32

فلسفی خوشحال خان

د خوشحال خان خټک مرغلری

فلسفه خود انسان د ذهني ارتقاء سره یو ځای پیدا سوي ده او د فلسفي خاوندان له ابتداء څخه تر اوسه پوري په بشر کي د لوړ مقام څښتنان دي. به شاعری کی خو هم فلسفه له ابتداء څخه ګډه وه بلكي فلسفه د ادب روح دى او فلسفی افکار د ټولو ملتو په شاعري کي سته فلسفه خود شیانو د حقایقو درك دیكماهي او پیژندنه د هغو شیانو ده چي په عقل او خارجي حواسو اړه لري د فلسفې لومړی حد د علومو مينه او منخ بي حتى المقدور د موجوداتو د حقایقو پیژندنه ده او پای بی علم او عمل دی ځکه چی شعر هم د طبیعت ترجماني او د فطرت او ضمير رخ دی او د شيانو په حقيقت کي تفکر هم د انسان په خټه اخښلی دی نو شعر او فلسفه پر یوه نقطه تقاطع کوي. د مشرق ډیر شعراء او ويونكي سري فلسفی افکار هم لري په پارسي کي د سعدي حافظ، بیدل، خیام او ابن يمين او نورو کلام د فلسفې څخه يك دى په عربي کي هم د اموي او عباسي دورو ويونکي په شعر فلسفه ګډوي، لکه ابو العلاء او احظل مهيار بشار او نور د پښتو شعر هم په فلسفه کي د پارسي او عري سره نژدېوالی لري، شعراء ډير خله فلسفی افکار په خپلو ویناوو کي ښکاره کوي د خوشحال خان اخلاقي او تربيوي فلسفه خو موږ دمخه وښووله. اوس به نو د مثال په ډول د ده خيني فلسفي افکار هم ښکاره کړو:



معنوی فلسفه :-

لکه د اخلاقو په بحث کي چي وښوول سوه د بشر د پوهانو ډلي پخپلو افکار کي سره بېلي دي، ذوقيون د بشريت ټوله ژوندون او مصالح پر خوند بنا کوي مادیون در ظواهر و پر خوا دی مگر خان خو په فلسفه کي د هغه تفکر طرفدار دی چی انسان يوازي دغه ظواهر او خوند نه بولي بلكي خيني معنوي و روحي خواص او مزايا هم ورته ثابت بولي، دوی وايي : ښايي انسان په دی ظاهري شيانو كي پاته نه سي او باطن صفا کړي او لرونکي د معنويت سي ولي چي په دغو ظاهري اكثرو شيانو کي چي اساس يي ذوق دى حيوان هم د انسان سره شريك دى، حال دا چي انسان خو انسان دی او حیوان نه دی . خوشحال خان دغه فلسفه چی د بشر اکثر پوهان بی مبلغ دي ډېره بيانوي د ده په کلام کي هر ځای و حقایقو او معنوياتو ته بلنه سته او يوازي ظواهر د بشريت له پاره لازم نه گڼي، مثلا وايي :-

د سري قدر قیمت په اعـ تبار دی

چی خواره ورځني ولاړل كنى كاه سي

خوشحال خان وايي دا د دنیا خوندونه او لذتونه ټوله فاني دي د فاني او بي پايه شي غوښتنه پوهي نه ده.

ځکه نو انسان ته د معنویاتو پلینه ضرور ده :-

اور نگزیب چی آرایش د تخت و تاج کا 

تخت و تاج به بی مرگی تاخت و تاراج کا

به جهان کی به یی پاتو ښه بد نوم سي

ده زده چاري د کسرا که در حجاج کا؟


حیرت :-

فلسفه خود حقایقو پر درك بنا سوي ده او فيلسوف هغه څوک دی چی د دغه کاره سره مینه لري، مگر که تاسي ټوله د دنيا فلسفه و پلتی او د پوهي خاوندان و پوښتی هیڅوک د حقیقت به درك كماهي نه دی کامیاب سوی، پوهان وايي چي د پوهی پای حیرت دی سقراط هغه وخت پوه سو چي پخپله ناپوهی و پوهېدی د دنیا لوی لوی فلاسفه په پای کي پخپله ناپوهي او عجز قابل سوي دي امام فخر الدين رازي د خپل عمر په پای کي وايي : معلوم شد که هیچ معلوم نشد)، بوعلي سينا وايي :-


دل گر چه در بن بادیه بسیار شتافت

 يك موی ندانست ولی موی شکافت

یسکویت اندر دل من هزار خورشید

 بتافت و آخر بكمال ذره راه نیافت


الامارك ويلي دي چي زموږ ټوله علم تر دې نه زياتيږي چي موږ په خپل جهل اقرار وکړو، سپنسر د انګلیسانو فیلسوف هم داسي په خپله ناپوهي قابل دی: د شيانو د حقایقو د پوښتني په جواب کي بېله دې څه نه سوای ویلای چي په هیڅ نه پوهېږو. خلاصه د حقایقو پلټنه و انسان ته مقدور نه ده تر دې اندازې چي ځيني فلاسفه په لا ادریت هم قابل دي او د فلسفی پای دغه حیرت دی و پس !


فن المحباً فما ادق

 فنه متحير فيه اما الرازي


خوشحال خان هم یو مفکر او پوه پښتون دی دی عقل د ټولو حقايقو د پلټني او تحقيق قابل نه بولي او پر خلاف د عقلیونو خپله فلسفه داسي ښكاره كوي :-


مکره نادانه د تکړو کار دی


دا چی بری خبری غاښی دشوار دی


خر دي كمزورى زبون ليده سي


چی دی پر ایښی دا هواتیره ره بار دی



سوى او خپله قوه يي د فلسفې په لار کي صرف کړې

 ده. پيماه  هیڅ نه دی پوهېدلی او په مقررات درومم ناحیه حیرت کی ډوب دی. دی وايي :-


ما چی نظر وکړ په ذرات په موجودات


گول به جهان راغلم تری به کول درومم هیهات


يو خادر تر ميان وي فهم ياتو سي له كاره


دا هونبره كيسي هوتبره ادراك د سماوات


هيڅ ولي نبي بي درست اسرار موندلي نه دي

لویه کارخانه ده که وگوری کائنات


حیرت خو په حقيقت کي د فلسفې پای او نتیجه ده له سقراطه تر ابن سینا پوري ټوله و پاخه مقام ته د فلسفې په دغه ځای کي رسېدلي دي خان د دغه حال په بيان کي څرگنده ويناوي لري، مثلاً وابي :-



حیران یم نه پوهیږم چی زه خه یم که به سم 

له كومه يم راغلي بیا به کوم لوري ته خم

 جهان یو کتوری سوزه به مثل د مېږي يم 

حيران يکي جاروزم لاس و پښې پكي وهم

 تر دي لا لور يو كام ورهیسته خوشحال خان په فلسفی ژبه د دنیا حقیقت داسي ښكاره كوي :-

 دنیا و ته چی گورم کاروبار ته د وګړي 

د اور كيو تماشي دي زه يې هم ورسره کړم



د ژوندون فلسفه :-


نا ژوندون اسرار خو كماهي چا نه دي موندلي او د فلسفيانو د پلټني پای لکه لوړ چي مو وويل، دغه حيرت او د تېرولو او ډول په باب کي هم پوهان مختلف او ډول ډول آراء لري، که په لنډو الفاظو سره ووایو درست به موضوع کي دوي پلي دي لومړی هغه ډله ده چي د نفي د خوا طرفداران دي يعني د ژوندون پر خای بی مړینه مدنظر ده دوی د ژوندون د ترخو او مشکلاتو په مقابل کي تېښته کوي نه ټينگار، دا هغه مقام دی چي زموږ په اشنا الفاظو کي بېخودي ورته وايي، دوهمه ډله هغه پوهان دي چي په تنازع للبقا قابل دي او دنيا د زيار او جهد ميدان كني او وايي چي د انسان ښېګڼه په دغه کي ده چي د مادې په تسخير كي تل جگړه او زيار وكړي. د لومړي فکر سته به زاړه یونان کی افلاطون او د ده ملگرو ايشي وه او په اوس عصر کي دا فکر د قنوطي او متشائم پوهانو خاص بيا د بدلیدونکو مشر شوپنهاور له خوا په نوي ډول او نوي کېڼه راوتلې ده. د دوهم فكر سيله کوونکي خود يونان د يمقراطي او مادیون پوهان وه چي په نوې دنيا كي كانت د دغه فکر روزونکی او نيتشه یي په مقابل کي د نفي كوونكو قنوطی پوهانو خپروونکی دی دا ډله د اثبات او جهد للبقا پر خوا دي او نيتشه د ژوندون فلسفه د اقتدار پر غوښتنه بنا کوي د انگلیسی داروين د نشو و ارتقاء فلسفه خو هم پر دغه اساس تینگه ده او د ژوندون له پاره جگړه د ده د مادي فلسفي اساس دى ته له دغه ځایه ولاړ سه چي زه دلته كينم دا مسلك د خودی او خان خانی طرفدار دی او نن ورځ هم په دنيا کي دغه فلسفه پر مختللی ده ملل هم لکه افراد خپلواکي غواړي او د بل چا اقتدار چي د خودی نافي دي، له خانه اړوي. د المان قنوطي فيلسوف شوپنهاور وايي چي خان خانی اصل او سټه د ټولو ناورينونو او ويرونو ده تر هغو چي سړی ځان د ژوندون مركز كني راحت ته نه سي رسیدلای دی وايي چي ژوندون او د ژوندون خواهش یو غم دی نو تر هغو چی دغه خواهش ورك نه سي غم هم نه ورکیږي نو په حقيقت کي غم ثابت او اصل دى، خوښي د غم له ليوالي څخه مینده کیږي په شاعرانو او ويونکو کي خو د دغه دواړو مسلکو طرفداران سته مصلاً ابو الفرج روني وايي :-


عنقای مغربست درین دشت خرمی

 خاص از برای محنت و رنج است آدمی


فردوسي د دي بلي خوا عقايد داسي وایي او جنگ اساس د حیات گني :- 

اگر خود نژادی خردمند مرد

 نبودی و را روز ننگ و نبرد


حكيم سنایی دا میدان در تنازع للبقا په دی ډول عارفانه تنقيد او تصوير كوي :-

 این جهان بر مثال مرداریست

 کر کسان گرد او هزار هزار

 اي مر آن راهمی زند مخلب

آن مر این را همی زند منقار


که دي دو و فلسفو ته په غور و گورو راښکاره به سي چي حقيقت په اعتدال کي دی او امر په قرار د اسلامي مسلك بين الامرين دى د دې زمانې په پوهانو کي د هند مشهور ادیب او فیلسوف علامه اقبال چي د اروپا د فلسفي مكاتب بي لوستي او يو محقق سړی دی ده اسلامي د ژوندون فلسفه غوره کړې ده چي اعتدال او صراط مستقيم دي. اسلام که که هم له يوې خوا دنيا فاني كني او حب د دنيا د ټولو خطاوو سر بولي، حب الدنيا رأس كل خطيئه اما به عين زمان کی مسلمانان په جد او جهد سره هم امر کوي ولي چي اساس د حيات دغه جهد دی، نو اسلام خو نه لکه ماديون يوازي دنيا د تنازع للبقا ميدان بولي او نه لکه رهبانيون او قنوطيون د دنيا په نفي او ترك امر فرمايي، بلكي امر بين الأمرين دى او سعادت هم په اعتدال کي دی. د دنيا وراني خو لکه په رهبانيت کي چي ده دغسي هم په ماديت کي ده، رهباني د جد او جهد ميدان ته نه راخي مادي تل پر دنیا سري اتري ولاړ وي، د نن ورخي مدنيت وراني چي پوهان ويني هم د ماديت له افراطه څخه ده. اسلام نه په رهبانیت او نفي انسان و کښته والي ته بيايي چي لا رهبانيه في الاسلام او نه يې په دنيا کي داسي غوټه کوي، چي پای یې جگړه او وراني سي (اعدلوا فهو اقرب للتقوى). علامه اقبال دغه اسلامي فلسفه . چي په حقیقت کي اساس د ټولو ښېګڼو ده په دې ډول په دوه بيت كي ښه ادا کوي :-

تنی پیدا کن از مشت غباری

تنی محکم تر از سنگین حصاری

درون او دل درد آشنایی

چو جوئی در کنار کوهساری


زموږ پښتون فیلسوف خوشحال خان په دې باب كي خورا پخه فلسفه لري او نظريات يې ډېر صائب دي، علامه اقبال خو د فلسفی دغه جگ مقام پسله ډېرو ويلو او لوستلو څخه میندلی دی د برلين او لندن د فلسفي مكاتب يي غوښتي دي وروسته نو د مشرق په ټولو فلسفو کی گرخیدلی دی مگر زموږ پښتون نامتو سردار خو د پښتنوالي په فطانت او پوهي دغه حقيقت ښه ليدلي او ويلي دي د پښتونخوا په لويو غرو کي يې د يونان او عربو او اروپا د فلسفي لب


لباب ميندلي او يرغولي دي. موږ به لاندي د ده مهم افکار په دغه موضوع کي د فلسفي لنډ لنډ وښیو پسله دغه څخه به نو تاسي پخپله دي پښتون ته د يوه نامتو فلسفي او مفكر لقب وركړى . د خوشحال خان د ژوندون فلسفه هغه د اعتدال فلسفه ده چي د نبوت له مشكوه اقتباس سوې ده، ځکه نو خورا پخه او ټینګه ده. شوپنهاور وايي : اويا كاله كيږي چي زه فکر وهم اما بيله دي مي بله نتيجه نه ده اخيستې، چي انسان د دې له پاره دی چي په ویر او ناورين کي به مري خان وايي :-

خلق واړه د اندوه به دریاب ډوب دي

كله كله له دريابه سر بلند کا

دا هغه فکر دی چی ښادي او خوښي د وير لږ والي بولي خلق د ویر د درياب خپو اخيستي دي خوښ او مسرور خلك داسي دي لكه مفروق چي کله کله له اوبو سر راوباسي، بل خاى وايي :


ما په دا جهان کي غوښته مونده نه سوه

که په بل جهان پيدا سي خرمي

چي په هیڅ ساعت خالي نه وي له غمه

مگر غم لره پيدا دی آدمي


بل های را فلسفه په دې ژبه څرګندوي :-


خواره حيرانه بني آدمه !

چي دي خمير دي خاوري له غمه

بودم که و خاندی په دا دنيا کي

پیا دی ژړا وي په خو خودمه


خوشحال خان ویر د انسان سره دی د بدبيني او تشائم د مسلك Pessimism ملگری دی دی دا هم وايي چي وير : د ژوندونه سره لازم دی ځکه چی که ویر نه وي خوښي به هم نه په خټه اخښلی گڼي او په دغه نظریاتو وي، د ترخو په سبب د خوړو قدر ښکاره کیږي :-


په باغ كي خلك په میوه شخوند کا

 په خوله کي هره میوه خپل خوند کا

ترخه هم ښه دي په دا جهان کي

د خورو قدر ترخه څرگند کا


دا گویا د ده د نظريې يو فلسفي او ظاهري تعليل او برهان دی دا خود خان نظریات وه په غم کی مگر سره د دې هم خان په دنيا کي د کار او عمل يو جدي روح لري، او د


مادي دنيا د انسان له پاره د زیار او جهد يو ارت ډگر گڼي. په دې ډول دی په بین الامرین قابل دى په يوه خوا كي مفرط نه دی د ده حیات که څه هم په ډیرو آلامو لړلی او ډير ناورینونه پر ورغلي دي سره د دې هم د ده د جهد روح نه دی مړ او د نړی د څپو سره د ميراني مقابله كوي، له دغه بينه د ده د پښتنوالي عملي روح ښه خليږي :-


د جهان غمونه ټوله پکي خای سول

 شکر دا چي زړه مي لوى را كروما هم 

خوشحال خان د زمانې د حوادثو سیلی ته داسي دی لکه غر چي هيڅکله نه ښوري او نه اثر پر کولای سي :-

 د عالم ډيري خبري لور په لور توري لښكري 

زړه مي نه خوخي له ځایه غر خو هسي وي کنه 

د هر شاعر کلام د ده د اخلاقو او زړه او د ده د نفسياتو هنداره ده فقط دغه يو بيت كافي دی چي زموږ د فيلسوف او پښتون ادیب د پښتنوالي ثبات او د زیار او جهد فلسفه دي څرگنده کی نو یې لنډه دا ده چي خان د ژوندون فلسفه يوازي غم او درد او نری والی نه بولي او نه يوازي د تنازع او جګړې پر خوا دی بلکه یوه معتدله فلسفه يې غوره کړې ده، چي و تحقیق ته نژدې