32

اخوند پنجو

د خوشحال خان سواتنامه د مقدمې او تعليقاتو سره

کله چې د لوديانو جنډه لا دهند د ډهلي د کلا پر سر رپيده، سید غازي نومی ستانه سړی له هنده راغی او د يوسفزو د یارحسین په کلي کې د کجوخان تر سیوري لاندې اوسیده. ده ته په ۹۴۳ ق خدای یو زوی ور کړ چې نوم یې سيد عبدالوهاب و، او کله چې د ده پلار غازي په ۹۸۹ قی په اټک کې مړ او ښخ شو نو عبدالوهاب په ۹۹۰ ق د پيښور لويديځ کلي اکبر پورې ته راغی، د شریعت او طریقت رهنما شو او ځکه چې د اسلام د پنځو بنا وو پر عمل يې تل خلک پاڅول، نو به «اخوند پنجو » مشهور شو مريدان يې له اټکه تر کابله خپاره وو او د خان خانی په وده کوونکي نظام کې يې ښه پايښت او لویښت وموند، څو چې د عمل په شپږ نوي يم کال په دوشنبې ۲۷ رمضان ١٠۴٠ ق وفات او په اکبر پوره کې ښخ شو. مفتي غلام سرور لاهوري وايي چې دی د علم په خپرونه بوخت و، په پښتو او فارسي او هندي به يې خبرې کولې، په فارسي يې شعر وايه د حنفي فقه کنزالدقايق يې له عربي څخه په پښتو منظوم کړ. او شيخ فاضل خدوزی چې په بيلوټ کې د پښتنو مشر و، د عبدالوهاب مرید شو. او د ده نفوذ دونې ډيرو. چې په ۹۹۳ ق کله چې اکبر پاچا دورې راغلی و، په اکبر پوره کې یې لیدلو ته تللی او ارادت يې ورته ښکاره کړی و.

د اخوند پنجو دوه ورونه عبدالرحمن او عیسی هم پیژنو چې عیسی تأليفونه لري او ښايي هغه شاه عیسی وي، چې د سواتنامې په ٣۵٢ بيت کې یاد شوی دی. مگر تر اخوند و روسته د ده پر مسند عبدالرحمن ناست و اخوند يونس چې د پيښور په ښار کی ښخ دی، هم د پنجو مرید او شاگرد و.