د کریمداد بنګښ د قصايدو هنری خوا
کریمداد کله د قصیده سرایانو پرسنت برابر اول د بهار د مناظرو تشبیب لری، او بیا خپلو عرفانی او تلقيني مطالبو ته تخلص او گریز کوی او دلته نوسړی د امنی، چی زموږ د پښتو ادبیاتو کړۍ د لوی افغانستان په سلسلة الذهب پوری نښلی، او هغه رنگه مطالب چې سنایی پخپلو عرفانی او اخلاقی قصیدو کې ځای کړی
وو، د کريمداد په کلام کی هم هغسی ښکاری لکه دا قصیده:
تشبیب
ښه نسیم چې زیری راوړله بهاره
عندلیب می په فغان شه تر گلزار
په وصال یی د گل ډیره خوښی و شوه
چې په ځان یی محنت و څکاو له خاره
په چمن یی له گلبانگه شرا شور که
په هر هر نفس یی ذوق دی له دلداره
د نیسان او روسد د ورسره و که
په هر لور ګلونو و تړل قطاره
مست بلبل لکه خلیل یکی جاروزی
د نمرود اورشه څر گند له لاله زاره
د لا له پياله له سرو شرابو پر شوه
نرگس ستر گی کړې ور پورته له خساره
څه راحت به له ژوندونه که په بخره
چې په هسی ښه موسم گرزې بې ياره
د تخلص بيتونه
په جهان کی تفرج به تجربه کړې
لاڅونه يې مقيم شوی له رفتاره
دغه زمکه لگد کوبه دهر چا شوه
چې مقيمه پخپل ځای وی نه د واره
اصل مطلب ته گریز
له طلبه يو زمان فراغت مکړه
خبر ته شه له هر ملکه له دياره
حماقت به دی بدل په پوهه نشی
څو له کوره دی سفروی تر بازاره
افرینش واړه پر تا دی نثار شوی
د خسيس په دود لاس مه وړه تر سناره
قافله دی د همت اوده په خوب ده
ته په بانگ د استغنا یی کړه بیداره
سروځان د آزادی و ملک ته و يوست
میوه داری و نی لاندی وی تر باره
قلب زر به دې قبول پر صراف نشی
څویی ورنه وړې د عقل تر معیاره
په تحقیق به تر انجامه ورسیږی
هره چار چې په اخلاص کړی اختیاره
د رښتینی مینی قياس كړه له پتنگه
چې یی خپله هستی ځار کړه تر نگاره
د اشنا مینی می زړه هسی دوه نیم که
چې تشبیه یی په څه نشی بې اناره
خشک و تر به یی یکباره سره بل که
په هر زړه چې شی د عشق شعله حراره
شر اشور به د دیدن په اهل گډ که
که يو ځل په جلوه گاشی غمگساره
تورې زلفی تاریکی دی لکه لیله
تجلی یی د مخ زیاته له نهاره
څوك له شوقه یی تسبیح که تل ترتله
او د ځينو سریکار شه له زنا ره
له عاشق سره یکتا شو بې پیونده
په حجاب کی بی مخ پټ که له اغیاره
له صوفی سره کلام د تصوف که
اوله رنده میخواره سره میخوا ره
که گذر یی د قبور په عالم وشی
شهیدان به ژوندی پاڅی له سزاره
چې هر ښهردې معدن دی د حورانو
تر بهښته د ی کم نه وينم هند وباره
ښایسته یی په هر لوری په څولونه
آراسته یی په انهارا و به اشجاره
په خوبی دی هیڅ د يار برابر نه دی
تجربه ده ډېره کړې په ډېر واره
د ما ځای د قناعت رشید آباد دی
که هر څو ښهرونه ډېر دی بې شماره
د «كريم» په د و د به ژاړی د زړه وینی
هر چی بیل شو د دوستانو له قطاره
يو زمان له درد و غمه نه خلاصیږم
بېلتانه می رڼا ورځ کړه شب تار
(دیوان ص ۴۰)
د کریمداد ادبی او هنری استعداد په دواړو ژبو کې سره برابر دی، او هغه دا چی ده د روښانی مکتب قصيده له رکوده او بی خوندی څخه راويستلې او بیا یی د هنر پر ښکلی تخت کښینولې ده. علت یی هم دا دی چې ده په دری ژبه کی هم د غونی غښتلی لاس درلود چې دلته یی فقط يوه غزل رانقلوم:
چو بلبل هر زمان آشفته گرد چمن گریم
بیا د قامت رویش بسرو و یاسمن گریم
چومیرم د رغمت ای جان ! بیا بعدا زوفا تم بين !
که از سوز، درون پنهان ز مردم در کفن گریم
دلم خون شده ز حسرت تا بکی چون پیر کنعانی
جدا از یوسف خود مانده در بیت الحزن گریم
چنان در محنت راه و بلای منزل افتادم
که گاه از هجر یارو گاه بر یاد وطن گریم
گهی بر شورش و افغان مجنون نغمه یی گریم
گهی در بیستون با ناله های کوهکن گریم
ندارم همدمی اندر همه گیتی، سرا آن به که
در پیغوله غم، بعد ازین با خویشتن گریم
کجا از محرمان بزم وصل او شوم«عیشی»!
پس این کز شوق او چون شمع در هر انجمن گریم