اوستائی سیمه او مملکت

د افغانستان پخوانی تاریخ دریم

پخوا د اوستا په ویش کښی وویل شول چه لومړی فرگاد یاد اوستا د دریمی برخی اول باب یعنی (وندیداد) له آریائی ځمکو او د هغو د خواصو او ممیزاتو څخه بحث کوی. دغه ځمکی د (وندیداد) د متن او د اوستا د مخصوصی اصطلاح له مخی هغه شپاړلس قومی ښکولی ځمکی دی چه د هغه وخت د عقیدی په قرار (هرمزد) منځ ته را ایستلی او (اهریمن) کرار کرار په هری یوی کښی یو آفت پیدا کړی دی.

یه دوهم فصل کښی د (ویدی جغرافیائی معلوماتو) تر عنوان لاندی په (۶٩) مخ کښی د جغرافيی له نقطی نظره څخه د ویدی سرود د کتنو او مطالعاتو د پاره يو بحث راوړی دی او تر کوم حده پوری چه سرودونو مرسته کولی شوه د خپل مملکت خاوره مو د هغی په رڼا کښی و کتله، په بل عبارت د خپل مملکت لـه خاوری، غرونو، اوسيندونو څخه مو هغه برخه چه په ویدی سرودونو کښی یاده شوی وه د یوی سلسلی تبصرو سره بیان کړه، هر کله چه د جغرافیائی برخو خاص بیا د تاریخی جغرافیی روښانه کول د تاریخ په کتنو کښی ډیر اهمیت لری او په بله ژبه د یوی ټاکلی دوری پیښی او جریانات د هغی د واقعی صحنی له مخی مجسموی او له دی کبله ورته ډیر اهمیت ورکړی شوی دی او په همدغه لحاظ د ویدی جغرافیائی بحث په تعقیب د خپل مملکت خاوره د اوستا له نقطی نظره څخه هم گورو.

د تاريخ او جغرافيی علماوو او خاص بيا هغو مدققینو چه د هندوکش په دواړو خواو کښی د ویدی او اوستائی مدنیتو د پيدا کېدو او د آریائی مهاجرتو. او نژادی مسئلو په شاؤ خوا کښی ئی تحقیقات کړی دی دغو شپار لسو ټوټو ځمکو د دوی توجه ډيره ځانته راگرځولی او د هغو په شاؤخوا کښی ئی نظر یی او تبصرى ليکلى دى، او حقیقتا هم که د آریائی اصل خاوری او د هغوی د مهاجرتو د صرف له نقطی نظره څخه وی او که د اوستائی آئین د نفوذ د خپریدو له کبله وی او که د هغو د حدودو د پراختيا لامله او که د هغو باختری پادشاهانو د حکومت د قلمرو د تعين له نقطی نظره څخه وی چه په اوستا کښې یاد شوی دی ډیر لوړ مقام او ډیر اهمیت لری، د هغو مسئلو په باب کښی چه پخوا بیان شوی په هر لحاظ چه په دقت سره ورته وکتل شی په مطلوب ډول رڼا اچوی.

هغه مهم شی چه د ویلو وړ دی دا دی چه دغه شپاړس (١۶) ټو ټی ځمکه د هندوکش په څلورو واړو طرفونو  کښی سره نښتی او متصله پرته ده او يوه له بلې نه جدا نه ده او د ټولو شپاړلسو ټوټو مجموعې په دقیق ډول هغه حدود رانیول چه کلاسیکی مؤرخينو اوجغرافيه ليکونکو آریانا ته ور کړی وو. 

سربېره په شپاړلسو ټوټو ځمکو باندی چه د (وندیداد) په اول فرگاد کښی بیان شوی دی او له ټولو نه ئې يو واحد مملکت پيدا کيږى د اوستا ځينى نوری برخی د غرونو، لوړو څوکو جگو ځايو سيندونو، چرو (دریاچه ها) چه ټول بی شبهې په همدې شپاړلسو ټوټو مساعده ځمکه کښی شامل دی په دقیق صورت بحث کوی مثلا (زمیا دیشت) یا نولسم يشت د لومړۍ  فقری څخه تر اتمی پوری د څلويښتو نه زياتو غرونو، نومونه اخلی چه هغه ټول د آريانا په خاوره کښی داخل دی او زیاتره ئې ټاکل شوى او تطبيق شوی هم دی، دغه رنگه په (هوم يشت) بالسم بسنا کښې په هغه موقع کښی چه د (هوما) د گیا د شنه کېدو او ټو کېدو له ځای څخه بحث شوی دی بیا زمونږ د مملکت د ځينو غرونو، نومونه یاد شوی دی. همدغه راز د سيندونو، چرو (دریاچو) او د غرونو د ځينو څوکو په باب کښی چه په هغو ځايو کښی زمونږ لویو پادشاهانو قربانی گانۍ کولی او حتی د ځینو ټينگو او مستحکمو کلاگنو، نومونه ذکر شوی دی او د تاریخی جغرافیې له نقطی نظره څخه ډېر اهمیت لری. په دغه لنډه مقدمه دغه دی لومړی د (وندیداد) په لومړی فرگاد کښی د شپاړلسو ټوټو يادو شوو ځمکو فهرست په هغه ترتیب ورکړ شوی دی چه پخپله په اوستا کښی یاد شوی دی، وروسته بیا د اوستا متن د هرې يوې په باره کښې د ځينو تبصرو سره بیانوو او د دې برخی په آخر کښی د نورو جغرافيائې مطلبو په بیانولو پیل کوو:

د وندیداد د لومړی باب په ترتیب د اوستائې شپاړلسو ټوټو ځمکو فهرست:

(۱) ایریانم ویجو                            Airy anem Vaejo

(۲) سغده                                                   Sughdha

(۳) مورو                                                     Mouru

(۴) بخدى                                                    Bakhdi

(۵) نيسايا                                                     Nisaya       

(۶) هرویو                                                          Haroyu

(٧) ويکره ته                                           Va ekereta                  

(۸) اورو                                                        Urva         

(۹) خننتا                                                    Khnenta                                  

(۱۰) هرهویتی                                          Haravaiti  

(۱۱) هیتومنت                                               Haetumant  

(۱۲) راغا                                                    Ragha              

(۱۳) کخره                                                 Kakhra

(۱۴) وارنا                                                  Varena

(۱۵) هپته هندو                                   Hapta Hindu

(۱۶) رانگه یا، رانغه                                    Rangha

*      *      *

د دغو شپارلسو ټوټو ځمکو خصوصیات د اوستا او بنداهش د متن او د ځينو لويو مدققينو د نظریاتو له مخې په دغه ډول دی: 

(۱) آریانا ویجه: د اوستا لومړۍ ټوټه ځمکه د (وندیداد) په اول فرگاد کښې د (ایريانم ويجو) په نامه ياده شوې ده او تحت اللفظى معنى ئې (د آریا د تخم ځای) (د آریا منشا) او د (آریا مسکن) دی. چه د وندیداد د دريمې او څلورمی فقری د متن له قراره لومړۍ اعلى ځمکه وه اود (وانگوهی دیتیا) له سیند نه اوبه کېدله، لس میاشتی ژمی او دوه میاشتی اوړی او دوبی ئې درلود. په دغو مياشتو کښې به ځمکه، اوبه او نباتات ټول يخ او منجمد وو او دغه ځای د ژمی زړه شمېرل کېده. بنداهش واظی څرنگه چه په پخوانيو کتابونو ویل شوی او بیان شوی دی که چېری د زیږیدنې د ځای (مسقط الرأس) محبت او گرانښت نه واى نو ټول خلک به د ښکليتوب او خائسته والی له کبله (آریانا ويجو) ته تللی وای. د دی اشاری له مخی معلومیږی چه (آریانا ویجو) په لومړيو زمانو کښی يو ډیر ښکلی او په زړه پوری ځای ؤ. مدققينو د (آريانا ويجو) د قلمرو د ټاکلو په باب کښی ډېر تحقیقات کړی او بیلې بیلې نظریې ئې وړاندی کړی دی مگر د شپاړ لسو ټوټو د ترتيب او پیوستگۍ او د بنداهش د ځينو اشاراتو او د محققينو در ایود اکثريت له مخی معلومیږی چه (آریانا ويجو) يوه لوړه اويخه ټوټه ځمکه او د ځينو سيندونو چینه وه او موقعيت ئې د زياترو احتمالاتو سره د اکسوس (امو دریا) او د ایگزارت (سر دریا) پاسنۍ حوزه او په هغی پوری متصلی ځمکی دی. 

(وندیداد) وائې چه د (آریانا ویجو) منطقه د (وانگوهی دیتیا ) د سیند په غاړه پرته ده بنداهش ځینی هغه سیندونه چه د (آریانا ویجو) څخه تېريدل د (دائې تيک) او د (داراگا) په نامه یاد کړی دی، او د هغی د غرونو څخه يو غر ( کوندراس) بولی او د دغو سيندونو د نومو تعبير او د موقعيت تشخيص ئې د (آريانا ويجو) د موقعیت په ټاکلو کښې ډیره مرسته کوی. د (وانگوهی دیتیا) نوم له دوو کلمو نه جوړ شوی دی. (وانگوهی) په اصل کښې د سيند نوم دی او (دیتیا) د قانون په معنی دی، او په اصطلاحی ډول دغه معنی ورځنى ايستل کیږی چه د هغه ترڅنگ قانون، آئین او مذهب میدان ته راوتلی دی چه د زرتشتری. د آئین نه عبارت دی. دغه د (وانگوهی دیتیا) سیند لکه چه پخوا ورته اشاره وشوه په بنداهش کښې د (دائې تيک) په نامه یاد شوی دی او داسی ویل شوی دی چه د (دائې تيک) سيند له (اران وج) نه راغلی او د غرونو او کوهستانو له منځه تېریږی.) له هغو تدقیقاتو نه چه شوی دی او زیاتره احتمالات د هغو تائید کوی معلومیږی چه د (وانگوهی دیتیا) سيند د (اکسوس) له سيند يا د امو له سیند نه عبارت دی ځکه چه تر ساسانی زمانی پوری هم د (وانگوهی) د کلمې اطلاق چه په دغه نوم کښی داخله ده پخپل پهلوی شکل ( وه Veh) د اکسوس په باره کښی کېده او (وه) د بنداهش له مخی (۲۳ او ۲۲ او XX) او د چینی او ارمنی لیکوالو په شهادت د دغه سیند نوم ؤ.

غالب گمان دا دی چه د (دائې تيک) سيند چه په بنداهش کښې یاد شوی دی او (وانگوهی دیتیا) چه په اوستا کښی ذکر شوی دی یو شی وی او د آمو له سیند نه عبارت وی. هغه دوهم سیند چه د «دراگا» په نامه په بنداهش کښې یاد شوی دی زرافشان یا په قوی احتمال د سر دریا سیند دی چه (سرپرسی سایکس) همه (ارانگ Arang) بللی دی او وائی (د آریائی اصلی کور او ځای په باب کښې ډير بحثونه شوی دی حال دا چه روايات ئی واضحه له (اران وج) نه بحث کوی دغه ټوټه ځمکه د (واهی دیتیا Vahi Datya) د سیند او د (ارانگ) سیند په منځ کښې واقع وه او د نه د اکسوس او ابگزارت د سیندو پخوانی نومونه دی. د جرمنی (گایگر) د تحقیقاتو او د هغو کشفياتو له مخی چه روسی علماوو په دې وروستيو کلونو کښی په (تلی برزو) کښی سمرقند ته نژدی کړی دی معلومیږی چه: (آریانا ویجه) هماغه علاقه وه چه د مخه مو وټاکله ځکه چه دغو علماوو هم د هغی ځای په (پاسنۍ فرغانه) کښی بولی.

(۲) سغده: دوهمه ټوټه ښه ځمکه هغه جلگه ده چه په هغی کښی «سغدیان» اوسېدل او له سغدیان نه عبارت دی. اهریمن په دغه ځای کښې ملخان منځ ته راوړل چه فصلونه او کښتو نه خوری او په نباتاتو او حيواناتو کښې مرضونه پیدا کوی.

(۳) مورو: دریمه ټوټه ښه ځمکه (مورو) نومی ځمکه ده چه د مرغاب «مرو» له حوزې نه عبارت دی.

اهریمن په دغه ځای کښې د داړه مارو «یغما گرو» سپرو اړ ؤ دوړاو هرج، مرج منځ ته راووړ لکه چه دغه ټوټه ځمکه مدام د تورانیانو دوران کاری اوالی گولی ډگرؤ.

(۴) ښکولی بخدی: څلورمه ټوټه ښکولی اوستائې ځمکه «ښکولی بخدی» دی چه لوړ لوړ بیرغونه ئې درلودل.

بخدی د تاریخ په ټولو دورو کښی د ښکولی، خائسته او روښان په صفت یاد شوی دی، په اوستا کښی (بخدیم سریرام) او په پهلوی ادبیاتو (بخل باميک) راغلى دى چه د لومړى معنى (ښکولی بلخ) او د دوهم نوم معنې ځلاند او روښان بلخ) دی، او د سیستان فرخی له دغی پخوانۍ خاطرې څخه د (بلخ بامی) په صورت یادونه کړی ده او مسعودی دغه مفهوم د (بلخ الحسنا) په ډول او دقیقی د (بلخ گزین) په شکل ادا کړی دی، او په دغه ترتيب واضحه معلومیږی چه له ډېرو پخوا زمانو څخه تر اسلامی عصر پوری د ښکوليتوب، خائسته والى او د مقبولیت صفتونه د: سریرام؛ باميک، بامی، حسنا، گزین په صورت د بلخ د نوم سره يو ځای او متصل وو.

 د بلخ په باب  د اوستا بل شهادت (اردو او درفشام) یا (لوړ بیرغونه دی) چه د بخدی مرکزیت ته اشاره کوی او څرگندوی چه بلخ د (پاراداتا پیشدادی) او کاوی (کیانی) او د اسپه د پادشاهانو پای تخت ؤ، او اوستا دغه افتخار په شپارسو ټوټو ځمکو کښی یواځی (بخدی) نه ورکړی دی، او شرقی اوغربی مد تقينو د (لورو بیرغونو) له مخی بخدی د پاراداتا او کاوی د پادشاهانو پای تخت بللی او تصدیق کړی دی.

۵- نيسايا: د اوستا پنځمه ټوټه ځمکه د (نيسايا) علاقه ده چه موقعیت ئی د مورو د (مرغاب، مرو حوزی) او د بخدی (بلخ) ترمنځ ټاکل شوی دی دغه ځای لکه چه اوستا ټاکلی دی په هغه جز ئی تحریف سره چه په نوم  کښی ئی راغلی دی د یاقوت حموی تر زمانی پوری د میمنی په شاؤخوا کښی ئی شهرت درلود - لکه چه دغه یاقوت دغه ځای د (نسا) په نامه یاد کړی دی . نو که د جغرافیائی موقعیت له مخی وی چه پخپله اوستائی ورکوی او که د تاریخ د شهادت په قراروی د اوستا نیسایا د بخدی او مورو ( بلخ او مرو) ترمنځ له (نسا) یا میمنی نه عبارت دی اهریمن به دغه ځای کښی بی اعتقادی خپره او رواج کړه. 

۶- هرای وه: د اوستا شپږمه ټوټه اعلى ځمکه (هرای وه) وه چه له (هری) یعنی د هریرود له حوزې د (هرات ولایت) نه عبارت دی، اهریمن يه دغه ځای کښی د مری دپاره ژړا او غم رواج کړ، د اوستائی قوانینو د مقرراتو په اساس که چیری چاپه مړی باندی ژړا کوله نو د اوښکو څه څکی ئی په سیند باندی بدلیدل چه د (کنیوات) له بل څخه د ده د نپریدلو مانع گرځیده او په نتیجه کښی د فلاح مملکت ته نه رسیده.

۷- وکره ته: اوومه ټو ټه ښه اوستائی ځمکه (ويکره ته) ده چه د بل له حوزې نه عبارت دی. اهریمن په دغه ځای کښی (پیرکه خناتی تی) یعنی د بت پرستۍ مفکوره ئی خپره کړه، په زرتشتی داستانو کښی (پریکا) د بت پرست پهلوان په شکل تصویروی چه په آخر کښی (ساوشیانی) Saoshyani ) د زرتشر زوی ورباندی غلب شو او د هغه مذهب او آئين له منځه وړی. هر کله چه د کابل علاقه له پخوا زمانو څخه له برهمنی مرکزو څخه يو مرکز ؤ او له هغه نه پخوا د هند د خاوری سره د گاونډيتوب په واسطه له آریائی نه پخوا معتقداتو په دغه ځای کښی رواج درلود او (بودیزم) هم په دغه ځای کښی ژر نفوذ پیدا کړ، د اوستا د اشاراتو مصداق کیدلی شی، لنډه دا چه هغه مأخذ چه د اوستائی شپارلسو ټوټوځمکو ذکر ئی کړی دی تصدیق کوی چه (وکړه ته) د کابل حوزه ده (دارمستتر) په فرانسه کښی د خپلې زند اوستا د ترجمې د دوها جلد د لسم مخ په ۲۲ نو ټه کښی چه په (۱۸۹۲) کال  چاپ شوی ده وائى (وبکره ته) د (کابل) پخوانی نوم یعنی (کابل) دی.

۸- (اوروا - یا - اوروه): اتمه ټوټه اوستائی ښه ځمکه (اوروا) یا (اوروه) ده چه ځینو بیخی د دې ټوټی ځای ټاکلی ندی، او ځينو نورو په گمان سره طوس یا غزنه بللی ده مگر د دغو ځايو څخه هیڅ یو ندى، ځکه لکه چه و به گورو غزنه په بل نوم یاده شوی ده او طوس د نورو نومونو جز راغلی دی گایگر دغه عقیده لری چه (اوروه) د (ارگون) علاقه ده چه فورملی قوم پکښی استوگنه لری هر کله چه هغه علاقه چه ارگون پکښی پروت دی د خپلو شاؤخوا نقاطو سره په تاریخ کښی د (روه) په جامع نوم ياده شوې ده او (روه) يا (اروه) د تلفظ په لحاظ هم ډیر شباهت لری، ډیر احتمال کیږی چه اوستائی (اوروا) یا (اوروه) د (روه) علاقه وی چه د قندهار او سند ترمنځ غرنۍ ځمکی ئی رانیولې د دغه ځای ورشو گانی په اوستا کښی یادی شوی دی. اهریمن د دغه ځای د اوسېدونکو په منځ کښی غرور پیدا کړی ؤ.

۹- خننها: نهمه اوستائی ځمکه (خننتا) وه چه ورکانا Verkanas قوم پکښی اوسېده، ځیينو د خلکو د نومونو د مشابهت له مخې چه (هیرکانیا) ته نژدی دی دغه ځای (هیرکانیا) یا (گرگان) بللی دی چه د پخوانۍ آریانا په قلمرو کښی داخل ؤ او د پخوانۍ آریانا د غربی ولایاتو څخه يو ولايت شميرل کېده.

۱۰- هری ویتی: د اوستا لسمه ټوته اعلی ځمکه د (هری ویتی) یعنی د ارغنداب ښکولې سمسوره حوزه وه چه په اوستا کښی د (ښکولی او خائسته) په صفت ياده شوې ده، هغه شی چه اهریمن په دغه ځای کښی رواج کړ د مړو سوځول وو.

۱۱- ای تومنت: د اوستا يوولسمه ټوټه ځمکه د (ای تومنت) ښکولی او له افتخار ډکه ځمکه ده چه د هیرمند او سيستان له حاصلناکې ناوی نه عبارت دی اهریمن په دغه ځای کښی جادو او جادوگری رواج او خپره کړه. د هیرمند مست سیند د خپلو مرستيالو (معاونانو) سره د زمیادیشت په (۶٧) فقره  یاد شوی دی او پخپله د هیرمند په باب  داسی تصریح شوې ده چه د دغه سيند ځږناکو موجونو (موجهای کف آلود) ټول مصيبتونه د ځان سره وړل. 

۱۲- راگا، یا، ره گه: دولسمه اوستائی ځمکه (راگا) یا (ره گه) ده چه هغه د (ری نه عبارت بولی، اوستا لیکی چه د دغه ځای خلک له درېو نژادونه مرکب وو، او له هغه نه ئی د روحانیونو، جگړه مارو او د بزگرانو په دریو اجتماعی طبقو تعبیر کړی دی اهریمن په دغه ځای کښی بی اعتمادی پیدا کړه د بدخشان (راغ) که د نوم د شباهت په لحاظ وی او که د نورو اوستائی علاقو سره لکه آریانا ویجه، بخدی، سغده، د پیوستگۍ په مناسبت وی او که د ښکولیتوب او سمسوروالی له نقطی نظره څخه وی زیاتره د اوستائی (راگا) سره مطابقت کوی، (راغه) په پښتو کښی داسې دښتی ته وائى چه له گيا او وښونه ډکه وی او عموما تر استعمال لاندى ده او په خصوصی ډول د افغانی مالدارو قبايلو لغت دی.

۱۳- کخره: د اوستا دیارلسمه ټوټه ښه ځمکه د (کخری) پاکه منطقه ده چه د غزنی نه عبارت دی. دار مستتر دغه ځاى یا په خراسان او یا په غزنی کښی بولی.

١۴- ورنا - يا ورنه: د اوستا څوارلسمه ټوټه ځمکه د (ورنا) یا (ورنه) علاقه ده چه په هغی کښی (تری تونا) یعنی فریدون (د ازهی دهاکا) قائل زیږېدلی دی، ښائی چه بامیان او بند امیر او یا (وانا) وزیرستان وی. 

١۵- هپته هندو: پنځلسمه اوستائی ښه ځمکه (هپته هندو) یا (اوه سیندونه هفت دریا) دی چه د سند له حوزی نه عبارت دی، او اهریمن به دغه ځای کښی ډیره تودوخه او زيات حرارت پیدا کړ.

١۶- رانگه - یا – رانگا: شپارسمه اوستائی ځمکه هغه ځمکه ده چه د هغه (رنگه) د سرچینی سره نښتی او متصله ده چه خلک ئى رئيس نه لری «گایگر» د «رنگه) سیند (ایگزارت) یا (سر دریا) بولی او په دغه صورت کښی د (رانگه) د علاقی نه مقصد د سر دریا د سرچینی سره متصله حوزه یا ځمکی وی.


*  *  *

دغه وې د اوستا شپاړس ټوټی اعلی ځمکی چه ټولی په هغه تر تیب چه وویل شو په فرگاد یا د (وندیداد) په لومړی فصل کښی بیان شوی دی، دغه شپاړلس ټوټی ځمکی ټولی سره نښتی او متصلی دی او یو د بله لیری والی او تیت ؤ پرک والی نلری. دغه ټوټی ځمکی ټولی به اوستا کښی د (اعلی ځمکی) په صفت یادی شوی دی سره د دې په دغو ځمکو کښی ځینی ځمکی نوری ښیگڼی او مزيتونه هم لری مثلا: (هری دیتی) د ارغنداب حوزه د (ښکولی) ټوټی په صفت، (ای تومنت) د هیرمند حوزه (د روښانی او د افتخار ډکی) سیمی په صفت او ( کخره) یعنی غزنی د (توانا) په صفت او «بخدی» (بلخ) د (ښکو لی او د لوړو بیر غونو لرونکی) په صفت یادی شوی دی او لکه چه پخپل ځای کښی مو بیان وکړ واضحه معلومیږی چه (ښکولی او خائسته بخدی اوستائی کانون، د آریایی نشینو د خاوری مرکز او زمونږ د لويو پادشاهانو پای تخت ؤ.

د آریانا غرونه: د (اوستائی مملکت) د بحث په لومړيو پانو کښی مو بیان کړل چه اوستا سربیره په شپارسو ټوټو ښی ځمکی یوه سلسله غرونه او سیندونه هم یادوی چه څیړنه او تدقیق ئی ډیر ګټور او مفید دی. د شپاړسو ټوټو ښکولی ځمکی له مجموعی څخه په هغه ترتیب چه وویل شو آریایی یا د آریانا مملکت پیدا شو اوستا د يشنيانو په دوو ټاکلو برخو کښی په زمیاد یشت یا (۱۹یشت) او دوهم هوم یشت یا (لسم یسنا)  په تیره بیا په لومړی ذکر شوی یشت کښی يوه سلسله غرونه یادوی چه که چیری یواځی هغه غرونه شمار کړو چه نومونه ئی اخستی دی له څلويښتو غرو او د غړو له سلسلونه زیاتیږی او د دغو غرونو د نومونو د فهرست په آخر کښی د دی خبری د ښکاره کولو دپاره چه نور غرونه زیات دی د دوو زرو او درو سوو او څلویښتو غرونو په رقم اشاره شوی ده. دغه رنگه په (لسم یسنا) کښی چه په سومایا هوما پوری مخصوص دی د هغو غرونو سلسله بیان شوی ده چه دغه بوټی پکښی زرغونیده، او تقریبا هغه ټول د افغانستان په خاوره کښی داخل دی. پخوا له دی چه د ځینو دغو غرونو نومونه او موقعیت وکتل شی په عمومی ډول وایو چه هغه ځايونه چه اوستا پیژندل یا (اوستائی قلمرو) عموما کوهستانی ؤ او په هر طرف کښې ئې د غرو جگی جگی څوکی او لوړی لوړی غونډی او د غرو سلسله موجوده وه. 

زیاتری هغه قربانۍ گانۍ چه د آریانا هغو پادشاهانو چه په اوستا کښی یاد شوی دی د فتحی او کامیابی گټلو دپاره ورکړی دی د غرونو په لمنو او څوکو او د مسو سيندونو په غاړو کښی شوی دی.

د قوم او موقعیت په لحاظ د هغو غرونو کتنه چه اوستا یاد کړی دی زمونږ د مملکت د باستانی او پخوانی تاریخ دپاره ډیر اهمیت لری او ښکاره کوی چه سربیره د ځمکو په لوبو قطعاتو د هغو د داخلی طبیعی جوړښت (ساختمان) په جزئیاتو هم اوستا ښه خبره وه او په قوی دلیل سره ویل کیدلی شی چه اوستائی تهذیب او دیانت د آریانا په غرنی او کوهستانی مملکت کښی میدان ته راوتلی دی. په هر حال د دغو غرونو وضعیت او نومونه لومړی د زمیادیشت په قرار او بيا د هوم یشت له مخی وينو او مطالعه کوو. د ځينو دغو غرونو موقعیت تر اوسه پوری ټاکل شوی او د ځينو نورو موقعیت تدقیق او څيړنه په کار لری. هغه غرونه چه د  زمیادیشت په لومړی جز کښی یاد شوی دی په دغه ډول دی: 

هریتی بارز Hareiti Barez: په زميادیشت کښی لومړی ذکر شوی غر (هریتی بارز) یا (هرابر زاتی berzatiـHara )نومی غر دی چه د اوستا د اصطلاح په قرار گرچاپیره ځمکه ئی نیولی او تر شرقی منطقو پوری ئی اوږدوالی درلود، اوښپی ئی اوبو لمدولې.

گایگر د دغه غر د موقعیت په شاوخوا کښی څیړنه کړی اووائی چه: په اوستا  په دغه شان یوه فقره ده چه: ( میتهرا) د لمر په مخکښی د میاشتی او ستورو په مخکښی په (هرابرزاتی) باندی راخیژی. د دغی فقری له مخی دی نتیجی ته رسیږو چه دغه غر لمر خاته خواته ؤ. وروسته بیا داسی وائی چه زه دغه نظریه لرم چه (هرابرزاتی) د یو ځای نوم دی او د ذکرولو د موقع له مخی معلومیږی چه د هغه د نوم معنی ( لور غرونه ) دی او د پامیر د لوړی تودی نه عبارت دی ځکه چه په ټولو غرونو کښی لوړ دی اوهم ئی ښاخونه لمر خاته خواته اوږده شوی دی. گایگر دغه ویلی دی او د ځينو هغو کسانو نظریه ردوی چه دغه غر د خزر د سواحلو د جنوب له البرز نه عبارت بولی. د  (هوکريا ) غر چه په اوستا کښی یاد شوی دی هم د پامیر د څوکونه يوه څوکه ده.

(۲) زره دهازا Zeredhaza : په دغه یشت کښی دوهم ذکر شوی تر  (زره دهازا ) دی چه د اوستا په اصطلاح دمخه د ذکر شوی غر په شان گرچاپیره د ځمکی نه تر شرق پوری تاوشوی ؤ.

هر کله چه دغه دوه غرونه په هغه تعریف سره چه وشو، سره برابر هم وو احتمال لری چه ( هرابر زاتی) هغه ښاخ هم را نیسی چه له پامیر نه د هندوکش په نامه جلا شوی دی.

په دغه صورت به (زره دهازا) د بابا غر وی، دزمیادیشت د دوهمی فقری له مخی له دغه غره څخه د  (ایو شيدا او او شيدا رنا) UShidhas-Ushidarena (ارزیفيه) Erezifya - فرا اورپا Fraorepa ښاخونه بیل او جلا شوی وو لومړی ښاخ يعنى د(ايوشيدا او اوشیدارنا) غره ته ئی د (اوشدا شتار) غرهم ویلی دیږ او  (د روښنائی او پوهی په غره) سره ئی ترجمه کوی او وائی څرنگه چه د شفق وړانگې لومړۍ ځل د دغه غر لوړې څوکی روښانه کوی او د بشر د پوهې آئینه هم په دغه ځای روښانه کیږی د ارمستتر د دغه غر موقعیت د سیستان د هامون په شاوخوا کښی بولی او دغی نتیجې ته رسیږی چه دغه غر بايد په داسې ځای  کښی وټاکل شی چه د هیرمند سیند ورځنی سرچینه اخلی. او په دغه ترتیب به د بابا له غره یا (تورغر ) نه عبارت وی. په دغه ډول وینو چه د بابا د غره او د هغه د ځانگو اوښاخونو سره سر و کار لرو.

«ارزیفیه» هم د دغه یشت د متن په قرار د (زره دهازا) د غره له سلسلې څخه بيل او جلا شوی دی. دغه غر په آبان یشت ۴۵ فقره کښی په هغه ځای  ذکر شوی دی چه (کاوه یوسا) کی کاؤس د هغه په سر باندی قربانی ور کړې ده. دارمستتر وائی چه احتمال لرى له البرز نه عبارت وی یا د هغه د څوکو څخه يوه څوکه وی چه ( کی کاؤس) ورباندی (اوه ماڼۍ) ودانې او آبادی کړی وې هر کله چه پخپله دارمستتر یو غر چه د مخه یاد شود ( کوه بابا) نه يو ښاخ بولی نو د ده د البرز غر پخپله د ده د نظريې له مخې دخزر په جنوب کښی نه دی بلکه د بخدی د جنوب له البرز نه عبارت دی، او د هغو اوو ماڼيو په باب کښی چه (کی کاؤس) د هغه په سر ودانی کړې وې اوس هم د بلخ او مزار شریف په خلکو کښی مفصل نکلونه او داستانونه خپاره او مروج دی، او دوی بیله دې چه د پاچا نوم ئی په یادوی نکل کوی چه پخوانی پاچا یه قشقه لرونکو خرو باندی د البرز د غره سر ته اوبه خېژولی او باغونه او ماڼی ئی جوړی کړې وې. د (فرا اوروپا) د بل ښاخ موقعیت ټاکل شوی ندی، د زمیادیشت (۶) او (۷) او (۸) او (۹) غر د (ارزروا) بومیا) (رودهیتا) (مازیشوااو) په نومونو یاد شوی دی او موقعیت ئی لا تر اوسه پوری ټاکل شوى ندى، لسم، يوولسم او دولسم غرونه چه د (انتار دانيو) (ارزیشا) او د ( متی کیسا) په نومو بلل شوی دی، دارمستتر ئی د بادغيس غرونه بولی چه د مرو او هرات یا د مرجیان او هریرود حوزی سره جلا کوی.

نود زمیادیشت په دریمه فقره غرونه ټولگی ټولگی یاد شوی دی په دغه ترتیب چه  (ادارا نا) Adarana - بایانا) Bayana ـ ایشکته یو پا ئی ری سنا IshkataUpairiSaena د لومر یو دوو ذکر شوو غرونو په باب کښی نور معلومات په لاس کښی نشته، دریم ئی د هندوکش غر دی او د دغه غر په باب  به وروسته تر دې د هغو معلوماتو له مخی چه هوم یشت ئی درکوی مفصل بحث وکړو.

د (واشان Vashan ) داتو غرونو، د (اور وانت Aurvant ) دا نو غرونو، او د (ويد وانا Vidhvana ) د څلورو څوکو، په شاؤ خوا کښی دقیق معلومات په لاس کښی نشته.

د زمیادیشت څلورمه فقره

ای زخه Aezsakha، مینخه Maenakha، واخد ریکا یا  Vahodhrikaya، اسایا Asayaya، تو د سکایا Tudhaskaya، ويشا وايا Vishav aya، درو شیشوانت Draoshisvant، سائی رى وأنت Sairivant نگو شمانت Naghushmant، کهکه یو kakahyu، او انتار کغه Antar kagha.

د زمیادیشت پنځمه فقره:

سی سی داوا Cicidava ، اهورا نا Ahurana، ریمانا Remana، اشا ستمبا نا stembranaـ Ashaار و نیوی دی می د هکا یا  Urunyo-vaidhimidhkayaاسنوانت Asnavant، ایوشوما Ushaoma هوشته هورینا hvshithahvarenah، سیا مکهSyamaka  و فره یا نت vaFrayant وروشا vourusha د  زمیادیشت شپږمه فقره:

يميا چتره yamya_ jatara اديو توانت Adihutavant سپبته ورنه Sp tavarenah سپنتو داتا Spentodata کدروه اسپه Kadrva-aspa کواريسا Kaoirisa تیرا Taera بارانا Barana ایودریا Udrya ريوانت Raevant او نور هغه غرونه چه د حدودو او دفاع په حيث په کار شوی او انسان ورباندی د غرو نومونه ایښې دې، په هر هغه ځای کښی چه غرونو خپلی څانگی او ښاخونه جلا او بیل بیل کړی دی روحانیونو او جنگلياليواو بزگرانو ته غذا ور کوی.


* * *

بیله هغو څو غرونونه چه د دغه بحث ول کښی مو بيان کړل د نورو غرو په باب کښی دقیق معلومات په لاس کښی نشته، سره د دی هغه صحيح او رضائیت بښونکی معلومات چه د ځینو نورو غرونو په باب کښی  موجود دی بیان او ذکر کرو: 

سیامکه: په بنداهش کښی (سياک او مند) بلل شوی دی او معنی ئی (تور غر) دی او له (سیاه کوه - تورغر) نه عبارت دی چه د هری رود په شمال شرق کښی دی.

وفره بانت: په بنداهش کښی (وفار اومند) یعنی د(واوروغر - کوه برفی) بلل شوی دی. تورغر او د (واورو غر) دواړه له اپارسین (هندوکش) نه بیل او جلا شوی دی. او دغه غر د تورغر په مقابل کښی له سپين غر نه عبارت دی. 

سپیته ورنه: چه (سپین پوښه غر) معنی لری هم د آریانا له لوړو اوله واورو ډکو غرونو څخه یوغر دی، او دغه هم باید سپین غر وبلل شي، ښایی چه د مشرقی سپین غروی.

سپینو داتا: هغه غر دی چه د اسفندیار د یشتاسپه د باختر د پاچا د زوی په نامه موسوم شوى دې.

په بل ځای کښی چه اوستا د یوی سلسلی غرونو نومونه یادوی دوهـم هوم یشت یا لسم یسنادی چه د (هوما) يا سوما د بوټی په شاؤ خوا کښی وقف شوی دی او په لسمه او یوولسمه فقره کښی داسی ویل شوی دی چه پاک خدای تعالی دغه بوټی د(هریتی Haraithi) په غره کښی زرغون کړ او له دغه ځای څخه مرغانو دغه بوټی د( شکته یو بائی ری رسنا ) (ستیرا د غرونو هری خوانه چه سر و نه ئی په ستورو لکيږې، د (کوسرادا) کوسرویاتا دا به غرونو او د (پورانا) په غاښی، و په (سپیتاگو ناگیری) یعنی په سپین غره  باندى تيت ؤ پرک کړا دغه غرونه چه د اوستا د متن په شهادت د هوما یاسومادکیا او بوټی د زرغونېدو ځای ؤ ټول د افغانستان په خاوره کښی داخل دی او دغه دی یویوئی بیا نوو او تر کتنی لاندی ئی نیو:

یو پائی ری سنا: (یو یائی ری سنا) یا (ایشکته یویائی ریسنا) د هندو کش لوړ غر دی چه په اوستا د  زمیادیشت په دریمه فقره کښی اود لسم یسنا په لسمه او يوولسمه فقره کښی یو ځل د آریانا د غرونو په عمومی قطار کښی او بل ځل خاص د (هوما) د بوټی د زرغونېدو په باب کښی یاد شوی دی یو پائی ری سنا یو ډیر ښکولى او ادبي او د څو کلمونه جوړشوی نوم دی ( یوپا) یعنی (لور) (ری) یعنی (په طرف) (سنا) یعنی (عقاب)  د دغو ټولو تحت اللفظی معنی (د عقاب په الوتنه باندی) یا د (عقاب د الوتنى له حد نه لوړ) کیږی د دغه عظیم الشان غر سلسله چه د آریانا په منځ  د تیږو د لور دیوال په شان پرته ده په بنداهش کښی د  «اپارسین Aparsin» په نامه یاده شوی ده، او دغه نوم د هماغه اوستائی نوم خلاصه او لنډیږ دی ځکه چه له دوو کلمو «ایار» یعنی «پورته او ماورا» او «سین» یعنی «عقاب» نه جوړ او مرکب دی یونانيانو عموماً دغه غر «پاروپا میزوس» بللی دی، او له دی جهته مؤرخينو او جغرافيه ليکونکو ئی د افغانستان مرکزی ولایت چه د هغه یوه زیاته برخه د اوسنی کابل په ولایت مشتمله ده د «پاروپا میزادی » په نامه یاد کړی دی.

لکه چه د مخه مو وکتل د اوستا په زمیادیشت کښی د دغه غره نوم د «ايشکته» یا «شکته »Sh Kata د کلمی سره متصل دی چه په بنداهش کښی «شکفت Shkaft» شوی دی او له هغو معاينيو څخه چه دارمستترئی ورکوی همدغه شکفت دی چه تر اوسه پوری د آریانا په دری ژبه کښی موجود دې او په دغه ترتيب هغه د «حیرانتیا اوله غرائبو ډک غره» سره هم ترجمه کوی چه پخپله د هغه د نوم د معنی سره «د د عقاب د الوتنى له حد نه ډیر لوړ او له حيرانتيا اوغرائبو نه ډک غر»  بلل کيدلي شی. 

لکه چه د بنداهش او «زاد سپرام Zad-Sapram » څخه معلوميږې د «اپارسین» غر له «سیستان» نه تر «سینتان» یعنی له سیستان څخه تر چین پوری خپور او اوږد ؤ. 

سربېره په دې د بنداهش د ١۶ او ١٧ فقرې په شلم فصل کښی داسی ویل شوی دی چه د (هرو Ha) (هر یرود) اود (هتومند Hetum) (هیرمند) سیندونه د آپارسین له غره څخه راوتل. نو که پخپله د اوستا د لسم یسنا او د  زمیادیشت له مخی وی او که د بنداهش له مخی واضحه معلومېږی چه د هندوکش سلسله د آریانا ډېر لوړ غر چه له هغه نه هرې خواته ښاخونه جدا شوی دی په اوستائی زمانه کښی او له هغی نه وروسته ډېر مشهور ؤ، اوږدوالی، لوړوالی، آخرنۍ شرقی او غربی برخی ئی، هغه مشهور سیندونه چه له دغه غرنه ئی سرچینه اخستله او د (هوما) بوټی چه په دغه غره کښی شین کېده دغه ټول شيان معلوم وو.

کوسرادا: به زياترو احتمالاتو د غور له غرو څخه عبارت دی، غوری مبارک شاه په غور کښی د (کوراسون) غر یاد کړی دی، او دغه نوم د پخوانی اوستائی نوم سره مشابهت لری چه د هغه تر زمانی پوری له منځه تللی نه ؤ او ښائی چه اوس هم په خلکو کښی مشهور وی.

پورانا: ښکاره له (پروان) نه عبارت دی او د دغی کلمی اطلاق په غره، غاښی او دره باندی کیږی. د اوستا په متن کښی د غاښی ( کوتل )، درې او لارې په معنی استعمال شوی دی، او په دی کښی شبهه نشته چه د پروان په شاؤخوا غرونو او د (سالنگ په غاښی) مشتمل ؤ، عجيب شی لادادی چه د اوستا په متن کښی د (پورانا) کلمه په داسی جمله کښی اسعتمال شوې ده چه هغه ئی په (خلاصه او پرا نیتی لاره) هم ترجمه کړې ده، اصل فقره داسې ده ( آوی پورانا ويشپاتها) یعنی (د پروان د خلاصی لارې خواته) له دغه ځای څخه سر بېره د غره په نوم باندی د درې طبیعی خاصیت چه د هندوکش یوه خلاصه لاره ده او په واورو سره بیخی نه بندیږی هم ښکاره کېږی.

سپی تا گو ناگیری: دغه نوم له درېو کلمو نه جوړ شوی دی؛ (سپیتا) یعنی (سپین) (گونا) یعنی ( گون) او «گیر» یعنی «غر» چه د ټولو معنی (سپین بخن غر) کیږی او د مشرقی سپین غر دی چه پښتو د هغه هماغه پخوانۍ کلمې د (سپین غر) په صورت ساتلی. 

د مخه ولیدل شول چه به زمیادیشت  یو غر د (سپیته ور نه) په نامه هم یاد شوی دی چه هغه ئی په (سپین پو ښه غر) سره ترجمه کړی دی، او ښائی چه (سپیته غرونه) یعنی (سپین غرونه) وی. او دغه غرهم یا هماغه د مشرقی سپین غر یا د هغه یوښاخ دی او یا کوم جلا غر دی چه په واورو سره پټ شوی ؤ. دغه مسئله ټولو ته معلومه ده چه مونږ پخيل مملکت کښی په دوو برخو کښی تور غر او سپین غر لرو؛ سپین غر او تورغر د هریرود او د مارجیان د حوزې تر منځ اوسپين غر او تورغر د مشرقی په ننگرهار کښی واقع دی، په اوستا کښی هم دغه تفریق مراعات شوی دی. تورغر او سپين غر : لومړی ذکر شوی غر لکه چه ومولېدل په زمیادیشت کښی د ( سيامکه) (سياک او مند) او (وفره یانت، وفاراومند) یعنی د ( تور غر) او د ( واورو غر) په نومونو یاد شوی دی، او د ننگرهار سپین غر د (سپیتا گونا گیری) په نامه ذکر شوی دی، او تورغر باید هغه د اوستا د غرونو په نومونو کښی ولټوی. 

ستيرا: د تیرا پخوانی نوم دی چه دسپین غر د شمالی لمنې د اوسېدونکو په تلفظ سره  «ST» په «T» تبدیلیږی (ستیرا) په اصل حقیقت کښی د دغی علاقی د ډېر لوړ غره او څوکی نوم ؤ ځکه چه د اوستا په لسم یسنا کښی په یوه ادبی جمله کښی داسی راغلی دی: (اوی ستیرا ستار و سارا) یعنی «د تیرا د غره خواته چه سر ئی په ستوری لگېږی» دغه هم باید وویل شی چه د  زمیادیشت په شپږمه فقره کښی د غرونو په قطار کښی یو غر د «تیرا Taera » په نامه هم یاد شوی دی. 

پورو اتاوا؛ Paurvatava د لسم یسنا په لسمه فقره کښی دغه کلمه هم راغلی ده او هغه ئی  «په دغو غرونو باندی» ترجمه کړی ده حال دا چه دغه هم د هغه غر خاص نوم دی چه د ننگرهار په علاقه کښی دی او اوس د پروت په نامه یادیږی. 

سیندونه : سیندونه همیشه په عمومی صورت د مدنیتو په پیدا کولو کښی مهم رول لوبولی دی او د بشر تهذيب عموماً د لويو سيندونو په حوزه او دلتا کښی پیدا شوی دی. 

بیله د باندنۍ دنیا نه دغه مسئله پخپله زمونږ په مملکت  واضحه ليدل کیږی، او د افغانستان د سيندونو رول د قبل التاريخ په دورو کښی په لومړی فصل کښی او په ویدی زمانه دوهم فصل  بیان شو او په اوستائی عصر کښی هم دغه موضوع کامل حقیقت لری او زمونږ د مملکت سیندونه خاص بيا امو سيند او د هیرمند سیند په دغه باب کښی ډیر امتیاز لری، دغه باید وویل شی چه په اوستائی فصل کښی تر دغه ځای پوری چه رسیدلی یو که چیری په واضح او مستقیم ډول د سيندو او موضوع منځ ته نه ده راغلی په غیر مستقیم صورت که د (آریانا ویجه) د ټاکلو په باب کښی وی او که د (١۶) ټوټو اوستائی ښو ځمکو د تشریح په ترځ  کښي وی ځینی سیندونه یاد شوی او بحث ورباندی شوی دی لکه د (وانکوهی ديتيا) یا یواځی (د یتيا) او (داراگا) او داسې نور چه معمولا لومړی د آمو سيند او دوهم د سر دریا سیند بولی، ځینی مدققين لکه [گایگر] د اوستا دوه نورسیندونه سر دریا او د آمو سيند بولی چه له [ را نگه Rangha] او [ اردو یسورا Ardvisura] نه عبارت دی، او هر کله چه د (اناهيتا) د اوبو او حاصل خیزۍ ربة النوع نوم چه د اوستا ډیره پخوانۍ ربة النوع ده او ټولو اوستا ئی پادشاهانو د هغی په نامه قربانۍ گانی ورکړی دی همیشه د [ اردو یو را ] په کلمی پوری متصل او پیوسته دی. مدققينو هغه د (آمو سيند) ربة النوع ټاکلې ده کلې په هر حال هر اوستائی نوم چه د آمو په سیند باندی ئی کښیږدو فرق نکوی بلکه اهمیت ئی لا پسی زیاتیږی او معلومیږی چه دغه سیند د اوستائی تهذيب په سرنوشت کښی ډیر مهم رول لوبولی دی. دغه رنگه سر دریا په اوستا کښی د اوستائی خاوری په آخرنۍ شمال شرقی برخه کښی مشهوردی او داسې نومونه لري چه د مخه ورته اشاره وشوه.

سربیره په دغه سیندونو چه په تیت ؤ پرک ډول په هر ځای کښی یاد شوی دی او سر بېره د هغو سیندو په نومو باندې چه د هغو د ځينو د نومونو سره د اوستا د شپاړس گونو ټوټو ځمکو څخه یوه برخه ځمکه مشهوره شوې ده په زمیادیشت کښی د ۶۶ فقری څخه تر ۶٩ فقری پوری د آریانا د جنوب غرب ځينى سندونه یاد شوی دی چه له مرکزی کوهستانو او د بابا د غره [کوه بابا] د غربی او جنوبی لمنو څخه سرچینه اخلی او ورځنی راوځی او عموماً خط سير او بهيدل ئی د سیستان د هامون خواته دی.

د دغو فقرو له ذکر کولونه واضحه معلومیږی چه اوستا د دغو سيندونو له سرچینی نه نیولی [ مثلا د«ایو شیدا او» غرونه د بابا د غره یوښاخ ] د هغو د توئیدو تر ځای پوری چه د [ کا سا پا Kaspva] [د سیستان هامون] بحيره ده د هغو په ټول خط سیر باندی خبره وه د دغه سیندونه دا دی:

هيتومنت: دغه سیند د هیرمند سیند دی او د ده نوم دهېرمند ټوله حوزه حتى ټول سیستان هم رانیوه لکه چه د شپارسو ټوټو ځمکو په فهرست کښی ورته اشاره وشوه په زمیادیشت ۶٧ فقره کښی د جلال او افتخار د خاوند په صفت یاد شوی او ویل شوی دی چه ځږناک موجونو ئی ټول مصیبتونه د ځان سره وړل. 

خواسپه: Kvaspa دغه سیند د هیرمند د سیند د مرستيالو [ معاونانو ]. له جملی څخه دی او [ښه آس] معنی لری، ښائی چه د هغه په حوزه کښی ښه آسونه روزل کيدل ځکه چه باید دغه خبره هيره نشی چه د یونان د کلاسیک مؤرخينو د [آریاسپه] نومی قوم د سوار کارو آریایانو نه یوښاخ د سیستان د هامون په شاؤخوا کښی یاد کړی دی او د یو ښار خاوند [صاحب شهری] هم په همدغه نوم نومیده. بطليموس یونانی مصری جغرافيه ليکونکي دغه سیند د [خو سپه khuspa] په نامه یاد کړی دی ــ او (سراورل ستن) او دارمستتر هغه د (خسپاس) سیند بولی.

هواستر Hvastra دغه سیند د خواسپه د سيند سره څنگ په څنگ د  زمیادیشت به ۶۷ فقره کښی یاد شوی دی، او د [سراورل ستن] د تحقیقاتو له مخی خاش نومی یا دخاش رود سیند دی. د دغه سیند اوبه د کال په ځينو وختو کښی ډیرې کمې وی بلکه وچیږی. 

 «فراداتا Fradatha »فراداتا: د [فرارود] سیند دیء دغه نوم له دوو برخو نه جوړ شوی دی چه یوه ئی «فرا» او بله ئی [داتا] ده چه لومړی ئی په جلال او شوکت او دوهمه ئی په عدل او پوښتنې [بازخواست] سره ترجمه کړې ده او په غير مستقيم ډول هغو آبادیو او حاصل خیز بوته اشاره کوی چه سیند خیاو دواړو خواؤ ځمکو ته ورکړی دی. [فرا] د سیند د اوستائی نوم لومړۍ برخه هغه کلمه ده چه په پخوانيو او باستانی دورو کښی د یو لوی ښار په نوم کښی لېدل کېږی چه د دغه سیند په غاړه ودان شوی ؤ لکه چه «ابسبدور» یو ښار د «فرا» په نامه یادوی چه تر اوسه پوری نوم ئی ورک شوى ندى بلکه موجود دی.

هورناگوهیتی: دغه سيند لومړى څل د «موسیو گلدنر» له خوا ټاکل شوی او تشخیص شوی دی یو کال وروسته [سراورل سنن] د هغه موقعيت ټاکلی دی. 

دغه سیند د (پلینی) له خوا د یاد شوی (فرنا کونیس) نه عبارت دی، د دغه نوم (هورین) لومړۍ برخه کرار کرار او په تدریج سره (هر) شوی دی او د [هاروت] سیند دی چه د شمالی څنډی نه د سیستان هامون ته تولیږی.

سر بیره زمونږ د مملکت په غرونو او سیندونو په اوستا کښی ځينى واړ سيندونه او ځوړونه (دریاچې) هم یاد شوی دی چه د هغو د موقعيت او تشخيص په باب کښی د مدققينو نظریات تر یوی اندازی پوری مختلف دی، یواځی د (کاسيا) د سیستان هامون په باب کښی شک او شبهه نشته، ځکه چه اوستا دغه علاقه ښه پیژندله او په وروستیو زمانو کښی  د اسلام د مقدس دين د خپریدو تر وخته پوری بلکه څلور پنځه پیړۍ وروسته هم (زردشتی) مذهب او آئین په دغو حدودو کښی پاتی ؤ، او دوه نور سیندونه او دریاچې چه د(چیچسته) یا (کیکسته Chaichasta) او (هو سراوا Husrava) په نومونو یاد شوی دی د هغو توریایانو (تورانیانو) سره د اسپه د کورنۍ د پادشاهانو د جنگونو په سبب چه د هغو په غاړو کښی واقع شوی دی (گایگر) له (ايسيک کل Issuk-Kul) او (سون کل Ssoon-kul) نه عبارت بولی. او په دغه باره کښی نورى نظريې هم شته. 

د پاراداتا، کاوی او اسپه د کورنۍ د سلطنت او امپراطورۍ قلمرو: اوستائی جغرافیائی بحث له ډیرو گټورو او په زړه پوری بحثونو څخه دی او اهمیت ئی هم بیله مبالغی نه ټول زمونږ په مملکت پوری مربوط دی ځکه لکه چه ولیدل شول شپاړسو ټوټو اوستائی ځمکو هغه مملکت تشکیلاوه چه د یونان او لاتین کلاسیکی مؤرخینو د (آریانا) په نامه یاد کړی دی. لکه چه (د اوستائی مملکت) په بحث کښی مو اشاره وکړه اوستا یاد کړی قطعات ټول سره پیوسته او متصل دی او دغه مسئله ډیر اهمیت لری ځکه چه واضحه ليدل کېږی چه د اوستا مقصد د يو هغه مملکت د خاوری قطعات دی چه د آریا اصیل اولاد پکښی ژوندون کاوه. 

د پاراداتا کاوی او اسپه پادشاها نو چه اوستا آریائی شاهی دبدب او (فر) دوی ته منسوبوی او د دوی سلطنتی بیرغونه د (بخديم سريرام) په کټارو او کنگرو باندی ولاړ وو د اوستا په شپاړسو ټوټو ځمکو باندى سلطنت کړی دی، او شپاړس ټوټی اوستائی ځمکه د هغوی د قلمرو ولایتونه شميرل کېدل په بل عبارت دغو پادشاهانو د سردریا له حوزی نه تر هراویتی پوری چه په او ستائی مفهوم د هند پر اوقیانوس مشتمل ؤ اوله هپته هندو  (د سند حوزی) نه تر راغا (ری) پوری ئی حاکمیت او حکم فرمائی درلوده او د همدغې مسابقې په لحاظ د یونان اولاتین کلاسیکی جغرافيه ليکونکو او مؤرخينو عين همدغه حدود د آریانا د پاره ټا کلی وو. 

د آریانا د حدودو په ټاکلو کښی د دوی نظریات هغه وخت معلومیږی چه د اوستا جغرافيائى بحث وکتل شی لکه چه زموږ د مقصد و څخه يو مقصد د هغه په کتلو کښی همدغه ؤ، په اوستا کښی د دغه چوکاټ په حدودو کښی داخلې ځمکی ټولې د اعلی او ښه په صفت یادی شوی دی او د آریا د استوگنی مخصوص ځای بلل شوی دی. باید دا هم وویل شی چه د پاراداتا، کاوی او د اسپه مقتدرو پادشاهانو د آریانا له حدودو نه د باندی په شمال او شمال شرق کښی د توریایانو او د مازندران د بوميانو او سامی عناصرو سره د غرب خوا ته جنگونه کړی او ډېری فتحی ئی حاصلی کړی دی اوځينی ئی د مستملکاتو خاوندان شوی او امپراطوری ئی تشکیله کړې ده لکه چه پخپله اوستا د دغو کورنيو د ځينو پادشاهانو په باب کښی لکه [یاما] [ کاوی یوسا] [کی کاؤس] کاوی هوسراوا (کی خسرو) شهادت ورکوی چه په [اوو مملکتو] باندی ئی سلطنت کړی او (آریائی امپراطوری) ئی تشکیله کړی وه. 

د اوو مملکتو اصطلاح ځينو لویه کړی او د وخت معلومه دنیا ئی تعبیر کړی ده خو مقصد ورځنی پخپله د آریانا او د هغی د مستملکاتو خاوره ده همدغه ډول د آریائی امپراطورۍ اصطلاح چه کاوی هوسرا وا ( کی خسرو) په باب کښی په اوستا کښی ياده شوې ده او د امپراطورۍ په خاوره کښی د دغه لوی پاچا د گرځیدلو څخه بحث شوی دی واضحه معلومږی چه د پاراداتا، کاوی او اسپه ځينو قوی پادشاهانو امپراطورۍ جوړې کړې وې چه د آریانا له حدودو نه د باندی د شرق او غرب خوا ته د هغوی د متصرفاتو لمن خپره او پراخه شوي وه.

هغه بل شی چه بیان ئې په دغه ځای کښی بېځایه ندی بلکه ډېر اهمیت لری دغه دی چه اوستائی قلمرو د هغو ځمکو د حدودو سره چه یونانی او د لاتین کلاسیکی جغرافيه ليکونکو او مورخينو آریانا ته ور کړی دی سره برابر دی او تر یوې اندازې پوری واضحه معلومیږی چه دغه حدود او ځمکی زمونږ د مملکت د اوسېدونکو په ذهن کښی د دغو مؤرخينو او جغرافیه لیکونکو د راتگ تر زمانی پوری ښکاره معلومی وې او د دریمې ق م پیړۍ د اول نیمائی نه را وروسته د دوی د لیکنو په شهادت تثبيت شوې. دغه حدود په لومړی فصل کښې تر دغه عنوان لاندۍ (د آریانا حدود ۴۴ مخ) کښی یاد او بیان شول او که چېری د اوستائی ځمکو سره تطبیق شی کامله موافقت لری. طبعاً د تاریخ دورو پکښی تغیرونه راوستی دی او هغه ئی لوی او واړه کړی دی. سره د دې بطليموس مصرى یونانی کلاسیکی جغرافیه لیکونکی چه په دوهمه مسیحی پیړۍ کښی ئی ژوندون کاوه آریانا په دغو اوو ولايتو ويشلى ده:

(۱) مارجيانا (د مرغاب حوزه) (۲) بکتریانا (بلخ او بدخشان) (۳) آریا د (هریرود حوزه، د هرات ولایت) (۴) پارو پامیزوس (هزاره جات او کابل د سند د سیند تر سواحلو پوری د نورستان او دارد ستان سره) (۵) درانجیانا (سیستان او قندهار) (۶) اراکوزیا (غزنی او د سليمان دغره سلسله تر اندوس پوری) (۷) جدورزیا (کچ او مکران یا بلوچستان تر اوقیانوس پوری) لکه چه لېدل کیږی په دغه ويش او تقسیماتو کښی سغدیان او پارتيا او تا تاکنه او کرمان ندی راغلی او دغه مسئله په هغو پېښو پوری اړه لری چه تر دوهمی مسیحی پیړیو پوری منځ ته راغلی کوم شی چه مهم او د لېدو او ویلو وړ دی دا دی چه د آریانا اصل حدود د اوستائی ځمکو د چوکاټ په اساس ټاکل شوی وو. او نور راتلونکی تغیرونه په تاریخی پېښو او دورو پوری مربوط دی، سره د دې د اوستائی خاوری لویه برخه همیشه د آریانا جز وه او اوس هم يواځى د افغانستان قلمرو دی چه زیاتره اوستا يادې کړی ځمکی ور باندی شاملی دی.

په اسلامی دورو کښی خاص بیا د عربو په لیکنو او نگارشاتو کښی زمونږ د مملکت ولايتى تقسيماتو يو بل شکل هم لرلی دی په دغه ترتيب چه شمال شرقی برخی ئی باختر او شمال غربی ئی غور او مرکزی برخی او ځینی شمالی حصی کابلستان او جنوبی برخی زابلستان او جنوب شرقى ئی (روه) او جنوب غربی ئی نیمروز هم بللی دی. په دغو تقسيماتو کښی کابلستان په: (مارجيانا، آریا، پارو پا ميزوس) باندی شامل ؤ. زابلستان: (په درانجيانا، د اراکوزیا په یوه برخه، گدورزیا) باندې مشتمل ؤ. باختر په: بکتریانا، تخارستان او د پارو پامیزوس نیمائی شمال شرقی برخه باندی شامل ؤ) او په (روه ) کښی د اراکوزیا پاتی برخه او گدورزیا، او حتی کچ او مکران راتلل او په پای کښی نیمروز، د دارانجیانا په نیمائی غربی برخه او گدورزیا او سیستان باندی شامل ؤ. غور په ټولو مرکزی او جنوب غربی کوهستانو نو مشتمل ؤ.

اوستا مدیا او فارس او د هغو پادشاهان نه پیژنی: دغې موضوع ته د مخه تر دې هم په بخدی کښی د آریانا د سلطنتی نظام د تشکیل په بحث کښی خاص بیا په (۲۱۲ او ۲۱۳مخ کښی) اشاره وشوه او هرکله چه مسئله مهمه او د دقت وړ ده نو د اوستا د جغرافیائی بحث په آخرکښی په دغه باب کښی جلا بحث کوو ځکه چه د دی موضوع په روښانه کولو او واضح کولو سره په دغو دوو لويو مسئلو رڼا اچول کیږی: لومړی په هغه صورت کښی چه اوستا د مديا او فارس ځمکی نه پیژنی او د هغو نومونه ئی ندی یاد کړی نو څرنگه ځینی کسان په دغو ځمکو کښی د اوستا د پیدا کیدو او ظهور نسبت کوی؟

دوهم: په هغه صورت کښی چه د مديا او فارس پادشاهان په اوستا کښی ياد شوی ندی څو نتیجی په لاس راځی: لومړی دا چه اوستا د هغوی د پادشاهانو د پیدا کیدو نه ډیره موده پخوا ميدان ته را وتلی ده، دوهم هغه پادشاهان چه په اوستا کښی یاد شوی دی هغه د مدیا او فارس د هخامنشیانو د پادشاهانو نه جلا او نوردی، د هغو مطلبو له مخی چه د دریم فصل له شروع کيدو نه مو تر دغه ځای پوری لیکلی دی خاص بیا په (۲۰۷مخ کښی) په بخدی  او په (۲۷۲ مخ) په اوستائی مملکت کښی د آریانا د سلطنتی نظام د تشکیل له دوو بحثونو نه دغه مسئله واضحه شوی ده. 

اوستا په هغه دقت چه د ځمکو څخه بحث کوی ولی د مدیا او فارس نو مونه، نه اخلی او بحث ئی نه کوی، ولی څرنگه چه پر و فیسر (گایگر) وائی اکبستانا (همدان)، استخر، سوز، پرسپه پولیس، هکاتو مپولیس،  سیرو پولیس د مدیا او فارسی هخامنشی د پادشاهانو مرکزو ته کومه جزئی اشاره نکوی؟ دغی مسئلی د یوې ډلى مدققینو توجه ځانته را گرځولی ده او حتی کوم شی چه د دقت وړ دی دا دی چه د اوستا په ځینو نوو برخو کښی چه په پارتی اوساسانی زمانه کښی تدوین شوی دی بیاهم د هخامنشی او مديا د پادشاهانو کوم اثر او نښه نشته حال دا چه په مقابل کښی د آریانا خاوری نقطه په نقطه، ولایت په ولایت په ترتیب او په پر له پسی صورت يادې شوی دی، اوسر بیره د هرې نقطې، غرونو، سيندونو، جگو څوکو، دریاچو، د سيندونو د حوزو، او د هری منطقی د طبیعی ممیزاتو او د مملکت د پای تخت. او د هغه د لوړو بیرغونو او د هغو په د یو خلکو په ذکر کولو چه د دغی خاوری نه په د باندنیو اطرافو کښی پراته وو ټول په تفصيل او جزئياتو سره معلومات ورکړی شوی دی. هغه پادشاهان چه اوستا د پاراداتا، کاوی او د اسپه د کورنۍ په نامه یاد کړی دی مرکز ئی بخدی (بلخ) او مملکت ئی له شپاړسو ټوټو اوستائی یا د آریانا له ځمکو څخه مرکب ؤ.