پاراداتا یا پیشدادیان
د اجتماعي ژوند د بدلون يوه ستره دوره
د بشري ټولنې د ځينو برخو زړښت او د لرغونتوب نښې د هغوى لرغونی نسل دی، چې د لرغونې زمانې وخت يې تاريخ نه شي مشخص کولی مگر د هغه وخت تاريخي قبيلي يا کورنۍ او د بېلا بېلو تاريخي دورو د پاچاهانو نومونه او کارنامې يې ډېرې مشهورې دي. سره له دې چې زموږ هېواد افغانستان د جغرافيايي ساحي له حبشه وړوکی دی مګر د هغه ژور تړون له مخې، چې له اريايي قبيلې او نژاد سره يې لري د تاريخي عنعنو او اسطورو په لرلو سره د بشري ټولنو په منځ کې يوه ستره ځانګړتيا لري. اريايي ټولنه لا په هغه وخت کې چې هندي او ايراني څانګې ترې نه وي بېلې شوې او ټول په یوه کور کې چې هغه د هند او ایران ترمنځ د افغانستان په شمال همدارنګه د هندوکش په شمال کې، د امو سيند په شمال کې هغه سیمه چې د سردریا او امو سيند ترمنځ واقع ده، چې فرغانه په اریانم ویگو) کې يا اریانا ويجه) یا (اران وج) چې د ټولو مشترك زېږن ځاى دى اوسېدل او له ځان سره خاطري لري، چې کولی شو د خاطرو په نوم يې يادې کړو. د هند و ارياني ټولنو د ژوند دوره په یوه دوره یو وخت او يو زمان کې وه، چې د هغوی د پړاوو ټاکل له شکونو څخه خالي نه دي. د افغاني هندي او ايراني قبيلو ګډو اريايي نيکونو هغه وخت چې يې لا هجرت ته تن نه ورکاوه او د امو سيند په سیمه او يا يې په شمالي او جنوبي سيمو فرغانه یا باختر کې اوسېدل او د نیمه مالدارۍ او نیمه بزګرۍ په کــار بوخت وو، د کورنیو او پاچاهانو په اړه خبرې او بحث کوي، چې د هغوی خاطرو او د هغوی د کارنامو خاطر و تر ننه پورې زموږ د حماسي ادبياتو برخه تشکیل کړې ده. ويدي او اوستايي سندرې، چې دواړه د دې ټولنې د پېداېښت په ځای کې چې د افغانستان شمال او سویل دی پیل شوي او کومې خاطري چې د دې سيمې په سيندونو خوړونو او غرونو کې موجودې دي له څېلمي دې پاچاهانو نومونه اخلي. د ډېر تعجب ځای دی چې دا پاچاهان په متفرق او خواره واره ډول یاد . شوي نه دي، بلکې ډله ډله او کورنۍ کورنۍ ياد شوي دي. تر ټولو د پخوانی پاچايي کورنۍ چې زموږ په اسلامي دورونو کې فارسي ادبیاتو . هغوی د پیشدادیانو او حتی د بلخ د پیشدادیانو په نامه ياد کړي هغه د (پارا داتا) کورنۍ ده که دا کلمه تجزیه کړو په هغې کې دوه برخې پیدا کولی شو یوه پارا) چې د مخکې په مانا ده او بل داتا) چې د (داده كلمې لومړی شکل دی نو سمدستي څرګندېږي، چې (پیشدادیان) ترجمه او یا عین همغه پخوانی پاراداتا) د بلخي په صفت یاد کړی وي پر غلطه نه دی تللی، ځکه په هغو دورو کې چې اوېستا په خپل خلنده باب کې د پارادا تا يادونه کوي، نو بلخ د بخدي) په نامه او د لوړو بېرغونو لرونکي ښار په توګه يې ستاینه کوي. د پاچاهانو کورنی یا قبیله پاراداتا) عبارت و له ۱ - هو شيانغا ۲ تخمه او روپا ۳ (یما) یا (یاما) ۴- تریتونا او نور چې په فارسي ادبياتو کې هغه په هغو نومونو چې موږ ترې خبر يو په لاندي ډول پېژنو ۱- هوشنگ ۲ ظهوات - جم يا جمشید ۴ - فریدون او نور. په دي كي شك نه شته چې د پاراداتا) کورنۍ د واکمنۍ دوره د اجتماعي ژوند د بدلون او مراتبو له نقطه نظره، د اريايي ټولنې هند او ارياني يا باختري پر هواره ځمکه او ښار اوسېدنې له زماني سره برابره ده په بل عبارت د غار اوسېدني دوره او پاله اولي تيك) او نه اولي تيك) دوري يعنې د تيږې پخوانۍ دوره تېره شوې او اريايانو د امو سيند سویل پلو ته د باختر په سیمو کې په بزګرۍ کليوالي او ښاري ژوند پیل کړی و، مګر تر اوسه يې د بشري ژوند د لومړنيو اختراعاتو لکه اور او داسې نورو خاطرې د هغوی په ذهن کې وې.
انسان که د اوستا د پښتونو هغې سلسلې ته چې د پاراداتا) له پاچاهانو څخه بحث کوي په غور سره وګوري د کلماتو له منځ او طرز تفکر څخه د يوې بشري ټولنې ځانګړنې، د ژوند د اړتیاوو پېدا کول، د ښار نشینی، د کښت او کروندګرۍ او د مملکت داری د يوې دورې پيل كتلاى شي. و به ويني چې . خلك تازه پر ځمکو ځای پرځای شوي د کلاګانو او کليو په جوړولو بوخت دي، په ځمکو کې شلغم شيندي او ونې کري او د ژوند ټولو ټولنیزو اړتیاوو ته پاملرنه کوي، د ونو د ډولونو همداراز د څارویو او الوتونکیو په ډولونو او ښه کولو يوازې کوښښ نه کوي، بلکې پدې هم بوخت دي، چې خپله وینه نژاد او تخم صاف، پاك او بي الايشه وساتي. د پاراداتا) یا (پیشدادیانو کورنۍ له څو پاچاهيو څخه جوړه وه، چې ښايي د واکمنۍ ټوله دوره به يې له سلو یا دوه سوو کلو څخه نه اوړي. مگر ټول پوهېږو چې اسطورې په کومه اندازه لکه چې ما څرګندې کړي، د دې کورنۍ د هر يو پاچا لپاره پې څو سوه کاله او یا یوزر کاله د عمر اوږدوالی او یا د سلطنت د دوري نسبت ورکوي، چې دا پخپله د اريايانو او په ځانګړې توګه د باختري ټولنې د اريايانو په ډېر ښه صورت د ډېرو ښو افسانوي تخيلاتو په حقیقت ولاړ د ټولنیز بدلون پوړونه راښيي، چې کېدای شي څو زره کاله یې په برکې نيولي وي. دا چې د اوېستا د پښتونو څو لنډي پاڼې په حقيقت کې د تاريخ څو زره پاڼې دي، چې په فکر کولو، استدلال او منطق سره کولای شو چې د دې هرې کلمې او هرې کرښې په شرح کې رسالې او غټ کتابونه يې په شرح او اجتماعي تحول د هند او ارياني ټولنې چې یو پلو ته دبحيره خذر سواحل او ایران دی او بل پلو ته زموږ د وطن د غرونو په لمنو کې چې له هغه ځایه د هند خاورې ته تیت شوی ولیکو تدوين او مطالعه یې کړو، نو کولای شو د ټولنيز بدلون د هرې کلمې او کرښې په شرجه کې يې غټ غټ کتابونه وليکو، همدغه د هند او ارياني ټولنې، چې یو پلو ته د بحيره خذر لړۍ او ایران پروت دی او بل پلو ته يې زموږ د غرونو په لمنو کې چې له هغه ځایه د هند خاورې ته خواره شوي ډېر څه لیکلای تدوین او مطالعه کولای شو.