د امیر محمد سوری په و یرکی د شیخ اسعد سوری بولـله
په تیر بحث کې په پارسی رثا خبرې وسوی، اودا دی اوس په پښتو ادب کې په رثایی قصیدې خبری کیږی: د شیخ اسعد سوری قصیده هم یوراز خاص فنی غاز او ترتيب لری. دی په خپله و يرنه کې د فلک په شکوه پیل کوی او د آسمان د گردش اثرونه په کائناتو کی ښیی. د قصيدې اوله برخه دغه تهمید دی، چې د خوښۍ د قصيدې د تشبيب ځای یې نیولی دی. دلته شاهر د خپل مقصد په څرگندولو او اداکی ډیر قدرت ښکاره کوی ۱۹ بیته وایی، اود فلک د تیری او ظلم مناظر ښيی، او دا تمهيد په استادی داسی ږدی:
د فلک له چارو څه وکړم کو کار
زمولوی هر گل چې خا ندی په بهار
هر غټول چی په بیدیا غوړيده وکا
ریژ وی یی پانی کاندی تار په تار
ډير مخونه د فلک څپېړه شنه كا
د پرسرونه کاتر خاور لاندی زار
د واكمن له سره خول پریباسی مړسی
د بی وزلو وینی توی کاندی خونخوار
چې له برمه يې زمري رپی زنگلو کی
له اوکو به يې ډاری تیرو جبار
هم یې غشی سکنی ډال د ژبلو رو
رستمان ځنی غځلا کاندی په ډار
چې بې ملاوې نه کږېږی په غښتليو
دا فلك پرو کا څه کاری گذار
په يوه گردښت یې پری باسی له برمه
نه يې غشی نه لیندی وی نه يې سپار
تردې ځايه د قصيدې تمهيد په تدریجی ډول تر مطلبه پوری را رسیږی. اوس نو شاعر غواړی، چې د دغو تېریو او ظلمو تربیان وروسته، پخپله د فلکه سره وينا وکی. په دغو تېرو بیتو کې خو شاعر له يوه غايبه حكايت او شکایت کاوه، مگر وروسته له غايبه مخاطب ته التفات کوی، او دا هم يوفنی ترتیب دىء، چې لومړی د گیلی او شکوې آغاز له غايبه وسی او داسی فرض کړای سی، چې گويا هغه هلته نسته او نه اروی، اوشاعر هم نه غواړی، چې خپله شکوه د هغه غوږو ته ورسوی. مگر وروسته چې د ده تأثردیريږی، او حوصله یې هم تنگیږی، نو لکه په غشی ویشتلی زخمی پر اصلی ویشتونکی باندی حمله کوی او فلك له غيابه حضورته راولی، اوله هغه سره خپلی گیلی اوساڼی حضوراً وایی. دا التفات په صنعتی لحاظ دلته ډيرخوږ او مفید دی، چې پس له يوه تمهيده له غايبه مخاطب ته التفات کوی، دلته فلك ته په يوه احتجاجی مخاطبه داسی پیل کیږی:
څه تېری، څه ظلم کا ندې اې فلکه!
ستا د لاسه نه دی هیڅ گل بی له خار
په ويرژلو، لور نه کړی په زړ کراړیه
پر نتليو او روي د غم ناتار
دا مخاطبه هم يوولس بیته ده، اوپه ډول ډول د فلك جفا او تېری څرگندوی، اوپه پای کې په ډيره استادی او مهارت خپل مقصد ته گریز او تخلص کوی او دا مرحله نه ادبی معا ییرو سره با لکل سمه ده اوپه ادبی اصطلاح «حسن تخلص» ورته و بلای سو، وایی:
ای فلکه !
کله غورځوی واکمن له پلازونو
کلمه کښېنوې په خاورو کی بادار
زموږ پر زړونو دې نن بیا غشی وويشت
ودې ژوبلله په دې غشی هزار
پرسوريو باندې و یر پريوت له پاسه
محمد واکمن چې ولاړیء په بل دار
دلته اسعد د امیر محمد عدالت او کردار ښیی او بیا د ده پر اسارت او مرگ افسوسونه کوی:
په دی ویر د غوروگړی تور نمری سول
په دې ویر، رڼا تیاره سو له د ښار
گوره څاڅی رڼی اوښی له دې غرونو
دا کړونکی ساندې لی په شورهار
شاعر دلته طبیعت ته رجوع کوي، او د غور ښکلی مناظر په دې و یرجنه پېښه کې هم نه ځنی هیریږی، او چا پیر د شاعر په طبیعت داسی جلوه گري کوي:
نه هغه زرغاد غرونو د بيديا ده
نه د زرکیو په سادیء کتها ر
نه غټول بیا زر غو نیږی په لاښونو
نه با می بیا مسیده کا په کهسار
نه له غرجه بیا راځی کاروان د مښکو
نه را درومی غور ته بیا جوپی د شار
د پسرلی اوره تودی اوښى توينه
مرغلرې به نيسان نه کړی نثار
دا په څه؟ چې محمد ولاړ له نړیه
په و يرنه يې سو غور ټول سوگوار
و گوری! دلته د طبیعی شعر ښېگړی ښی څرگندیږی.د شاعر تکیه ټوله پر طبیعت ده او خپل نظر پر طبیعی خپل مناظرو باندې ځغلوی او په درد او ویر کی هم چا پیر او محیط نه هېروی. د ساندو، اوکوکارو پر وخت هم د غور غرونه، او دښتونه، ان د سروغا ټولو فرشونه اود مښکو کاروانونه، او د پسرلی د بارانو مرغلري شیندنه، او د زرکو کتهار او د گلونو مسایا دوی، او دا ټوله د محیط او طبیعت يوه ښکلی ترجمانی ده. دلته تاسی د فرخی هغه قصیده هم ولولیء! چې د سلطان محمود پرمرگ يې ويلې ده. دا شاعر د خپل محیط ترجمان او د ښاروالو د احساساتو او احوال مصور دیء او داسی وایی:
شهر غزنین نه همان است که من دیدم پار
چی فتاده است که امسال دگرگون شده کار
خانه ها بینم پر نوحه و پر بانگ وخروش
نوحه و بانگ و خروشی که کند روح فگار
کویها بینم بر روی زنان همچو رمان
چشمها کرده زخونا به برنگ گلنار
حاجيان بينم خسته دل و پوشيد ه سيه
کلمه افگنده یکی از سرو دیگر دستار
مطربان بینم گریان وده انگشت گزان
رود ها برسر و بر روی زد، شیفته وار
فرخی یوه ښاری او دربای شاعرؤ، د ده د تفکر او تخیل مجرا هیله وه. په کوم ځای کې چې اسعد دغرو ښکلا او ښایسته مناظر په ساندوکې هم تصویر کول، د لته فرخی د غزنی د کوڅو او کورو حال څرگندوی چې خلقو په ژړا ژړا د لته او هلته ځغستل، او مهترانو خپل مخونه په څا پيړو وپړسول، حاجیانو خولۍ او لنگوتی ورکی کړې، او ډمانو سر ناوې او ډوبکی پرخپلو سرو او مخو با ندی د ليونو په څېر ووهل.
د دواړوقصيدو دغه فرق ته ځيرسى، چې دغه خصا يص په ټول ادب کې ښکاره کیږی. د قصيدی دغه آخر بيتونه هم هغه ښکلا او ښايست او ځانته رنگ لري:
نه ښکاريږي هغه سور د سور په لتو
نه ځليږی هغه لمر پر دی دیار
چې به نجلیو په نڅا پکی خندله
چې به پیغلو کا اتڼ قطار قطار
هغه غور په وير، نا تار د واکمن کښېنوست
هغه غورسو د جاندم غوندی سوراړ
دلته نو شاعر د قصيدې مخ گرزوي، او بيا له فلکه سره داسی د زړه له درده و ینا کوی:
لاس دې مات سه ای فلکه چې دې وکا
محمد غوندی زمری د مړینی ښکار
په وروستيو بيتو کې شاعر خورا تندیږی او د ویر اورنی او تند احساسات په مهارت ښکاره کوی:
شین زړگی فلکه! ولی لا ولاړ يې
اې د غور غرونو په څه نه سوىء غبار
مځکی! ولی په ریږ دلونه پريوزې
لاندې باندې سه چې ورك سى د اشعار
چې زمری غوندی واکمن ځی له جهانه
چې څوك نه كړی په نړی باندی قرار
د فرخی د قصيدې پای د سلطان محمود سره په وينا وو کې داسی دی:
زینت و قیمت و مقدار جهان را بتو بود
تا تورفتی زجهان این سه برون شد یکبار
شعرا را بتو بازار، بر افروخته بود
رفتی و با تو بیکبار شکست آن بازار
دلته خوهم فرخی خپله استادی ږغوي او قصيده په مهارت تماموی، مگرد لوړه بيته څخه لږڅه توزنه هیله هم ښکاری چې ښایی شاعر په دغه ویر کی د خپل بازار کوټه والی هم نه ؤ هیرکړی، او دا يو ډول ځانځانی او طبقاتی شعوردی چې په يوه عمومی ماتم کی نه ښایی.
اما اسعد خپله قصيده په بل ډول پای ته رسوی او بله نتيجه ځنې اخلي چې يو ډول سلی غرور او ننگ او
اجتماعی شعور ځنې ښکاری.
دلته د پښتنو عنعنوی ننگه بیانیږی او دسوری تبر و ياړنه پر بنا کیږی، چې په اجتماعی او اخلاقی لحاظ مهمه ده، دی وایی:
سخ په تا اې محمده! دغور لمر وې
په نړۍ به نه وی ستا د عدل سار
ته پر ننگه وې ولاړ په ننگ کی مړسوې
هم پر ننگه دې پر ننگه کا ځان جار
که سوری دی په مرگ ويركاندى و يرمن سول
هم به و یاړی ستا په نوم ستا په تبار
دا ؤ د پښتو د هغی پخوانی قصیدی تحلیل چې تر دغی د مخه موږ اوس بله زړه قصيده په لاس کې نه لرو.