32

د ځینو پښتنو قبايلو وروستنی هجرتونه او د دوی سره شريک اجتماعی نظام

د خوشحال خان سواتنامه د مقدمې او تعليقاتو سره

که څه هم پښتانه به زرو کلونه  دمخه د آمو او سیند تر منځ سیمو کې ميشته وو، خو په ميلادي پنځلسمه پیړی کې د مخنی آسیا او خراسان او ایران او هند اجتماهي او فرهنگي څېره ډيره سره ورته وه. په دې ارته جهاني سيمه کې اقتصاد، کرهڼه سوداگري، اداره، حکمداري او هنر او گرده نور اجتماعي توکي، ترخپلو لومړيو پورونو تير شوي او د فیوډاليزم د پوخوالي پټې ته ورختلي وو. ځکه نو موږ په دې سيمو کې خورا غښتلې او متمرکزې شاهنشاهی وینو. چې شاهزادگان او غټ زمینداران او پانگه والان (سرمایه داران) او ځينې ستانه (روحانيون ) هم غټې غټې برخې پکې لري، او په مليونو مليونو بزگران او فلاحان، د دوی په خدمت لگیا دي. په دې وختو کې تيموري شاهزادگان به ماورا النهر او خراسان کې د خپلې کورنی د اقتدار څوکی ته رسېدلي وو. په ایران کې د آق قویونلو يعنې د سپينو رمووالو تر کمانو مشرانو پاچهي کوله، او په هند کې د افغاني لوديانو د ډهلي ستره شاهنشاهي په لاس کې وه.

په دغو پېړيو کي د اباسین او هلمند ترمنځ سيمې د افغانستان په نامه بللې شوې دي لکه چې موږ د سيفي هروي په ليکونو کې د (۷۰۰ ق ) په شاوخوا کې دغه نوم مکرر وینو. او داسې ښکاري چې د هند مؤرخانو هم دغه سيمې په همدغه نامه بللی، لکه چې د ضیا الدین برنی په لیکنو کې هم د (۷۳۵ ق) په پېښو کي دا نوم راغلی دی. 

دغه افغانستان (لرغونې پښتونخوا ) خو پنځه شپږ سوه کاله د غزنويانو او غوريانو په عصر کې د فیوډاليزم د نهایی پوړ یعنې شاهنشاهیو د قدرت مرکز و او د ختیځ او لوېديځ تر منځ د اقتصادي او تجارتي پیوستون او د فرهنگي او سياسي نښتون لويه لاره هم وه. خو د ۶۰۰ ق په حدودو کې د چنگیزیانو له يرغل سره دغه اقتصادي او فرهنگي مرکزیت وران شو، او د قدرت مراکز هم نورو خواو ته ولېږ دېدل.

د هند او ایران او پار دریا غښتلو پاچهیو د دې سیمې لويې لارې د اقتصادي او تجارتي ارتباط لپاره استعمالوي مرکزي ښارونه لکه پېښور، بلخ، قندهار، هرات به يې په عسکري زور پخپل لاس کې ساتل.

د پښتونخوا په غرو او رغو کې هغه پښتانه قبایل آزاد اوسیدل چې دوی کوچي ژوند کاوه، او د خپلو سپين ږيرو او مشرانو سره به په اولسي دموکراتیکه توگه د حکومتو او شاهنشاهيو له جوغه څخه ليرې په آزادو غرو او دښتو کې په لېږد بوخت وو. دغو پښتنو د خپل دود او ژوند ژواک  سره سمې جرگې درلودې، او په دغو جرگو کې به د دوی مشران سره راټولېدل، او د ژوندانه مشکلات به یې اسانول. دغه دودونه او ټاکلې د جرکې لارې چارې او د ژوندانه چوچ گرده « پښتو» بلله کیده نو دغه خلک ليږ ليږ د مترکز فيوډالیزم پولې ته ور نږدې کیدل، او هغه قبايل چې (ه = دا برخه ونه لوستل شو) هند ته چې ور شیوه شول دوی د يوه کلک او او پاخه فيودالي ژوندانه په څپو لاهو کيدل د دغو آزادو قباهلو اقتصادي او معنوي پیوستون د هندوستان له لوديانو سره تر نورو زیات و. ځکه چې هر کال به په ژمي کې دوی د هند تودو اورشو گانو ته ورشوه کېدل، او د هند لود یانو د ډهلي امپراتورانو به هم دغه قوي عناصر او تکړه غړي ور غوښتل د هند د یاغیانو په اېلولو او ټکولو کې له دوی څخه کار واخلي. او چې د دوی گڼې ډلې په هند کې پر کروندو او پر گنو میشته کړي، او غټ غټ جاگيرونه ورکي. د لوديانو په دوره کې ډير سوري، فرملی، جلواڼي سرواڼي کاکړ، نيازي او نور قبایل هند ته د مهاجرو په توگه تللي، او هلته د جاگیردارانو ( مقطعا نو ) په ډول لوی لوی در باري رجال او غټ باداران ځنې جوړشوي دی په دغو وختو کې د پښتنو ابدالي قبایل د ترنک او ارغنداو او هلمند په ناوو کې ورو ورو د فيوډالیزم ( با داری) پوړته ور نزدې کیدل. د دوی روابط د هرات د تيموریانو او د هند دلودیانو او سوریانو له پرتمینو د بارو سره لږو ډېر په وده کې وو ، په دوی کې ستر خانان او ملکان پیدا شول. او د قندهار د ابداليانو لوى. مشرملک بامي ہو پلزي د سلطان سکندر لودي (۹۰۰-۸۵۵ق) درباره د قندهار د مرزبان په توگه و پیژندل شو. او بيا وروسته د بامي يو کړوسی چې ملک صالح نوميد له سوري شیر شاه سره دغسي پیوستون لاره او خپل ایلچیان يې د سوري دربار ته استو لي وو. د ۸۲۰ ق ۱۴۱۷م کال د شاهرخ بن تيمور د عصر په وقايعو کې راوړي: چې د قندهار اوگرد سیر او اباسين او غزني ترمنځ د قندهاري سيفل زوی او ملک محمد او خرشواني  افغانان او سوریان اوسیدل او د هرات د شاهرخ له غښتلې امپراتورۍ سره یی ډغرې وهلې.

دغه افغاني تمې او قبیلې چې د سيفي هروي په قول د هلمند له ناوې او تيري څخه بیا تر مستنگ اودو کی او ساجی او تیراه پورې د کسې په غرو او د ارغسان او ماروپ او پښمن په درو او ورشوگانو کې د پونده وو په توگه پرتې وې، هره ورځ ډيريدې او نفوس يې ز ياتيده. د هلمند او ارغندای او ترنک ناوې د دوى د ورشو لپاره نه بسيدې او په اوارو سيمو کې يې چې د هرات د کورتيانو او تيموریانو او نورو غښتلو خانانو ترحکم لاندې وې، هم زراعتي ژوند نشوای کولای نو دغه پښتانه بیا د څوارلسم قرن په پای کې د کابل د ناوې زرغونو سیمو او په وجوډ کو غونډیو  او د غړو لمنو ته ور وخاتل. له ۸۱۲ ق څخه تر ۸۵۳ ق (۱۴۰۹ - ۱۴۴۹م) پوري د تيموري کورنۍ څخه الغ  بیگ د سلطان ابوسعید کورگان زوی پر کا بل حکومت کا وه، د ده په عصر کې د پښتو کند اوزمند او نور قبایل چی د ارغسان او رشو پر تنگه شوې وه، د گومل او نورو پوند گانو سره را وپاڅیدل او کابل ناوې پر اور شوگانو باندې يې واړول «دوی آباد شول او هغه نور اصلي اوسيدونکي پښتانه يې په نظر کې نه راوړل». د  دعو قبیلو ــ مشران مداد ــ مدو ــ عثمان ــ سلطان شاه نومیدل چې ميرزا الغ بیگ گرده سره راټول کړل او د کابل په سیانگ کې سې ووژل. يوازې ملک احمد د سلطان شاه يوسفزي وراره له دغه ناورینه و تښتید او د يوسفزو سره یوځای د ختیځ په لورې ولیږدید او د پيښور سيمه يې تر سواته ونيوله. د لازاک پښتانه يې وشړل او د کابل او سوات تر رودو لاندې کروندې يي له جمرود، او گنداره تر اباسين پورې ونيولې. د سوات سیمه د پښتنو تريون د مخه د سواتي خلکو په لاس کې وه حافظ رحمت خان وايي:  «قوم صواتی اگر چه در اصل از قوم افغان نیستند، اما زبان افغانان وروش افغانان دارند...

از اول در ملک صوات و باجور سکونت میداشتند، اما وقتی مردم يوسف زايي بحد کمال رسیده همگي ملک سم تحت الجبل را در تصرف خود آورد ند، متوجه ملک صوات شدند و با اهل صوات جنگها در پیش آورده، آخر الامر آنها را مستاءعصل ساخته و جلا وطن گردانیدند... و قوم صواتی از انجا بملک پکهلى که ما بين یوسفزئی و کشمیر واقع است آمده و متوطن  شدند... و جميع ایشان متفرق به گروه اند: یکی گبري دوم موتراوی سوم موميا لي. و گویند که مردم گبري (منسوب به گبرجایی در باجور) از اولاد سلطان او پس و سلطان بهرام و سلطان پکهل و سلطان جهانگیرند و ایشانرا سلاطین جهانگیر به نیز میگویند.»

(خلاصة الانساب ١۴٧ د بيښور چاپ ۱۹۷۳م)

 په دغو وختو کې د دغو پونده او کوچي خلکو د يوازې پونده گلوی او کوچي ژوندانه له اقتصادي مرحلې څخه په زراعتي پوړ کې پښه کېښوه، او د دغو نوو نيولو سیمو په کلو او بانډو کې پر کروندو او مامتو او خوړو مځکو باندې میشته شول، او په کرهڼه او فلاحت یې پیل وکړ او دغه د دوی د ژوندا نه يوه نوې مرحله وه. ملک احمد يوسفزی د دغو پښتنو لېږدېدونکو قبايلو مشر و، چې په زراعتي ژوندانه کې یې د دوی مشري کوله. ده د شيخ آدم يوسفزي په کومک ( چې په شيخ ملي بن یو سف مشهور و ) دغه نوي په کلو او بانډو کې کښېستلي قبايل منظم کړل، او دوی ته يې يو «اجتماعي نظام» ور جوړ کړ. او په امنيت او هوصایی یې تر سواته پر کروند ومیشته کړل. د خوشحال خان زوی د آدم او درخانۍ به مثنوي کې وايی: يوسفزي په هغه دور ــ د کوچي عالم په طو ــ به هر ځای کې یې میشته و ــ گاه په سیند گاه په میره وه ــ گاه به لاره د غره خواته گاه به بیا راغلمه دریا ته ــ حادثات په حادثات شول لارل میشت په سمه، سوات شول.

شیخ ملي چې پوه اوستا نه سړی و او گردو پښتنو په درنه سترګه ور ته کتل. د مقنن په توگه يې د (۸۲۰ ق ۱۴۱۷م) کال په شاو خوا کې په پښتو يو د اجتماعي قانون کتاب وکيښ چې خلکو د «شیخ ملي دو، تر »     ( دفتر شيخ ملي ) باله. ځکه چې له پیښوره بیا تر اباسین او شمالا تر سواته پورې گردې د کرهنې مځکې دغو مهاجرو قبايلو نيولې وې، او په نوي ژوندانه يې شروع کړې وه، نوشیخ  ملي د کروندو او بانډو او اورشوگانو د ویش لپاره د عدالت او مساوات پر اساس برابر پخپل دفتر کې داسې لارې چارې او قوانین وضع کړل، چې زراعتي مځکې، اوبه، اورهو او کلي یې د کورنيو د نفوسو د شمیر پر سر په مساوي ډول ووېشل، او دغه وېش به د قوم جرگې هم مانه او هرومرو به خلکو خپله ټاکلې شوې کرونده کرله اوله زراعتي درامد څخه به یې هم د «شیخ ملي ددوتر» د قوانینو سره سمه گټه اخیسته.

ځکه چې د کورنيو د سړو شمېر به زیاتیده یا به کمېده. نو د شيخ ملي په دفتر کې دا منلې شوې وه چې تر هرو لسو کالو وروسته به گرده کروندې او مامتې او کلي او بانډې په «ملکیت عامه» کې داخلېدې، او بيا به د کورنيو د سړو پرسر با ندې په مساوي تو گه وېشلې کېدې. که به د يوې کور نیۍ خلک لږ شوي وو، لږ برخه به یې اخیسته او ډېرو به د ډېرو برخه موندله. د کروندو په وېش کې به د مځکې زراعتي استعداد اوسر آب او پایان آب تر نظر لاندې و. او بانډې او کلي او کورونه به هم د سړو پرسر وېشل کېدل. چې هر ویش ته یې «واو» وايه. د شيخ ملي په دو ترکې لومړی پلا گرده مځکې پرشپږو تپو TAPA وېشلې شوې وې

۱- د يوسفزو تپه (د شمالي مردان سمه ۱۸او سوات )

۲- د محمد زو تپه (اشنغر ، چارسده) 

۳ـ د کگیاڼو تپه (دوا به ،با جوړ ،چارمنگ...)

۴ـ د داؤد زو تپه ( کلپاڼي ، بگياړي...)

۵ـ  د خليلو تپه (له پېښوره تر نوښاره...)

۶ـ د مومندو تپه (د پېښور شمال غربي پلو تر جنوب غربي پورې)

دغه شپر تپې هره یوه پر دوتر، برخه، پټي ويشله کېده. او د هر سړي برخه په پټي یعنې کرونده او زراعتي مځکه کې و نډ WAND بلله کیده او د څړ په ځای کې اورشو URSHO وه. چې د کلي جرگې په دغه ونډ او اورشو د هيسک HISK يعنې پچې په وسيله ټاکل، او په هره برخه کې به يو څه زراعتي مخکه د سیری SEERY به نامه له ويشه څخه بیله ايښوله کېده. خو په گډه به د هغې برخې کرونکو کرله او حاصل به یې د کلي د عامو گټو په کاروکې لگول کېده. لکه د مسجد ( مزدک) او د کلي د هلکانو د تعليم کارونه، او هم د کلي د ډم د کورنی خرڅ چي کار یې ډول وهل، خلک خبرول، دلاکي، پخلنگ اوسندرغاري او نور د کلي عامه خدمتونه وو. او هم به له دغه سېری څخه د کلي د هوجرې ( میلمستون) او د میلمنو د خسمانې لپاره خرڅ کيده.

د شیخ ملی په دفتر کې د هستوگنځيو او کورونو او کلیو دويش لپاره هم لارې چارې ټاکلې وې هر کلی پر محلو ویشلی کيده چې هغه یې هم Cham باله او هر چم به اوز کورونه د کنډر Kandar په نامه درلودل. او هر کنډر به خونې د کوټې په نامه Koota لرلې. چې يو غولی Ghoolay به يې هم لاره. په هر چم کې يو ماجت (مسجد) او يوه هوجره Hujra او يو برج به هم و. چې د دفاعي څارنو لپاره به څارنوالان پکې ناست وو، او هر کنډر به تر لسو کالو پورې پورې یوې کورنۍ ته سپارل کېده.

په کرونده کې د یوه سړي برخه بگړی وند Bagray Wand و. او ټوله د لسو کالو برخه به يې موټۍ Muti بلله. 

د شیخ ملي د دفتر وېش په کروند و او اورشو او کورونو کې د هرو لسو کالو لپاره په شپږو تپو کې تطبيق شواو خلکو د شيخ ملي په لارښوونه  مانه. دا ځکه چې هم ملک احمد او هم شيخ ملي دواړه د پښتنو منلي رهنمایان وو. لکه پیر معظم شاه چې وایي: « روزگار ریاست ملک احمد در تصاعد شده، روز بروز در ترقي گشت و تمامي خښي بلکه تمام افغان مطيع او گشتند... گویند شیخ ملي نهایت متدین, متقی سری و. دهرې چارې او د هر مهم غمخورو. همگي کلي، ملکونه تپه په تپه کور په کور، د ده په دفتر ختلي وو. او د ده وېشلي وو. او تر اوسه هم د ده هغه تقسیم په یوسف، مندڼ کې جاري دی...» په دې ډول د شيخ ملي د دفتر اجتماعي ريفارم په زراعتي ژوندانه کې تطبيق شو خو وروسته نور افغاني قبایل هم دلته راغلل او ځينې نورې کروندې يې ودانې کړې. نو دغه لوې خړوبې شوې مځکې يې بانډه Banda بلله، او په دغو لوو بانډو کې هم افغاني نوي را لېږ دېدلي قبايل د شپږو اصلي تپو په څنگ کی میشته کېدل. 

وايي چې شيخ ملي «در اندک سالها بعد از ان بعارضة شري از عالم فاني به دار باقي خرا میده و در موضع غوربندي د سوات د لويې لارې په غاړه چې ودمغار ته درومي ,  په سمه همواره مز که مدفون شو. او گرداگرد قبر يې دچنارو ونې ولاړې دي. اوس ترې چاپېره لوی کل هم میشت دی، قبر د ده هورته نمایان دی.» 

درویزه ليکي: «شيخ ملي در مرض موت خود گفته بود که من در عمرخود انصرام مرام اهل حوایج، گاهی به طمع دنياوي نکرده ام، بلکه خاصا لله کرده ام پس اگر در این سخن راستگو باشم تقسيمات ملکها و تعينات حدود ها که فیمابین يوسفزي کرده ام تا روز قیامت باقي بادا. و اگر دروغگو باشم از میان ایشان مرتفع باد.» 

په دغه ډول شیخ ملی خپل دفتر او ویش بشپر کړ، او تر ده وروسته یو کال بس ملک احمد هم تر دنیا تېر او په سوات کې هغه ځای ته نږدې ښخ شو چې د شيخ ملي هدیره هم لويې لارې ته ورڅومه وه. او د دغو واقعو کلونه په اټکلی و گه له ۸۵۰ تر ۹۰۰ ق پورې گڼلای شو.

اخلاقي ضوابط: 

د شيخ ملي دفتر لکه په اقتصادي چارو کې چې د پښتنو لار ښوونکی و، دغسې يې د يوه جزا یی او تعزیري اسلامي قانون په ډول ځينې اخلاقي ضوابط هم درلودل په هر کلي کې به دغه ضوابط د عالمانو او سپین ږیرو په وسيله د هغې سیمې د خلکو د اجتماعي دود او دستور سره سم تطبیق کېدل. پير معظم شاه وايي: «يوسفزي ها له ډېر خوش خویه، نیک معاش خلق وو. د دې قوانینو مطابق به یې بیلما زانو، جوار گرو، نشه ئیزو، زنا کارو او نورو فواحش کونکو ته سزاگنې ور کيدې. په ټو له قبيله کې په دې قسم عاداتو سخت بنديز و. دې ضا بطې ته به يې « شيخ ملي » وې د ې په زریعه به په کال کې يوځل په زبرگه میاشت کې د ټول اولس، اخلاقي تطهير کېده....» 

(د تواریخ رحمت خاني مقدمه ۲۹) 

دغه سزاگانې د شرعي تعزير او تشهیر پر اساس داسې وې لکه: پرخره سپرول، مخ ور تورول او په کوڅو گرزول ، د بدکارې ښخې سرور خریل په شرعي ډول په: ورووهل پاسنگسا رول.