د افغانستان تر تاریخ د مخه دورې ته يوه کتنه
د مورخانو په اصطلاح هغه دوره چې انسان د ليك په موندلو نه و بریالی شوی تر تاریخ دمخه دوره PRE HISTORIC بلل کېږي او تر هغې وروسته چې ليکدود را پیدا شوی تاريخي عصر دی، خو شرط دا دی چې د لرغونيو قومونو پاتې ليکل شوي اثار لوستل شوي وي. څرنګه چې تر اوسه ځينې ليکونه شته چې لوستل شوي نه دي نو له دې امله هغه په قبل التاريخ دورې پورې اړه لري او که کوم وخت ولوستل شول نو تاريخي مرحلې ته به ننوځي. د شرقي هېوادونو تاريخي دورې يې عموماً تر ميلاد دمخه د (۲۵۰۰) کال په شاوخوا کښې ګڼلي دي. دا ځکه چې د مصر او بين النهرين لوستل شوې ليکنم هم دومره عمر لري خو په سند او هړپه کښې د موهن جوديرو موندل شوې ليکنې لا تر اوسه نه دي لوستل شوي او په تاريخي مرحله کښې شاملې نه دي. په افغانستان کښې د تر تاریخ دمخه آثار و پلټنې له ١٩٣٦ م ك ن څخه د اروپايي علمي هيئتونو له خوا پيل شوي او په نتيجه کښې يې ترتاريخ دمخه د ډبرو د دورې آثار تر لاسه شوي چې د ډبرې د کارونې په دریمې دورې يعنې توږل شوې ډبرې او د خاورينو لوښو او فلزو د استعمال په دورې پورې اړه لري چې هغې ته د كلكولي تيك دوره وايي. له دې علمی پلټنو څخه دا نتیجه تر لاسه کېږي چې دافغانستان او د افغانستان د ګاونډیو هېوادو په خاوره کښې د (٦٠٠٠) کلونو په شاوخوا کښې انسانانو مدنیت درلود، ځکه چې هم هغه مهال مرو ته نژدې د "انو" په سيمه کښې د مس کارونې آثار موندل شوي دي او تر تاريخي دورو دمخه آثار يې د افغانستان په ګاونډ کښې په دغو ځايو کښې موندلي دي:
۱ - د پنجاب په هړپه کښې: يعنې د افغانستان د غرو په لمر ختيزو ډاګو کښې هلته د چې ودانۍ اوښار آثار ليدل کېږي
۲ - موهن جودیرو: د افغانستان ختيزي جنوبي خواته په سند کښې د ښار کوڅې او د بازار نخښې او حتی د اوبو پاخه لښتيان او په هره کوڅه کښې د فضله موادو له پاره د پخو خښتو کوچني خاکدانونه هم ليدل کېږي. په دغه لرغوني ښار کښې د مورد رب النوع مجسمی، پاخه خاورین لوښي، د سرو او سپينو زرو ډول ډول ګينې او د هغو عصرونو د فلزاتو صنعتي نمونې او فلزي بتان تر لاسه شوي دي چې د هغه لرغوني ښار په اړوند موزیم کښې خوندي پراته دي. او په هغو ښکليو اثارو کښې له عاجو څخه د پيل کوچنۍ مجسمې او د غټو او غښتليو غويو انځورونه شته چې پر ځينو انځورونو ليکنې هم ليدل کېږي. خو لا تر اوسه يې څوك په لوستلو بريالي شوي نه دي. د سند د وادۍ تر تاریخ دمخه مدنیت چې د افغانستان په ختيزه خوا کښې د هر په او موهن جودیرو تر منځ یوزر میله د بابل د تمدن د ساحې څلور برابره او د مصر د تمدن د پراختیا دوه برابره په یو شکل او ډول خپور شوی و، د ودانیو د جوړونې شکل او د خاورنيو لوښيو او د کار د سامان او وسايلو په جوړښت کښې بیخي سره ورته دي او پوهانو ترې دا نتيجه اخيستې ده چې: دا مدنیت د افغانستان د خاورې په ختيزه خوا کښې د سند وادۍ له سره بیا تر پایه خپور شوی شمالي او جنوبي پايتختونه يې هرپه" او "موهن جوديرو" دوه ښارونونه وو او تر بابل پورې يې د لويديزو خاورو له تمدن سره اړیکې درلودې او حتی تر میلاد (۲۰۰۰) شاو خوا د مخه په بابل کښې د هندي تاجرانو يوه محله موجوده وه. له هغو آثارو څخه چې د بين النهرین په کیندلو کښې موندل شوي دي څرګندېږي چې د سند وادۍ خلکو اعشاري، ارقام وزنونه او پيمانې پېژندلې. د هغه ښار له آثارو څخه چې په هر په کښې ښکاره شوي دي څرګندېږي چې معتبرو خلکو په دوو پوړیزو ودانيو کښې ژوند کاوه او د استوګنې زياتو ځايونو د اوبو څاه ګانې، حمامونه او تر ځمکې لاندې ګودامونه درلودل حال دا چې عامه طبقه کارگران او کسبګران په کوچنیو دوو کوټو لرونکيو کورونو کښې استوګنه کوله، هر کور د یوه کوچني غولي په واسطه له بله کوره بېلېده او د دغو تر تاریخ دمخه خلکو ښارونوته نژدې ځينې کلاوې وې چې غالباً د غلې گودامونه وو. هغه کنډوالې چې د هر په د تمدن له وروستيو مرحلو څخه نماینده ګي کوي د هغه ځای د اوسېدونکيو بې وزلي او انحطاط راښيي چې زیاتر و کورونو د سمڅو بڼه پیدا کړې وه او د ښارو جوړښت چې پخوا يې
نظم او ترتيب درلود بيخي ګډوډ شوی دی. پوهانو له دې څخه دا ډول نتيجه ترلاسه کړې ده:
۱-د دې ودانيو پر خلکو د غربي اريايانو يرغلونه پيل شوي او د دوی مدنیت یې را ټيټ کړی و. که څه هم د هر په د ليکنو الفبا لوستل شوې نه ده، خو دا ثابته ده چې دا ليکدود تر آريايي مهاجرت دمخه دورې پورې اړه لري. هغه ارابې چې اسانو کشولې په هغو خلکو پورې يې اړه درلوده چې په هندو اروپايي ژبو يې خبرې کولې خو د موهن جوديرو او هړپه د خلکو ګاډۍ غښتليو او قوي غويو كشولې چې پلن او اوږده ښکرونه يې لرل او د دغو ښکليو او غټو غوايانو انځورونه پر موندل شویو مهرو آثارو انځور شوي دي. لومړی او دویمه نومره عکس و گوری
۲ - دغه مدنیت ته ورته دا لړۍ د افغانستان په جنوب کښې د بلوچستان په نال او جاله وان لور لايي او همدا راز د سيستان په نادعلي او د ايران په ځينو جنوبي برخو کښې ليدل کېږي چې ځينې کړۍ يې تر بين النهرين پورې هم رسېدلي او پر هغو خلکو اړه لري چې د اريايانو تر هجرت دمخه، په هغو سيمو کښې میشت وو څرنګه چې د دوی په لرغونیو آثارو کښې د مورد رب النوع په څېر مجسمې موندل کېږي، نو ځکه کېدای شي چې دین عقاید او فرهنګ یې هم سره ورته وي. هغه آثار چې د بلوچستان د کوټې د شمال لويديځ په څو میلۍ کښې يې د ګل محمد په کلا کښې موندل شوي دي پر دې دلالت کوي چې د هغې سيمې پخواني اوسېدونكي لا تر هغه وخته د خاورينو لوښيو په جوړولو نه پوهېدل او د ډبرو له چړو او د هډوکيو له ستنو او تېرو څوکو لرونكيو تيږو په څېر الاتو څخه يې کار اخيست او د ودانيو او کورونو جوړول هم دود نه و، خلك څاروي روزونکي کوچیان وو چې په را وروسته وختونو کښې يې خاورين لوښي او ودانۍ جوړې کړې دي، چې لرغون پوهان يې د "روب د ناوې لوښي" بولي او پر هغو باندې ځينې توري او هندسي انځورونه او د هوسی او بوك لرونكي غوايي تصویرونه انځور شوي، په کورو کښې يې د وزو ډېر هډوکي ليدل کېږي، چې د دوی پر ډېرو غوښو خوړلو دلالت کوي. د غلې د میده کولو له پاره يې ډبرين اونګونه درلودل، په داسې . حال کښې چې د هغه مهال په موندل شويو آثارو کښې د اوسپنې اوزارونه ليدل کېږي، پر ځينو خاورينو لوښيو (T.A.W.V) ته ورته شكلونه شته چې د هغو په څېر بل ځای نه دي ليدل شوي. ځکه نو لرغونپوهان د هغو پر پېژندنه پټه خوله دي، د دغه لرغوني مدنيت عمر د شپږو زرو کالو په شاوخوا کښې اټکل شوی دی. همدارنګه د هر په د سيمې دا تر تاریخ وړاندې مدنيت د هندوستان د کچهه تر جزیره نما پورې غځېدلی دی او پر ۱۹۵۴ - ۱۹۴۰م د هغه ځای له زياتو غونډيو څخه داسې اثار تر لاسه شوي دي چې د هړپه د مدنيت آثارو ته بيخي ورته دي د کشفياتو دا ساحه د راجکوټ ښار جنوبي خوا ته پرته ده. خود افغانستان په خاوره کښې تر اوسه "تر تاريخ وړاندې څو مهم او غوره ځایونه شته ١- پر ١٩٣٦م کال سراورل ستين او موسیوګیر شمن او هاکن د سیستان د ناد علي او زرنج د سروتار او کنګ په کلا کښې کیندنې وکړې، چې په هغه کښې ډبرين لوښي او ډول ډول وسلې او غشي او رنګه ښايسته شوي کودړي او د سپينو زرو غوږوالۍ او له هډوکيو څخه جوړ شوي شيانکشف شوي چې پوهانو هغه په مرو کښې د انو" او په لويديځ کښې د کاشان او په جنوب ختيځ کښې د سند موندل شويو آثاروته ورته ګڼلي دي، له هغو څخه دا نتيجه اخلي چې د انساني مدنيت د دې دورې لويه صحنه د سند له وادۍ څخه نيولې بيا د نيل تر سیمې پورې د افغانستان په ګډون پراخوالی درلود. موسیو ګیر شمن د سرخ "داغ" غونډۍ چې دېرش متره لوړ ده (۱۲) متره ژوره و کیندله او تر میلاد یوزر کاله د مخه د مدنيت آثار يې وموندل. دى وايي: که یوویشت متره نوره هم وكيندل شي کېدای شي چې تر ميلاد څلور زره کاله دمخه خواوشا آثار وموندل شي چې د سند د بين النهرين او مصر پخوانیو مدنیتونو ته نژدې دي په دې خاوره کښې داسې پخوانۍ غوندۍ ډېرې دي.
۲ - تر تاریخ د مخه آثار چې تر دا مهاله په افغانستان کښې لټول شوي دي د کندهار لويديزې خوا ته د پنجوايي او ارغنداو په وادۍ کښې د بدوان د غره له سمڅو او د يمراسۍ له غوندۍ څخه هم تر لاسه شوي دي چې د سند ، پنجاب او د بلوڅو د خاورې تر تاریخ دمخه مدنیتونو پورې اړه لري او د مورد رب النوع مجسمې موندل شوي دي. په ۱۳۴۴ ش کال د کندهار شمال لویدیزې خوا ته ٦٦ کيلومتره نيرې د مونډيګك په غونډۍ کښې علمي پلټنې وشوې، چې دارغنداو په ودانۍ کښې تر تاریخ دمخه د پېنځو زرو کالو پخوا د مدنيت د آثارو نماينده ګي کوي پوهان وايي چې د کندهار لويديزې خوا ته د کشکنخود له و ده چې اوس وچ شوی دی او به کېدلې او سر سبزې وې. دا غونډۍ چې درې زره کاله پخوا د وروستي ځل له پاره د استوګنې ځای و، اوس د جوي پېښوله امله يو مخروط شکل لري، د هغې لارې پر سر پرته وه چې د رخد (ارغنداو) پښین او سند د وادۍ خواته د هرات فراه او هلمند د شاخوا خلکو د تېرېدو لاره وه او همداراز دا لار د ترنك اوغزني او د هندوكوش جنوبي سيموته رسېدله، مطلب دا چې د هلمند وادي يې د ارغنداو او ترنك له واديو سره نښلولې. د موند يكك غونډۍ تر میلاد وړاندې د څلورم کال له پای څخه د لومړي زرم ق م کال تر پیله پورې د ودانۍ پېنځلس مرحلې تېرې کړي دي په آخره او پورتنۍ مرحله کښې يې د غلې ګودامونه وو چې پخسه يې ديوالونه يې درلودل، د غلې د ګودامونو ځايونه د يوه اوږده غولي په ډول وو چې د هر په د موندل شویو آثارو ګودامونو ته بيخي ورته وو، خو د هړپه تر ګودامونو کوچني وو، په کښته پوړ کښې يې د څارویو د ساتنې له پاره خونې وې. څرنګه چې د ګودامونو ودانۍ د نوموړې غونډۍ له دريو مختلفو طبقو څخه راوتلي دي، ځکه نو وايي چې دا گودامونه د هغه مهال د انسانانو د استعمال له پاره په مختلفو زمانو کښې جوړشوي وو. په لوړ پوړ کښې د ګودامونو د ساتندوی له پاره یوه کوچنۍ کوټه ليدل کېږي، چې په هغې کښې يو څه خاورين لوښي، ډبرين او د مفرغ بري (پیکانونه او مچلوغزې او د هغوی د خټو ګولۍ موندل شوي دي او دا ورڅخه څرګندېږی چې د ګودامونو ساتونکیو دا وسايل د ګودامونو د ساتنې له پاره کارول چې د دغو دفاعي څيزونو عمر له اوس څخه تر دریو زرو کالو (شاوخوا)اټکل شوی دی. د غلې د ګودامونو تر ودانيو پخوا له مكعبو ډبرو څخه چت لرونکې خونې جوړې شوې وې چې د ودانيو په شمالي برخه کښې د خښتو ودانۍ هم شته د ودانیو مخ ته یو ارت غولی دی چې خواوشايې يو څهکوچنۍ خونې شته او د لويې ماڼۍ نخښې هم ښکاري چې له اومو خښتو څخه په نيم مخرطي ډول و دانه شوې ده او د خښتو لویې ستنې لرې چې په سپين رنگ انځور شوي او اوس هم د دې ستنو بهرنۍ منظره له برمه ډکه په نظر راځي. په دې ستره ودانۍ کښې یو د مفرغ چاقو او د هډوکي لاستی او د ښکليو کودړو ټوټې او د ادبتا ادې مور د خير او بركت د رب النوع يوه ماته مجسمه چې د بلوچستان او سند موندل شويو مجسمو ته بيخي ورته دي له ډول ډول وسلو سره تر لاسه شوي دي. په نورو غونډيو کښې د هغو خلکو د استوګنې د ځايونو نخښې شته چې پورتنۍ غونډۍ یې عبادت ځای و، په دې ودانيو کښې د نغري نخښې د هغه له اسبابو سره او يو څو اونګو نه او د هغوی دستې لاس ته راغلې دي، چې په غالب ګومان د دوا پلورلو دوکان ګڼل کېدای شي. په نورو خونو کښې د پخو خښتو تنور او نیم کاره توبري پيکانونه) ليدل کېږي. د زیاتو خونو بامونه شیوه ګي لري او په د باندنيو ديوالو کښې مستعمل توبري پيکانونه او مسي سرنېزې ايښودل شوې دي. په هغه هديره کښې چې په دې ودانيو پورې اړه لري اووه كالبوتونه اسکلیتونه پيدا شوي دي. د موند يكك د غونډۍ له کښته څخه لوړې خواته مختلفې طبقې داسې دي: له ځمکې څخه پورته خوا ته تر نهم پور پورې د نیم کوچیتوب ژوندانه نخښې ليدل کېږي، چې د هغو له مخې ويل کېدای شي چې د هغه ځای لومړني اوسېدونکي تر څه وخته نیم کوچي مالداران وو او د کورونو ودانۍ يې هم پخسه يي وې تر هغو وروسته تر دریو پوړیو پورې ودانۍ له اومو خښتو څخه بشپړې شوې وې چې خاورين لوښي يې په کښته طبقو کښې ساده او ابتدايي دي تر هغې وروسته د لوښيو کودړي ښکلي کېږي. تر هغې چې د خټو انځور شوي لوښي رامنځته کېږي پر هغو کتيوريو (جامونو) چې پر پايو ولاړ دي د څارویو مرغانو ګلانو او د جګو ښکرو لرونکي پسونه، تنځري زرينې زرکې پیل مرغ او د عشق پیچان) د پاڼو شکلونه ليدل کېږي. د خټو دا انځور شوي لوښي له اتم پور څخه وروسته زيات دي چې د کوټې" خواوشا موندل شويو لوښو ته ورته دي مفرغي فلزات او مس له شپږم پوړ څخه پیل کېږي او هغه وخت چې د پينځم پور سکاره يې د کاربن ۱۴ له لارې و ازمویل نو د دې پور نېټه يې ۲۶۲۵ ق.م په شاوخوا کښې وټاکله. د موسیوکزال د تاريخ وړاندې دورو د متخصص په وينا دا غونډۍ تر پېنځو زرو کالو ډېر عمر لري نو ځکه د سند تر موهن جودیرو پخوانۍ او لرغونې ده. (وګوری ۴.۳ نومره عکسونه) ۳.د افغانستان په شمالي برخو کښې هم د تر تاریخ دمخه مدنیت آثار کشف شوي دي په دې مانا چې په شمال لويديځ ګوټ کښې د مرو په انو کښې تر تاريخ وړاندې مدنيت نخښې تر لاسه شوي دي، همدا ډول د افغانستان په شمال ختيځ لور کښې د تاريخي آثار و بقايا شته چې د ١٩٦٢م کال پر اکتوبر د ایټالوي لرغونپوهانو له خوا وموندل شول. د هزار سم دښته د هندوکوش په شمالي لمنو کښې د " ۳۳۰۰ فوټو په لوړوالي او د "١٦ " كيلو مترو په اوږدوالي د سمنګان شمال لويديځ لور ته پرته ده چې په لرغونې زمانه کښې هم د هند، کابل، بغلان، کندوز، بدخشان او چین لاره له همدې وادۍ څخه تېرېدله او همدلته د غره په ډبرو کښې هغه طبيعي سمڅې شته چې پخواني انسانان پکښې اوسېدل او هلته د ډبرين اورتك سامان او ډېرې توږل شوې ډبرې کشف شوې دي. چې ځينې ودانۍ يې هم په هماغې زمانې پورې اړه لري چې انسان تر سمڅو او ګارو بهر استوګنه کوله او بې ډوله ابتدايي ديوالونه يې "۱/۲۰ مترو لوړ جوړ کړي دي چې د هغو په منځ کښې له ۲۰ څخه تر "۳۷ مترو پورې د ودانۍ بلاکونه ليدل کېږي، دغو ټولو ودانيو ۳۳۵ هکتاره ځمکه نيولې ده، د هزار سم له سينده د اوبو د کانال د غاړې له (۱۲۵) متره دیوال سره د اوبو رسولو نخښې هم څرګندې دي. د دغه ځای د ګارو په سمڅو کښې مثلث ډوله خونې ليدل کېږي چې لويې تاخچې لري او له ډبرو څخه دننه درې کنجه چوکۍ توږل شوې دي، د دیوالونو په جوړولو کښې يې د ډبرو له تختو څخه کار اخیستی دی چې د نغريو نخښې هم په کښې څرګندې دي. د هزارسم په سمڅو کښې کیندل شوي شكلونه او رسمونه ليدل کېږي چې د ایټالوي لرغونپوه هیئت د راپور ليکونکي په وينا داسې شکلونه د لويديزې اروپا په تر تاريخ وړاندې آثارو کښې هم ليدل شوي، خو د هزارسم د آثارو انځورونه څلور ډوله دي، لومړی انسانی شکلونه، دویم رسم شوي لاسونه، دريم د څارویو شکلونه څلورم د راز راز شکلونو ګډون، چې ماناوې يې هم نه دي څرګندې وګورئ ۶۰۵ مه نومره عکسونه. د تر تاریخ وړاندې زمانو پوهان د هزارسم د سمڅو دا شکلونه هغو. شکلونو ته ورته او نژدې ګڼي چې په هسپانیا، ایټاليا، سویس او ایرلنډ کښې يې موندلي دي او داسې نتيجه اخلي چې تر تاريخ وړاندې، دا ډول شکلونه رسمول دود وو، د بېلګې په ډول: د هزارسم د سمڅو له شکلونو څخه د پوڅکۍ يو شکل دی چې نيمه دايره يې تشکیل کړې او هغه دايره بيا يو عمودي خط پرې کړې ده او له هغې څخه د انسان بدن مراد دی چې بازوګان او شمزۍ يې ښوولي شوي دي او هغو شکلونو ته ورته دي چې تر تاريخ وړاندې د هسپانیا، ایټالیا او ایرلنډ په آثارو کښې هم ليدل شوي دي. وګورئ ۷ مه نومره (عکس). د هزارسم په آثارو کښې دا ډول مشابه شکلونه ډېر دي چې د اروپاله - تر تاريخ وړاندې لرغونیو آثارو څخه په پاتې شکلونو کښې ښوول کېدای شي. تر تاریخ وړاندې په كلكولي تيك او توږليو ډبرو د استعمال په دوره کښې د بدخشان لاجورد هم د يادولو وړ دي، ځكه چې د کاشان د سيالك په غوندۍ د سومر او بین النهرین په ځمکو د مصر د فرعون توتن خامن په هدیره او هم په عیلام کښې د لاجورد د ډبرې راز راز نمونې موندل شوې دي او دا څرګندوي چې د بدخشان د لاجوردو ډبرو شپږ زره کاله پخوا شهرت درلود او استعمال یی تر مصر پورې هم رسېدلی د دغه هېواد خلکو له نورو ختيزو او لويديزو هېوادو سره لرغونې مدني اړيکي درلودل وګورئ اتمه نومره جدول).