د يونان او باختری دریمه سلطنتی کورنۍ
د (ایوکراتید) کورنۍ
د اولی او دوهمې کورنۍ یعنی د (دیودوت) او (ايوتيدم) د کورنيو نه وروسته د یونان او باختری دریمه سلطنتی کورنۍ په (ایوکراتيد) سره د ۱۷۵ ق،م په شاوخوا کې شروع کیږی د لومړۍ کورنۍ د سلطنت او د ايوتيدم د کورنۍ د پیدا کیدو په باب کښی مو ولیدل چه شامی سلوسی دولت د باختر د آزادی د محو کولو او د يونان او باختری خپلواک سلطنت د نقشې د خرابولو دپاره کوم کارؤ چه و ئی نه کړ او له هغو وسائلونه چه په لاس کښی ئی درلودل له ټولو نه کار واخست، ملی رئیسانو او مشرانو ته ئی ډاډ ورکړ، او نفوذ لرونکو خلکو ته چه د باختر په آزاده فضا کی روزل شوی وو د لوړو مقامونو وعدې ورکړی او تر دې چه نا ئب الحکومه گان او امیران ئی په دوی کښی و ټاکل خو ټولو معکوسه نتیجه ورکړه او ټولو له هغو منصبونو څخه چه سلوسیان هغوی ته ورکړل پخپله فائده او د باختر د آزادۍ او د يونان و باخترې دولت د خپلواکۍ په گټه استفاده وکړه، هر کله چه دغه اصول او ليارې کا میا ی نشوې نو په توطئه ا و تحریکاتو ئی پیل وکړ، تر دې چه د یونان او باختری خپلواکو پادشان هانو لومړۍ کورنۍ سقوط وکړ او دوهمی کورنۍ یعنی ایوتیدم او زوی ئی د یونان او باختری دولت د ارکانو په ټينگولو او د هغه د خپلواکۍ د بنسټ په محکمولو کښی ډير کوششونه وکړل او سربیره د آریانا د خاوری په یو کولو باندی په هند او سنکیانگ کښی ئی ډېری پراخې ځمکې ورباندی زیاتې کړی او یوه داسې امپراطورۍ ئې جوړه کړه چه د خاوری او ځمکی د پراختيا له حيثه پخپله د سلوسیانو له امپراطورۍ نه ډيره لویه شوه، سلوسیان چه د یونان او باختری خپلواک سلطنت ته ئی کتلی نه شول نو طبعاً د یونان او باختری امپراطورۍ او د هغی د مساعد موقعيت څخه په ویره کښی شول او د گنگا د حوزې او د هند د بحيرې سره تجارتی اوحياتی لاړې ټولې د باختر د پادشاهانو په لاس کښی وې نو له دې کبله څلورم سلوسی انتیوکوش د باختر په نسبت خپل ارثی مخالفت کارانه سیاست پسی تعقیب کړ او هر کله چه د دریم انتيوکوش له تجربی نه وروسته و پوهیده چه عسکری اقدامات په کومه نتیجه ورنه کړی نو بیا ئی د (انتريک) او تحريک سیاست ونیو دغه ځل ئی یو تن جنرال چه په با ختر کښی ؤ او (ايوکراتيد) نومید واسطه وگرځاوه او دی ئی د باختر د تخت په نیولو سره تشویق کړ.
لکه چه په د مخنی بحث کښی مو بیان وکړ پخپله د يونان او باختری پاچا د متريوس د آریانا په داخلی اماراتو کښی د بیا غور او دقت او په باختر کښی د خپل یو ځوی دوهم دمتریوس او په اراکوزی او سیستان کښی او وروسته بیا په پارو پامیزادی کښی د بل زوی (پانتالئون) د مقررولو نه وروسته د هند د مفتوحه او نيولو ځمکو د ادارې دپاره تاکزیلا ته لاړ او په باختر کښی د ایوکراتید د پیدا کیدلو او ظهور دپاره: مینه برابره او مساعده شوی وه ځکه چه پاچا د منصبدارانو او لوی قوت او طاقت سره د سند په اوږدو کښی تر اوقیانوس پوری او د هند د شرق خوا ته تر پتالی پوترا پوری په کار بوخت ؤ په باختر کښی د ایوکراتید د پاچائی د اعلان نه وروسته لکه چه وروسته به ئی و گورو دمتریوس د خپل تخت ؤ تاج د بیرته اخستلو دپاره ځینی اقدامات وکړل خو بریالی نه شو او د ١۶٠ ق،م په شاؤخوا کښی و فات شو.
(ایوکراتید، د باختر په تخت باندی کیناست خو بیا د دریم ځل دپاره د شام د سلوسیانو تحريکاتو کوم ځای و نه نيو او هغه ئی چه د دوی (ز=دا برخه ونه لوستل شول) د غوښت هغه په لاس رانه غی.
د مخه مو د یونان او باختری دوهمی خپلواکی کورنۍ په باب کښی وویل چه دوهم (دیودوت) د هغوی د تحريک په اثر ووژل شو او ايوتيدم پاچا شو خو د یونان او باختری خپلواک دولت له منځه ونه ووت بلکه لاپسی قوی شو، دغه ځل بیا لوی او فاتح دمتریوس خپل تخت و تاج دلاسه ورکړ او مړ شو.
او ایوکراتید د باختر په تخت باندی کیناست مگر بیا د باختر آزادی د یونان او باختری دولت او د باختر خپلواکی د پخوا په شان ځای په ځای پاتی شوه، یواځی هغه شی چه دغه ځل ئی ځینی تغیرونه پیدا کړل دا ؤ چه د دمتریوس او ایوکراتید کورنۍ ئی سره جلا کړی او د دوی جدائۍ د یونان او باختری دولت او د هغه د هندی متصرفاتو په تعلقاتو باندی تاثیر وکړ یعنی ایوکراتید په باختر او آریانا کښی د سلطنت په جوړلو پیل وکړ او د دمتریوس کورنۍ، جنرالان او اولاده په هند کښی پاتی شوه، او (سا گالا) ئی مرکز وگرځاوه او د یونان او باختری دولت په دامه ئی په دغه ځای کښی يو جلا سلطنت تشکیل کړ او په راتلونکو مخونو کښی به و رځئی بحث وکړو.
ايوکراتيد:( د۱۷۵ ق، م په شاؤ خوا کښی): هغه وخت چه لومړی دمتريوس د یونان او باختری شهنشاه په هند کښی د نیول شوو ځمکو د چارو په تنظیم او واداره بوخت ؤ او د باختر کارونه د هغه د زوی دوهم ايو تيدم یا د دوهم د متريوس په لاس اداره کیدل نا څاپه ئی د پاچائی اعلان وکړ او د سلطنت تخت ؤ تاج ئی ونیو. د ايوکراتيد د جلوس جزئیات له دی نه زیات معلوم نه دی. په هر حال سم د سلطنت او پاچاهۍ د اعلان سره ئی ځان «ستر پاچا» (پادشاه کبير) و باله او ډيره لویه او ښکولی طلائی سکه ئی ضرب کړه چه نمونه ئی په پاریس کښی موجوده ده. په عین زمان کښی د یو داسی ښار جوړولو ته ئی اقدام وکړ چه د (ايوکراتيديا) په نامه شهرت لری. ايوکراتيد د يونان او باختری دریمی سلطنتی کورنۍ سر سلسلی د پخوانۍ کورنۍ د پادشاهانو په شان د باختر آزادی او د یونان او باختری دولت د خپلواکۍ ساتنه خپل عادت اوخوی و گرځاوه، مدققينو د (ستر پاچا) د عنوان او د (ايو کراتيدیا) د ښار د ودانولو له مخی نتیجه اخستی ده او وائی چه ایوکراتيد يوخپلواک او مستقل پاچا ؤ ځکه چه د دغه وخت د عرف او عادت په قرار چا بی د کاملی خپلواکۍ او استقلال له لرلو نه پخپل نوم يو ښار جوړولی نه شو. دغه رنگه د سرو زرو د لویی سکی ضربول او د ځان د پاره د (ستر پاچا) د لقب ټاکل او نيول هر يو پخپل ځای په دی باندی د لالت کوی چه ایوکراتید یو ستر پاچا ؤ او لکه چه وروسته به وگورو د ده عصر او زمان د یونان ا و باختري دولت له روښا نو دورو څخه شمیرل کیده – د مسکوکاتو له مخی ايوکراتيد تقريباً (۴٠) او (۴۵) کلن معلوميږي، او په دغه اساس د ده پیدائښت د (۲۰۵ - ۲۱۰ ق، م) په شاؤ خوا کښی شوی دی، ترکوم ځای پوری چه معلومیږی ایوکراتید یو نظامی سړی او د زياترو احتمالاتو له مخې يو جنرال ؤ او په باختر کښی د یونان او باختری دولت په نظامی مسلک کښی په وظیفه بوخت ؤ (په گنت شمسیت) په باختر کښی د ده انقلاب په ۱۷۵ ق م کال کښی بولی، او دغه هغه کال دی چه مهرداد په پارتیا کښی پاچاهۍ ته رسیدلی دی - او د جوستن شهادت دغه نظريه تا ئیدوی ځکه چه وائی دغه دوه پادشاهان تقربیاً په یوه زمانه کښی د سلطنت په تخت باندی ناست دی، هر کله چه د آریا نا او د هند د نيولو ځمکو نور ځايونه د دمتريوس ا و د ده د زامنو (چه په هره خوا کښی ئی د امیرۍ حیثیت درلود) او د جنرالانو په لاس کښی وو تر ١۶٧ ق م کال پوری د هندوکش په شمالی باختر او سغدیان کښی د ا يوکراتيد نفوذ محدود پاتی شو.
داخلی او کورنۍ جنگونه یا د یونان او باختری سلطنتی کورنۍ مقابله:
د مخه مو وویل چه ایوکراتید په کومو شرطونو او په څرنگه فضا کښی د باختر په تخت با ندی کښیناست، ايوکراتيد پخوا له دی چه په توله آریانا او بیا د هغی په متصرفاتو کښی نفوذ او حاکمیت پیدا کړی دیر مشکلات ئی په مخکښی لرل ځکه چه اول دمتریوس او ورور ئی اپولودوت او ځامنو او امیرانو ئی پانتالئون او اگاتوکلس په پارو پاميزادي، اراکوزی ا و گندهارا کښی او مشهور جنرال ئی مناند په نیولو ځمکو کښی هیڅ یو دی ته حاضر نه ؤ چه تخت و تاج نفوذ او حاکمیت د دوی له کورنۍ نه لاړ او ورک شی، په دغه مناسبت د یونان او باختری سلطنتی کورنۍ تر منځ ځینی جنگونه کیږی چه د داخلی جنگونو جز شمیرل کیږی په دغه ځای کښی لومړی د یونان او باختری دوو پادشاهانو تر منځ له مقابلی نه او وروسته بیا د پخوانۍ کورنۍ د امراوو سره د ایوکراتيد له مقابلونه بحث کوو: تارن وائی که څه هم محققه نه ده خو بیا هم له امکان څخه ليرې نه ده چه دمتريوس په دغه وخت کښی د هند په (منځنيو ځمکو) کښی ؤ او د باختر د پخوانی پاچا د امراوو سره د ایوکراتید د ۱۶۸ق، م کال جنگونه شوی دی، په هر حال پخپله دمتریوس په هر ځای کښی چه ؤ (مناندر) ته ئی امر وکړ چه (پتالی پوترا) او د (مانورا) د جنوب تولى منځۍ ځمکی پریږدی او په چټکۍ سره د ایوکراتید د متقابلی د پاره باختر ته راشی ځکه چه د (جوستن) د ليکونو او د (یوگاپورانا) څخه واضحه معلومیږی چه د دوی مقابله د هندوکش د غرب خواته شوی ده، وروسته بیا ایوکراتید موقع موندلی ده چه په هند باندی حمله وکړی دمتریوس که چیری په ۱۶۸ ق، م کال کښی جگړه کړی وی یائی نه وی کړی خو ۱۶۷ق م کال د ده د پاره یو بحرانی کال ؤ.
د جوستن د لیکنو نه دومره هم معلومیږی چه دمتریوس د یونان او باختری پخوانی پاچا په شپیتو زرو عسکرو سره ایوکراتید د دربر سوو تنو عسکرو سره کلا بندکړ؛ د لښکر و دشمیر او ارقام مقابله مبالغه ناکه ده، او حقیقت به داسی وی چه دمتریوس ایوکراتيد ته ماتی ورکړه او ایوکراتید د دريوسوو تنو سره د باختر خواته و تښتید او بیائی خپل اقتدار زیات کړ، په دغه وخت کښی د دمتریوس وفات هغه ته موقع ورکړه چه پخپل تصمیم ټینگ پاتی شی (انتی ماکوش) د دمتريوس ورور چه د شمال غربی برخو امیر ؤ هم مړ شو او زمینه د ايوکراتید دپاره له پخوا نه زیاته برابره شوه، د دمتریوس په مرگ سره بیا هم د ایوکراتید زړه بیخی جمع نه شو ځکه چه دهغه ورور، زامن او جنرال ئی (مناندر) پاتی وو. په هغه نوی وضعیت سره چه په آریانا په تیره بیا په باختر کئی پیدا شو دوی ټول د دمتریوس د امر له کبله د پنجاب گندهارا او د پارو پامیزادى خواته متوجه شول.
د مخه وویل شول چه د هندوکش په جنوب د پارو پامیزادی په ولایت کښی لومړی پانتالئون او بیا اگاتوکلس امیر مقرر شوی ؤ او شرقی گندهارا هم یو څه موده د اپولودوت د باختر د وفات شوی پاچا دمتریوس د ورور په لاس ادار کیده.
مناندر هغه ځمکی پریښودلی چه د (ماتورا) د جنوب خواته وی او پخپله پنجاب ته راغی. (اپولودوت) د سند د حوزی له جنوبی ځمکو څخه د شمال خواته راغی او په گندهارا کښی ئی استوگنه خوښه کړه.
ایوکراتید بیا له باختر نه د هندوکش په غره باندی راښکته شو او په کاپیسا کښی د پارو پامیزادی امیر (اگاتو کلس) سره مخامخ شو هر کله چه (اگاتو کلس) په مسکوکاتو کښی یو ځوان سړی معلومیږی (تارن) ورځئی نتیجه اخستی او وائی چه دی په دغه وخت کښی مړشوی او يا د ايوکراتید سره په مقابله کښی وژل شوی دی، د ایوکراتید له خوا د کاپیسا نیول کیدل د ده د مسی څلور کونجو مسکوکاتو څخه معلومیږی چه (زوس) پکښی په تخت باندی ناست دی او په دوو ژبو او خروشتی رسم الخط نوشته لری.
دی د کاپیسا د نیولو نه وروسته (ایوکراتید) د گندهارا خواته مخه وکړه او ټوله گندهارایا سمدستی یوه برخه ئی ورځئی و نیوله او د دی خبرې شاهد دا دی چه (اپولو دوت) په برنجی مسکوکاتو باندی دوه ځله ضرب وهلی دی.
او معمولاً هغه وخت یو پاچا د بل چا په سکه باندی ضرب وهلی شو چه په هغه باندی به غالب شو (اپولو دوت) د همدغه جنگونو په زمانه کښی چه د گندهارا په شرقی برخوکښی شوی دی د ١۶٢ - ١۶٣ ق م کلونو په شاو خوا کښی وفات شوی دی.
لنډه دا په هغه ترتیب چه وويل شو (ایوکراتيد) په دمتريوس او د ده په و ور او زامنو ټولو باندی بریالی او غالب شوی او تقریباً په اوو کلونو کښی د (ایوتیدم) د کورنۍ په څلورو تنو پادشاهانو او امراوو باندی غالب شوی دى.
په دغه ډول په اپولودوت باندی د غلبی موندلو او د شرقی گندهارا د نیولو نه وروسته ایوکراتید د آریانا په ډېره شرقی سرحدی غاړه باندی حاکم شو. په دى کښى څه شک او شبهه نشته چه ده غوښتل د یونان او باختری دولت هندی متصرفات هم تر خپلې سلطی لاندی راوړی خو مناندر ور سره مقابله وکړه او د هغه د پرمخ تگ مانع شو، په دغه لحاظ استرابو وائی چه ایوکراتید هېڅکله د جیلم له سواحلو نه تیر نشو او احتمال لری چه حتى له اندوس نه هم تیر شوی نه وی، د ایوکراتید او مناندر ځینی مسی مسکوکات پخپل منځ کښی سره ډېر مشابهت لری او د آریانا په شرقی سرحدی ځمکو او په هندی متصرفاتو کښی د هغوی د نفوذ گاونډ توب او مجاورت ښکاره کوی. لکه چه د قرینو نه معلومېږی د اندوس په غاړه باندی د ایوکراتید کامیابۍ پای ته ورسېدلې او د باختر پخوانی متصرفات د مناندر په لاس کښی پاتی شوی دی او د دغه جنرال او د ايوکراتید د باختر د پاچا تر منځ يوه معاهده وشوه. ایوکراتید بېرته باختر ته راغی او د اندرس ماورای شرقی ځمکی د مناندر تر اداری لاندی پاتی شوې.
په ټوله آريانا باندې د ايوکراتيد حاکمیت: هغه داخلی جنگونه چه بیان یی د مخه وشو که څه هم په اول کښی او په ظاهره د باختر د واکمنو په جدائی او د یونان او باختری دولت په ضعف تمام شول خو د هندوکش د شمال نه جنوب، پارو پامیزادی، کاپیسا، گندهارا او نورو ځايو ته د يونان او باختری سلطنتی درېمی کورنۍ د سر سلسلی ایوکراتید د نفوذ تدریجی پراختیا بیا د یونان او باختری درېم دولت وجود تقویه کړ، او د آریانا ولايات يو په بل پسې د باختر په مرکز پوری و تړل شول او د آریا (هرات) او مارگیان (مرو) او د ( استوئن) او (تراگزیان) ولایات تړل د پخوا په شان د یونان او باختری دولت جز وو، که څه هم د درانجیان؛ سیستان، او د اراکوزی وضعیت پوره معلوم او واضح ندی بیا هم و یلی شو چه دغه برخی هم کرار کرار د ايوتيدم د اولادې د لاس نه ووتلې او د نورو برخو په شان د ایوکراتید تر زمامدارۍ لاندی د د یونان او باختری دولت جز وگرځيدلې ځينی وائی چه ایوکراتید د یونان او باختری درېمی سلطنتی کورنۍ موسس پخپل وار په هند کښی یا څه نا څه په پنجاب کښی فتحې کړی دی خو دغه نظریه حقیقت نه لری او لکه چه و موویل دغه پاچا د اندوس له سیدنه مخکښی تللی ندی، سره له دې د(مهاراجا) هندی عنوان ئی د ځان دپاره ټاکلی دی او دغه عنوان ئی په یونانی ژپه په (ملا اوس بازیلوس) یعنی په ستر پاچا سره ترجمه کړی دی.
خو له بده مرغه د ایوکراتید زمامدارۍ دېره موده دوام و نه کړ او د ايوتيدم او دمتریوس نه وروسته دغه د یونان او باختری درېم پاچا ؤ چه د آریانا ولایتونه ئی سره يو کړل او له باختر نه ئی په ټولو باندی یو رنگه سلطنت او پاچائی کړې ده. د ایوکراتید دوره د ښارونو د ودانۍ او آبادۍ په لحاظ په تېره بیا د هنر خاوندانو او صنعت کارانو ته د توجه له کبله ډېراهمیت لری او لکه چه وروسته به وگورو حکاکۍ مهر کندلو، هیکل تراشۍ، د ده په زمانه کښی ډېره ترقی کړې وه. د يونان او باختری درېم دولت په يو مقتدر او نفوذ لرونکی شخص(ایوکراتید) سره په ښه ډول شروع شوی او د ترقۍ معراج ته رسيدلی ؤ، خو قضا د هغه د نوری ترقۍ او دوام دپاره مساعدت و نه کړ او د شمال او شمال غرب او شرق نه یعنی د اسکائيانو او پارتيانو او د ايوتيدم د کورنۍ د اولادې او د هغوی د طرفدارانو لکه د مناندر له خوا تشويشونه د هند له خاورې او نورو ځايو څخه پیداشول دغه تشويشونه پخپله د ایوکراتید په زمانه کښی مخ په وخامت شول او د ده د ځوی (هلیو کلس) په زمانه کښې داسې عوامل پیدا شول چه د هندوکش په شمال کښی د یونان او باختری دولت د سقوط موجب و ګرځيدل.
د پارتيانو قدرت او د شرق خوا ته په تجاوزونو کښی، هغوی تحریک
د دغه فصل له اول نه تر دغه ځای پوری مو پارتيانو ته لنډې اشاری وکړی او ولیدل شول چه د یونان او باختری او پارتی دوه دولتونه تقریباً په یوه زمانه کښی د آزادۍ او خپلواکۍ غوښتنې د يوې مفکورې په اثر د يو مملکت د مشرانو او اوسيدونکو له خوا د يوې ګډې سلطې په مقابل کښی چه شامی سلوسیان وو تشکيل شوې او د يو واحد مرام او مقصد تعقیب ئی کاوه - ارساس او دیودوت د یونان او باختری دولت د پارتیا آزادی او خپلواکی اعلان کړه، د دوی زامنو دوهم ديودوت او «تریدات» (تیرداد) خپل د دوستۍ مناسبات سره ټینګ کړل او ايوتيدم سره د دی چه سلوسی حکومت ورځئی تقاضا او غوښتنه کوله د اړتيا په ضد پورته نه شو او وروسته تر دې چه دریم شامی انتیوکوش د دوی له خاوری نه تیر شو او د دوی قوه ئی ضعیفه کړه دمتريوس په دغه علت چه سلوسیان په دغه ځای کښی ډیر نفود پیدا نه کړی او زمونږ مملکت ته را نژدې نه شی نو لومړی والی ئی وکړ او د (استوئن) او (تراکزیان) دوه ولايتونه ئی د خپل حکومت د حوزی جز وګرځول په دغه ترتیب سره د سلوسی شامی دولت د تحریکاتو، تر دغه وخته پوری د باختر او پارتیا روابط سره صمیمی وو.
په باختر کښی د سلطنتی کورنۍ تغیر او د ایوکراتيد جلوس او هغو مخا لفتونو چه د دوو باختری کورنیو د اولادې تر منځ پيدا شول د يونان او باختری دولت په ضعف کښی لاس او دخل درلود. د مخه مو وویل چه د یونان او باختری دولت او د هغه د لویی امپراطورۍ د ورځ په ورځ زیاتیدونکی قوت د سلوسی دولت د تشویش سبب شوی ؤ، لکه چه د باختر سلطنتی کورنۍ تغیر هم د هغوی د تحريکونو له کبله پیښ شو. مقصد دا دی چه د دوو شرقی مملکتو: د یونان او باختری دولت او د پارتيا په نسبت د سلوسی دولت سیاست فرق وکړ او په اول کښی ئی غوښتل چه د باختر سره دوست شی او پارتیا له منځه لیری کړی، خو وروسته بیا ئی د پارتیا سره نزدیکت ښکاره کړ او د یونان او باختری دولت د غورځولو په فکر کښی شول.
هر کله چه رومنيانو په دغه وخت کښی د آسیا په غربی برخوکښی لاس او قدرت پیدا کړی ؤ نوسلوسیانو غوښتل چه په غرب کښی د لاسه وتلې ځمکی د شرق له خوا نه جبيره کړی. څلورم انتیوکوش چه غوښتل د یونان او باختری دولت او پارتيا دواړه له منځه لیری کړی بیا ئی باختر ته نزدیکت ښکاره کړ چه پارتيا د دوو اورونو په منځ کښی ونیول شی خو د یونان او باختری دولت موافقت څرګنډ نه کړ، تر دې چه دوهم شامی دمتریوس د هغه ورور په پارتيا باندی په یواځینی ځان حمله وکړه خو په دغه وخت کښی پارتیا قوت او اقتدار پیدا کړی ؤ.
د ١۶٣ ق.م. کال نه ورو سته چه څلورم سلوسی انتیوکوش وفات شو او د ده په ځای د ده مشر ورور دمتریوس چه په روما کښی ئی د يرغمل په ډول ژندون کاوه شام ته وتښتيد او د څلورم انتيوکوش له کشری زری نه ئی تخت ؤ تاج و نیو. ده غوښتل چه د خپل دولت د نفوذ لمن د ايوکراتيد په قلمرو وغوړوی خو هر کله چه آزادی او خپلواکی غوښتنه د باختر د دولت له مهمو خواصو څخه وه، نو ایوکراتید د داسی اوضاعو او پیښو تر تا ثیر لاندی را نه غى او يو ځل بیا د سلوسیانو او د یونان او باختری دولت تر منځ دښمنۍ او مخاصمت شروع شو و وروسته بیا د سلوسی د ولت اساس لا پسی ضعیف شو.
د مخه مو وویل چه سلوسیان آخر دغه سیاست ونیو چه د یونان او باختری دولت په ضد د پارتی دولت واکمن ولمسوى او تحريک او تقويه ئی کړی. په سرحدو کښی د ایوکراتید مصروفيت او د شمال څخه د اسکائیانو له خوا تشویش او د سلوسیانو تشویق پارتی د دلت ته طاقت و قوت ورکړ او د شرق خوا ته ئی د ځینو تجاوزونو د پاره تیار کړ. هر کله چه ایوکراتید په دی باندې پوهیده چه د باختر حقیقی دښمن او د آزادۍ دښمن سلوسیان دی نو داسی ترتیب ئی ونیو چه شامی سلوسی دولت او پارتیان دواړه تهدید شی. نو بنا په دی سره (تیمار کوس Timarchus) نومی جنرال ئی بغاوت ته ولمساوه او دغه جنرال په ١۶٢ ق م کښی په مدیا او بابل کښی بغاوت وکړ او د پاچاهی اعلان ئی وکړ او د ایوکراتید د یونان او باختری پاچا په شان ئی ځان (لوی او ستر پاچا) وباله د سلوسیانو او پارتیانو د دواړو په مقابل کښی دغه کار مؤثر ؤ ځکه چه په دغه ترتیب که: چیری د پارتیا د مخالفت حالت نور هم پسی شدید شوی وای نو د ایوکراتید د لاسه کیدل چه د نوی جوړ شوی حکومت سره ملگری شی او پارتیا ته يوه ضربه او صدمه و رسوی.
پارتی مهر داد چه وضعیت ئی له نزدی څخه تعقیباوه په مسئله باندی پوه شوی او په دغه نیت کښی شو چه د تولو نه لومړی د (تيمارکوس) او (ایوکراتید) د باختر د پاچا تر منځ همکاری قطع کړی او د دغه کار د پاره ئی هغه موقع و ټاکله چه ایوکراتید د هند په سرحدونو کښی په جگړه بوخت ؤ، نو له دی کبله ئی په نا څاپی صورت په (تیمارکوس) باندی حمله وکړه او له هغو سختو جنگونو نه وروسته چه تر ١۶٠- ١۶١ ق م کلونو پوری ئی دوام وکړ د (زگروس Zagros) د علاقې (مدیا) ئی ونیوله او په نتیجه کښی د ده قوه يو په دوه شوه او مقابل طرف (حریف) ئی (تیمارکوس) له پښونه وغورځید، پس له دی مهرداد سمدستی د یونان او باختری دولت په غربی غاړه باندی د حملی په تکل کښی شو او د (تپوریا) او (تراگزیان) ولایتونه ئی ونیول چه د (اترک د سيند) له ناوی او کشف رود د (اوسنی مشهد او طوس له علاقی) نه عبارت دی او د ایوتیدم په زمانه کښی فتح او د باختر د ولايتو جز گرځیدلی وه.
بايد دا وویل شی چه د پارتیانو د تجاوز موضوع په نورو ژبو هم بیانوی ځینو مورخينو قصور او ملامتی خپله د ایوکراتید په غاړه اچولې ده او وائی هغه وخت چه اسکائیانو د سر دریا له هغی خوا ته سغدیان تر تهديد او تجاوز لاندی راووړ ایوکراتید له پارتيانو نه مرسته او کومک و غوښت، اول مهر داد د خپلی مداخلی له کبله هغوی شاته ووهل او د خپل مساعدت په مقابل کښی ئی د آریا د تپوریا تراگزیان ولايتونه او حتی د باکتریان لمر پریوتیزه برخه چه له اندخوی او میمنی نه عبارت ده ونیوله، ځينو له دغی موضوع نه هم په بل ډول تعبیر کړی دی او وائی هغه وخت چه ایوکراتید په هند کښی یا خو که ښه صحیح ووایو د هند په سرحدونو کښی بوخت ؤ اسکائیانو په شمال کښی په تهدید او تجاوز لاس پوری کړی ؤ او اول مهرداد له موقع نه استفاده وکړه او دغه ولايتونه ئی د خپل قلمرو جز وگرځول په هر حال دغه تعبیرونه تر هر ځای پوری چه حقیقت ولری خو په دی کښی شک نشته چه پارتیان د ایوکراتید د سلطنت په وروستۍ دوره کښی د یو ډیر مقتدر پاچا خاوندان وو چه دغه پاچا لومړی مهرداد نومیده ده که د هند په فتح کښی د ایوکراتید له مشغولیت نه وو او که د اسکائيانو له تهاجم نه او که له دواړو نه استفاده وکړه او د ایوکراتید د ژوند په زمانه کښی ئی د آریانا د شمال غربی څنډی دغه ځایونه ونیول او د ایوکراتيد له مرگ او د اول دمتريوس د وروستنی زوی دوهم دمتریوس له قوت موندلو، او په باختر کښی پخپله د ایوکراتید د زوی هلیوکلس له حکومت او د هندوکش په شمال کښی د یونان او باختری دولت د قواؤ له سقوط او د اسکائيانو له ظهور څخه ئی ډير جرأت وموند او په درانجيان (سیستان) اراکوزی حتی د کابل په ناوه ئی لاس او تسلط پیدا کړ او په دغه باب کښی به مفصل بحث وکړو.
د ايوکراتيد مسکوکات: په دی کښی شک او شبهه نشته چه د ټولو وختو د پادشاهانو مسکوکات د لیدو او کتنی وړ دی په تیره بیا په هغه وخت کښی. چه نور باوری منابع هم په لاس کښی نه وی.
ايوکراتید له هغو پادشاهانو څخه دی چه په زيات شمير او په بیل بیل ډول سکی ئی وهلی او ضرب کړی دی او لنده دا چه د سکی د ضربولو د صنعت نفاست پائښت او دوام او نوری ښیگڼی او مزایا ئی داسی حد ته رسولی وو چه سره د لازمو وسائلو د نشتوالی د هغی زمانی د ډیرو ښو او بهترو سکو جز شميرل کيدى. هغه لومړۍ برخه مسکوکات چه په باختر کښی ضرب شوی دی:
د ايوکراتيد لومړۍ برخه مسکوکات هغه دی چه د (دیو سکوری Dioscuri) او (ایوکراتیدس پاچا) ساده جمله پکښی نقش شوی ده. (ديوسکوری) د سبا او ماښام ستوری ته وایی چه په یونانی ادبیاتو کښی د (کستور Castori) او (د پولوکس Pollux) په نومو ياد او بلل شوی دی. او دغه ئی دوه ورونه گڼلی او د (دیو سکوری) په گډ نوم سره ئی یادوی، ا و ایوکراتید په لومړی برخه مسکوکاتو کښی په آس باندی سپور دی سربيره په دې د يو سکوری پخپله اصطلاحی معنی هم لری چه له (منجی) نه عبارت دی او له هغه نه په دغه ډول تعبیر کیدلی شی چه ايوکراتيد د يونان او باختری سلطنت د شامی یونائیانو او نورو د حرصناک نظر څخه محفوظ و ساته او ځان ئی د مملکت منجی (نجات ورکوونکی) وباله، او له دی کبله ئی د يوسکوری د خپلو مسکوکاتو په لومړۍ برخه کښی استعمال کړ.
دوهمه برخه مسکوکات: داسی معلومیږی چه ایوکراتید وروسته تر دی چه په دمتریوس باندی بریالی او غالب شو او بلخ ئی ونیو د خپلو فتوحاتو په نسبت ئی سر بيره د (ایوکراتيديا) د ښار په جوړولو باندی د يوې برخی نورو مسکوکاتو په ضربولو لاس پوری کړ؛ دغه مسکوکات ټول د سرو زرو (طلائی) وو، قطر ئی لوی او وزن ئی ډیر زیات دی او د (۵ دا برخه ونه لوستل شول) ١۶۸ گرامو په اندازه وو چه په یونانی اصطلاح ورته (تترادرا کم Tetradrachms) يعنی (څلور درهمی) وائی او ډیر لږ دی او نه پیدا کیږی، یواځی یوه نمونه ئی په پاریس کښی موجوده ده په دغه مسکوکا تو کښی (ایوکراتید) د پخوا په شان یواځی (پاچا) نه بلکه (ستر پاچا) یاد شوی دی او دغه عنوان ئی د ژوند تر آخره پوری وساته. ایوکراتید د څلور درهمی مسکوکاتو په ښی مخ باندی په فولادی خودخولۍ سره خپل ځان ښودلی دی، دغه مسکوکات د باختر د پادشاهانو ايوتيدم، دمتريوس، انتی ماکوش د سکو سره هغه ښکولی سکی دی چه په باختر کښی ضرب شوی دی او ښکاره کوی چه د آریانا په شمال کښی ډیر قابل او ماهر رسامان او حکاکان موجود وو چه پخپل فن کښی استاذان او د کار سبک ئی مخصوصه مدرسه جوړه کړی وه چه د دغه ځای د وياړ او افتخار اسباب شميرل کيدل او تر نن ورځی پوری د فن متخصص ئی خوښوی.
په کاپیسا کښی ضرب شوی مسکوکات: د ايوکراتيد د باختر د نيولو او د دغه ځای د تنظيمولو نه وروسته د هندوکش جنوب ته ښکته شو او کاپیسا او د (پارو پامیزاد) نور قلمرو ئی د (اگا توکلس) نه ونیول او وروسته یی بیا گندهارا هم د (اپولودوتوس Apollodotus) څخه په لاس راوړه او په کاپیسا کښی ئی د نوو مسکوکاتو په ضربولو شروع وکړه، د هندو کوه جنوب ته د ده راتگ په مسکوکاتو کښی ډیر تاثیر وکړ، روحیانو، ژبی او د ځای او مکان نورو مقتضیاتو نوی شیان میدان ته راوایستل چه په هغو باندی پوهیدل په تاریخې قضاياوو کښی لوی لاس لری. د کاپیسا مسکوکات چه زیاتره د هندوکوه د جنوب او د هند د گاونډيو شرقی آیالاتو د خلکو د اړتیاوو د لیری کیدو دپاره ضرب شوی وو اکثره مسی او څلور کنجه دی او لومړی ځل سر بیره په یونائی ژبه او رسم الخط باندی د محلی پراکریت لهجه د خروشتی رسم الخط سره هم تر استعمال لاندی نیول کیږی، او سکه په دوو ژبو سره ضربیږی او د دغو سکو په مخ باندی (زوس Zeus) لیدل کیږی چه په تخت باندې ناست دی د خروشتی رسم الخط او پراکریت د ژبی له استعمال نه ښکاره کیږی چه د هندو کوه د جنوب خلک ټول په یونانی ژبه او رسم الخط باندی ئی نه پوهیدل او له دی کبله پخپله د آریانا ژبه او رسم الخط ئی هم استعمال کړل او وروسته بیا هغو ټولو پادشاهانو دغه رویه تعقیب کړی ده چه د هندوکوه په جنوب کښی د کابل د ولایت، اراکوزی، گنډهارا، پاکتیا او د نورو ځایو په علاقو کښی ئی حکومت کړی دی د (زوس) د تصوير د ښودنی (نمایش) په باب کښی مسئله داسی ده چه که څه زوس په اصل کښی د یونانی اساطيره ډېره لويه رب النوعه ده خو په کاپیسا کښی ئی کامله محلی مفهوم پیدا کړی دی او د کاپیسا د علاقی رب النوعه ده چه د (پیل سر Pilusara) د غره په سر باندی اوسيدله او د (دوهم دمتريوس) او (اگاتوکلس) په مسکوکاتو کښی ولاړه نقش شوی ده. ایوکراتيد د هغې په ښودنه او نمایش کښی ډیر نوی ئیان زیات کړل چه د کاپیسا فارقه نښی او علامی شمیرل کیږی، سربیره پدی چه زوس په تخت باندی معلومیږی د هغې په مخکښی ئی د داسی فیل کوچنی هیکل پخپله د غره سره یوځای وښود چه د علاقی محلى رب النوعه ښيی. په هند کښی ضرب شوی مسکوکات: سربیره په باختری اوکاپیسائی مسکوکاتو باندی ایوکراتید د یونان او باختری دولت په هندی متصرفاتو کښی هم سکی ضرب کړی دی. د ده هندی مسکوکات هم زیاتره مسی اوڅلور کونجه دی یعنی د شکل په لحاظ کاپیسائی سکوته ورته دی له دغو سکو نه په یوه سکه کښی (د فتح) رب النوعه ښودل شوې ده او د هندی ځمکو فتح کیدو ته اشاره کوی په یونانی لیکنو کښی ئی که څه هم تر دغه وخت پوری (د سترپاچا) په عنوان یاد شوی دی خو په خروشتی مضمون کښی ئی د (راجا دی راجاسا) یعنی (د پاچاهانو پاچا) عنوان هم زیات کړی دی او ځان ئی (د پادشاهانو پاچا) بللی دی.
د فتح د رب النوعی ښودنه او نمایش او د (شهنشاه) د عنوان استعمال هر يو پخيل ځای ښکاره کوی چه د ایوکراتید د سلطنت په وروستیو کلونو کښی د ده د مملکت دارۍ او حکومت حوزی ډیره پراختیا وموندله او په هند کښی د باختر له پخوانيو متصرفاتو نه په يوه برخه کښی ئی هم سلطه او نفوذ پیدا کړی دی، ایوکراتید د باختر پاچا د (ستر پاچا) په عنوان سره ځان د آریانا مقتدر پاچا او د (شهنشاه) په عنوان سره یی ځان د هندى متصرفاتو امپراطور ښودلی او معرفی کړی دی.
د ایوکراتید مړینه (وفاتیدل) هغه: وخت چه ایوکراتید د دمتریوس د اولادی د تابع کولو او محکو مولو د پاره د هندوکش جنوب ته راښکته کیده خپل مشر زوی (هلیوکاس) ئی د باختر د نائب السلطنه په حیث وټاکه او کارونه ئی ده ته وسپارل او د ده شرح حال به پخپل ځای کښی وکړو، د ایوکراتید د مرگ نیته او د هغه کیفیت دواړه مبهم او په تیاره کښی دی او په دغه باب کښی بیلی بیلی نظریی ویل شوی دی او ځینی وایی چه د خپل زوی ( هليو - کلس) د لاسه وژل شوی دی، ځینی پدی عقیده دی چه د پارتی مهرداد په جنگونو کښی وژل شوی دی، او ځینی نور دا وایی چه دوهم دمتریوس د یونان او باختری دوهمی سلطنتی کورنۍ آخرنی زوی د مهرداد له ظهور نه استفاده وکړه او ایوکراتید یی وژلی دی، په هر حال کوم شی چه له دغو ټولو نظريو نه معلومېږی دا دی چه دغه واقعه هغه وخت پیښه شوه چه ایوکراتيد له ځينو هندى متصرفاتو یا د هند له شرقی سرحدونونه بیرته راته یا په شمال کښی د اسکائیانو پیدا کیدو یا په غرب کښی د پارتیانو حملی. دی مجبوره کړی ؤ چه بیرته راشی. سره د دې (جوستن) په دغه باب کښی په دوو بیلو بیلو صورتونو نظريه ښکاره کوې: ېوه ئی وائی چه د خپل زوی د لاسه ووژل شو، او بله دا ده چه د پارتيانو له خوا وژل شوی دی. د (جوستن) لومړۍ نظریه په زیاترو معاصرو اثارو کښی داسې بیان شوې ده: هغه وخت چه ایوکراتید له هند نه بیرته رات ه دخپل زوی د لاسه چه د حکومت په چارو کښی د ده سره شريک ؤ، ووژل شو، او د ده دغه زوی ئى طبعاً (هليوکلس) بللی دی او وائی چه د پلار مړی ئی ښخ نه کړ، او هغه ئی تر عراده لاندی پایمال کړ. (تارن)(هلیوکلس) ته د دغې وژئی او قتل نسبت کول بیخی له حقیقت نه خالی بولی او دغه نسبت پخپلو دلائلو او پخپله د جوستن په دوهمه نظریه ردوی لومړی دا چه هلیوکلس د سلطنت په چارو کښی د خپل پلار سره شريک نه ؤ بلکه د خپل پلار نه وروسته د باختر په تخت کیناست او ډېره موده ئی پاچائی وکړه. له بلی خوا سره د دې چه (جوستن) هليو کلس د خپل پلار قاتل بللی دی وائی چه ایوکراتید د پارتیانو سره په جنگ کښی ووژل شو او زوی ئی په گاډۍ کښی سپور ؤ دلته دوهمې نظریې ته راځی او د جنگ په میدان کښی د ایوکراتید نوم اخلی او وروسته بیا هغه ولایتونه شمیری چه ایوکراتید نیولی او فتح کړی وو، او په آخر کښی وائی چه بکتریا ئی یعنی ایوکراتید د ضعیفو پارتيانو له خوا شاته ووهل شو. (تارن) د جوستن دواړه نظريې سره يوځای کوی او داسې نتیجه ورځنی اخلی چه ایوکراتید د پارتیانو په جنگ کښی د یو زوی له خوا ووژل شو؛ دلته په هغه اشتباه چه وروسته بیا د جوستن په اصل متن کښی پیدا شوی ده قضیه په دغه ډول کېږی چه د یونان او باختری پاچا د ايوتيدم له زامنو څخه د یو زوی له خوا د پارتيانو په مرسته وژل شوی دی.
د ايوتېدم د کورنۍ دغه زوی له دوهم دمتریوس نه مقصد دی چه یو وخت د خپل پلار له خوا د پارو پامیزادی امیر ؤ، او وروسته بیا په باختر کښۍ د ایوکراتید د پیدا کیدو او ظهور په زمانه کښی په دغه ځای کښی ئی د امیر حیثیت درلو د؛ او د تخت و تاج د بیرته نیولو په کار کښی د ده د پلار او ورور د ناکامیدو نه وروسته هغه وخت چه په شمال کښی اسکائیان پیدا شول او لومړی مهرداد په ۱۵۹ کال کښی په آریانا باندی حمله وکړه دوهم دمتریوس د ده په مرسته له مناسبی مرقع نه استفاده وکړه او خپل اقتدار ئی زیات کړ او مهرداد د ده له ملگرتیا نه استفاده وکړه او داریوس (هریرود) له سیند نه پورېووت، او د مهرداد د حملې له کبله (ایوکراتید) له هند یا د هند له سرحدونه بیرته راشی او د دوهم د متریوس له خوا ووژل شو او مړی ئی تر عرادو لاندی پا مال کړ.
په دغه تر تیب مهرداد یوه زمانه تر باختر پوری نفوذ پیدا کړ او تر دی چه د بلخ په شاوخوا کښی ئی يو ښار جوړکړ چه د Surog ana of phra ates په نامه یادیده او بطلیموس هغه اکسوس ته نژدی بللی دی.
مهر داد په باختر کښی ډیره موده پاتی نه شو او علت به ئی هم ښائی چه د اسکائیانو زیات فشار ؤ او وائی چه یو (فرهاتس) نومی حکمران ئی په باختر کښی مقرر کړ او پخپله د سیستان او اراکوزی او د جدور زیاد نیولو دپاره وخوځید خو د ده د حکمران موضوع څرگنده نه ده (هلیوکس) د یونان او باختری پاچاد (ایو کراتید) زوی سغدیان، مرگیان او باختر دوهم ځل ونیول او په دغه ځای کښی ئی د پاچائی اعلان وکړ.
پلاتو: (تارن) لومړی وار د مسکوکاتو د شیاهت له مخی یو بل نفر هم د ایوکراتید د کورنۍ د پادشاهانو په فهرست کښی راوستی دی چه (پلاتو) نومیږی دغه سړی په مسکوکاتو کښی فولادی خو د (خولۍ) د ایوکراتید په شان په سر کړی ده او په (باختر او هند کښی یونانیان) د کتاب مؤلف په عقيده دغه دوه پادشاهان یعنی ایوکراتید او پلاتو دومره سره مشابه دی، چه فرق ئی مشکل دی، هغه بل شی چه د پلاتو په مسکوکاتو کښی نقش دی څلور آسه گادۍ د لمر رب النوع ده.و ائی چه دغی عرادی په یونانی صنائعو کښی دیر استعمال درلود، په باختر او د آریانا په نورو صنعتی مرکزو کښی ئی نمایش هم ډير معمول ؤ لکه چه د باميانو د ٣۵ متری بت د اطاق په چت کښی نقش وه. او اوس هم زیاته برخه ئی موجوده ده او لیدل کیږی.
دغی موضوع د گندهارا په صنعتی مدرسو کښی هم عمومیت درلود او د بودیزم د دین او د گندهارا د صنعت په خپریدو سره له آریانا نه په مرکزی آسیا کښی هم خپره شوه. پروفیسر (هرزفیلد) دغه عقیده لری چه د څلور اسپه گادۍ د لمر د رب النوعی نمایش په یونان او باختری صنعت پوری مخصوص دی او له باختر نه نورو ځايو ته خپور شوی دی.
په باختر کښی د سکی د ضربولو صنعت او حکاکی: د یونان او باختری پادشاهانو عموماً د ښارونو په آبادیو او ودانیو کښی او د مستظرفه صنائعو لکه د معمارۍ، حجارۍ، هیکل تراشۍ او د حکاکی په ترقۍ کښی دیره توجه درلوده او د هنر او صنعت خاوندانو ته ئی تشويق ورکاوه د دوی په زمانه کښی د سکی ضربېدل د ظريفو صنائعو له فنونو څخه شمیرل کیدل، او دیره ترقی ئی کړی وه او لکه چه پخپله مسکوکات شهادت ورکوی د ایوتیدم، دمتریوس، انتیماکوس او د ايوکراتيد د زمامدارۍ دوری یعنی د یونان او باختری پادشاهانو د دوهمی او دریمې کورنۍ د سلطنت زمانه داسی عصر و چه دغه فن پکښی ډیر پرمخ تگ او ترقی کړی وه او د ایوکراتید په زمانه کښی د ترقۍ آخری درجی ته رسیدلی و او د ده د زوی (هلیوکلس) د حکومت او زمامدارۍ په دوره کښی مخ په ټټيدو شو. (تارن) وائی چه: (بیله شک او شبهی نه په بکترا کښی صورت جوړوونکی حکاکان ډیر زیات وو او که څه هم د دوی نومونه هیر شوی دی او د هغو کسانو نوو نه چه د(لیزی ماکوس) دپاره ئی کار کړی دی او د نورو دیرو د هنر د خاوندانو نومونه له یاده وتلی دی خو که چیرې د هغوی نومونه په منځ کښی نشته د دوی آثارو د دوی افتخار ژوندی ساتلی دی.) په دغه ترتیب د مسکوکاتو په ټپه باندی د یونان او باختری پادشاهانو د صورتونو نقش او د هغو ليکل او په بکترا کښی د هغو ضرب د یونان او باختری پادشاهانو په تیره بیا د ایوکراتید په وخت کښی په فوق العاده ډول د ترقۍ لوړې درجې ته رسیدلى ؤ - هغه منقوش او نقش شوی مهرونه او غمی (نگینه ها) چه د بلخ شهر بانو، خلم، قندوز، سرپل، او باختر د نورو برخو په شاؤخوا خرابو کښی ډېر پیدا کیږی د مسکوکاتو سره یوځای شوی او د رسامۍ، هیکل تراشۍ، حکاکۍ او د نورو ریزه کاریو کامله ترقی ثابتوی او واضحه معلومیږی چه د آریانا خاوره په دغه زما نه کښی د ظريفو صنائعو د روزنی او ترقۍ دپاره ډیره وړ او مستعده گرځيدلۍ وه او د بوديزم په خپريدو سره د یونان او باختری صنعتی قریحه او مذهبی اساطير او نکلونه سره يوځای شوی او یوه مشهوره مدرسه ورځنې میدان ته راوو تله چه (صنعت گريک او بوديک) نوميدله او مونږ هغه (د باختر صنعت) بولو او د دې دپاره د خپل مملکت په تاریخ کښی یو جلا فصل لرو چه وروسته راځی.
هليوکلس: (ایوکراتید) د آریانا د نورو پادشاهانو په شان هغه وخت چه د خپل سلطنت له مرکز باختر څخه په هند باندی د حملو په نیت روان شو خپل مشر زوی (هلیوکلس) ئی په باختر کښی نائب الحکومه مقرر کړې ؤ لکه چه د مسکوکاتو او ځينو نورو شیانو له مخې معلوميږى هليو کلس په باختر کښی د خپلې نائب الحکومه گۍ په زمانه کښی نژدې شل کلن ؤ. د ده د پلار د وژل کیدو وضعیت، د شمال له خوانه د اسکائيانو راپیدا کیدلو او د لمر لويديزې خوانه د پارتيانو تیریو هغه زمانه چه دی د باختر په تخت باندې کيناسته ډېره مغشوشه او مبهمه کړې ده خو په هر حال د(تارن) د تحقیقاتو له مخی دومره معلومه شوه لکه چه گمان کیده هلیو کلس د خپل پلار د وژلو په کارکښی لاس نه درلود، په شمال کښی د اسکائیانو د پیدا کیدو په وخت کښی مهرداد په ۱۵۹ ق.م کښی په تیریو او تجاوزو لاس پوری کړ ایوکراتید سمدستی د هند له سرحدونه بیرته راستون شو او په هغه بیان چه وشو ووژل شو هلیوکلس سمدستی د پاچائی اعلان وکړ خو پارتی مهر داد د باختر خواته راغی او هلیوکلس ئى له اقتدار او نفوذ څخه وغورځاوه سره د دې هغه وخت چه مهرداد د درانجیان او اراکوزی په نيولو بوخت شو هلیوکلس په باختر، سغدیان او مرو کښی خپل نفوذ ټينگ کړ او یو څه موده نور ئی هم حکومت وکړ، تر دې چه اسکائيانو ډیر فشار راووړ او دی ئی مجبور کړ چه د هندوکش جنوب ته راښکته شی په دغه ترتیب هلیوکلس د یونان او باختری وروستی پاچا دی چه په شمالی برخو کښی ئی حکومت کړی او د ده په وخت کښی د ۱۳۵ ق م په شاؤ خوا کښی د یونان او باختری سلطنت مرکز د هندوکش جنوب کاپیسا ته نقل شوی دی. هر کله چه هلیوکلس د شمالی برخو له سقوط نه وررسته د هندوکش په جنوب کښی هم سلطنت او پادشاهی کړی ده نو د موضوع د پر له پسې والی د پاره په لنډ صورت په شمال کښی د اسکائیانو پیدا کیدو ته اشاره وشوه او په کاپیسا کښی د هلیوکلس د زمانی د پیښو په بيانولو پيل کوو:
د اسکائیانو پیدا کیدل او ظهور او د آریانا د امپراطورۍ بحران:
له هغو مهمو پیښو څخه چه په دغه وخت کښی واقع کیږی او په نتیجه کښی د هندوکش په شمالی برخو کښی د یونانیانو نفوذ سقوط کوی هغه د (ساکيانو) يا د اسکائيانو پیدا کیدل دی چه د سیتی قبائلو څخه دی او ایکزارت (سردریا) د سیند دهغی خوا برخی له اخرى شمال شرقی برخی نه راپیدا شوی او په سغدیان او بکتریان کښی ښکار کیږی؛ او یونانی او باختری دولت کرار کرار مخ په زوال شوی او له منځه وځی: او هر کله چه لمر پریواته خواته د اسکائیانو په تگ کښی د دوی او د پارتیانو تر منځ تصادم پیښیږی، دوه تنه پارتی پادشاهان وژل کیږی او خبره غټیږی یعنی مسئله و خیمیږی، او په آخر کښی (متری داتس) یا لومړی مهرداد مداخله کوی لکه چه د آریانا په خاورو باندی د ده د تیریو یو علت همدغه د اسکائیانو پیدا کیدل بولی، اسکائیانو، نه دهلیوکلس په وخت کښی بلکه. د یونان او باختری دوهمی سلطنتی کورنۍ د موسس (ایوتیدم) له زمانی څخه په تهديد لاس پورې کړې و تر دې چه د ايوکراتید د غیاب په وخت کښی ئی خپل تهدید زیات کړ؛ او د ده د زوی هلیوکلس د سلطنت په وخت کښی د اکووس له سیند نه پوریووت، او د باختر برخی ئی و نیولی او هليوکلس مجبور شو چه د هندوکش جنوب ته راکښته شی.
د اسکائیانو پیدا کیدو د یونان او باخترې دولت په اداری نظام کښی یو بحران پیدا کړ او سغدیان او باختر د اسکائیانو په لاس ورغلل.
پارتیانو د آریانا ولایت ونیو او په (کاپیسی) کښی د یونان او باخترې دولت مرکز د هندوکش جنوب ته نقل شو.
د هندوکش په جنوب کښی هلیوکلس: هلیوکلس د هغو واقعاتو له کبله چه د هندوکش په شمال کښې پیښ شول د خپل عزم او ارادی نه لاس و انه خست او د دغه غړه د سلسلی جنوب ته راکښته شو، او په کاپیسا کښی ئی د یونان او باختری دولت دپاره مرکز و ټاکه؛ هليوکلس د آریانا په مرکزی ولایت کښی یعنی پارو پامیزادی کښی خپل نفوذ ټينگ کړ او بیائی د لمر خاته خواته مخه وکړه.
(مناندر) د دمتریوس مشهور جنرال چه د دمتریوس د مرگ نه وروسته د یونان او باختری دولت په هندی متصرفاتو کښی د پاچائی اعلان کړې و تر گندهارا پوری ئی خپل نفوذ خپور کړ او تر څو چه ژوندی و په دغه برخه کښی ئی حکومت وکړه.
د مناندر له مرگ نه وروسته د ده ښځی (اگاتوکلیا) ملکی د خپل زوی (استراتو Strato) له خوا چه کشر و د سلطنت د نیابت عهده په غاړه واخستله.
په دغه وخت کښی هلیوکلس د دغی ملکی له اداری ضعف نه استفاده وکړه او گندهارائی بیرته د خپل سلطنت د قلمرو جز وگرځاوه.
د هلیوکلس ځينى مسکوکات دغه وضعیت ښکاره کوی ځکه چه د (اگاتو کلیا) د ملکی سکی ئی دوهم ځل بیا ضرب کړی دی.
او په دغه ډول د مسکوکاتو له مخی معلومیږی چه هلیوکلس د هندوکش په جنوب کښی خپل قدرت او نفوذ له پخوانه زيات کړ او د آریانا خاوره ئی تر اندوس او تاکزیلا پوری بيرته واخستله او (استراتو) د مناندر زوی ئی د یونان او باختری دولت د هندی متصرفاتو د دوهم امارت سرحدو ته یعنی د جیلم تر سیند پوری رسولی دی.
د هلیوکلس مسکوکات: (هلیوکلسن) یواځی په یونانی ژبه او رسم الخط او په یونانی او پراکریت دوو ژبو هم سکه وهلی ده او هغه فلز چه په مسکوکاتو کښی ئی په کار کړی دی سپین زر او مس دی. د ده پاچائی زمانه که څه هم لنډه وه خو د (نیکابوس) یعنی د ستر او کبیر د عنوان او د یونانی او پراکریت د ژبو له مخې چه د خپلو مسکوکاتو په ضرب کولو کښی ئی استعمال کړی دی د ده عظمت او اقتدار معلومیږی او ښکاره کیږی سره د دی چه د اسکائیانو تهاجم موجود و او سغديان ئی نیولی ؤ او د (اکسوس) غاړی ته دوی رسیدلی وو خو بیا هم یوڅه موده ئی په باختر کښی اقتدار درلود او په آخر کښی د اسکائيانو د هجوم او فشار له کبله کاپیسا ته لیږیدلی دی. د هندوکش په جنوب کښی په کاپیسا (د کوهدامن - کوهستان حوزه) د غوربند په دره، بامیانو، گندهارا (کابل او سمت مشرقی او پیښور) سمت جنوبی ۔ او دیانا (سوات او بنير) او په غربی پنجاب او تاکزيلا باندی د ده نفوذ خپور ؤ. د مخه مو وویل چه (هلیوکلس) د سپینو زرو او مسونه سکه وهلی ده او ځان ئی ه «هلیو کلسن» (سترپاچا) بللی دی، د ده د مسکوکاتو نور تفصیلات په دغه ډول دی:
(1) – د سپینو زرو گرده سکه:
د سکې په ښی مخ باندی په نیم تنه ډول د پاچا تصویر
د سکی په بل اړخ باندی: د فیل تصویر نقش دی
(۲) مسی گرده سگه: د دی سکی ښی اوکيڼ مخ د لومړنۍ (سپینو زرو) سکی په شان دی، یواځی د هغی وزن کم دی.
د هلیوکلس په ځای ناست خلک (جانشینان): له دې کبله چه په واضح او یقینی ډول تاریخی اسناد نشته نو په ډا ډه زړه ویلی نه شو چه د هلیوکلس په ځای ناست کسان به څرک وى که څه هم مسکوکات یو شمېر پادشاهان مونږ ته معرفی کوی خو بیله تاریخی سند نه د ده د جانشینانو ټاکل مشکل دی، سره د دې مؤرخين او سکه پیژندونکی چه زمونږ د مملکت په پخوانی تاریخ کښی څېړنه او تتبع لری هر یو د خپلې نظريې له مخې يو شمېر پادشاهان د هالوکلس د جانشینانو په قطار کښی یادوی.
کمبریج هستری آف انډیا ۵۵٧ - او ، ۵۵٨ مخ او د هغه له مخې فرانسوی واله دوپوسن د دغو کسانو نومونه اخلی چه د هلیوکلس نه وروسته په کابل، پنجاب، گندهارا. او تا کزیلا کښی ئی سلطنت او باچائی کړی ده، (۱) دیومد (Diomedes) (۲) پاندر(Pandre)(۳) فیلوگزوس(philo xoics=دا برخه ونه لوستل شول) ۴ ارتمیدو Artemidore)) (۵) پوکولاوس(peukolaos) (۶) پان کولاوس: Ponlokos=دا برخه ونه لوستل شول (۷) ارکه بیوس (Artics=دا برخه ونه لوستل شول) (۸) انتیال کیداس Antialkidas (۹) امین تاس Amyntas(۱۰) هرمایوس(Hermaous=دا برخه ونه لوستل شول) که څه هم دغه پادشاهان ټول د هلیوکلس په ځای ناست دی خو که چېری ښه ځیر شو (رپسن) د کمبریج هستری آف انډیا د کتاب مؤلف په دغو پادشاهانو کښی فرق راوستی دی او شپږ لومړی کسان په (پوشکلا واتی) کښی د هلیوکلس په ځای ناست کسان، او درې وروستی کسان یعنی (انتیال کیداس) (امین تاس) او (هرمایوس) د کابل په دره کښی د ده د جانشینانو له جملی څخه بولی.
په هر حال هر کله چه په دغه باب کښی معلومات ډېر تیاره او مبهم دی نو په لنډ صورت د هغو کسانو په باب کښی بحث کوو چه د کابل په دره کښی مستقیماً د هلیوکلس جانشین شوی دی.
انتیال کیداس: د هلیوکلس په ځای ناستو کسانو په جمله کښی چه نومونه ئی د مخه یاد شول (انتيال کيداس) له ټولو نه مشهور دی. ده یوسړی چه هلیو دوروس (Heliodoros) نومیده او د (دیونDion) زوی ؤ او د تاکزیلا په ښار کښی او سیده د(مالوا) راجا ته چه (کاسی پوترا باگا بها درا Kaciputra Bhagabhadra) نومیده د سفیر په حيث وليږه او د (ويشنو Visnu یا د (کرشنا) په افتخار ئی د (ویدیکا Vidica) مشهوره مناره (سانشی) ته نزدی جوړه کړه او په دغه ترتیب ئی نوم د دغى منارې په ليکنو کښی پاتی شوه د (انتيال کیداسن - تاریخ په واضح ډول معلوم ندی او معمولاً د ده سلطنت د ۱۲۰ ق م په شاؤخوا کښی بولی، د ده د سپینو زرو په مسکوکاتو کښی یو داسې فیل معلومیږی چه خلتم ئی پورته کړی او (زوس نیکه فور ZeusNikeplore) سلام کوی.
(انتيال کيداس) يو بل قسم مسی سکه هم لری چه په کیڼ مخ باندی ئی د پیل شکل او په ښی مخ باندی ئی د کاپیسا د ښار ساتونکی رب النوع یعنی (په تخت باندی زوس) سره د دې منطقی د مخصوصی نښی یعنی د (فیل سر) ضرب شوی دی.
امین تاس: امین تاس هم د ایوکراتيد له اولادی څخه دی او په هغه صلاحیت چه مسکوکات ئی ورکوی د ترتیب له مخی باید د (انتيال کيداس) نه وروسته سلطنت ته رسېدلی وی، د ده د سلطنت د دورې مربوطی پیښې ډیری تیاره دی (مورگان) د فرانسی مشهور سکه پیژندونکی (امین تاس) د کابل د درې پاچا بولی او د ۱۰۰ ق م سنی نسبت ورته کوی. امین تاس د سپینو زرو او مسونه سکه وهلی ده او ځان ئی (بازیلوس نیکاتوروس امین توس یعنی ستر پاچا امین تاس بللی دی) د ده د سپینو زرو د سکی جزئیات په دغه ډول دی:
گرده سکه: د سکی ښی مخ باندی: د پاچا د نیم مخ تصویر سره د دغو جملو نقش دی (بازیلوس، نيکاتوروس امین توس)
د سکی په کیڼ مخ باندی: زوس په تخت باندی ناست دی او د خرما پانی او د تالندی (رعد) نښه ئی په لاس کښی نیولی او په پراکریتی ژپه نوشته لری.
هرمايوس: د (۴٢-٢٠ق م).- هرمایوس د مسکوکاتو او د هغی فیصلی په شهادت چه په نتیجه کښ ټولو مؤرخينو کړی ده د یونان او باختری دولت آخرنی پاچا دی چه په کاپیسا کښې ئی پاچائی او سلطنت کړی دی. ده سره د دې چه د یوچیانو د تهاجمو او یرغلو تهدید موجود ؤ چه وروسته بیا اسکائیان د هندوکش په شمال کښې ميشت شوې و او د پهلوایانو او اسکائیانو د تیری او تجاوز خطرې د جنوب غرب او جنوب شرق له خوا حس کیدلی تقریبا ۲۵ یا ۳۰ کاله پاچائی وکړه، هرمایوس له سپينو زرو او مسونه ډېری گردی او ځلور کونجه (مربعی) سکی ضرب کړی دی او د سپینو زرو په ځينو مسکوکاتو کښې پخپله دی او ښځه ئی ملکه (کلیوپ Calliope) دواړه د سکی په ښی مخ باندی معلومیږی او د خپلو مسکوکاتو په ضربولو کښی ئی طبعاً دوه محلی یونانی. او پراکریتی ژبی استعمال کړی دی، او هر کله چه یوازی د معلوماتو منبع د د ه مسکوکات دی نو دغه دی د ځينو مسکوکاتو په باب کښی ئی په مفصل ډول بحث کوو
(۱) – د سپینو زرو گرده سکه: د سکی په ښی مخ باندی په نیم تنه ډول د پاچا او ملکی تصویر بازیلوس، سوتروس، ارما یوسس، کی کلیو پس یعنی (هرمایوس منجی پاچا او کلیوپ ملکه).
د سکی په بل اړخ باندی: پاچا په آس سپور دی او دغه پاسنی مضمون په پراکریتی ژبه او خروشتی رسم الخط لیکل شوی دی.
* * *
(۲) د سپینو زرو گردو سکه: د سکی په ښه مخ باندی: د پاچا نیم مخی تصویر او د پاسنۍ سکی په شان یونانی مضمون ليکل شوی دی.
د سکی په شامخ باندی: زوس په تخت باندی ناست دی مهاراجاسا... تر اتراساهرما پاسا یعنی (هرمایوس منجی پاچا).
(۳) مسی څلور کونجه سکه: په ښی مخ باندی د یوې رب النوعی نيم تنه تصوير د پاسنۍ سکی په شان یونانی مضمون نقش دی.
د سکې په شامخ باندی: د آس تصویر د پاسنۍ سکی په شان د پراکریت مضمون
* * *
(۴) مسی گردو سکه: د سکی په ښی مخ باندی: د پاچا نیم تنه تصویر او په کیڼه خوا باندی د هراکلس ولاړ تصوير.
دغه سکه د تاریخی پیښو په لحاظ ډېره مهمه ده ځکه چه په ښی مخ باندی ئی په یونانی ژپه د هرمایوس قوم او په کین مخ باندی ئی د پراکریت په ژبه د کجولاکدفیز س کوشانی رئيس نوم لیکل شوی دی او دغه دوه نیان ښکاره کوی:
لومړی دا چه کوشانیان د یونانی هرمایوس نه وروسته پاچائی ته رسیدلی دی. دوهم دا چه کوشانی رئیسانو هر کله چه سلطنت ته ورسیدل د یونان او باختری پادشاهانو لاره د مسکوکاتو په ضربولو کښی نیولی ده باید وویل ئی چه په (بريتش موزیم) کښی لوی او اړه گرد مسی عجیب مسکوکات موجود دی چه په هرمایوس پوری اړه او ارتباط لری او مرگان د (شرقی مسکوکاتو رساله) د دوهم جلد په ٣۶٣ مخ کښی د دغو مسکوکاتو تصویرونه او تشریحات ورکړی دی.
د دغو مسکوکاتو ښی خوا ته د آس شکل او گر چاپیره په پراکریتی ژبه هر مایوس پاچا، ستر شهنشاه او په کیڼ مخ باندی یی په چینائی ژبه نوشته لری.
د هرمایوس معاصر عمومی حالات: نن چه هر کتاب ته مراجعه وشی نو دغه جملې پکښی لیدل کیږی چه (هرمایوس د کابل آخرنی یونانی پاچا دی) او ویلی شو چه هیڅ یو مؤرخ او مستشرق تر اوسه پوری په دغه باره کښی د نظریو اختلاف نه لری خو که چیری وغواړو چه د ده د سقوط تاریخ او کيفيتونه په دغه صراحت بیان کړو نو دا گړۍ ئی بيانولى نشو ځکه چه په دغه باب کښی باوری منبع په لاس کښی نشته او که چیری څوک تفصیلات ورکړی هغه هم حدسیات او گمانونه دی، خو سره د دې هر کله چه دغه حد سيات دعمومی حالاتو د کتنې او د مسکوکاتو او نورو د شهادت له مخې وضع او بیان شوی دی نو بیا هم له حقیقت نه خالی او لیری ندی او بیان ئی بی ځایه ندی.آریانا د هرمایوس په زمانه کښی څه وضعیت درلود سره د دې ټولو الو گولو او اړ ؤ دوړاو د اسکائی او یو چی متهاجمینو په راتگ آیا د هندوکش شمال د سیاسی سیادت په لحاظ د چا په لاس کښی ؤ، د اراکوزی د دران ژیان او د آری د ولایت شمال غربی او غربی غاړی د چا په لاس اداره کیدلی؟ او د غربی پارتیانو نفوذ تر کوم ځای پوری رسیدلی ؤ؟ هغو اسکائیانو چه د هلیوکلس د سلطنت په زمانه کښی باختر ته راغلل او بیا د پارتيانو د بند او سد په واسطه ئی ونشو کړی چه د غرب خواته لاړ شی او په (ساکاستانا) یعنی سیستان کښی او له دغه ځای نه قندهار ته او د بولان د درې د لارې د سند ناوی ته راښکته شوی وو څه مشغوليتونه درلودل؟ او د شرقی پنجاب په یونانی امراووئی څه اغیزې وکړی، دغه دی یو شمیر هغو پوښتنو ته چه د هرمایوس د زمانی د عمومياتو په موضوع کښی باید ځواب ورکړی شی یا په بل عبارت که چیری د کابل د یونان او باختری وروستی پاچا د نفوذ له قلمرو څخه شاؤخوا ته نظر واچول شی نو داسی خطرات لیدل کیږی چه د یونان او باختری وروستی پاچائی تهدیداوه هغه خطرات چه د کا(پیسا) او (ساکالا) د یونان او باختری پادشاهان ئی د لومړۍ مسیحی پیړۍ په اوله نیمائی کښی تهدیدول په حقیقت کښی هماغه مستی څپې او موجونه دی چه د هلیوکلس په زمانه کښی د اکسوس له اوبو څخه تیر شول او د نيم دائرې په ډول د اسکائی او یوچی تھاجماتو او مهاجرتو په لباس د شمال غرب او جنوب د سرحدو غاړو ته راغلل او د باختری یونانیانو د اختناق سبب شول او که چیری واضح وویل شی نو باید چه وگورو اسکائی کوشان، پارت او پهلو څلور څانگی یا دغه دوه عناصر کومو ځايو ته رسیدلی وو.
اسکائیان: اسکائیان سیتی، یوچی، یا کوشانی پیش قراولان چه څو موده پخوا د اسکائيانو د ظهور او د باختر د امپراطورۍ د بحران تر عنوان لاندی ئی بیان وشو هر کله چه د پارتی لومړی مهرداد د مقاومت په واسطه د غرب خواته په تگ قادر نه شول نو جنوبی خواته راغلل او په سیستان کښی خپاره شول او د پارتيانو سره د هغوی له گډوڼ څخه پهلوایان منځ ته راغلل چه د (ونونس) سره ئی په سیستان او قندهار کښی د نوی سلطنت بنسټ او اساس کيښود او د اسکائیانو مهمه برخه زیاتره د جنوب خواته وخوځيدله او د بولان د دری د لارې د اندوس (سند) په حوزه کښی تیت ؤ پرک شول او د یو سد په شان د هندوکش د جنوب د یونان او باختر د دولت بقایا یعنی د کاپیسا او کابل سلطنت چه د سند د سیند د غرب خواته ؤ په ساکالا او تاکزيلا کښی د دوی د امرایو له سلطنت څخه چه د هغه د شرق خواته موجود ؤ جدا کړ، او د لومړۍ (ق م) پیړۍ په دوهمه نیمایی کښی د اسکائيانو د عروج او ترقۍ له کبله طبعاً د يونان او باختری دولت امرا د سقوط سره مخامخ شول د (رپسن) په نظر په د (ايوتيدم) وروستۍ اولادې د لومړې اسکائی ازس په زمانه (۵٨ ق م) کی سقوط وکړ؛ او د (واله دوپوسن) د ليکنې له مخې تاکزيلا د (۸۰قم) په شاؤ خوا کښی سقوط وکړ، په هر حال په دغه ځای کښی زمونږ مقصد د دغې مسئلی ښودل دی چه لومړی خطر د جنوب له خوا شروع شوی او د اسکائیانو له خوا د یونان او باختری دولت د امراوو وروستی عناصر په شرقی پنجاب کښی له منځه وړل شوی دی.
پارتیان: د پارتيانو موضوع او د دوی د سلطنت په مؤسس بلخی ارساس پوری مربوطې پیښې تولی د دوی په مخصوص فصل کښی راغلی او بیان شوی دی. هغه شی چه دلته د ویلو او لیکنی وړ دی دا دی چه (ساکستانا) یعنی سیستان ته د اسکائیانو د راتگ سبب دوی شول ځکه چه د غرب لاره ئی په دوی باندی بنده کړه، که څه هم د اسکائیانو او پارتيانو په جنگونو کښی دغه وروسته ذکر شوی طائفی په اول کښی ډیر تلفات ورکړل او د دوی دوه تنه پادشاهان (دوهم فرهاتس) په ۱۲۸، او (ارتبان) په ۱۲۳ ق م کښی مړه شول مگر لومړی او دوهم مهر داد چه د (۱۷۱-١٣۶ ق م) او د( ۸۸ -۱۲۳ق م) تر منځ ئی سلطنت درلود د خپلو خپلوانو انتقام واخست او په شمال کښی ئی د آری ولایت او د بکتریانو یوه برخه د اوسنی میمنی تر شاؤ خوا پوری او په غرب کښی ئی د سیستان غربی غاړی (سبزوار فراه او داسې نور) او په جنوب غرب کښی ئی اراکوزی یعنی د ارغنداو حوزه او حتی په شرق کښی ئی گندهارا هم ونیول. یعنی د نیم دائری په ډول د غرب له خوانه مخکښی راغلل او د شمالی او جنوبی غاړی یوه برخه یی هم ونیوله او په دغو ځايو کښى د اوسيدونکو اسکائیانو سره گډ شول، تر دی چه (سیتی) زورورې حملی چه ممکنه ده د یوچی قبیلو له راتگ نه عبارت وی د دوی قواوې ضعيفه کړې او د دوی نائب الحکومه گانو (موگا) يا (موئس) په سیستان او قندهار کښی د خپلواکۍ اعلان وکړ. نو په هغه وخت کښی چه په کا پیسا، کابل، او گندهارا کښی د یونان او باختری دولت نفوذ کم او محدود شوی ؤ پارتیان هم په مستقیم او غیر مستقیم صورت مخکښی راغلل او په تیره بیا پهلوایانو چه د سیستان او قندهار د مستقلو پارتیانو په عبارت دی د هندوکوه په جنوب کښی او حتی د باختری دولت په هندی متصرفاتو کښی د يونان او باختری دولت د نفوذ په غورځولو او لیری کولو کښی لوی لاس درلود.
پهلوا: دغه پهلوايان په حقیقت کښی لکه چه د مخه مو وويل له پارتيانو نه مقصد دی خو هر کله چه د وروسته ذکر شوو د دولت د ضعیفیدو نه پس (ونونس) نومی په سیستان او قندهار کښی خپلواک سلطنت جوړ کړ او د عرق اونژاد له مخې هم د اسکائیانو سره ډیر زیات گد او مخلوط دی نو د موضوع د آسانتیا دپاره دوی پهلوا بولی، هغه وخت چه دوی له پارتيانونه جلا شول طبعاً سر بیره په سیستان او فراه باندی د قندهار په شرقی ځمکو کښی یاد شوی او د کابل د ناوی خوا ته ئی هم نفوذ پیدا کړ. او په آخره کښی د دوی له مشهورو پادشاهانو نه یو تن (گندوفارس) د کابل دره ونیوله او په کاپیسا کښی ئی د باختری یونانیانو سلطی ته خاتمه ورکړه، باید دا هم وویل شی چه د گندو فارس او هرمایوس د مقابلې پیښې مجهولې دی یعنی په دغه موضوع کښی کوم ښکاره سند په لاس کښی نشته خو د کابل د دری د یونان او باختری وروستی پاچا د عجيو مسکوکاتو د وضعیت له مخی مؤرخین زیاتره داسی گمان کوی پخوا له دی چه کوشانیان ورسیږی د کابل دره یو څو موده د پهلوایانو په لاس کښې وه. د هغه تقریبی او تخمینی تاریخ له مخی چه د (هرمایوس) او (گندوفارس) د پاره ئی د لومړۍ ق م پیړۍ په آخرو وختو او د لومړۍ مسیحی پیړۍ په آوائلو کښی ټاکی معلومیږی چه دواړه سره معاصر او په یوه زمانه کښی ئی ژوندون کاوه او ښائی چه هرمایوس د لومړۍ ق م پیړۍ د اولی نیمائی په آخرو وختوکی د گندو فارس د راتگ په وخت کښی مړ شوی او یا ئی سقوط کړی وی؛ په دغه وخت کښی (کجولا کدفیزس) کوشانی رئیس را پیدا شو او د (کجولا کدفيزس) د لومړی کوشانی پاچا له مسکوکاتو نه چه تفصیل ئی د کوشان په فصل کښی د (وروسته ذکر شوی پاچا) تر عنوان لاندی ورکړی شوی دی داسی نتیجه اخلی چه د کابل یونانیانو د پهلوايانو له خوا سقوط کړی دی او بیا وروسته کوشانيانو د هغوی ځای نیولی دی.
سیتیان یا یوچیان: هر کله چه (سیتی) نوم د اسکائی او کوشانی قبیلو په باب کښی استعمالیږی او کوشانی د یوچی قبیلو یوه څانگه ده او باید په عمومی ډول هغه قبیلی چه له اسکائيانو نه وروسته باختر ته راغلی دی (یوچی) وبولو، یوچیانو د هندوکش په شمال کښی د اسکائیانو ځای ونیو او دوی ئی سیستان ته په تگ مجبور کړل. په هغه زمانه کښی چه یونانیان د هندو کوه په جنوب کښی محدود شوی وو، يوچيانو د دغه غره په شمال کښی د خپلو قبیلو په پنځه گونو تقسیماتو آمریت درلود، تر دی چه د کوشان قبیله په نورو قبیلو باندی لوړه شوه او (کچولو کدفيزس) د دوی رئیس د سلطنت په جوړولو لاس پوری کړ، دی د (۳۰)ق م) په شاؤ خوا کښی د هندو کوه جنوب ته راښکته شوی او د یونانیانو سلطنت ته ئی خاتمه ورکړه، او که په دقت سره ووایو د هرمایوس سلطنت ئی چه (گندو فارس پهلوا) خاتمه ورکړی وه ونیو او د يونان او باختری وروستی پاچا په تقلید ئی چه د کابل د وروستی یونانی پاچا په نوم هم شهرت لری د مسکوکاتو په ضربولو شروع وکړه:
نو په هغه تفصیل چه د عمومياتو په برخه کښی ورکړی شو د هندو کوه په جنوب (کابل) کی د یونان او باختری سلطنت له څلورو خواؤ نه تر تهديد لاندی راغی له شمال نه کوشانيان، د غرب له خوا نه پارتيان او د جنوب غرب له خوانه پهلوايان او جنوب شرق له لوری اسکائیان مخکښی راغلل چه د دری د سقوط اسباب ئی پیداکړل.
په هند کښی د یونان او باختری سلطنت لمن: د لومړی فصل نه تر دغه ځای پوری وخت په وخت موبیان او شرح ور کړه چه څرنگه د یونان او باختری پادشاهان د هند په خاوره کې مخ په وړاندی تللی دی او په دغه ځای کښی ئی ځمکی نیولی او د ځان د پاره ئی متصرفات په لاس راوړی دی دغه اقدامات لومړی ځل د ايوتيد م له خوا شروع شول او لمن ئی د اول دمتريوس د سلطنت په زمانه کښی پراخه شوه، او د (اپولو دوت) او (مناندر) دآریانا د پادشاه ورور او جنرال د موریایانو د سلطنت تر مرکز یعنی تر (پتالی پوترا) پوری د گنگا په سواحلو کښی خپل نفوذ او آمریت ته راخیا ورکړه د دمتریوس له مرگ او د ایوکراتید دروی کار کیدلو او د یونان او باختری دریم خپلواک سلطنت د تشکیل نه وروسته د هند نيول شوی او مفتوحه ځمکی د دمتریوس د اولادی او جنرالانو په لاس کښی پاتی شوی.
مناندر په هند کښی د یونان او باختری پاچا: د اول دمتريوس د وژل کیدو او د ده د ورور اپولودوت د وفاتیدو او د شرقی سرحدونه د ایوکراتید د بیرته راتگ نه وروسته د هند نيول شوی ځمکی د مناندر په مقتدر لاس کښی پاتی شوی، مناندر تر دغه وخته پوری د پاچاهۍ عنوان نه ؤ غوره کړی خو د یونان او باختری عسکرو چه د ده تر آوامرو لاندی وو په خوښۍ سره دی پاچا و ټاکه د دمتریوس یا اپولودوت د لور (اکانو کليا) سره ازدواج وکړ، په هند کښی د مناندر د سلطنت لمر ختيزى خواته تر (ماتورا) او لمر پریواته خواته تر «باریگازا» (بروچ) پوری رسیدلی ؤ د مناندر پای تخت دراوی او چاب تر منځ (د ساگالا) ښار (سیالکوټ) ؤ. مناندر د پوشیامیترا (Pushyamitra) د (سونگا) د کورنۍ د پاچا معاصر ؤ، د ده سره ئی جنگونه کړی دی، او يو ځای ئی چه (ساکتا Sakita) نومیدله ده څخه نیولی دی. مناندرد حکومتی چارو په اداره کښی مهم کارونه باختریانو ته سپارلی دی او د آریانی مشرانو د فکر په تد بیر او د میړونو د توری په قوه په هند کښی خپل د یونان او باختری سلطنت قوی او ټینگ کړی ؤ.
اوپیانی مناندر کله چه د مملکت دارۍ په چارو کښی مستقیماً د محيط او هندی خلکو سره تماس درلود او د یونان او باختری نورو پادشاهانو نه ئی زیاتره د هند عرف او عاد اتو، لباس او قوانينو او د اجتماعی ژوندون مراعات کاوه، هندی کالی به ئی اغوستل، د هندی علماوو او حکماوو سره ئی بحثونه او مذاکری کولی، په دغه لاره کښی د ده رغبت دومره ؤ چه ځینو د ده د بعضو مسکوکاتو د ځينو علامو له مخی دى د بودائی دین پیرو شمیرلی دی. د یونان او باختری پادشاهانو په ډله کښی چه په هند کښی ئی سلطنت کړی دی (مناندر) په ټولو کښی مشهور دی: د ده اقتدار د عسکری روح، لیاقت، پوهې او مروت په لحاظ دی یو مشهور پاچا گرځولی ؤ تر څو چه دی ژوندی و د اسکائیانو د لاسه ونشول چه له تاگزیلا او ماتورا نه د ده قلمرو ته داخل شی را ولنسن د ده په باب کښی لیکی (مناندر د باختر وروستی ستر پاچا او یواځی هغه یونانی پاچا دی چه دهندوکش نه له تېرېدلو څخه وروسته ئی اداری قابلیت ښکاره کړ مناندر د خپلو نيکونو ايوتيدم او ايوکراتید یو لائق جانشين ؤ او په غرب کښی د ده د شهرت وصیت د یونان او رومن د کتابو پانی ډکې کړی دی) شرقی په تیره بیا هندی مأخذ د ده په باب کښی ډېر بحثونه کړی دی او په (پالی) ژبه کښی ئی د (میلیندا Milinda) په نامه شهرت موندلی دی او خاص بیا د بودائی حکیم (نگاسنا Nagascna) سره د (میلیندا د پوښتنو) تر عنوان لاندی د ده خبرې اترې مشهوری دی، ځينو همدغه خبری اتری او د ده په مسکوکاتو باندی د «دهرمه چکره» (Dharma. Chakra) علامه (یعنی د بودائی قانون عراده) دلیل راوړی او د ده په بودائی کیدو باندی نظریه ورکوی او مسلم سند په لاس کښی نشته چه په دغه باره کښی قطعی حکم وکړی.
ځکه چه د بودائی قانون د عرادې علامه ئی له دې جهة پخپلو مسکوکاتو باندی ضرب کړې ده چه د ده د قلمرو زیاتر رعیت بودائی ؤ سره له دې هندی منابعو د ده عمر په آخر کښی ده ته د (ارهات) یعنی د یو تن بودائی متبحر عالم لقب ورکړی ؤ.
د (مناندر) د آخر عمر په باب کښی (پلوتارک) وائی (هغه مناندر نومی چه په باختریانو کښی ئی په عدالت سره پاچائی و کړه د جنگ په میدان کښی و وژل شو) هندی، منابع د جنگ په میدان کښی د ده د وژل کیدو په باب کښی څه نه وائی خو مسئله واضمحه معلومیږی چه د ده د ايرې (خاکستر) د ویشاو په باب کښی جگړه او نزاع پيښه شوه او په آخر کښی (بودا) او (آشوکا) په شان د ده ایره په بیلو بیلو ځایو باندی و يشلې ده (راولنسن) د مناندر په باب کښی لیکلی دی (د باختر مقدس عسکر چه په عدالت او ښه اداره او په عسکری نبوغ او په دینی مسئلو کښی په معلوماتو سره ئی شهرت درلود په دغه ډول له منځه لاړ)
د مناندر مسکوکات: د مناندر مسکوکات د کابل د شاؤخوا څخه نيولې د آریانا د شرق خواته تر اندوس او د هغه په هغی خواته تر (ماتورا) پوری پیدا شوی او پیدا کیږی او په مختلفو نمونو ئی سکه ضرب کړې ده.
د ده د مسکوکاتو عادی نومونه دا دی چه په یو مخ باندی ئی (اتنا Athena) لیدل کیږی او د تالندی (رعد) علامه ئی په لاس کښی نیولی ده پخپلو مسکوکاتو کښی ئی د پیل سر، د غوائی سر، او بخدی اوښ ټول استعمال کړی دی.
راو لنسن وائی چه زیاتره ئی پخپلو مسکوکاتو کښی د (پالاس Palas) د رب النوعی هیکل استعمال کړی دی خو گمان کوم هغه شی چه ده په (پالاس) سره تعبیر کړی دی هماغه اتناوی چه تارن د مناندر په مسکوکاتو کښی نسبت ورکړی دی. هر کله چه مناندر اصلا د آریانا د پاچا دمتريوس له ژنرالانو څخه ؤ پخپله مسکوکاتو کښی په تیره بیا په هغه مسکوکاتو کښی چه د پ یل سرورباندی نقش دی د دغه پاچا ډېر تقلید کړی دی د ده په ځينو مسکوکاتو کښی د دهرمه چکره علامه یعنی عراده او بودائی قانونی ممیزه علامه ثبته ده دغه مسکوکات ئی زیاتره د هغو کسانو د زړه د خوشالۍ دپاره ضرب کړی وو چه د ده په قلمور کښی د بودائی دین پیروان وو.
مناندر په مسکوکاتو کښی د ځان دپاره دوه لقبونه خوښ او اختیار کړی وو چه یوئی ديکایوس یعنی عادل او بل (سوتر) یعنی منجی دی چه دغه دوهم لقب په زیاترو مسکوکاتو کښی عمومیت لری او لومړی لقب ډېر لږ او نادر دی.
د تجارت پراختیا: د مناندر د امارت په زمانه کښی د آریانا د خاوری سره دهندی نیول شوو او مفتوحه ځمکو تجارت او تجارتی روابط پراخ او ډېر شوی وو د باریگازا بندر د ده په زمانه کښی ښه رونق او دیر اهمیت درلود.
او هغه لوی بندر ؤ چه د هند او غرب د تجارت مالونه په دغه ځای کښی بدلیدل، د هند د نیول شوو ځمکی ډیر مالونه د دغه بندر او د سرې بحيرې د لاری مصر ته او د فارس د خلیج د لاری بابل ته استول کيدل. د تجارت هغه ډیر مالونه چه د شرق او غرب له خواوو نه راوړل کیدل د جدوزیا له سواحلو نه را تيريدل او یوه برخه مال په (رتال acne=دا برخه ونه لوستل شول ) په بندر کښې په جدوزیا کښی ښکته کیده.
د مناندر په ځای ناست کسان (جانشینان): د (١۴۵-١۰۵ ق، م په شاوخوا کښی) د مناندر له وفاتیدو نه وروسته د ده زوی لومړی (استراتو) په تخت باندی کیناست خو هر کله چه په دغه وخت کښی لاورکو ئی ؤ نو مور ئی ملکی (اگاتوکلیا) د ده نیابت وکړ او پخپل نوم یی هم سکه و هلی ده، لومړی (استراتو) د یونان او باختری وروستی پاچا دی چه په (ماتورا) کښی ئی پاچائی کړې ده او له دې نه معلومیږی چه (ماتورا) تر ۱۰۰ یا ۹۰ ق م پوری د یونان او باختری پادشاهانو په لاس اداره کیده د (استراتو) نه وروسته د دوو نورو پاچایانو نومونه اخلی چه یو ئی (هی پوستراتوس) (Hippostratus) دی او بل ئی (نیسیاس Nicias) دی خو د دوی په باب کښی ډیر معلومات په لاس کښی نشته او معلومیږی چه هغو اسکائیانو چه په باختر کښی ئی د یونان او باختری سلطنت ته خاتمه ورکړه. او وروسته بیا د پهلوا په نامه ئی چه د (ساک او پارت) له محفوظو عناصرو نه میدان ته را ووتل په کاپیسا او کابل کښی د (هرمایوس) د سلطنت په سقوط کښی لاس ولاره په هند کښی ئی د یونان او باختری پادشاهانو د اولادی وروستی سلطنت ته هم د لومړۍ ق م پیړۍ په اوله نیمائی کښی خاتمه ورکړه په دغه ترتیب تقريباً له دوه نيموسوو کلونو نه وروسته د یونان او باختری دولت سلطه کرار کرار لومړی د هندوکش له شمال او بيا له جنوب نه او په آخره کښی له هندی نیول شوی قلمرو نه ووتله د (تارن) د وينا له مخی تر کوم ځای پوری چه په ادبی مأخذ او د مسکوکاتو د شهادت له مخی معلومیږی ټول ټال د ديودوت د یونان او باختری سلطنت د مؤسس نه تر (نیسیاس) پوری تقريباً (٣۶) پادشاهان او يوه ملکه سلطنت ته رسیدلی دی، د دغو دوه نیمو پیړیو په موده کښی باختری آریانی تهذیب، اخلاق، صنعت او د مدنیت او تهذیب نور مظاهر په زیاته اندازه په هند کښی خپاره شول.