32

اهورا مزدا Ahura Mazda

د پښتو ادبیاتو تاریخ ، څلورمه برخه

په اوستا کي اهوره مزده د لوي خالق نوم دی، چه دا کلمه (اور مزد) هم نقل شوې، او مخفف ئي (اور مز) هم ده، په لوي سر کي د (خداوند دانا او وجود اعلي) نوم و، وروسته ئې ډیري نوري مجازي معناوي هم موندلي دي.


گایگر المانی وایي: چه اهوره مزده د عالم پاچا او دغیب او شهود مالک و. هرځاي د خالق تعالى نوم داسي په اوستا کي ذکر شوی دي په هر صورت خو دا نوم د اوستائې ژبي يو مهم اسم دي او تر اوسه هم په پاړسو

ژبه کي د (اور مزد) دا په ډول موجود دي، که موږ دا نوم تحليل او تجزيه کړو درې ټوټې دي (اهور=اور) دوهم (مزدا) او په دې ډول دا دواړی ټوټې په پښتو کي ريښه لري.

دلته

تاسي دمخه د سنسکریت په څیړنه کي د (مزدا) دکلمې نظاير او امثال او ریښې په پښتو کي وليدې، نو ئې تکرار ښه ندي، فقط د لومړۍ ټوټې تحلیل دلته ولولئ: اوستائي (اهور) د (هور) په شکل اوس په پاړسي ادب کي موجود دي چه معنا ئې نور، لمر ده، ځکه چه هر وخت د اوستا (هـ) په سنسكريت کي په (س) اوړي، نو دا کلمه په سنسكريت کي سور او سوریا شوې ده چه لمر ته ويل كيږي. فردوسي وائي:

           از ویست شادي و زويست زور                    خداوند کیوان و ناهید و هور 

ځکه چه له هورڅخه مقصد رڼا او بيا لمر ؤ، نو له دې جهته كله ستوري او طالع ته هم مناسبتاً (هور) ويل

شويدي، فردوسي وائي:

به یکبارگي تيره شد هور تو                                کجا شد چنان مردي و زور تو؟

په پاړسو کي د اوستا (هـ) په (خ) هم بدليږي لکه چه دمخه هم ویل شوي دي نو دغه کلمه (خور) هم شوه، چه لمر ته وائي، دکتور گایگر هسي شرح ورکوي چه هور يعني لمر او نور چه د اهورا مزدا مخلوق دي، د نورالانوار او ضياي مطلق په مفهوم هم و. پخوانو انسانانو رڼا او نور مقدس گڼل، او احترام ئې کاوه، ځکه نو دوي لمر په اسمان کي مقدس گاڼه چه د نور منبع دي، او په مځکه کي بيا د نور منبع (اور) باله او مقدس ئې گانه، لکه چه په ویدا او اوستا دواړو کي د اور په نمايندگي ارباب انواع سته مثلاً د ويدا يو مشهور رب النوع (اگني) يعني (اور) دي، چه د دوي په عقيده ئې لمر، بریښنا، او اور درې بدنونه دي، او د رڼا او اور د تقديس عقيده په اوستائي آريائيانو کي هم وه گایگر وائي: چه په مځکه کي د ټولو رڼا ؤ مرکز (اور) دي، او بيله اسماني رناؤ، دلته د هري رڼا منبع (اور) گڼل کیږي، ځکه نو پاک شي بلل شوي دي او د آسماني رڼا منبع (لمر) هم د مزدا د ابدي رڼا نماینده گڼل کيدي.

دغه د اهورا یا هوریا اور کلمې دي، چه واو ئې په (ی) هم اوښتي او (هیربد) ځيني جوړ شويدي، چه اصلاً

هو ربذ د زردشت لقب دي، او معنا ئې ده (داور خدمتگار) یا ا(ورمشر)، عربو دا کلمه هر بذكړه چه جمع ئي هرابذه ده، علامه خوارزمي وایی: چه دا د فرس پهلوي لغت دي، او معنا ئې خادم النار او عبدالنار ده. په پاړسو ادب کي هم هیربد د زردشت د لقب په ډول استعمال شوی دي "ندانم که آن هیربد را که کشت؟" له دغو ټولو تاريخي او لغوي څیړونو څخه تاسي ته ښکاري چه په مځکه کي (اور) د آسماني (اهورا= هور=اور) نمایند ؤ، او دا پښتو کلمه په اوستا کي په لوړو صورتو موجوده وه، کله ئې معنا رڼا، كله لمر، كله اور وه.

پوهان وايي: چه په ويدا کي (ورن) يو رب النوع دي، چه دغه کټ مټ د يونانيانو (اوري ناس) او د اوستا (اور مزد) دي، او د دې نومو ماده او عنصر هم (ور) ده. نو که دې کلمو ته سړي ځير سي، لومړي جزو ئې دغه پښتو (اور) دي (ور=اوری=اور) چه د ایران د مخامنشي دورې د زړې پارسي په کتيبو كي هم (اورمزد) راغلي دي.

نو که د دغه لغوي تحليل له رويه، تاريخي مواد هم په نظر کي ونیسو، او د اوستا، د (اهوره مزده) معنا وکړو بايد داسي ووایو (نمنځلي اور) یا (مجلله رڼا ) يا (دعبادت وړ رڼا) چه ذات واحدلا شريک دي. 

د دې کلمې اوستائي ترکیب هم د پښتو سره سم دي، ځکه (مزدا) چه صفت دي تر اهورا موصوف دمخه دي په دې ډول (مزدا اهورا) چه له دغه څخه له دغه څخه ئې هم پښتو ته نرديوالي ښه ښکاري.