غوریان (٣٠-٦١٢ هـ )
سوریان د خراسان او غور د افغانانو يو ټبر و، چې تر اوسه هم د هرات شمال لوېديځ د بادغيس د زور آباد زورا بد - ياقوت) په شاوخوا کښې د "زوري" په نامه استوګن دي؛ تر اسلام دمخه هم دغه کهاله د تخارستان غور، هرات او خراسان په غرو کښې حکمراني کوله او د "غرشاه" په لقب یادېدل، په دغه لقب کښې د "غر" کلمه پښتو ده دا کهول لرغوني افسانوي شخصيت "ضحاك" ته منسوب دی دا نوم فردوسي "ضحاك" بللی او په پښتو سرچینو کښې د تاريخ سوري په حواله "سهاك" دى. طبري، البيروني او ابن بلخي يې "بيور" اسپ از دهاق يادوي او په مسعودي كښې "ده اك" راغلی چې د طبري په وينا يې معرب ډول ازدهاق" دی. په اوستا کښې دهاك - اژی دها" یاد شوی چې په دري کښې "اژدها" او په پښتو کښې اژدهار" دی، همدارنګه په خراساني نومونو کښې دا نوم ډېر کارېدلی لکه د زين الاخبار د ليکونکی عبدالحی گردیزي د پلار نوم ضحاك (د ۴۰۰ په شاوخوا کښې او ضحاك شيباني (د) ۲۸۷ هـ شاوخوا) ظاهري فقيه او باميان ته نژدې "ضحاك" نومي ښار او د سهاکا" مشهوره پخوانۍ آريايي قبيله . چې سکستان د دوی په نامه دی مفغن صورت يي "سهاك" او "سهاكزى"د افغاني قبيلو نومونه دي دا ټول دا ښيي چې دا نوم د لرغوني افغانستان په نومونو کښې پخوانۍ ریښه لري. د دغه کهاله په نورو نومو کښې یو نوم هم "بسطام" دی چې (د گستهم - وستهم د پهلوان په مانا معرب ډول دی چې فردوسي هم هغه يادوي، دغه سړی په شغنان بامیان تخارستان او غور کښې حکمراني کړې او تر هغه وروسته په غور کښې له دغه ټبر څخه دوو وروڼو لاس درلود چې یو امیر سول او بل سپه سالار سام و د سوري ټبر اميران دغه نامه ته منسوب دي چې فردوسي او نورو مورخينو د ماهوري سوري نژاد" په نامه یاد کړي، بلاذری د جبل زور او د هغه ځای د مشهور بت چې هیون تسنگ پر (٦٠٣ م) د "شونا" په نامه لیدلی یادونه کوي، ابن فندق هم په تاريخ بيهقي کښې د سلطان مسعود د وختو د خراسان عميد سوري يادوي او په را وروسته وختو کښې نامتو شیر شاه سوري هم په هند کښې له دغه افغاني ټبر څخه را پاڅېدلی دی. د سوري کهاله له نومياليو څخه یو هم شنسب د خرنك زوى دى چې د فخرالدين مباركشاه له نسب نامې څه د منهاج سراج په روايت د حضرت علي (رض) هممهالی او د هغه په حضور يې ايمان راوړی و، عهد او لوايې يې ځنې اخيستې وه. له هغه کهاله څخه چې به هر څوك پر تخت كښېناست د حضرت علي هغه عهد او لوابه ورکول کېده دا چې په اسلامي دوره کښې د غور لومړی حکمران دی چې موږ یې پېژنو او امیر پولاد غوري د ده له زامنو څخه و، چې د غور د غرو شاوخوا يې تر واکمنۍ لاندې وه، د خپلو پلرو نوم یې ژوندی کړ او چې صاحب الدعوت العباسيه ابو مسلم مروزی منځته راوووت نو امیر پولاد د غور لښکر د ابو مسلم ملاتړ ته ور ووست د آل عباس د تقویې له پاره يې ډېر کارونه وکړل د امیر پولاد د حکمرانۍمرکز د غور مندیش و او د غور پر ټولو غرو او شاوخوا يې حکمراني کوله د ۱۳۰ هـ - ۷۴۷ م شاوخوا د امیر پولاد یو زوی و چې امير کروړ نومېد ، د کندهار د خلکو د عنعني او د احمد بن علي بستي د كتاب "تاريخ سوري" په حواله يې د پټې خزانې کتاب د متن له مخې پېژنو چې پر (۱۳۹ هـ - (٧٥٦م) کال د غور په مندیش کښې امیر و او د "جهان پهلوان" په نامه یی چې د فردوسي د پهلوانانو له القابو څخه دی شهرت درلود. بالشتان د کندهار د شمال والشتان خیسار، تمران او بركوشك (د غور مشهورې کلاوې د ده په لاس کښې وې دی داسې غښتلی پهلوان و، چې يوازې له لسو تنو سره جنګېده او له همدغه امله يې کروړ باله چې په پښتو کښې د كلك او سخت په مانا دی. د دغه کهاله واکمني تر زمينداور، بست او والشتان پورې رسېده، له اموي کهاله څخه عباسي کهاله ته د خلافت د انقلاب په جګړو کښې دی هم د ابو مسلم ملګری و، پټه خزانه د تاريخ سوري په حواله د ده يوه پښتو حماسه را نقلوي او د ښې وينا خاوند يې بولي، په خپلې دې پخوانۍ حماسه کښې امير کروړ جهان پهلوان د خپل حکومت سیمه له مرو او هرات څخه تر جروم ګرمسیر) غرج او تخار پورې كني او وايي چې زرنج (سيستان) مې د تورې په زور ونيو. د ده دا حماسې شعر د خراسان او پښتو یو لرغوني حماسي اثر دى چې د ده د غښتلي روح ملي غرور جهانګیرۍ او جهان کشایۍ څرګندويي کوي، په هغه کښې هغه پښتو زاړه لغات او کلمات دي چې اوس په دې ژبه کښې مستعمل او ژوندي نه دي پاتې شوي. امیر کروړ پر (۱۵۴) هـ - (۸۰۰م) کال د هرات لوېديځ لوري ته د پوشنګ په جګړو کښې ووژل شو او تر ده وروسته يې زوی امیر ناصر په غور، بست او زمینداور کښې حکومت کاوه د ١٦٠ هـ - ٧٧٦ م شاواخوا). د دې په زړه پورې تاريخي ،ژبنۍ او ادبي موضوع د تفصيل له پاره دې د کابل چاپ پټه خزانه کتاب او د پښتو ادبياتو تاريخ دويم ټوك وكتل شي. منهاج سراج تر امیر پولاد وروسته د هارون الرشيد تر وختو (د ۱۷۰ هـ - ٧٨٦ م تر شاوخوا پورې د دغه کهاله د حکمرانانو یادونه، نه كوي، له ښه مرغه دا خلا پټې خزانې د محمد بستي د تاريخ سوري په حواله ډکه کړې چې په لږ تفصيل سره د امير کروړ او امیر ناصر يادونه کوي او بيا منهاج سراج د دغه کهاله يو بل امیر بنجی د نهاران شنسبی زوی د غور له لويو اميرانو څخه ګڼې او ليکي چې د خپل یوه معاصر غوري امير سره چې د بهرام زوی شیش نومېده د هارون الرشید دربار ته ورغلل، امیر بنجی د "قسیم امیر المومنین په لقب د غور امیر او امیر شیش د غور د لښکر پهلوان وټاکل شول د ۱۷۰ هـ - ٧٨٦م شاوخوا د غور امیران د همدغه بنجي له نسله او د غور سپه سالاران د شیش له توکم څخه دي، چې د صفاریانو په وختو کښې له آل شنسب څخه په مندیش کښې د غور امارت امیر سوري ته رسېدلی و لکه د صفاریانو په احوال کښې چې مو ولوستل د (۲۵۳) هـ - (۹۶۷م) په شاوخوا کښي يعقوب صفاري د نیمروز، بست او د اور ښارونه تر تکین آباد اور خج پورې ونیول، د د هغه ځاى امير يې له پښو وغورځاوه، په دغه وخت کښې امير سوري د غرني غور امير و، چې تر هغه وخته لا د غور نيمايي خلك مسلمانان نه وو تر دې وروسته امیر سبکتګین هم پر غور حملې وکړې، خو د سوري کهاله خپلواکۍ ته يې څه تاوان ونه رسولای شو، لکه څنګه مو چې د غزنویانو په احوال کښې ولوستل سلطان محمود هم پر غور یرغل وکړ، خو د غور امیر چې پر دغه مهال محمد سوري و، کله به یې اطاعت کاوه او کله نه تر دې چې د بيهقي (۴۰۵ هـ -۱۰۱۴م) کال او ابن اثیر په ویناو (۴۰۱) (هـ) کال محمود د غور د جنوب له خوا د بست او خوابين له لارې له لوی لښکر سره غور ته ورغی، چې د لښکر په مخ کښې د هرات حکمران التونتاش او د طوس حکمران ارسلان جاذب وو، امیر محمد يې په يوه جګړه کښې د لسزريز لښکر په مرسته د آهنګران په کلا کښې کلابند کړ؛ محمد تر ډېرې مودې وروسته له کلا راوووت او سلطان ته تسلیم شو سلطان دی د ده له کشر زوی شیش سره غزني ته بوت، خو غزني ته نژدې د ګیلان په شاوخوا کښې هغه پر لاره زهر وخوړل چې په خپله ګوتمۍ کښې یې ځای پر ځای کړي وو، ځان يې وواژه خو د يرغملتا به سپکاوی یې ونه مانه. د پښتو ژبې وطني روايات چې د لرغوني پښتانه" او "تاريخ سوري" كتابو په حواله په پټه خزانه کښې راغلي پورتنۍ تاريخي پېښې تايېدوي او د محمد د مرثیی پښتو بولله هم راوړي چې اسعد د محمد سوري زوي چې پر ۴۲۵ هـ د زمينداور په بغني کښې مړ دى ويلي ده دا شاعر په اهنګران کښې د ده په دربار کښې و، دا بولله چې د ژبني بلاغت او فصاحت له مخې ډېره پخه ده، د محمد د مقام لوړوالی او ښيي؛ د آهنګرانو د جګړې او د محمود له خوا د محمد بنديتوب څرګندوي او دی د سوري کهاله وياړ بولي چې د خپل کهاله د پت ساتلو په لاره کښې يې ځان قربان کړ، د شيخ اسعد بولله د پښتو لرغوني ادب له غوره آثارو زړورتوب څخه ده. د محمد تر مړينې وروسته د سلطان محمود له خوا امير بوعلي د محمد سوري زوی د غور د مندیش په غرو کښې د پلار پر ځای کښېناست د سلطان تابع و، په غور کښې يې په مدرسو جوماتو او ماڼيو جوړولو لاس پورې کړ او علم دوسته سړی و، ده د محمودي عهد تر پایه حکمراني وکړه،خو د مسعود په وختو کښې د ۴۲۵) هـ - ۱۰۳۳م) په شاوخوا کښې (د بوعلي وراره عباس د شيش زوی پورته شو خپل تره يې بندي کړ او د غور پاچھی پر تخت کښیناست. عباس ظالم او بیباکه سړی و او د نجوم علم يې خوښ و، د مندیش ولایت په سنګه کلا کښې يې يوه رصدخانه ودانه کړه، خو خلکو د ده له تا دا د سلطان ابراهیم غزنوی دربار ته شکایت وکړ، ابراهیم هم غور ته لښکر ویوست او امیر عباس يې غزني ته بندي بوت، د غور امارت یې د ده زوی امیر محمد ته چې د غزني دربار ته مطيع او عالم پالونکی، عادل او د ښو اخلاقو خاوند سړی و ، و سپاره د ۴۵۰ هـ - ۱۰۵۸م شاوخوا تر محمد وروسته یې زوی قطب الدین حسن د محمد زوی او د عباس لمسی چې ستر پاچا او د غور د پاچاهانو نيکه و پر تخت کښېناست د ٤٦٠ هـ - ١٠٦٧ م شاوخوا ده د غوریاغیان په جګړه د ځان تابع کړل په هغه جګړه کښې چې د غزني جنوب لوېديځ ته) دوجيرستان او كوشك په پای کښې يې له یاغیانو سره وکړه ووژل شو د ۴۹۳ هـ شاوخوا دده زوی ملك عزالدين حسين د غور پر تخت کښېناست ده له سنجري دولت سره دوستانه اړیکي درلودل او د ښو اخلاقو څښتن پر ژمنه ولاړ او عالم پالونکی پاچا و، چې اوو زامنو یې خراسان ،غور، زابل، غزني، باميان او تخارستان په خپلې پاچهۍ پورې تړلي وو او هر یوه پر يوې برخې په لاندې د افغانستان لند تاریخ ډول حکومت کاوه
۱- قطب الدین محمد چې خپل لرغونی هېوادنی لقب (غر شاه) يې رسماً پر عربي "ملك الجبال واړاوه او ځان ته يې غوره کړ؛ د فیروز کوه د ښار کلا يې ودانه کړه او د ورشاد (ورساد) په ولايت کښې يې چې د ده سیمه وه له خپلو ورونو سره شخړې جوړې کړې او غزني ته ولاړ، هلته د بهرامشاه غزنوي له خوا ووژل شو ۵۴۱) هـ - ١١۴۶م) چې د هغه وژل د
غوري او غزنوي كهولو تر منځ د اختلاف سبب شو. سلطان
۲- بهاء الدين سام د غور د مندیش په سنګه کښې و، همدا چې ان سوري غزني ته ولاړ فیروز کوه یی هم ده ته پرېښوو، دی پر (۵۲۴هـ ۱۱۴۹ م کال په فیروز کوه کښې پر تخت کښېناست او د غرجستان له شارانو سره يې دوستي وکړه د هرات په غرو کښې يې د شیرسنگ کلا، په غرجستان کښې يې د بند روا کلا د غرجستان او مادین تر منځ يې د فیوار کلا جوړه کړه او د ګيلان ملك بدر الدين لور (د) گیلان (ملکه یې چې د شنسبانيانو له نسبه وه، ځانته واده کړه چې د دوو نامتو زامنو سلطان معز الدين محمد سام او سلطان غیاث الدین محمد سام مورده. سلطان بهاء الدين د خپل ورور سلطان سوري د غچ اخيستلو له پاره په جروم او غرجستان كښې لښکرې راغونډې او پر غزني يې يرغل وکړ، خو د غزني) په ګیلان کښې مړ شو، ده د غزني د سفر په وخت کښې د غور او جبال تخت خپل ورور سلطان علاء الدين حسین ته پریښی و
۳-ملك شهاب الدین محمد خرنګ د حسین زوی چې د مادين سيمې په ده اړه درلوده دا سيمه د غور یو ولایت و، د ده زوى ملك ناصر الدين ابوبکر د (٦١٨هـ - (١٢٢١م) په شاوخوا کښې د ګزيو او تمران د ولايت د کندهار شمالي خوا ته حکمران و د چنگیز تر یرغل وروسته هند ته په ډيلي کښې د التتمش دربار ته ولاړ او هلته د ٦٢٠ هـ) په شاوخوا کښې مړ شو.
۴-ملك شجاع الدين علي د حسین زوی چې د غور د جرماس ولایت حکمران و، تر هغه وروسته یې زوی علاء الدين ابوعلي په غور کښې د ده پر ځای کښېناست، د سلطان غیاث الدین په وختو کښې د غور، بست، وجیر، گرمسیر، درمشان روز ګان او غزني سيمې ده ته وسپارل شوې، د
خراسان تر نیولو وروسته په نشاپور کښې حکمران و، سلطان معزالدین دی بوت او د غرجستان او زمینداور حمکران یې وټاکه، پر ( ٦٠١ هـ) کال يې د قهستان د ملا حده و د جناباد مانی ونیوله خو د سلطان معز الدين تر شهادت وروسته د غرجستان د اشیار په کلا کښې بندي شو.
۵- علاء الدین حسین د حسین زوی د غور په وجيرستان کښې حکمران و او د خپل ورور سلطان بهاءالدین تر مړينې وروسته په فیروز کوه کښې د غور پر تخت کښېناست، د غور او غرجستان لښکرې يې را غونډې کړې او غزني ته يې مخه کړه سلطان بهرام شاه له غزني څخه د غزني او هندوستان له لښکر سره راوووت او د ګرمسير او تګین آباد له لارې زمینداور ته ولاړ، علاء الدين چې دا جګړه د خپلو دوو وروڼو د غچ اخیستلو له پاره کوله، تکین آباد ته نژدې يې د بهرامشاه له لښکر سره لاس واچاوه، او تر هغه وروسته يې د غزني په شاوخوا کښې دوه ځله د غزنویانو مقاومت مات کړ او د غزنوي دولت پایتخت یې ونیو (۵۴۵) - ۵۴۶ هـ)، ده هغه لوی ښار له خاورو سره برابر کړ او اوسېدونکي يې اته ورځې ټول ووژل، له هغه ځایه یې بست او زمينداور ته مخه وکړه او د بست ښار يې له محمودي مانيو او ښکليو ودانيو سره چې په خپل وخت کښې يې ساری نه و هم وران کړ، نو ځکه ورته جهانسوز ويل کېږي. ده تر دې فتح وروسته تخارستان د غور په مرکزي دولت پورې وتاړه او خپل ورور فخر الدین ته یې وسپاره علاءالدین تر دې وروسته له سلجوقي سنجرې دولت سره ونښت، سلطان سنجرد هر يو الرود د ناب په سيمه کښې له ده سره جګړه وکړه، څنګه چې خلك له علاء الدين څخه خواشیني وو، د ده شپږ زره خلجي او تركي سپاره لښکريان سنجر ته تسلیم شول. په خپله علاء الدین د سنجر لاس ته ورغی بندی شو خو څنګه چې سنجرد غزانو لهلاسه مات شوی و، علاء الدین يې و نازا وه؛ مرسته يې ورسره وکړه او بېرته بي يې غور ته واستاوه همدا چې خلکو د ده په غياب كښي ملك ناصر الدين حسين د محمد زوی له مادین څخه راوستی او د فیروز کوه پر تخت کښېنولی و، چې د علاء الدين د راګرځېدو خبر يې واورېدو ناصر الدين يې وواژه او علاء الدین ته تسلیم شول. ده بامیان تخارستان جروم (گرمسیر) د اور بست او د هرات د جبال د تولك او غرجستان، مرغاب ښارو نه هم د غور د پاچهی اطاعت ته اړ کړل او د ملا حده الموت رسل ته يې هم د غور په غرو کښې لار ورکړه، په پای کې د (۵۵۱ هـ - ۱۱۵۶م) په شاوخوا کښې د غور په سنګه کښي مر شو. تر ده وروسته یې زوی سیف الدین محمد د فیروز کوه پر تخت کښېناست، د ملا حده ورسل يې وواژه او د غزانو د فتنې د مخنيوي له پاره يې ملا وتړله چې د هرات او قادس شاوخوا ته رسېدلي وو، خو تر يوه کال زیات ژوندی پاته نه شو او د غزانو په جګړه کښي د غوري سپه سالار شيش په لاس ووژل شو د ۵۵۸ هـ - ١١٦٣ م شاوخوا ). علاء الدين جهانسوز د غور لومړی ستر سلطان دی چې د افغانستان هېواد یې تر یوې ادارې لاندې راوست او د فیروز کوه په مرکز پورې يې وتاره. ٦- سلطان سيف الدين سوري (۵۴۳ - ۵۵۴ هـ ، ۱۱۴۸ - ۱۱۴۹م) د غوريانو لومړی پاچا دی چې د سلطان لقب یې واخيست، د ده د پاچاهۍ مرکز د غور دا ستيه حصار و هغه وخت چې يې ورور قطب الدين ملك الجبال په غزني کښې ووژل شو نو سلطان سوري له بهرامشاه غزنوي سره جګړه وکړه او هغه یې د کورم ناوی ته وځغلاوه، په خپله دی د غزني پر تخت کښېناست او غور يې خپل ورور سلطان بهاء الدين ته پرېښو و، خو د ژمي په وخت کښې چې يې ورور علاء الدين حسين له غزني څخه غور ته ولاړ بهرامشاه د خلجي (غلجي) افغانانو له لښکر سره له ختيز لوري پر غزني يرغل وکړ، او سلطان سوري يې د هغه له وزير سيد مسجد الدين موسوي سره ونيو او د غزني د طاق د پله پر سر يې غرغره کړ، څو چې ورور يې جهانسوز د هغه په کسات كښې غزني وران کړ.
۷- ملك فخر الدين مسعود تر ټولو ورونو مشرو او د غور په كاسي کښې امير شو، څنګه چې سلطان علاءالدین جهانسوز د غزني تر فتح وروسته تخارستان هم د ځان تابع کړ نو خپل مشر ورور ملك فخر الدين مسعود يې د بامیان حکمران و ټاکه ده د شغنان او تخارستان غرونه تر درواز، بلور وخش او بدخشان پورې ونیول او لکه چې د غیاث الدین محمد په احوال کښې يې لولئ د راغ زر په جګړه کښې د خپلو وريرونو په لاس بندي او بيرته باميان ته واستول شو او هلته مړ شو (د ۵۵۰ هـ - ۱۱۵۵م شاوخوا تر ده وروسته یې مشر زوی شمس الدین محمد په بامیان کښې امیر و د فیروز کوه له درباره او د سلطان غياث الدين له حضوره هم په رسمیت وپیژندل شو ده بلخ ،چغانیان وخش جروم (گرمسیر)، بدخشان او د شغنان غرونه لاس ته راوستل او د سلطانشاه خوارزمشاهي د مخنيوي له پاره يې د غور له لښکر سره يو ځای د مرود رودبار په جګړه کښې ګډون کړی و او د سلطان لقب یې وموند د ده تر مړينې وروسته يې زوى بهاء الدين سام چې لوی او علمدوسته پاچا و د بامیان پر تخت کښېناست (۵۸۷ هـ - (۱۱۸۹م) د ده دربار د پوهانو د غونډې ځای و امام فخر الدين رازي شيخ الاسلام جلال الدين رساد او افصح العجم مولانا سراج الدين د ده په دربار کښې وو، د ده پاچهي له کشمیره تر کاشغر، تر مذه او بلخهپورې او جنوب خوا ته د غور او غرجستان تر پایه پورې رسېدله، غور، غزني او باميان د ده تر فرمان لاندې وو. هغه وخت چې سلطان معز الدين شهيد شو ( ۶۰۲ هـ - ۱۲۰۵ م) نو د هېواد امیرانو دی غزني ته ور وغوښت خو دی په ګیلان تر ۱۴ کالو پاچهۍ وروسته مړ شو بیا يې زوى جلال الدين علي پر ځای کښېناست ( ٦٠٢ هـ - (۱۲۰۵م) او خپل ورور علاء الدين يې د غزني پر تخت کښېناوه همدا چې د غور غز او تاج الدين يلدوز لښکر د کرمان درې د کورم له شاوخوا څخه پر علاء الدین یرغل وکړ نو دی له با ميانه د خپل ورور د ملاتړ له پاره راغی او د ده په غياب کښې يې تره علاءالدین مسعود د شمس الدین محمد زوی د بامیان تخت ونیو او ورزات يې صاحب وزیر ته ورکړ، خو جلال الدين د غزني تر نيولو وروسته ژر بامیان ته ورغی او خپل اکا يې د هغه له وزیر سره وواژه بیا چې تاج الدين يلدوز دويم ځل پر غزني يرغل وکړ، د علاء الدين لښکر یې د سقران (شنغران) په رباط کښې مات کړ او دی یې په غزني کښې کلابند کړ نو جلال الدين له باميانه د خپل ورور د ملاتړ له پاره ورغی خو د واړه وروڼه د يلدوز لاس ته ورغلل، بېرته بامیان ته واستول شول او هلته مړه شول د ٦١٢هـ - ۱۲۱۵م). دا وه د غوري او و وروڼو لنده يادونه چې د غور شهنشاهي يې جوړه کړه او تر هغو وروسته سلطان غياث الدين بن محمد سام بهاء الدین قسیم امیر المومنین چې د غور له لویو پاچهانو څخه دی پاچا شو، دی له خپل ورور معزالدین سره د خپل تره علاءالدین په امر د وجيرستان په کلا کښې بندي و، خو سلطان سيف الدين د علاء الدین زوی دوی خوشې کړل چې غياث الدين د غزان په جګړه کښې ورسره و، خو چې سيف الدين د خپل سپه سالار له لاسه ووژل شو همدغه شیش سپه سالار د غور او غرجستان لښكر راوستل او له غياث الدين سره یې بیعت وکړ او د فیروز کوه پر تختيې کښېناوه (۵۵۸هـ - ١١٦٢م)، ده خپل ورور معزالدین د سر جاندار په رتبه دا ستیه او کجوران حکمران و ټاکه ابوالعباس شیش یې چې د سلطان سیف الدین تر وژلو وروسته يي دي ښه پیاوړی کړی و، وواژه. دا مهال د غياث الدين تره ملك فخر الدين مسعود د باميان له حكمران ملك علاء الدين قماج سنجري، د بلخ له حكمران او له تاج الدين يلدوز د هرات له حکمران څخه مرسته وغوښتله او د بامیان بلخ او هرات له لښکرو سره يې پر فیروز کوه یرغل وکړ، په راغ زر نومي ځای کښې له یو بل سره جګړې ته چمتو شول، خو په لومړي سر کښې د غور پهلوانانو ملك يلدوز د هرات حکمران د هغه د لښکر په منځ کښې وواژه او هراتیان یې سره تيت کړل، بيا يې د بلخ لښکر هم مات او د قماج سر يې پرې کړ، د باميان ملك فخر الدين ته يې ور واستاوه په خپله یې هغه کلا بند کړ خپل تره معزالدین او غیاث الدین یې محترمانه ونیول او بېرته يې باميان ته واستول. سلطان غیاث الدین تر هغه وروسته ګرمسیر او زمینداور ونيو؛ قادس، کالیون، فیوار ،سیفرود، غرجستان تالقان او ګرزوان یې هم د غور په سلطنت پورې وتړل او خپل ورور معز الدین یې له جروم (ګرمسیر)، تګین آباد او سیستان څخه د غزني زاول او کابل خوا ته واستاوه. ده د غزانو لښکر چې په دغه وخت کښې یې غزني نيولی و، په (٥٦٩هـ - ۱۱۷۳م) کال له غزني څخه بېرته وشاره او د غزنویانو پایتخت یې هم په غور پورې وتاړه، د هرات نيولو ته يې ملا وتړله او بهاءالدین طغرل د سنجر يو مريي چې پر هرات یې لاس بر شوی و، د سلطان تر لښکر دمخه خوارزم ته ولاړ او پر (۵۷۱هـ کال هرات او تر هغه وروسته پر (۵۷۳ هـ - ۱۱۷۷م) کال قوشنج هم د غور له مركز سره ونښتل. دا مهال د سيستان ملکانو چې) شرح يې تېره شوه هم د اطاعتغاړه کښېښووه او شمالي ښارونه لکه تالقان اند خود، میمنه، فاریاب، پنجده مرو دزق او خلم هم فتح شول خو جلال الدین محمد د ایل ارسلان خوارزمشاه زوی د خطايانو په مرسته د هېواد شمالي شاوخوا ته ګواښ پېښاوه، ځکه نو غیاث الدین پر (۵۸۸ هـ - (۱۱۹۲م) کال د غزني لښکر د معزالدین په مشرۍ او د بامیان لښكر د ملك شمس الدین په مشرۍ او د سیستان لښکر د تاج الدین حرب په لارښوونه د مرو په رود بار کښې را غونډ کړل، د مرغاب په کڅو (سواحلو) کښې يې خوارزمشاهیان مات او پر (۵۹۶ - ۱۱۹۹م) کال یې خراسان ونیو تر نشاپوره پر مخ ولاړ، هغه يې ملك ضياء الدين ابو علي شنسباني ته وسپاره مرو شاهجهان يې هم ونیول او ملك نصر الدين محمد خرنك يې د هغه ځای په حکمرانۍ وګماره، د سرخص ایالت یې تاج الدین زنګي د فخر الدين مسعود بامياني زوی ته وسپاره. غياث الدين بيا هېواد ته مرکزیت ورکړ او د منځنۍ اسيا ټولې له هندوستانه تر عراقه او له چينه او جیحونه د هرمز تر سینده سيمې يې پورې د غور د فیروز کوه تر بیرغ لاندې راوستې. دی د خراسان ستر او یوازینی شهنشاه ګڼل کېده نو د بغداد خليفه الناصر لدين الله هم خيل سفيران ابن ربيع او قاضي مجد الدين قدوه او ابن الخطيب د فیروز کوه دربار ته را واستول او غوري سلطنت يې په رسمیت وپېژاند. د غور له درباره هم سراج الدين محمد جوزجاني د سفير په توګه بغداد ته ولاړ او په دغه ډول د فیروز کوه او بغداد د دوو شهنشاهیو تر منځ سیاسي تاوده اړيکي ټينګ شول. سلطان غياث الدين غوري د ختيځ او غور ستر علمدوست او زړه سواند پاچا و چې په دربار کښې يې پوهان راغونډ ېدل، دی پر ٦٣ کلنۍ د (۵۹۹ هـ - ۱۲۰۲م) کال د درېیمې خور جمادی الاولی) پر ۲۷ ورځ د هرات
په ښار کښې وفات او په هغه لوی مسجد کښې چې ده په خپله جوړ کړې و ښخ دی، دا جامع جومات تر اوسه په هرات کښې شته. دی په لومړي سر کښې د خپلو اسلافو په شان د محمد کرام سيستاني په مذهب و، خو وروسته یې شافعي مذهب ومانه. د ده د دربار نوميالي پوهان قاضي وحيد الدين شافعي مرورودی او صدرالدین كرامي نيشاپوري وو. د ده د هېوادو قاضيان قاضي القضات معز الدين هروي او قاضي شهاب الدين هرما بادي او وزيران يې شمس الملك عبد الجبار كيلاني، فخر الملك شرف الدين قره اري، مجد الملك ريوشاري، عين الملك سورياني، ظهير الملك سجزي او جلال الدين ريوشاري وو. پر دوبي يې دارالملك فيروز كوه او پر ژمي زمینداور و له خپل لاس ليك سره يې حسبى الله وحده" ليكل (۵۳ نومره تصویر وگورئ). د سلطان غیاث الدین محمد سام تر مړينې وروسته يې زوی غیاث الدین محمود چې يو عياش سړی و، د خپل تره معز الدين له خوا د بست فراه او اسفزار په حکمرانی و ګمارل شو، ده لښکر راټول کړ او تر مروشاهجان پورې پر مخ ولاړ د معزالدین تر شهادت وروسته پر (٦٠٢ هـ) كال يې له بست څخه د زمينداور له لارې پر غور يرغل وکړ او فيروز كوه يې له ملك علاء الدين ابو على څخه واخیست غور يې له غرجستان تالقان گرزیوان قادس او ګرمسیر سره لاس ته راوستل او د خپل پلار او تره د ملك وارث شو. ده تاج الدين يلدوز ته چې د معزالدین محمد له خادمانو څخه و، د غزني د حکمرانۍ چتر او مثال د سند تر سینده پورې ورواستاوه، پر (۱۰۵هـ - ۱۲۰۸م) کال يې د هندوستان د هېواد و مثال سلطان قطب الدين ايبك ته ورکړ، په دې توګه يې د غور پاچهي د هند تر پایه بالواسطه ټینګه کړه پر ( ٦٠٧ هـ - ١٢١٠ع) كال ملك ركن الدين ایرانشاه محمود د ملك علاء الدین ابو علي زوی له پنځوس زريز غزنوي او کاسي لښکر سره پر غور او فیروز کوه یرغل وکړ، خو غياث الدين محمود د ده سر پرې کړ، د ميمنې او فاریاب تر منځ په سالوره کښې یې له علاءالدین آتسز حسين شنسبي سره چې د سلطان محمود خوارزمشاه په مرسته د بلخ، مرو، سرخس او رود بار له لښکرو سره يې د تالقان له لارې پر غور يرغل کړی و، جګړه وکړه؛ د خوارزمشاه او اتسز لښکر یې مات کړ، تر هغه وروسته څنګه چې علیشاه د تکش خوارزمشاه زوی د خپل ورور له درباره غور ته وتښتېد غياث الدين محمود دی دبر كوشك په ماڼۍ کښې بندي کړ، د عليشاه نوکرانو دی پر (٦٠٧ هـ - ۱۲۱۰م) کال وواژه دی ،سخي بخښونکی، عادل او حلیم پاچا و، د پلار (۸۰۰) زرعین سندوخه خزانې چې د څلورو سوو او ښانو باركېده خلکو ته وبخښلې. د غياث الدين محمود تر مړینی وروسته د غور اميرانو د ده څوارلس کلن زوى بهاء الدین سام د فیروز کوه پر تخت کېښناوه، درې مياشتې وروسته سلطان علاء الدين اتسز شنسبي د سلطان محمود خوارزمشاه او د هرات امین حاجب ملك خان په مرسته پر فیروز کوه یرغل وکړ او د (٦٠٧م) کال پر درېیمه خور جمادی الاولى) يې هغه ښار ونيو، بهاءالدين يې د شاهي کورنۍ له ښځمنو سره خوارزم ته وشاړه، تر هغه وروسته علاء الدین اتسز د علاء الدین حسین جهانسوز زوی د فیروز کوه پر تخت کښېناست او تر (۴) کالو پورې يې حکومت وكړ په ګيلان كښې د ملك تاج الدين يلدوز او مويد الملك محمد د عبدالله سيستاني زوى د غزني له وزیر سره په جګړه کښې مات شو وروسته ملك نصير الدين حسين امير شکار له غزني څخه پر غور يرغل وکړ او په جرماس کښې يې علاءالدیناتسز وواژه، غور يې د غزني د پاچهۍ تر اثر لاندې راوست، د ( ٦١١هـ . ۱۲۱۴ (ع) په شاوخوا کښې تاج الدين يلدوز له غزني څخه علاء الدين "در . غور" بېرته د فیروز کوه تخت ته واستاوه خو علاء الدین پر (٦١٢هـ) کال د سلطان محمد خوارزمشاه لاس ته ورغی په خوارزم کښې مړشو، ټول غور د خوارزمشاهی تر لاس لاندې شو. د سلطان غياث الدين محمد بل ورور ابو المظفر معز الدين محمد بن سام قسیم امیرالمؤمنین هم د ختيځ او آل شنسب ستر پاچا ؤ چې له خپل ورور سره، سر جاندار د شاهي کارد قوماندان و، تر هغه وروسته د غور د کجوران او استیه د ولایت حکمران شو (۵۵۸ هـ . ۱۱۶۲ م) او د ګرمسیر ښاورنه یې تر تکین آباد پورې لاس ته راوستل، ده په غزني کښې د غزانو دوولس کلنه واكمني رنګه کړه، د سلطان غیاث الدین محمد په امر (۵۷۰د غزنی پر تخت کښیناست (۵۶۹-۱۷۷م) پر (۵۷۰ هـ)کال یې ګرديز فتح او ملتان يې له قرامطه څخه ونیو او پر (۵۷۳ هـ ـ ۱۱۷۷ع) کال يې د سنقران د یاغیانو غوږونه تاو کړل پر (۵۷۴) (هـ) کال د "بهيم د يو نهرواله" په جګړه کې مات شو. پر (۵۷۵) (هـ) کال يې فرشور (پېښور) او پر (۵۷۷هـ . ۱۱۸۱م) کال يې لاهور ونيو، تر هغه وروسته د خپل ژوند تر پايه يې ټول هندوستان ونیو او د اسلام په نور يې روښانه کړ. په افغانستان کښې د ده د وختو له مهمو پېښو څخه په اند خود کښې د خط له کفارو او د ترکستان له ملوکو سره د سلطان معز الدین محمد جګړه وه چې سالار حسین خرميل د ګرزيوان ملك د ده د لښكر په مخ کښې و، خو څنګه چې د غوريانو لښکر څه ونه کړای شول، نو ملك عثمان سمر قندي چې د ترکستان د آل افراسياب له ملکانو څخه و، منځګړی شو او روغه يې وکړه، سلطان غزنین ته وګرځېد په پنجاب کښې د کوکهران ډله او د جود د غره قبایل یاغیان شول ځکه نو سلطان محمد د هغو غزا ته و ووت د هغو تر سر کوټلو وروسته د غزنه پر لار د ملا حده د يوه فدايي له لاسه په دميك نومي ځای کښې چې د اوسني پنجاب د جهلم په سيمه کښې دی) د (٦٠٢ هـ - ۱۲۰۵م) کال د برات (شعبان) پر ۳ مه شهید شو. سلطان محمد معز الدين غوري هم د خپل ورور په شان د آسيا په زړه کښې یو لوی هېواد وساته او د غور د شهنشاهی حدود یې په هندوستان کښې د ګنګا تر سواحلو ورسول او هم یې هند د اسلام په نور روښانه کړ، د ده هېواد ختيځ خوا ته د ګنګا تر کڅو (سواحلو) لوېديځ پلو ته د خراسان خوارزم نسا او باور د تر پایه پورې غځېدلی و جنوب له بحيرة عرب سره نښت، د ده حكمداران په لاندې ځايو کښې دا کسان وو په غور كښې ملك ضیاء الدین په بامیان كښې ملك تاج الدین زنگی، په ملتان كښې ملك حسام الدین علی کر ماج، په لاهور كښې ملك قطب الدين ايبك، په غزنه او كرمان كښي ملك تاج الدین یلدوز ، په سند هوا چه كښې ملك ناصر الدين قباچه، په بامیان کښې سلطان بهاءالدین ،سام په فیروز کوه کښې سلطان غیاث الدین محمود ، په سيستان كښې ملك تاج الدین حرب، په مکران كښې ملك تاج الدين، او په وخش کښې ملکشاه د ده نوميالي وزيران ضياء الملك درمشى، مؤيد الملك محمد عبدالله سجزي، او شمس الملك عبد الجبار كيلاني دي قاضيان يې صدر شهيد نظام الدین ابوبكر سيد شرف الدین ابوبکر د صدر شهید زوی او د لښكر قاضي يي شمس الدين بلخي و. د پاچهی بیرغونه يې ښۍ خوا سور او كين خوا ته تور وو. منهاج سراج د سلطان په شاهي خزانه کښې د ډېرې شتمنۍ یادونه کوې چې د خواجه اسماعیل خزانه دار په وينا د غزني په خزانه کښې یوازې یو زر او پېنځه سوه منه الماس وو. د پټې خزانې په کتاب کښې د پښتو ژبې محلي روايتونه د پخوانيو کتابو په حواله دا څرګندوي چې د محمد غوري په دربار کښې د پښتو ژبې شاعران وو، چې يو له هغو څخه ښکارندوی د فیروز کوه د کوټوال احمد زوی دی، چې په هند کښې د محمد د فتوحاتو په ستاينه کښې يې يوه ډېره ښه او خوندوره بولله ويلې او په پټه خزانه کښې ليکل شوې ده چې د پښتو ژبې له خورا مهمو ادبي تاريخي آثارو څخه ګڼل کېږي وګورئ ۵۴ نومره تصویر). د معزالدین محمد غوري تر شهادت وروسته هغه لوی هېواد ټوټې ټوټې شو، د افغانستان ختيزه برخه له غزني څخه تر سنده پورې د تاج الدین يلدوز لاس ته ورغله چې د غور د دربار له خدمتګارانو څخه و او د محمد خدمت یې کاوه. دغه تاج الدین خپله يوه لور ملك قطب الدين ايبك د هند (حکمران) ته او بله لور يې هم ناصر الدین قباچه د سند حکمران) ته ورکړې وه، غزني يې د سند تر سينده ونيو، خو هغه وخت چې قطب الدين ايبك له لاهور څخه پر غزني يرغل وکړ يلدوز د سند په پنج آب سيند کښې ورسره جګړه وکړه او مات شو، د کرمان د کورم ناوې ته ولاړ او له هغه ځايه يې په غزني کښې پر قطب الدين يرغل وکړ قطب الدین په غزني کښې تر څلوېښتو ورځو پاچهۍ وروسته بېرته هند ته ولاړ او غزني د يلدوز په لاس کښې پاته شو، لکه چې وویل شول د سلطان غیاث الدین محمود په ملاتړ د هرات په جګړه کښې د سلطان محمد خوارزمشاه په مقابل کښې ودرېد او پر سيستان يې هم لښكر ويوست او له تاج الدین حرب سره يې چې د سيستان ملك و، روغه وکړه (٦٠٢ هـ). ده نه کاله د معز الدین محمد په نامه سکه ووهله چې "عبده" يې پر ليکلي وو. همدا چې د سلطان محمد خوارزمشاه لښکريان لهتخارستانه پر غزني راغلل او تر ګردیزه یې ونیول نو تاج الدين يلدوز هندوستان او نوهور ته ولاړ او په هغه جګړه کښې چې په تر این کښې يې له سلطان التمش سره وكړه ونيول شو او په بداون کښې ووژل شو (د ٦١١هـ، ١٢١٦م شاوخوا د غوريانو د سلسلې د شلېدلو په وخت کښې (٦١٢ هـ شاوخوا خوارزمشاهیانو شمالي ولايتونه غور او هرات ونیول او سیستان تر بست تکین آباد او زابلستان پورې د سیستان د محلي ملكانو لاس ته ورغی غزني ولایت کابل او ختیزې سیمې تر سنده پورې په تاج الدین یلدوز پورې اړه ومونده تر ده وروسته د خوارزمشاهی له درباره ملك كربر په غزني امين ملك په هرات او اختيار الدين محمد خرپوست په پېښور کښې واکمن وو د آل شنسب وروستنۍ پېښې د چنګيز د راوتلو په شرح کښې راوړل کېږي). د غوريانو په وخت کښې د غزنویانو د دورې مدنيت بشپر تا به ته ورسېد، د دري ژبې ادبیات د غوري فاتحينو په واسطه تر ډهلي پورې خپاره شول، پښتو ژبه هم د سوريانو په که له کښې پالل شوې او د شعر او ادب ژبه شوه، د اسلام دین یې په ټول افغانستان او د هند په زياته برخه کښې خپور کړ، صنعت او عمران چې بېلګې يې د هرات جامع مسجد ، د غور جام خلی (منار) (وگوری ۵۵ - ۵۶ نومره عکسونه او د ډهلي قطب منار دي ډېره وده وکړه، علوم او فنون د غوريانو په لوی هېواد کښې له نامتو پوهانو او شاعرانو سره وپالل شول او د افغان (هند) اسلامي مدنيت چي لوديانو غزنویانو یې بنسټ ایښی و، پخوالي ته ورسېد. او د غوريانو د دورې نومیالي پوهان او شاعران داوه امام فخرالدین رازي نظامي سمرقندي احمد ميداني نیشاپوري د مجمع الامثال خاوند ) علي باخرزي د دميته القصر (خاوند) قاضي منهاج سراج جوزجاني (دطباقات ناصري خاوند ) قاضي وحيد الدين شافعي مرورو دي، صدر الدين كرامي نيشاپوري معز الدين ،هروي شيخ الاسلام جلال الدين ورساد ، مولانا سراج الدين جوزجاني ابو نصر فراهي محمد عوفي (دلباب الباب خاوند )، اسعد ،سوري، شيخ تيمن تايمني ملكيار ،غرشين، قطب الدین بختیار ښکارندوی پښتو شاعران ملك الكلام فخر الدين مبارکشاه د غوريانو د ! منظومې نسب نامې خوند ) او نور. د غوريانو درباري ژبې پښتو او دري وې، څنګه چې غوریان د پښتنو له سوري ټبره څخه وو، نو ځکه د دوی په وختو کښې پښتانه د غور او سليمان له غرو څخه د ترنك ارغنداو هیلمند کابل او هریرود ناوو ته راسر شول، د هند په فتوحاتو کښې يې د پاچهانو په لښکر کښې هم ګډون وکړ. د پښتنو د قبيلو زيت خلك او مشران په هند کښې د شهنشاهانو او د هغو په ځای ناستیو سره پاتې شول چې د هغو پایڅوړ تر اوسه هم په ټول هند کښې ډېر شته لکه لودیان ،سوریان ،مومندان، شیرانیان، بهریچان (بړیڅان) چې زياتره يې په هند کښې دروهيله پاپتیمان په نومو يادېږی، دا خلك ان تر اوسه هم د هند په مختلفو سيمو کښې ځانګړي حکومتونه او د ریاست او نفوذ سيمې لري. د غور د شاهي کهاله نوميالي
۱ - شنسب د خرنك زوى د ۴۰ - ۸۰ شاوخوا )
۲ - امیر پولاد د شنسب زوی د ۱۳۰ هـ شاوخوا )
۳ - امیر کروړ د پولاد زوی (۱۳۹ - ۱۵۴ هـ)
۴ - امیر ناصر د کرور زوی د ١٦٠ د هـ شاوخوا )
۵ د امیر بنجي د نهران زوی د ۱۷۰ هـ شاوخوا )
٦ - امير سوري د زوی د ۲۵۳ هـ شاوخوا )
۷ - امير محمد سوري (د ۴۰۵ هـ شاوخوا )
۸ - امير بوعلي د محمد سوري زوی (د) ۴۲۵ هـ شاوخوا )
۹ - عباس د شيش زوی او د بوعلي وراره د ۴۵۰ هـ شاوخوا )
۱۰ - امیر محمد د عباس زوی د ۴۵۰ شاوخوا )
۱۱ - قطب الدین حسن د محمد زوی ( د ٤٦٠ هـ شاوخوا )
۱۲ - ملك الجبال عزالدين حسین د قطب الدین حسن زوی (د ۵۱۰ هـ شاوخوا )
۱۳ - قطب الدین محمد د عزا الدین زوی ( په ۵۴۱ هـ کښې وژل ۰۲ شوی)
۱۴ - بهاء الدين سام د عزالدين زوی ( ۵۴۴ - ۵۵۴ هـ)
۱۵ - ملك شهاب الدين خرنك د عز الدين زوی ( د ۵۵۰ هـ شاوخوا)
١٦ - ملك شجاع الدين د عز الدين زوی ( د ۵۵۰ هـ شاوخوا )
۱۷ - سلطان علاء الدین حسین جهانسوز د عزالدین زوی ( ۵۴۴ الحر ۵۵۱ هـ) گزید
۱۸ - سلطان سيف الدين د عزالدين زوی (۵۴۳ - ۵۴۴ هـ) ليك شاوخوا )
۱۹ - ملك فخرالدین مسعود د عزالدين زوی ( د ۵۴۰ هـ
۲۰ - سيف الدين محمد د جهانسوز زوی (۵۵۱ هـ)
۲۱ - سلطان غیاث الدین محمد سام (۵۵۸ - ۵۵۹ هـ)
۲۲ - سلطان معز الدین محمد سام ( ٥٦٩ - ٦٠٢ هـ)
۲۳ - سلطان غیاث الدین محمود د غیاث الدین محمد زوی (۵۹۹ - ٦۰۷ هـ)
۲۴ - سلطان بهاء الدين سام د محمود زوی (٦٠٧ هـ )
۲۵ - علاء الدین اتسز د جهانسوز زوى (٦٠٧ - ٦١١ هـ)
٢٦ - علاء الدین در غور (۵۹۹ - ۶۱۲ هـ) شاوخوا )
۲۷ - ملك ناصر الدين گزيو د شهاب الدین خرنك زوى د ٦١٨ هـ
۲۸ - سلطان شمس الدین محمد د فخرالدین مسعود زوی ( د ٦٥٠ هـ شاوخوا )
۲۹ - سلطان بهاء الدين سام د شمس الدین محمد زوی ( ۵۸۷ . ٦٠٢ هـ )
۳۰ - جلال الدین ابو علي د بهاء الدين سام زوی (٢ ٦٠ - ٦١٢ هـ)
۳۱ - علاء الدین مسعود د بهاء الدين سام زوى (٦٠٢ - ٦١٢ هـ)
۳۲ - علاء الدین مسعود د شمس الدين محمد زوی ( ٦١٠هـ شاوخوا )
مأخذونه
طبقات ناصری - ابن اثیر - دول اسلامیه . پټه خزانه . آداب الحرب - دايرة المعارف اسلامی - فرشته - شوکت افغانی - معجم الانساب . گزيده - لب التواريخ - فتوح اسلاطین عصامی - وگوری ۵۷ نومره نسب ليك).