32

اسماعيل

پښتو تذکرة الاولیا ء د سلیمان ماکو

د پښتو مورخان او د آسمأ الرجال خاوندان لیکی چی اسماعیل په اصل د شیخ بیټنی زوی، خو د خپل تره سړبن په کور کی لوی سوی و نو ځکه په سړبن مشهور دی، ا لكه سليمان ماكو چی ليکي: اسماعیل د شیخ بیټنی په کور کی لوی سوی و، او د سلیمان په غره کی میشته او هم هوری وفات سو. دا مورخ وایی: د اسماعيل مرقد واقع د کسی پر غره چی زه هلته تللى وم...

دغه روايات نعمت الله هم کټ مټ په مخزن کی داسی تایید کوی: چون اسماعیل به سن رشدی رسید و از ریاضات شاقه به مراتب ولایت رسید و این شیخ اسماعیل سړبنی پسرحضرت بېت است...شیخ اسماعیل سربنی قدس سره صاحب عبادت و ریاضت شاقه بود و مقتدای وقت به علوم ادنی، کاشف اسرار طریقت و حقیقت بوده در ولایت (روه) چون به وطن مأطوف رسیدند به مقام خواجه منزل گرفتند و خلایق از جایهای دور به ملازمت شتافتند. سلیمان ماکو او نعمت الله هروی دواړه وایی چی د اسماعیل د ژوندانه ځای کوه سلیمان و، بل ځای نعمت الله مورخ تصریح کوی چی د ده مزار په هغه ځای کی دی چی وازه خوا یی بولی او وازه خوا د سليمان د غره په لمنو کی ده. علاوه پر دغه په پټه خزانه کی هم د اسماعیل احوال ليكل سوى او وایی چی دی د خرښبون معاصر و، ځکه چی د خرښبون وفات په ٤٢١ ه کی دی نو موږ د اسماعیل د ژوند عصر هم دغه گڼو.

 اسماعیل د خپلي کورنی مشهور عابد او د خدای دوست سړی و، د مخزن افغانی له روایاتو څخه ښکاری چی دی له خپله کوره په سياحت هم تللی و، او له لویو اولياوو سره ملاقی سوی و.