32

خپلواکه إسلامي دوره طاهریان (۲۰۵ - ۲۵۹ هـ)

د افغانستان لنډ تاریخ دریمه برخه

د دغه کهاله لومړی سړی طاهر د حسین زوی، د مصعب لمسی، د رزيق کړوسی او د ماهان کوسی و چې د پوشنګ د هرات لوېدیز خوا ته ننی زنده جان له ځواکمنو کهولو څخه و مصعب د رزيق زوی د بلاغت او ادب نومیالی پوه و چې د عباسيانو په وخت کښې د پوشنګ حاکم، او تر هغه وروسته يې زوی حسین ته د ( ۱۸۰ هـ - ٧٩٦ ع) په شاوخوا کښې د پو شنج حکومت لاس ته ورغی، حسین چې پر (۱۵۹هـ) کال په پوشنج کښې زیږېدلی و او د عباس کورنۍ له درباره د شام او بغداد حكمراني هم ورسپارل شوې وه، پر (۱۹۹هـ) کال مړشو. د ده زوى طاهر د خراسان د آزادي پالیو په چاپېريال کښې وده وکړه او په اسلامي خراسان کښې يې د لومړنيملي حکومت بنسټ کښېښوو. د خپلواکۍ د لارې د هغو تېرو فداکارانو ستر آرمان د همدغه ننګیالي په مېړانه لاس ته راغی چې دوه سوه کاله يې د دغه ستر مقصد له پاره زیاریوست، په دې تفصيل: د هارون الرشید تر مړينې وروسته یې د دوو زامنو امین او مامون" ترمنځ اختلاف پیداشو امین چې په بغداد کښې خليفه شوی و، علي د ماهان زوی يې له (٦٠) زريز لښکر سره د خپل ورور جنگ ته واستاوه (۱۹۸هـ) خو مامون چې په خراسان کښې و، څلور خراساني لښکر يې د همدغه طاهر پوشنجي په مشرۍ ولېږل او د بغداد د لښکر مشر علي د طاهر په لاس ووژل شو د امین لښکر ماته وکړه طاهر پر بغداد يرغل او د امین سر يې پرې کی، مامون یې د بغداد پرتخت کښیناوه، چې ستر برم يې وموند د دغو خدمتو په بدل کښې لومړی د شام حکومت او د بغداد کوټوالي وروسپارل شوه او بیا د خراسان حکمراني د ذواليمينين له لقب سره  ورکړل شوه. (۱۹۹ هـ - ۸۱۴ م). طاهر چی خراسان ته راورسېد لومړی يې د خراسان د مرکزيت په ټينګښت او د ادارې په يووالي زور واچاوه او په دوو دريو کالو کښې يې کرمان ،سیستان هرات نشاپور ،مرو جوزجان بلخ او تخارستان په خپل مرکز پورې وتړل له دغو مهمو فتوحاتو څخه تر (۲۰۵) هـ - ۸۲۰ هـ) پورې فارغ شو، د خپلواکۍ نقشه یی طرح کړه خراسانیانو ته يې پخوانی برم ور په زړه کړ او وروسته تر هغه چې د ولاياتو له مرکز څخه ډاډه شو، او خراسانيان يې د ځان مله کړل د (۲۰۷) هـ - (۸۲۲ (ع) کال د څلورمې خور پر ۲۴ مه د جمعې پر ورځ يې د خراسان د خپلواکۍ اعلان وکئ او د جمعې په خطبه کښې يې د مامون نوم ياد نه کی. دا تاريخي ورځ د خراسان په تاريخ کښې لومړۍ هغه ده چې دآزادۍ په لار کښې د دې سيمې د خلکو تر دوو پيړيو زيار وروسته يې هيله پوره شوه او په خراسان کښې د ملي حکومت لومړی بنسټ د طاهر پوشنجي په لاس کښېښوول شو خو له بده مرغه دا زړور او ازادي پال طاهر پر همدې شپه وفات شو او د ده زوی طلحه چې يو پوه سړی او د پلار له خوا د سیستان امارت ورسپارل شوی و، د پلار پر خپلواک مسند کښيناست، شپږ يې په عدالت حكومت وكئ، خلك يې وروزل، د بغداد د خلافت دربار هم د ده حکومت په رسمیت و پیژاند او د خراسان د خپلواکۍ غوښتونکيو خلكو له هیجان څخه و ببرید. کاله  له منځه طلحه پر (۲۱۳) هـ - (۸۲۸م کال په سیستان كښې له خارجي حمزه سره ونښت خو پر همدغه کال دافاضل متدین او عادل امير مړ شو، ورور یی عبدالله د طاهر زوی پر) ۱۸۲ هـ زیږېدلی چې څه موده په شام او مصر کښې حکمران و، تر هغه وروسته یې د بغداد د دربار له خوا په پارس کښې د بابك خرمي پر خلاف جګړې کولې؛ امیر شو؛ د بغداد دربار دی رسماً د خراسان امیر و پیژاند د عبدالله رويه د بغداد له دربار سره ډېره صمیمانه وه، او تل د خلافت له دښمنانو سره جنګېده، د عربي دولت دښمنان یې ا یووړل. لکه پر (۲۱۹ هـ - (۸۳۴م) کال چې يې په تالقان کښې امام زاده محمد د قاسم زوی بندي کئ او خلیفه ته يې واستاوه او پر (۲۲۴هـ - ۸۳۸م) يې مازیار د قارن زوی د طبرستان حکمران د خلافت په ګټه مات کړ، د ده حکمدارانو په سیستان کښې څو واره د هغه ولایت ښورښتونه آرام کړل. عبد الله اووه لس کاله پر ټول خراسان او د افغانستان پرلوېدیزو سیمو حکومت وکئ او پر ( ۲۳۰ هـ - (۸۴۴م کال ،مرشو دی ادیب، عالم او عمران خوښوونکی پاچا و، د ده په وختو کښې پر (۲۲۴) هـ - (۸۳۸م) کال په خراسان کښې خورا زړه بوږنوونکې زلزله وشوه پر ۲۲۰ هـ - ۸۳۵م) کال پهسیستان کښې سخته و چ کالي راغله او د هیلمند اوبه وچې شوې وې. تر عبدالله وروسته یې زوی دویم طاهر تر ۱۸ کالو پورې حکومت وکئ د ده په وخت کښې د سيستان خلك د صالح د نصر زوى او يعقوب ليث په مشرۍ پورته شول او د صفار کورنۍ د امارت بنسټ کښېښوو شو، په دې مانا چې د طاهر له خوا ابراهیم د حضين زوی د سیستان حکمران و، ابراهیم خپل نا اهله زوی احمد نومید بست والي وټاکه احمد له عثمان بن نصر او احمد بستي او بشاربستي سره چې د هغه ولایت نامتو کسان وو ونښت، د بست او سیستان خلکو له طاهریانو څخه مخ وګرځاوه، او پر (۲۳۸هـ) کال يې په بست کښې له صالح سره بیعت وکئ په دغه بحران او فتور کښې يعقوب ليث صفاری قوت وموند او پر (۲۴۶) هـ - ٨٦٠ (ع) يې سيستان د طاهر له واکمنۍ څخه ویوست او په خپله طاهر پر ۲۴۸) هـ - ٨٦٢ ع کال مرشو. محمد د دويم طاهر زوی او دده ځای ناستی بې کفايته عياش او  تنبل سړى و، یعقوب لیث صفاري له سيستانه پرده بری وموند او هغه یې پر (۲۵۹) هـ - ۸۷۲ ع ) کال بندي كئ، له دې کورنۍ څخه ابراهیم د محمد زوی د طلحه لمسی د عبد الله کړوسی او د طاهر کوسی تر ۲۶۸ هـ . ه پورې په مرو کښې و، چې پر ۲۷۸ هـ كال خجستاني هغه مات کئ او پر ٢٦٧ هـ کال احمد د محمد زوی په خوارزم کښې او له ۲۵۹ هـ څخه تر ۲۸۲ هـ پورې در بیم طاهر د محمد زوی په نشاپور کښې حکمرانان وو، خو د دغه کهاله پېنځو پاچهانو پر لوېدیز او شمالي افغانستان واکمني درلوده، د افغانستان په جنوبی او ختيزو ولاياتو کښې رتبيلانو او کابلشاهانو پاچهي کوله. د طاهریانو کهاله د بغداد خلافت له مرکز سره دوستانه اړيکي ساتل د دوی درباري او ادبي ژبه عربي وه او په افغانستان کښې يې د زردشتي دين در پایڅور پر خلاف زیار ویوست لکه پر (۲۱۳ هـ - ۸۲۸ (ع) کالچی عبدالله زردشتی کتابونه و سبزل دافغانستان د طاهریانو نومونه دادي

 ۱۰ - طاهر د حسین پوشنجي زوی (۲۰۵ - ۲۰۷ هـ).

 ۲۰ - طلحه د طاهر زوی ( ۲۰۷ - ۲۱۳ هـ).

 ۳۰ - عبد الله د طاهر زوی (۲۱۳ - ۳۳۰ هـ).

 ۴۰ - دویم طاهر د عبد الله زوی (۲۳۰ - ۲۴۸ هـ).

 ۵ - محمد د دويم طاهر زوی (۲۴۸ - ۲۵۹ هـ).

 ٦ - در بیم طاهر محمد ( ۲۹۵ هـ)

. یادشت

 الف: د طاهریانو د ټول کهاله شجره د دغه مخ مخامخ ته په ۴۰ مه نومره ليکل شوې ده. ب دا (۳) نخښه د هغو پاچهانو له نومو سره ايښولې شوې ده چې سکې یې شته. اخځونه طبري زين الاخبار تاریخ سیستان، روضه الصفا - ابن اثير طبقات ناصري - تاریخ ایران دوره طاهریان - طبقات سلاطین اسلام معجم الانساب زمباور - تاریخ ادبیات ایران د دكتور صفا - تاریخ اجتماعی ایران تاریخ ادبیات فارسي د سعيد نفيسي.