شودر Shudra
څلرمه ډله او تر ټولو کښته او ناملموسه گڼله کيږي، لکه چه دمخه وويل شوه، دا ډله د هند بومي تور لينگيان
وه، چه دسیو (دښمن) بلل کیده.
منو مقنن وایي: چه شودر بل هیڅ کار نلري، بيله دې، چه د نورو خدمت وکړي، او دوي راضي ولري. شودر غیر آریائی خلق وه، نو ، ځکه دوي ئى ذلیل او نا نجیب گڼل، او ټولی کښتی پیشی او کارونه دوي ته محول وه، مثلاً دوبي گري، موچي گري، بازي گري، ماڼوتوب، ماهي گيري، د وحشي مرغانو ښکارل، ټوکرۍ جوړه ول، چندالي، ډمبتوب، او نور. شودر، سودر، او شدر ټول د دې کلمې مختلف اقسام او اشكال دي، او د شودر معنا هم کښته، ذلیل، نا نجیبه ده چه درو نورو ډلو دغه خلق له ځانو سره نه گډول او دوي ئې بي شرفه او ډير کښته خلق گڼل.
دا کلمه د پښتو (سوډر) سره هم په معنا هم په لفظ کي نژدې والي لري په پښتو سوډر (نالايق، کښته، بي عقل ،بې تهذيب ،ناپوه) ته وايي مثلاً پلاني خوشي سوډر سړی دي، يعني ناپوه او نالايق دي.
دا کلمه تر اوسه هم ژوندۍ ده، او کله ئې خلق د سر كوزي او خنزیر په معنا مستعملوي، مگر نده معلومه چه حقیقت کم دي او مجازكم؟
ځيي پوهان وايي: شودر اصلاً د یوې علاقې نوم و چه اباسين ته نژدي وه او په (وشنو پران) نومي هندي زاړه کتاب کي شودر، او ابهير يو ځاي گڼل شوي دي. يوناني مورخ مگستهنيز دا خلق تور مخي بولي، او تر سکندر دمخه د هخامشیانو کومکیان وه.
ښائي چه شودر لومړی د دغه ځاي نوم و ځکه چه آریائی اقوام تر اباسین پوري خو لومړی له دغو اقوامو سره مخامخ شول، نو ئې دوي داسيو او کښته او ناپاک وگڼل، او دا نوم ئې د هند پر ټولو بومي تورو اقوامو باندي کښيښو.
په پښتو کي چه د سوډر لپاره کم بد مفهوم پاته دي، دا هم دغه زاړه آريائي فکر نتیجه ده او دا دوې کلمې لكه لفظ چه سره نښتي او نژدې دي معنا ئې هم سره نښلوي.