د دوی له نومو سره د (خان) لقب هم د (هون) د کليمې اوښتی شکل دی، ځکه چي (ه) په (خ) اوړي لکه قدیم هوارزم، اوسنۍ خوارزم، د تورکو هانم او زموږ خانم.
د دې خبري لپاره هم موږ تاریخ سندونه لرو: مثلا د تورکو معروف لغوي محمود کاشغري (۴۶۶ه) ليکي: "غزان ۲۴ قبيلي دي، مگر د "خلجیانو" دوې قبيلې په دوی کښي ځانونه نه شميري او بيلي دي".
همدغه مؤرخ د تورکانو په قبايلو کښي د "خلج" يا خلجیانو ذکر کورټ نه کوی، او ځکه چی دی پخپله تورک او په ژبه او عنعناتو یې پوه و، نو د ده قول په دې بابت کښي مستند او قدیمتر دی.
محمد بن نجیب بکران (د ۶۰۰ه حدود) داسی لیکي: "خلج قومی از ترکان از حدود خلج بحدود زابلستان افتادند و در نواحی غزنین صحرایست آنجا مقام کردند، پس بسبب گرمی هوا، لون ایشان متغیر گشت و بسیاهی مایل شد وزبان نیز تغیر پزیرفت ولغتی دیگر گشت، وخلح را مردمان به تصحیف خلج خوانند".
له دې څخه ښه ښکاري چي دغه خلجيان له توركي قبایلو څخه په دغه وخت کښي بهل وو، او د خلخ او خلج تر مينځ التباس او تصحيف موجود و، منهاج سراج هم طبقات ناصري کښي د خپل عهد ډېر ملوک په هند کښي ښيي خو هغه چی تورکان دي، هغه ترک بولي، او هغه چي خلجيان دي، خلجي يې بولي، چي د غور له گرمسيره هلته تللي او پادشاهۍ يې جوړي کړي وې، لکه ملک خان خلج، محمد بختیار خلجی، محمد شیران خلجی، علی مردان خلجی، حسام الدین عوض حسین خلجی، عیاث الدین خلجی او ډیر نور خلجي مشاهير چي له تركانو بېل وو، حتى ضياء برنی د هند مؤرخ (د۷۵۸ ه حدود) پخپل تاریخ فیروز شاهي کښي يو خاص فصل لري، چي بايد شاهي د تورکانو وي، خو هغه وخت چي ملک جلال الدین خلجی د دهلي پر تخت کښېنوست، نو دی ليکي: چي خلک ډېر متاثر وو، چي څنگه یو خلجی د تورکانو پر تخت کښېنستلای سي؟ دلته داسي ليکي:
"ملک خلجیان شهریان را بغایت دشوار نمود"
له دغي خبري څخه هم دا ښکاري: چي خلجیان تورکان نه وو، که نه وي نو ولي به خلکو د تورکانو د تخت و تاج پر ضیاع افسوس کاوه بلکه دغه خلجيان چي په هند کښي د مدنیت او سلطنت یو ښکلی اثر پر ایښی دی، په اصل او نسب د افغانستان له غلجیانو څخه وو.
بارټولډ وايي: "له څلورمي هجري پیړۍ څخه موږ خلجیان د افغانستان په جنوب کښي د د سیستان او د هند تر منځ وينو، او دوی د هغو ترکانو پښتانه شوي بقايا دي، چي د اصطخري په قول په قدیمو زمانو کښي دلته راغلي وو، او دغه اوسني پښتانه غلجي چي د ترنک او ارغنداو په لوړه وادي کښی اوسي، هم له دغه نسله دي".
نو دغه تورکان چي په قدیمو زمانو کښي زابل ته راغلي وو، هغه هفتالیان (هیاطله،هون) وو، چي يو نيم زرکاله دمخه له پښتنو سره گډ، او دلته د پښتنو د اکثریت په سبب بالکل پښتانه سوي وو، او کوم وخت چي دوی په هند کښي سلطنتونه جوړ کړل، بالکل پښتانه وو، او پښتنو دغه خپل خلجی گڼل، مثلاً: خوشحال خان خټک، سلطان جلال الدین خلجی (۶۸۹ ۶۹۵ه) په صراحت سره غلجی گڼي او وايي:
بیا سلطان جلال الدین پر سریر کښېناست
چي په اصل کښي غلجی د ولایت و
له دغو ټولو تاريخي اسنادو څخه دا ثابتیږي، چي خلجیان پښتانه وو، او دغه اوسنی د غزني دغرو او رغو غلجيان دي، چي د جهان نامي د مؤلف په قول يې ژبه هم بېله وه، او هغه نو دغه پښتو ده، چي تر اوسه هم د ټولو غلجو ژبه ده، او د کرامات په دغه حکایت کښي هم "لسان خلجیه" بلله شوې ده، او د دغه "لویک" ژبه هم پښتو وه، ځکه چي دغه بیت پښتو دی، او وروسته به يې ولولئ.
۱۵. هندوان ساه؟ دا کلمه هندوان شاه ده، په پهلوي او قديم فارسي ادب کښي هندوان، هند ته ویل کېده د شاهنامې په ملحقاتو کښي چي د زابلي افغانانو او د دوی د مشر کک کوهزاد قصه راغلې ده داسي وايي:
که نزدیک زابل بسه روزه راه
یکی کوه بد سر کشیده بماه
بیکسوی او دشت خرگاه بود
د گردشت زی هندوان راه بود
نسته دران دشت بسیار کوچ
زافغان ولاچین وکرد و بلوچ
دلته مقصد دغه د ارگون او وازي خوا لوی دښت دی، چي د هند خواته د گومل او کورم له درو څخه لاري وې، او کوچ هم هغه کپچي او کبجینه دی، چي تراوسه هم غلجیان کوچي بلل کیږي، او دوی کیږدۍ (خرگاه) له دغه دښته د اباسین غاړو ته په ژمي کوچ کوي.
ابو منصور موفق بن علی هروی (د ۳۶۰ه حدود) وايي: "و آن دیگر داروها کی به هندوان موجود است، از این دیگر اقلیمها نیابند"
نو هندوان شاه، د هندوستان شاه و.
16. نيسه؟ دا کلمه نبسه ده، چي اوس يې په فارسي نواسه او په پښتو لمسی، نمسی، نوسی بولي، بيهقي د دغي کلمې مفرد نبسه او جمع يې نبسگان راوړي د يوه زاړه فارسي تفسیر په خطي نسخه کښي چي په کیمبرج کښي سته، هم نبسه راغلې ده "و اورا فرزند دادیم ونبسه برسر" (ورق ۳۴ب) فخر مدبر مبارکشاه ليکي:
"سند نبال نبسه شاه کابل از پایان هندوستان باز آمده بود".
امیر خسرو وايي: صفت ذات او همین نه بس است که، رسول خدای رانبس است.
ځکه چي افلح د گرديزي په قول د خاقان (خانان) لمسی و، نو دا لکمه حتماً نبسه ده، او د اصل (نیسه) معنی نه لري، او د بيهقي له استعماله هم ښکاري چي په غزني کښي مروجه وه.
۱۷. پشاني بنست؟ دا جمله غالباً داسي ده: بشاهي بنشست، يعني پر شاهي کښېنوست، او شاهي په پهلوي او لومړنۍ فارسي کښي د سلطنت او مملکت په معنا هم و.
وروستني كلمات داسي دي: بتخانه لویک برکند و مزگت بکرد، یعنی د لویک بتخانه یی ورانه کړه او پر ځای يې مسجد جوړ کړ.
۱۸. سلطان سخی سرور: دا سړی د هند او پنجاب په سيمو کښي ډېر شهرت لري، او د مشهورو اولیاؤ په ډله کښی شمیرل كيږي مفتي غلام سرور لاهوري ليكي: د ده نوم سید احمد او مشهور په سخي سرور سلطان و، د ملتان له وليانو څخه دی،
چي خلک یی "لکه داتا" بولي، او نسب يي حضرت علی (کرم الله وجه) ته رسیږي، د پلار نوم يې سید زین العابدين و، چي د ملتان په کرسۍ کوټ کښي ساكن و، او د عايشي كهوكهري سره يې واده وکړ، او سید احمد او عبد الغني دوه زامن ځني پیدا سوه، دغه سید احمد په بغداد کښي د حضرت عبد القادر جيلاني(رح) او شهاب الدين سهروردي (رح) حضور ته ورسید، او بیا یې په لاهور كښي له محمد اسحاق لاهوري څخه علوم ولوستل، وروسته مفتي لاهوري د ده کرامات شميري، او د شهادت تاریخ یې د شاه کوټ د غره سره سره چي اوس يې مزار هم هلته دی په (۵۷۷ه) ګڼي.
دا سید احمد د خپل روحاني سطوت او شکوه له رويه په "سلطان" مشهور سوی، و دی پسله شيخ علي هجويري د هند په خاوره کښی د اسلام خورا لوی مبلغ دی، حتی چی د هندوانو قبایل په جالندهر کښی خپل ځانونه تر اوسه هم "سلطانی" او ده ته منسوب بولي او په عيسوي پنځلسم او شپاړسم قرن کښي دغه سلطاني فرقه ډېره مشهور وه. او د پنجاب جاټ ټول سلطاني وو، چي دوی به د فروري په منځ کښي د سخي سرور زيارت له، ډېره غازیخان ته راتله، خو د سکهانو د حکومت په وختو کښي ديوان ساون مل د ملتان حاکم دوی منع کړل، تر نولسمي پېړۍ پوري چي د لودهیانې او جالندهر ګزټير ليکل کېدی، دغه سلطانې هنود موجود وو.
دا سخی سرور چي د حضرت عبد القادر جيلاني رحمه الله علیه (۴۷۰ - ۵۶۱ه) او د شیخ شهاب الدين سهروردي (۵۳۹ - ۶۳۲ه) معاصر بلل سوی دی، په هغو سيمو کښي چي د خراسان د خلکو د تګ او راتګ لاري وې، يعني په ملتان او ډیره غازیخان کښي اوسېد، نو ځکه پښتانه هم د ده مریدان وو، او ښايي چي دی پخپله هم د لوست لپاره، غزني ته راغلی وي، ځکه چي دغه وخت د غزنویانو دوره وه، او غزني د علم ثقافت او تصوف مرکز و.
د کرامات د دغي ناقصي نسخې څخه ښکاري، چي دغه کتاب خاص د ده پر کراماتو ليکلي سوي و، او ټول حکایات یې هم د ده په خوارقو اړه لري، چي يو مثال يې دغه موجود حکایت، او د غزني په مسجد كښي د "لويك" د بت کشف کول او له مخکی څخه را ایستل دي.
۱۹. باین مزلت؟ دا کلمه هم یقیناً مزګت ده، مزلت معني نه لري.
۲۰. کشف سدس؟ دا کلمه شدش ده، يعني ده ته کشف سوه.
۲۱. در تالوت؟ صحیح ډول په اوسنۍ املا ولولئ:
از شهر غزنه پرجاست؟ برجاست دلته معنی نه ورکوي، دا کلمه برخاست ده، اوس دا حکایت په صحيح ډول په اوسنۍ املا ولولئ:
"ابو جامد الزاولي را در تاریخ غزنه، از حسن صغاني روایت است: که در بلده غزنه بر درب بامیان مسجد یست عظیم، که آنرا مزگت افلخ (افلح؟) لویک خواندندی، و این بتخانه عظیم بود، که وجویر لویک،برخدمت رتبیل و کابلشاه کرده بود.
چون پسرش خانان (خاقان) به مسلمی آمد، صنم لویک را نیارست شکستن، وانرا دران مزگت بزمین اندر کرد. وبتابوت سیمینه در نهاد.
کابلان شاه خنچل، این بیت فرستاد بلسان خلجیه که لویک گفت:
خانان (خاقان؟) باز هندوان شاه شد، و چون نبسه او افلخ (افلح؟) بشاهي بنشست، بتخانه لویک برکند و مزگت بکرد.
چنین روایت کنند:
چون سلطان سخی سرور، باین مزگت شد گفت: بوی صنم شنوم، نیک دید و کشف شدش، زمین بر کافت و صنم لویک برکشید در تابوت سیمینه نهاده، انرا بشکست وسیم را (به) بنای
مسجد داد و بکرامت آن ولی الله، بوی کفر وهندوئی از شهر غزنه برخاست. (ورق ۱۵خطي)