32

افغانستان او اوېستايي سيمې

د افغانستان لنډ تاریخ لومړۍ برخه

 د اوستا په دریم کتاب وندیداد کښې د هغه مهال د معلومې ځمکې شپاړس سيمې يادې شوي دې ځينې يې په اوسني افغانستان يا پخواني خراسان کښې دي، همدارنګه د اویستا په ريشتو کښې د هغو غرونو او سيندونو نومونه راغلي چې ټول په دې هېواد کښې دي. د بېلګې په ډول:

 ۱- ايرينه ويجو (هغه سیمه چې په پامير يا امو ته نژدې په خوارزم کښې ده).

 ۲ - سغده د آمو په شمال کښې سغد )

۳-مورو د مرغاب مجر امرو)

 ۴ - بخدي (بلخ)

 ۵ - نيسايا په شمالي خراسان کښې نسا)

 ٦ - هرای وه (هرات)

۷ - وايكرته (كابل ) –

۸ اوروه روه) د پختیا ولایت او سليمان غر) 

۹-هرى ويتي ارغنداو او ده هراوت) 

 ۱۰ - ای تومنه (هلمند ) 

۱۱ - ره که د بدخشان راغ = د پښتو رغه)

 ۱۲ - هپته هندو (سند).     

 چې دا ټولې سيمې په افغانستان او یا د افغانستان په ګاونډ کښې پرتې دي. همدارنګه په اوستا کښې سیامګه سیاه کوه - تور غر) یو پاری سينه ( د ګوربت تر الوتنې هسك غر - هندوكش ) سپیته گونه گیری (سپین غر) او نور غرونه او سېندونه یاد شوي دي چې له دې هېواد سره د اوستا کتاب د ترتیبوونکيو آشنايي راښيي. 

ایزدان او ارباب انواع:

 سره له دې چې زردشت یو نوی سم شوی قانون رامنځته کړ او لکه چې د مخه وويل شول د شريرو قوتونو د مقابلې لپاره يې د خير او ښيګڼې شپږ ملکې وټاکلې، خو بیا هم د هغو ارباب انواعو اغیزه چې د ويدي د وخت لرغونيو اريايانو لرله بيخي له منځه نه وه تللې یوازې د ويدي د لوی رب النوع وارونه" پر ځای اهوره مزده ودرېد چې مانايې پوه بادار (سرور) واو دا نوم زردشت د یو خدای لپاره وټاکه او هغه آريايي خدايان (د بوان) چې تر هغه وخته یې لا په هندوستان کښې د خدایی مقام درلود د زردشت په آئین و قانون كښې متروك او پریښوول شول. ځکه نو د "ديو" کلمه چې تر زردشت د مخه د خدای په مانا وه د بلا، غول او ګمراه کوونکي مانا پيدا کړه او له هغه وخته خدای پرست ته مزدیسنا او مشرك او د باطل دين پيرو ته "دیویسنا" وويل شو، خو سره له هغه هم د "ديو" کلمې په ټولو اريايي اولسونو کښې له زردشتیانو پرته خپله اصلي مانا ساتلې ده او د هندوانو په نزد تر اوسه هم "دیوه" د خدای په مانا دی. "زيوس" د يوناني لوی پروردگار نوم و، چې لاتيني "ډيوس" او فرانسوي "ډيو" او د پښتو ډيوه د څراغ او رڼا په مانا ) له دې ريښې څخه  دي. د ويدې دورې په آریایانو کښې اګني" د اور رب النوع او خدايي ځری (قاصد) و، چې په اوېستا کښې اوترو" او "اترش" او په پهلوي "اتور اتر" او په دري کښې اذر = آتش" اوپه پښتو کښې اور دی او په زردشتي ايين کښې يو عنصري ايزد او د هوره مزده زوی ګڼل کیږي. چې لمبه يې د خدايي رڼا ښکارندویه نماینده ګڼلې کيده او د پرستنې په ځايو کښې يې د محراب پر ځای ځلانده اورغالي اتش دانونه جوړ کړي وو. اوپستايي بله رب النوع اوبه دي چې په ويدي دوره کښې هم "اپام نیات" د اوبو زوی یاد شوی دی او څرنګه چې د بخدي اريايي نژاد و د خپل هېواد په زړه کښې له لوی سیند څخه ډيرې ګټې اخيستې وې نو ځکه د اوبو له پاره يې د اناهیتا" په نامه رب النوع پیژندله او په خپله دغه سیند ته يې اردوی - سوره Ardvi - Sura ويل، چې د اوستا آبان یشت د همدغه رب النوع ستاينه ده او څېړونکي دا رب النوع د مور - ادیتا په رب النوع پورې تړي، چې د هغې مجسمې مو تر تاریخ دمخه آثارو کښې وليدلې، په را ورستیو زمانو کښې د دغه نامه وروستۍ برخه اناهیته = ناهید په مجرد ډول پاتې شوی چې د اوستا په آبان یشت کښې د يوې ښکلې نجلۍ په بڼه راغلې ده، چې طلايي خول او زرين كميس لري او په باختر نومي کتاب کښې د راولنسن په وینا د باختر په ښار کښې د اناهیتا مشهور عبادت ځای و چې د اوېستا په پېنځم پشت کښې دا ښکلې ښځينه رب النوع د نارينه و د نطفې او د ښځو د رحمو د تصفیه کوونکې او د زيږېدنې د روزونکې او . ميندو ته د ښو شيدو د بخښونکې په صفت ستايل شوې ده. (وګورئ لسمه نومره (عکس). د اویستا يو بل عنصري ايزد "واته په غښتلي او ګړندي متخلص و او دا کلمه په دري او پښتو کښې باد" او په ويدي دوره کښې "وايو" Vayu وه چې د دښمن له سپاهیانو سره د جګړې په اړو دوړ کښې او يا پر تهذيب او دين باندې د پردیو خوني ستمګرانو او يرغلګرو د تیري په وخت کښې او يا د يوه سړي د نيولو پر مهال چې په دروغو او خیانت د دښمن په لاس نیول شوى، له دغه عنصري رب النوع څخه مرسته غوښتله کیده، دی غښتلی جګړن تینگ پر ځای ولاړ د ارت ټټر خاوند او د سم او رسا نظر څښتن و. دا رب النوع د کنشیکا تر عصره (د شاه و خوا ددغه کوشاني ۱۲۵ م پر پاچا پر سیکو د ځغاستې په حال کښې د يوه ږيرور سړي په بڼه کيندل کيده، د افغانستان لند تاریخ چې هغه یې په کوشاني دري ژبه "واد" بللی دی. الماني څېړونکي ګيګر يوه ډله اوېستايي ارباب انواع دستور ود يزتو په نامه ياد کړي دي چې له هغو څخه يو ميتره" Mithra د نور او رڼا ښکارندوی و چې د وارونه" رب النوع د سترګې حيثيت يې درلود او په اتفاق يې د نړۍ نظام او د رښتینولی قانون ساته، د دومزيل په وینا: "اين میشره مهر - میر په پخوانۍ دري اوپښتو کښې د تړون (عهد ) خدای او دڅر دارتو ورشو ګانو څښتن او درښتینولی ساتندوی بلل شوی دی. چې پر شریرانو او تړون ماتوونکیو بیرحمه او پرستایونکیو مهربان دی. د څارویو او د کرنې د محصول او د باران او برکت زياتوالی له ده دی." مهر چې رڼا را پيدا کوي د اهریمنانو سخت رقیب، د آسمان ډيوه او د اهوره مزده سترګه ده چې داوېستاله مخې اهوره مزده د هره برزتي (البرزیا پامیر غره پرڅو که هغه ته ټاټوبی جوړ کړي، چې هره ورځ پرځلانده او روښانه بګۍ چې څلور سپين جنتي اسان یې کشوي له ختيزه راخیژی او دمهر رب النوع دا اوېستايي تصوير له سپينو اسانو او بګۍ سره کټ مټ د بامیان د پېنځه دیرش متري بت د طاق پرچت انځور شوی او تر اوسه شته د دغو لرغونیو آريايي عقيد و اغيزې په راوروسته زمانو کښې د لویدیزې د اسیا تر پایه خپرې شوې او دلمر (مهر) ناهید او نورو پرستنه د اوېستايي ثقافت له مرکز د (بخدي) له سيمو څخه هر لورته خپره شوې ده. پر مهر (هور) سر بیره سپوږمۍ (ماوګه) هم د شپې ډيوه او واښوته وده ورکوونکې ګڼله کيده چې هغې ته يې د څارویو د روزنی له امله ګئو چیتره Gao Chitra ويل. په دغو عنصري يزتو او ستوريو کښې د تيشتريه (تېر ) ستوری د باران شیندونکی او داسمانی چینو پرانستونکی، چې د چينو، ويالو او سيندو او به يې زياتولې وو. په اوېستايي قانون کښې بې له شپږو، روحاني امشاسپندانو چې دمخه مو یاد کړل، د نورو مو کلو پرېښتو نومونه هم ياد شوي دي چې څو يې دا دي: ارشتات رشن د عدل او نیاو پرېښته ورتره غنه بهرام - د بري پرېښته سره اوشه (Sraosha) سروش = د اطاعت اوقانون پرېښته اشهی وګهوي د اخلاقي نظم او پرهیزگاری ساتندویه

                               ژبې ادبيات او له افغاني ژبو سره د هغو اړيکي

: په تېرو دوروکښې مو د افغانستان د لرغوني مدنيت پردریو دورو تر تاریخ دمخه ، ويدي دوره او اوستایی (دوره باندې ډيره لنډه توضیح وليکله او ومو ويل چې د تاريخي دورې له سره يوازې، دوه ليكل شوي آثار:" ويدا ، اوېستا" پاتې دي. د مقايسوي ژبپوهنې له مخې د دې دواړو ژبو اثرونه په افغاني ژبو

ار د افغانستان په ځایونو او نومونو کښي څرګند دي او زياتره لرغونې کلمې  اوس هم په هم هغه خپلو تاریخی ماناو کارېږی اوژوندي دي. په تېره بيا پښتو ژبې او د افغانستان د شمال ختيځ د غرو ځينو لهجو داسې تاريخي مواد زیاتره ساتلي دي د بېلګې په ډول یوازې د څو کلمو شرح راوړو

 ارین

 د ار" له ريښې څخه چې د اصیل او نجیب یا کروندګر په ماناو په پښتو ادب کښې اره" د اصل او بنسټ یا کرنې په مانا راغلی چې په پای کښې د نسبتي (ن) په نښلولو "ارين ترې جوړ شوی او د اصيل يا شریف کروندگر مانا يې پيدا کړې ده. 

ایرینه ويجه 

د هندوکوش د شمال سيمو ته تر هجرت دمخه د ارین لرغونی ټاټوبی چې مانایې دشریفانو ټاټوبی او ځمکه ویل کېده او دا ویجه کلمه د کندهار په پښتو کښې تر اوسه د ځمکې او ټاټوبي په مانا کارېږي.


 آریه ورشه 

هند ته مهاجر و آریایانو خپلې پخوانۍ ځمکې ته اريه ورشه (ورته) ويلې او په کندهار کښې تر اوسه د څړ ارتې ځمکې ته "ورشو" وايي، چې د لرغونيو اريايانو د څاروي پالنې او کوچیتوب له ژوند سره بیخې زيات پيوستون لري. 

واته 

په اوستا کښې د باد رب النوع و، چې شرحه یې مخکښې ولوستل شوه دا تورې په يغنویی لهجه "وات" او په پښتو او دري "باد = واد" دی حال دا چې د ایران په نائینی او سیوندی لهجه کښې خپل ويدي شكل ته نيژدې (وا باد) او په سنمانی کښې ويه" او په زازا کښې: "وايه دى. 

ريشي 

ويدي کلمه د ستايونکي ژبو او وياند په مانا ده، په پښتو کښې د وراشه خبره" او "رشه" اخلاق ريښه لري. 

سيندهو

 ويدي کلمه ده چې په پښتو کښې تر اوسه دسیند کلمه شته. 

سومه هومه 

مشهور واښه چې په پښتو د "اومه" په بڼه شته.

 چهند اواشلوك  

دنظم په مانا چې د پښتو په پخواني ادب کښې کټ مت په خپله ويدي مانا راغلی دی. 

برهمن

 په پښتو بر من د) برم - جلال ، څښتن). 

کشتري

 په پښتو کښ) + (توری) د شمشیر باز په مانا چې د پیر روښان په خیر البیان کښې (تور + کښ) راغلی دی. ویسیه

 په پښتو ويسا" د اعتماد او باور په مانا راغلی دی. 

شو دره 

په پښتو سوډر د بی تهذیب او وحشي ناپوه په مانا" دی. او داسې نورې ډېرې ويدې کلمې په پښتو ژبه کښې ژوندی دي او کاريږي، همدا ډول تاسې دا داوېستايي دورې په مباحثو کښې ولوستل چې دا ژبه له پښتو سره ټینګه او غښتلې اړيکه لري. نو ځکه موږ پښتو ژبه د سنسکریت او او پستا خور بولو، چې په غږو قواعد و او تورو کښې له دواړو ژبو سره ګډه ده، مګر لرغونې دري ژبه ښايي چې په خپله دافغانستان په خاوره کښې له او ستاڅخه را پيدا شوي وي ه دا موضوع په راتلونکیو بحثونو کښې مفصله وڅېړو. په ويدي سرودونو کښې چې د هغه عصر يوازيني لرغوني ادبي اثر چې موږ به دی د هغه عصر د پوهو ریشیانو او ژبورو خبرې او سرودونه رانقل شوي، چې په هغو کښې يوه ډله آريايي ژبورې شاعرانې ښځې هم شته. د بېلګې په ډول د ريګويدا دلومړي کتاب په ۱۱۷ سرود او د شپږم کتاب ۳۹-۴۰ سرود کښې د شهزادګۍ ګهوچه Ghocha سرودونه را نقل شوي دي او هم د لوپا مودره Lopamudra مامانه Mamata ،اپاله ،انداني، ساسي او ويشو وره سرودونه په ریګویدا کښې ليدل کېږي چې دهغه وخت شاعرانې وې او موږ دلته د هغه وخت د تخیل بیان او خبرو د طرز د څرګندولو له پاره د ريګويد د لومړي کتاب ۱۱۷ سرود د گریفت ترجمه راوړو (۱) چې شهزادګۍ ګهوچې ويلې ده: يه د سهار ستوريو ستاسي بګۍ چې تر خیال ګړندۍ ده او زړورتيز اسان يې کشوي د خلکو لورته راز غلي چې د پاکانو ټاټوبی ولټوي. چېرې ځی؟ ای زړه ورو پهلوانانو دلته زموږ ټاټوبي ته راشئ، تاسې ای د عجیبو کارنامو څښتنانو وندنه مو راویوست چې د بري او برم څښتن لکه خالص زر چې ښخ وي لکه هغه څوك چې د تباهۍ او فنا په غيږ کښې پروت وی لکه هغه لمر چې په تورتم کښې پټ وي. يه د سهار ستوریو تاسې د خپلو زياتو قوتونو په مرسته هغه لرغونی مېړه شیه وانه مو د زلميتوب غيږې ته وسپاره تاسې په ناستيانو! خپلې بګۍ وګماری چې دلمر لور له ټول هغه برم سره چې لږيي پورته کړئ، تاسې په هغو کسانو چې تل زلمیان یاست له خپل لرغونې دود سره سم مو "توركا" رایاد کړ او په خپلو غنم رنګو اسانو چې په ګړنديو وزر والوزي (بهوجيو) مو د سيند د څپو له منځه را وویوست. يه د عجبو کارنامو خاوندانو ځمکه مو يوې کړه او وربشې مو وکرلې، انسان ته مو دغذا شیره ورکړه او دښمنان مو په خپله برغو (کرنا) له منځه یووړه اوليري مو وغورځول او اريه ته موزیا ته رڼا او ځلا وركړه چې د اسمان پرڅند و خپره شوه. يه ستوريو زه له تاسې نه مرسته غواړم، په د سهار ستوريو، زما نیازونو ته د مهربانۍ په سترګو وګوری به ناستیه یانو ماته له اولاده سره زیاته بداینه او ثروت راکړئ ستاسې د زړورتيا سترې کارنامې چې په لرغونيو وختونو کښې مو تر سره کړې دي خلکو ته ښکاره دي هیله کوم يه د سيك او قوت خاوندانو زما دعاوې به هغه وخت تاسې ته وویلی شي چې زړور او قوی زامن مې خو او شاته ولاړوي. زه سو ماته خطاب کوم چې تر ټولو ماته نژدې دی، دهغه ځای زموږ په اروا کښې دی له هغه ځنې غواړم چې زما ټول ګناهونه وبخښي." *** د اور درب النوع اګني په ستاينه کښې يو سرود چې مدو چندس دوشوه متره زوی د ګايتري په بحر کښې په (۹) بیتونو کښې ویلی دی، شته چې څو بيته يې دا دي: زه اګني چې روحاني ښکارندوی دی ستایم، دی د نمانځنې په وخت کښې روڼ دی او د نمانځنې په بدل کښې بدايي بخښي. اګني د لرغونيو او اوسنيو پوهانو دستاينې وړ دی ځکه چې ده دیوان ځای ته راوستل يه اګني يوازې هغه ستاينه چې په هغو کښې مانع پيښ نه شي او ته يې له هرې خوا خوندي وساتې داسې ستاینه نو خدای مني. يه اګني په اسانه رسیږه لکه پلار زوی ته او زموږ د ښېګڼې له پاره له موږ سره اوسه.  اوس د ويدې د دغه سرود ترڅنګ د اوېستا څو سروده چې د  زردشت له خبرو ځنې دي راوړو په (۳۰) یسنا کښې وايي: سترو خبرو ته غوږ ونیسی په روڼه اندیښنه ورته وګورئ د درواغ اورښتيا د دوو ائينو تر منځ توپیر وکړئ تر هغه دمخه چې د اخرت ورځ راشي، هر څوك دې په خپله خپل دين غوره کړي ودې شي چې په پای کښې به مراد ته ورسیږو، هغه دوی همزولي توکې چې په پيل کښې دخیال په عالم کښې څرګندی شوې يوه يې په انديښنه ويلو او کولو کښې د نيکۍ توکه وه او بله يې د بدی. او په دې دوو کښې باید پوه سړی نيکي غوره کړي نه بدي هغه وخت چې همدا دوه تو که سره یوځای شي نو ژوند او مړينه ترې پيدا شوه همدا لامل دی چې په پای کښې د درواغجنو ډیر بدځای ( دوزخ) او د رښتینو ډیر ښه ځای جنت په برخه کيږي. په ۵۳ یسنا کښې وايي: يه مېړه کونکيو نجونو او یه زومانو دادی د رښیم او خبروم مو نصیحت مې په زړه ومنئ! د سپېڅلتوب او پاکۍ په ژوندانه پسې د غيرت ملاوتړئ او ورپسې زیار وباسئ تاسې هر يو بايد په ښه کار کښې یو تر بل دمخه شئ او په همدې ډول خپل ژوند خوښ تېر کړی.