تذكير البار (حالات باروزائی)
د افغانستان د پښتنو د تاریخ نومورکي مؤرخین
دا کتاب د باروز پښتنو پر تاریخ باندي د ملا محمود جسكاني بلوڅ په قلم د ۱۳۰۰ ق په شاوخوا کي تاليف او کښل سوی دی. چي يوه نسخه د سیوۍ پولټکل ایجنټ میکانگی ته په لاس ورغلې وه او دى وايي چي له ۱۴۷۰ م کاله څخه د بارزو تاریخي واقعي لري، مگر بله خطی نسخه یې تر اوسه نه ده معلومه.